څلورمه برخه
افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمی فرقي
….په تیر پسي
- سلفیان:
محمد ولد عبدالوهاب (۱۱۱۵-۱۲۰۶ ل/۱۷۰۳- ۱۷۹۱ ز) چي د سلفي فرقي موسس او تیوریسن دی ریاض ته نږدې د عیینه په کلي کې زیږېدلی. لومړنۍ زدهکړې ېې له خپل پلار څخه وکړې. کله چې شل کلن شو قرآن ېې یاد کړ او له حنبلي فقهې، تفسیر او حدیثو څخه ېې هم یوه برخه ولوسته. د ۱۸ مې میلادي پیړۍ په نیمایي کې چې د جزیرة العرب مهمې ساحلي سیمې او حرمین شریفین د عثماني ترکانو تر واک لاندې و، عثمانیانو د عربي جزیرې د منځنیو صحرایي سیمو واک محلي قبایلي مشرانو ته پرې ایښی و چې له همدې امله د دې سیمو خلک د سیاسي مشرۍ له اړخه د قبیلوي سیستم رحم کرم ته پاته و.
آسیا او بیا منځني ختیځ ته د انګلیسانو په راتګ او بیا د بریتانوي استعمار او د عثماني ترکانو ترمنځ د ناندریو په کلونو کي په جزیرت العرب کي دوو خوځښتونو سر پورته کړ، یو د محمد بن سعود سیاسي حرکت او دوهم بیا د محمد بن عبدالوهاب النجدي دیني او مذهبی حرکت و په همدي وخت کی دغو دوو خوځښتونو ترمنځ داسي یو توافق او ژمنه کیږي چي له مخي د سعودي عربستان د نظام د جوړښت سره سم به د دولت مذهب به د محمد بن عبدالوهاب کورنۍ ته پاته کیږي او سیاست به یی د آل سعود کورنۍ ته، له دغه توافق نه معلومیږي چي محمد بن عبدالوهاب هم د سیمیزي سیاسي لوبي مهره ځکه وه چي په جزیره العرب کي د نویو تکفیري ډلو او بیا ورسته سیمه کي د نوي کوچنیو دولتونو تشکیل د عثماني امپراطوري د ویش او له منځه تللو سبب شوو.
افغانستان باندي د شوروي د یرغل په کلونو 1980زیږدیز کي محمد حسین مشهور په جمیل الرحمان د افغانستان د کنړ ولایت اوسیدونکی د یو سلفي سازمان (جماعت الدعوت القران و السنت) بنسټ کیښود.
جمیل الرحمان چي عقیدوي او فقهي برخه کي د محمد بن عبدالوهاب د فکري خط پیرو وو وتوانیده چي د سعودي عرب د دولت ،عربي هیوادونو د شتمنو شیخانو، پاکستان څآرګره اداري په ملاتړ، کال ۱۹۹۱ کې په کونړ کې د اسلامي امارت په نوم یو کوچنی سلفي حکومت رامنځته کړي، خو په ۱۹۹۱ کال کې په کنړ باندی دحزب اسلامي د مشر ګلبدین له بریدونو او همدارنګه د جمیل الرحمن تر وژنې وروسته د سلفیانو امارت ډېر ژر ړنګ شو د سلفي فرقي ښوونیز مراکز (مدرسي) اکثره هغه پښتون میشتو سیمو کي موقیعت لري چي اوس مهال د پاکستان د حکومت د کنترول سیمی دي.
افغانستان کي د سلفي او دیوبندي فرقو ترمنځ شدید فکري اختلافات (دیوبندي فرقه چي د حنفي فقهي او ماتریدي عقایدو پیروان دي د افغان سلفي فرقي له نظره بدعتیان او مشرک ګڼل کیږي او د افغان دیوبندیانو دخوا بیا سلفیانو ته د خوارجو خطاب کیږي) شتون لري دغه عمیق او پیچلي اختلافات ددي سبب شوي چي د دغو ډلو زرګونه افغان پلویان په خپل منځي نښتو کي ووژل شي سره له دي چي دغو دوو فرقو ترمنځ دوه ځلي لمړی ځل په کال 1980 میلادي او دویم اتحاد په 2000 میلادی کال وشوي او په یو بل د نه حملي او د یو بل افکارو ته د درناوی توافقات وشول خو دغه تعهدات تر ډیره دوام ځکه ونکړ چي دغه تعهدات د بهرنیو عواملو تر اغیز لاندي رامنځته شوی وو دا په داسي حال کي چي د پاکستان په ښارونو کي بیا دغه دواړه فرقي مذهبي تاوتریخوالي نلري او خپل منځي جنګونه نکوي.
