د ځان، مال، ناموس او وطن څخه دفاع ملی شعور او د خاورې د مالکیت احساس ته او سیاسی تقوا ته اړتیا لري. د اسلام په تاریخ کې چې څومر تذلیل د مسلمان شوی دی مبنأ یی د ملایانو فتواګانې وې او دي.
اکراین له خپلې خاورې څخه دفاع کوۍ، هندی نظامیان د پاکستان د دسایسو څخه د خپلې خاورې ساتنه او دفاع کوي هغوی ته نو چا د دفاع فتوا ورکړېده؟
واقعیت او حقیقت دا دی چې هلته انساني شعوراو د وطن د مالکیت احساس د دا راز پرېکړو دوه ستر مفتيان دي همدا راز د پنجاب د ګواښونو پر وړاندې، د طالبانو سیاسي مخالفینو هم د دوی له موقف څخه دفاع وکړه، نو ایا هغوی دچا د فتوا پر اساس دا راز دفاعي حمایت ورڅخه وکړ؟
کندهار کې د ملایزم داقتدار د بقا څخه د دفاع په موخه ورټول شويو ملایانو له اعلامیی څخه جوتیږي چې، دوی لا تر اوسه افغانان ندي پېژندلي او له دې څخه نه دي خبر چې د ملي نوامیسو څخه دفاع د افغانانو فطرت ګرځېدلی دی او فطرت پر فتوا بند و واز نه وي.
د افغان کهول دا ځانګړی فطرت د دوی له ملي شعوره خړوبیږي، ملي شعور د اوبو په څېر دی، که فتواوي صادرې شي او که نه، اوبه ځانته لاره جوړوي ولو که په غره کې هم وي.
د هاغه ملا فتوا بد اغېز کوي او دخیر تمه ورڅخه نه کیږي، چې پر فتوا یی دالله پاک د بندګانو پر وړاندې دهغه د معرفت دروازې تړل شوي وي. د علم و عرفان د دروازو تړلو فتوا او د پانجاب له ګوزارونو د ځان ساتنې فتواګانې چې دماشومانو مخې ته کېږدۍ نوهغوی هم پوهیږي چې دا فتوا له هماغې مرجع څخه صادر شوېده، له کومې مرجع څخه چې د سیاسي تقوا پر ځای (د ښونځیو د تړلوپه څېر) د سیاسي فساد فتواوې صادریږي او په غبرګون کې یی ښایی د وطن او خاورې څخه ددفاع فتوا هم دخلکو ملاتړ وبایلي ځکه خلک نن سبا په سیاسی مرداریو او سیاسي مداریتوبونو باندې تر پخوا بهتر پوهیږي.
د امارتیانو د حکومت کړو وړو ته په کتو دا راز حکومت د الهی حالکمیت پر نامه پر خلکو څرګند تیری دی دا دقرانی اراشاداتو په میزان کې دشرعي حکومت له تعریف څخه محروم او الهي حاکمیت باندې دمتجاوزو نظامونوپه تعریف کې شاملیږي . دا ځکه چې دحاکمیت الهي حدو برید دوی کراس کړی دی او قرانکریم الهي حاکمیت ته داسې اشاره کوي :
۱ – لایشرک فی حکمه احد (کهف ۲۶) – یعنې الله سبحانه و تعالی ج پخپل حاکمیت کې بل څوک نه شريکوي ، لهذا هرهغه څوک چې پخپل حاکميت کې دنورو اشتراک نه مني هغه دالله پاک په حاکميت د تېری کولو په بڼه دشرک مرتکب دی. د محتمل شرک مرتکب نظام ته دشرعي نظام اصطلاح کارول شرعاً جواز نلري.
۲ – لايسأل عما یفعل وهم يسئلون (الانبياء ۲۹) یوازې الله ج چاته مسؤل نه دی، انسان په هر صورت کې مسؤل دی ولو که پیغمبر هم وي ، الهی ارشاد پدې اړه فرمایی (فلنسألن الذين أرسل إليهم ولنسألن المرسلين [ الأعراف/ ۶] لهذا هر هغه نظام چې ځان د نورو پر وړاندې مسؤل نه بولي او مطلق العنان واک چلوي هغه دالله ج پر حاکميت تیری کوي.
۳ – فعال لمایريد (هود ۱۰۷) یوازې الله ج مقتدر اعلی او یوازینی مطلق العنان صلاحيت لرونکی ذات دی، لهذا هرڅوک چې ،ځپل واک او صلاحيت مطلق العنان بولي ، دا احتمال شته چې هغه د الله ج پر خالقیت باندې دتیری له کبله د شرک مرتکب گرځي .٫،
۴ – ماعلمت لکم من اله غيري(القصص ۳۸) له الله پآک «وحده لاشریک » څخه پرته بل هېڅ څوک د حرام حلال د تعین صلاحیت نلري هر هغه نظام چې دالله پآک لخوا حلال کړای شویو امورو باندې تحریمات وضع کوي او د الله پآک لخوا بنده ته ورکړل شوې د فردي ارادي خيلواکي سانسوروي هغه په ځان کې د الوهیت تمثیل کوي او دا عمل شرک دی لهذا دا ډول نظام د شرکي نظام په تعریف کې شاملیږي نه د شرعي !
۵ – انا ربکم الاعلی (النازعات ۲۸) رب العلمین دی هغه په دنیا کې مسلمان اونامسلمان دواړو ته یو ډول دسترخوان غوړولی دی او هېچاته اجازه نه ورکوي ، چې بروړاند یی خنډ یا مانع وګرځي لکه چې فرمایی : (كلا نمد هؤلاء وهؤلاء من عطاء ربك. وما كان عطاء ربك محظورا / الاسرآء ۲۰) هر څوک چې، د نورو له پاره، د ژوند ژواک اړوند زینتونو باندې تحریمات وضع کوي اود الله پاک بندګان په ذوق او سلیقه او د ژوند ژواک په چارو کې له خپل ځان څخه تقلید ته او په مذهبي چارو کې علی الاکراه خپل اطاعت ته اړباسي، هغه په حقیقت کې ځان ته په غیر مستقیم ډول د ربّ الاعلی نسبت کوي . داسې حاکمیت ته الهي او شرعي حاملمیت نه ویلی کیږي، بلکې طاغوتي حاکمیت بلل شي او طاغوتي حاکمیت ته نفاذ شریعت ویل، پر حاکمیت الهي باندې تمسخر باله شي او دا ډول تمسخر الحاد فی الدین دی .
د حاکمیت الهي څو معیارونه چې مشت نمونه خروار پورته ذکر شول ددې معیارونو په رڼا کې امارتي یرغمال ته شریعت نشي ویل کېدای نو ملایانو ته تر هرڅه دمخه دا مهمه وجیبه او مسؤلیت راجع کیږي چې د دفاعي فتواو پر ځای د دغو معیاراتو پر مقتضا خپل نظام عیار کړي نوو هله به یی فتوا کې اغېز پیدا شي او ولسونه به یی پر خوله پیاز وخوري کنه نو د پنجاب له ډراماتیک اعتیاده د شریعت رنګ نه اخېستل کیږی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.