له بده مرغه ځینو په دې ژمي کې د کمپلو لاندې کمپاین پبل کړې چې په افغانستان باندې باید بشري مرستې ودرول شي ځکه طالبان د بشري مرستو نه استفاده کوي.
د افغانستان زیات ولس په مرستو ژوند تیروي او ولس باید د طالبانو یا نړیوالو د غلطو پالیسیو قرباني نشي.
کمپین باید داسي وي چې میکانیزمونه باید جوړ شي چې ولس ته مرستې ورسیږي او د طالبانو لوړ پوړي چارواکي ترې استفاده ونه کړي.
د ولس په ضد د مرستو بندیدل ظلم دی. په هیڅ صورت کې باید په ولس باندې مرستې ونه درول شي. په ولس مرستې ودرول د انساني، اخلاقي، افغاني او انساني ټولو ارزښتونو خلاف عمل دی چې هر څوک یې کوي.
د مرستو بندیدل، د طالبانو د لوړ پوړوکو چارواکو په ژوند هیڅ منفي تاثیر نه لري ځکه د معلوماتو له مخې، هغوي وایي چې دوی لس کاله نور هم ملت زبېښلې او حکومت پرې کولې شي.
له بده مرغه، په دې کمپین کې هغه کسان برخه لري چې د چرګانو پورې یې خپل ټول اقارب د ښځو د مدني فعالینو، میډیا او نورو نومونو باندې د هیواد نه ویستلي، افغانستان کې نږدې خپلوان او خواخوږي نه دلري او لکه د طالبان په شان، دوی هم د ولس پروا نه لري.
که څوک خپلوان هم ونه لري، افغانان باید د هر ډول سیاسي او خود غرضه کمپینونو قرباني نشي ځکه د هرې مبارزې هدف باید د افغانستان د ولس سوکالي او ارامي وي.
@UN @UNAMAnews @EURightsAgency @hrw @EU_Commission @StateDept
گوسفندي مبارزه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.