زما خپل کور

الحاج الهام الدین قیام

182
زه مې خپل کور بل ته پریښولی نشم
پردی پخپل کور کې زغملی نشم
زه پخپل کورکې د ځان واک غواړمه
پکې د بل چا واک منلی نشم
د غره پښتون یم ، ھرڅه سپین وایمه
دا یو عادت مې بدلولی نشم
زه تورته تور، او سپین ته سپین وایمه
نور تورته ھیڅوخت ، سپین ویلی نشم
نور د بل چا، د رضایت لپاره
پخپله ، خپل ځان تیرایستلی نشم
د بل حق نه غواړمه ، خپل غواړمه
خپل حق مې بل ته ور بخښلی نشم
ما د خپل ھوډ سره وعده کړیده
زه مې تړلي ملا رنځلی نشم
خپل ځان منزل ته رسول غواړمه
له نیمې لارې ستنیدلی نشم
ما د اشغال پر ضد قیام کړیدی
د بري ھوډ مې ماتولی نشم
قيام

‎! رقیبه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.