- شیعه ډلي:
د پیامبر ع تر رحلت وروسته او د خلفايي راشدینو په عصر کي مسلمانان په دوه لویو ډلو وویشل شول یوه ډله چي د پیامبر ص د ځاي ناستي د ټآکلو دپاره په مشورتي روش او طریقه باور لرله دوي د ابوبکر صدیق د خلیفه کیدلو پلویان وو بله ډله يي د خلافت په ارثي انتقال باور درلود او حضرت علي د خلافت پلویان ول، شیعه ډلي چي په څلورو لویو ډلو (دوازده امامه، علوي، اسماعیلیه،او فاطیمیه) ویشل شوي د خلافت د ارثي انتقال او د اهل بیت ( علویان) د حاکمیت پلویان وو.
شیعه ګان په دې باور دي چې علي (رض) باید د اسلام د روحاني او سیاسي مشر په توګه د محمد صلی الله علیه وسلم ځای ناستی وی. وروسته دې عقیدې د امامت مفهوم ته وده وکړه، هغه مفکوره چې د محمد صلی الله علیه وسلم یو شمېر اولادونه، اهل بیت په حقه واکمنان یا امامان دي او شیعه ګان عقیده لري چې دوی په اسلامي ټولنه کې ځانګړی روحاني او سیاسي واک لري. شیعه ډله د اسلام دویمه لویه څانګه ده چې د ټولو مسلمانانو څخه ۱۰-۱۵٪ لارویان لري.
افغانستان کي افغان هزاره ګان د شیعه فرقي اکثریت تشکیلوي خو د قزلباش، تاجک. پښتنو او ازبک قومونوکي هم په لږ تعداد خلک شته چي د شیعه فرقي پیروان دي.
افغانستان کي د شیعه ډلي دوه مشهوري فرقي استوګن دي یوه د جعفریه فرقه بله د اسماعلیه فرقه، د 19 مي پیړي په دویمه نیمايي کي میر محمد عظیم بیګ سه پاي د هزاره شیعه ګانو هغه مشر وو چي د امیر عبدالرحمان خلاف د وسله وال پاڅون کوونکي رهبري یي کوله. که څه هم په پیل کي د عظیم بیګ او امیر عبدالرحمان اړيکي ښي وي او عظیم بیک د امیر عبدالرحمان د بریطانوي امارت نه پیسي او وسلي ترلاسه کولي خو ورسته دغه اړیکي په بي اعتمادي، بغاوت او جنګ واوښتي.
افغانستان باندي د شوروي د یرغل په لمړیو کلنو کي عبدالعلي مزاري د خداداد زوي چي 1337 هجری لمریز کي د دایکندي ولایت په نانواي کلي کي زیږیدلي وو افغان هزاره ګان يي د شوروي په خلاف دنهضت وحدت ملي د تنظیم په چوکاټ کي منسجم او د ایران د شیعه جماعت په ملاتړ يي د روسي ځواکونو په خلاف جنګ پیل کړ.
عبدالعلي مزاري د ایران د قم په دیني جامعه کي لوړي مذهبي زده کړي وکړي، چي دغه جماعت د ديني مرکز ترڅنګ په سیمه کي د شیعه لږکیو د حقوقو مدافع او د پاڼ ایرانیزم دپآره يي شیعه ځوانانو ته روزنه ورکوله، د شوروي تر پاشل کیدا او د هغه وخت افغان حکومت تر نسکوریدو وروسته د عبدالعلي مزاري په مشري حزب وحدت تنظیم د کابل په داخلي جنګونو کي د ایران په مرسته د افغان شیعه جماعت او هزاره قوم په نفعه پوره برخه واخیسته تر څو چي د امریکا په مشري د ناټو او غرب ټلواله پښه افغانستان ته راښکیل شوه نو افغان شیعه ګان د جمهوري نظام په چوکات کي د پوره دولتي امتیازاتو څخه برخمن شوول.
د اسماعیلی فرقی پنځه څلويښتم امام خلیل الله د ایران د کاهک د سیمی اصل اوسیدونکی ؤ. هغه خپل ځآن د علی ابن طالب د اولاد څخه ګڼه او ایرانی مریدان يې لرل 1817 میلادی کال کي حسن علی د خپل ټبر سره تهران ته مخه کړه چه هلته د واکمن فتح علی قاجار نه مالی مرستی تر لاسه کړي فتح علی قاجار ورته مځکي ورکړی او ان خپل یوه لور چه سرو جهان نومیده، امام حسن علی ته ورنکاح کړه. فتح علی ورته آقا( آغا) خان لقب ورکړ او دی نه وروسته دی په همدی نوم مشهور شو. حسن علی د قاجاری دربار د زوم په توگه لومړی د قم او بیا د کرمان والی وټاکل شو.
