میرمن نغمې ته په دې دلیل پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چي ولي یې د پي ټي ایم ملاتړ کړی دی. هغې د تېرو دوو کلونو راهیسي د خپل هنر له لاري، د منظور پښتین په مشرۍ د پي ټي ایم نه یوازي ملاتړ کړی، بلکي د یوې مطرحي څېرې په توګه یې په دوامداره ډول د پي ټي ایم غونډو او جرګو ته خلک د ګډون لپاره هڅولي. همدا څو ورځي وړاندې یې هم افغانانو ته د لندن جرګې بلنه ورکړې وه.
اوس چي غواړي د معمول په څېر، د پاکستان تر حاکمیت لاندي پېښور ته د خپلو هنري فعالیتونو لپاره ولاړه سي، پاکستان ورته ویزه نه ورکوي او ورته وايي چي ولي یې د محکومو پښتنو ملاتړ یا په اصطلاح د پاکستان د ملي ګټو پر ضد کار کړی دی.
پر میرمن نغمې د یوې هنرمندي په توګه دا ښکاره بندیز په ډاګه کوي چي هنر او موسیقي د استعمار د ماتولو په بهیر کي څومره اغېزمن دي، او څنګه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره جوړېدونکو صفونو ته د سربازۍ او مقاومت روحیه ورکوي.
میرمن نغمه د هنر او موسیقۍ تر څنګ، په ملي او ټولنیزو فعالیتونو کي، تر ډېرو هغو کسانو هم وړاندي تللې چي ان دا چارې یې په یو ډول په مسولیت کي راځي. په اوسني وضعیت کي، د هغو کسانو لپاره چي په پاکستان یا د پاکستان تر حاکمیت لاندي پښتونخوا کي ژوند، او یا هلته سفر کوي، د پي ټي ایم ملاتړ داسي معنا لري لکه د عاصم منیر کور ته چي کاڼي ور غورځوي. که نور څه هم ورباندي ونه سي، نو لکه د نغمې په څېر، د سفر بندیزونه حتمي پرې لګول کېږي. همدا اوس په پاکستان کي پر سلګونو هغو کسانو چي د پي ټي ایم ملاتړ کوي، بهر ته د تګ بندیزونه لګېدلي دي. په ځانګړې توګه د هنر او ادب د ډلي ځيني کسان په دې خاطر هم له دې مسلې ځان لیري ساتي، چي که د پاکستان له ”مرحمت“ برخمن سي، یا یې نوم په کلنیو ایوارډونو او جایزو کي راووځي. خو ویاړلي او باتوري نغمې دا هر څه له وړاندي سنجولي وه، نه یې د بندیزونو پروا وکړه او نه یې د جایزو او ایوارډونو. بلکي په ډېره زړورتیا یې د پي ټي ایم او د محکومو پښتنو ملاتړ ته اوږه ورکړه.
یو مهم ټکی چي په اوسني وخت کي زموږ د هنرمندانو، او په ځانګړې توګه د بهر مېشتو هغو لپاره مهم دی، دا دی چي باید هر څومره ژر د خپلو هنري فعالیتونو لپاره بدیلي لاري ومومي او د پاکستان له محتاجۍ ځانونه خلاص کړي. دوی باید په یاد ولري چي په را روانو وختونو کي به هلته، حتا عادي هنري فعالیتونه هم ورته ستونزمن او ان ناممکن سي.
ښاپيرۍ نغمې ته درناوی او شاباسی!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.