ګرانو دوستانو دا لاندې ښکلی مطلب هم ولولي
د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی، اوسپنه په سرو ژونکو (سرو کرویاتو ) کې دهغوی د ښې دندې رسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.
هر انسان له بل انسان نه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، داړوندې روغتیا برخې کارپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغي دي
په تایراید مرغړي ( غده ) کې ستونزه
تایرایډ یا تیموس مرغړی په بدن کې د ګرمې هوا او د حرارت د درجې ساتلو د سیستم کار مخته بیايي، تایرایډ مرغړیبدن تود ساتي، خو کله چې دغه مرغړی فعالیت ټیټ شي، انسان د سړوښنې احساس کوي.
په دې حالت کې انسان داسې انګیري چې تودېدو ته اړتیا لري، او تایرایډ مرغړی لا نورې تودوخې تولیدولو ته اړباسي.
کله چې د بدن حرارت لوړ شي، تایرایډ مرغړی خپل کار پرېږدي.
د وینې جریان کې نیمګړتیا
د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي انسانپه پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.
په بدن کې د وینې د جریان ډېر عوامل دي، د زړه ناروغي، د وینې رګونه – کله چې زړه او د وینې رګونه کمزوري شي،زړه ته د وینې د پمپ کولو چاره ګرانه تمامېږي، همدا ده چې لاسونو او پښو ته د وینې رسولو کې په فعال ډول د زړهفعالیت ټیټېږي.
شکرې ناروغۍ
ډېر کله شکرې ناروغي د ‘حدودي عصب’ د نیمګړتیا لامل ګرځي، ددغې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونوکې درد وي ، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري، امکان لري د شکرېناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.
لږ خوب
امکان شته چې لږ خوب هم په عصبي سیستم کې ګڼې ستونزې راوټوکوي، او په دماغ کې د بدن د حرارت د درجې دګډوډۍ لامل وګرځي، د طب عالمانو په یوې څېړنې کې څېړونکو شل ځوانان ټیک شپیتی ساعته له خوبه محروموساتل، پایله یې دا شوه چې د بدن د حرارت درجه یې د خوب له کبله ټیټه شوه.
د اوسپنې د کچې کموالی
د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی، اوسپنه په سرو ژونکو کې د هغوی د ښې دندېرسونې لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، داسې چې په ښه توګه د بدن هرې برخې ته اکسیجن ورسوي.
د وزن کموالی
د هغو کسانو هم ډېر ساړه کېږي، چې وزن یې کم شوی وي، لامل یې دا دی چې بدن د یخنۍ پر وړاندې یې بدن پهکافي اندازه غوړ له لاسه ورکړي وي، او د میتابولیزم پر کار منفي اغېز کوي، چې دا کار د بدن د حرارت پر درجې هماغېز لرلی شي.
د دایمي یخنۍ احساس یو لامل په وینه کې د اوسپنې کموالی هم دی
د ”یو طبي ” وېبپاڼې په حواله، روغتیايي کارپوهان په دې اند دي چې په بدن کې باید د غوړو له امبارولو ډډه وشي، دطبیعي وزن ساتنه انسان ته دا وړتیا ورکوي چې بدن یې په ښه توګه د تودوخې د درجې انډول وساتي.
د انسان نورمال تنفس
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.