د فتح علی شاه قاجار د مرګ څخه وروسته د هغه لمسي محمد علی شاه قاجار د ایران په تخت کیښناستو. دا نوی واکمن د حسن علی د بد نیت او جاه پرستی نه ښه خبر ؤ. د دواړو ترمنځ اختلافات په زیاتېدو شول او د حسن علی د مریدانو او د قاجاري واکمن د ځواکونو تر منځ ځنی نښتي وشوی. په پای کی حسن علی ماتی وخوړه او دی په کال ۱۸۴۱میلادی کی افغانستان ( هرات) ته وتښتېدو. دا وخت پرنګيان کابل ته رسیدلی و نو حسن علی جنرال میکناټن ته ولیکل: “زه اماده یم چه د خپلو مریدانو سره په هرات یرغل وکړم خو پدی شرط چه د هرات واکمنی به ماته راکوئ.” میکناټن دا وړاندیز ومانه خو پرنګي په کابل کی د وزیر اکبر خان له خوا یو ناڅاپی او بربادونکی ماتی سره مخامخ او له افغان خاوری نه په تېښته مجبور شو.
له پرنگيانو سره حسن علی هم د افغانستان نه بریتانوي هند خاوری ته وتښتېدو. په ۱۸۸۱ م کی د لومړی آغا خان، حسن علی د مرګ نه وروسته د هغه زوی آغا علی شاه د دوېم آغا خان په لقب د هغه ځای ناستی شو. ده هم د خپل پلار په پل د پرنگي سره خپلو سیاسی مرستو ته دوام ورکړ. د دوي په اقتصادی ملاتړ، دی وتوانیدو چې د اسماعیلی ډلی عقاید د جنوبی آسیا مختلفو برخو او ان د منځنی آسیا هیوادو ته هم ورسوي. د اغا علي شاه زوې درېم اغا خان سلطان محمد خان په کراچی ښار کی سترګی پرانستی. د برطانوی ملکی وکټوریا هغه ته د برطانوی هند د پوځونو د عمومی سر لښکر، ستر درستیز خطاب هم ورکړ. د پاکستان د جوړیدو په وخت کي محمد علی د علی جناح او پرنګی مرستي ته ورودانګه او د پرنګي د برنامو په پلوي د پاکستان د جوړید په لاره کي خپل پوره هڅه وکړه.
دې سره نوموړي وتوانیده چه د افغانستان شیعه هزاره ګان اسمعیلي عقیدی ته را واړوي لکه د بغلان د کیهان د دری هزاره ګان او ځنی په کابل کی هم ځای پر ځای شول. علي خان د انگرېز په پوځ کې د مصر او ترک د مسلمانانو په ضد وجنگېدو خو په ۱۹۵۷ م کې د پاکستان د پوځ لومړې ډگرمند او وروستو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استاځې شو. د ده پلار درېم اغا خان سلطان محمد د مړينې په وخت خپل شل کلن نمسې کريم اغا خان خپل ځاې ناستې وټاکلو چې د بریطانیی تابعیت لری. د منځنی آسیا په هیوادونو لکه افغانستان، تاجکستان ، قزاقستان او قرغیزستان کی چې کوم اسماعیلیه اوسېږي، دوی د ځانګړي اهمیت خاوندان دي. د بریطانیی د مشترکه دولت د شاهي ټولنی مرستیال مشر کريم اغا خان دی.
د آغا خان فاونډېشن يا د پرمختگ شبکه د دریمې نړی اوپه ځانگړي توګه د آسیا په هیوادونو کی خپره ده چه د دی تر چتر لاندی دوه سوه نوری اداری کار کوی. دی سره اړوند نورې مهمی اداری د آغا خان د مایکروفنانس اداره ، د پلان ګزاری او پرمختیا اداره او داسی نوری په لسګونه اداری په کار بوخت دي چي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د انګلیس د ام آي ایکس د سازمان سره وصل دي.
تر دغو پورته ذکر شوو مذهبي فرقو پرته لسګونه نور کوچني مذهبي فرقي هم په افغانستان کي فعالیت لري چي هر یوه يي بهرني انګیزه او اجندا لري خو د افغانستان په وروستیو تحولاتو کي ډير بارز رول يي نه درلوده…..
پاتي لري…..
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.