….په تیر پسي
- اخوان المسلمین:
حسن البنا په کال 1928 زیږدیز د مصر په اسماعلیه ښار کې د اخوان المسلمین د تنظیم بنسټ کیښود حسن البنا د قطبي ګرۍ (قطبی پالنه) د فرقي دنظریاتي مکتب پیرو وو، قطبي ګري د فرقي تیوریسن او نظریه پرداز سید ابراهیم حسین شاذلي قطب مشهور په سید قطب وو. سید قطب په 1906 م کاله مصر کې زیږدلی لمړنۍ او ثانوي زده کړې يې دمصر په قاهره کی او د ماستری سند يي د امریکا د متحده ایالتونو د کولرادو د پوهنتون څخه ترلاسه کړی وو. سید قطب په خپل فکري خط کې د محمد عبده او سیدجمال الدین د نظریاتو څخه متاثر و.
اخوان المسلمین د نهضت د ایجاد اصلي موخه د مصر د تاریخي او کلتوري شرایطو په پام کې نیولو سره په مصري ټولنه کې د سیاسي، ټولنېزو او اقتصادي اصلاحاتو ترسره کول وؤ چې وکولاي شي په مصر کې د انګلیسي استعمار نرمه مقابله وکړي.
اخوان المسلمین د فکري مکتب نظریه پردازان لکه سید قطب او حسن بنا هماغه د سیاسي اسلام نظریه وړاندي کوي او د اسلامي تمدن پر مبنا د ددوي به تعبیر د اسلامي حکومت د قیام خبره کوي.
افغانستان کې کله چې اعلی حضرت ظاهر شاه یو شمیر لوستي افغان ځوانان د زده کړو دپآره هیواد نه بهر واستول عبدالرحیم نیازۍ، برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف د خپل وخت هغه لمړني کسان ول چې د عصري زده کړو دپآره د مصر هیواد ته په بورسیه لاړل او هلته د الازهر په پوهنتون کې داخل او د زده کړې په جریان کې د سید قطب او حسن بنا د افکارو تر اغیزې لاندې راځي.
1343 هج کال کی هغه وخت چې د افغانستان شاهي نظام د اساسی قانون په تعدیل سره هیواد کې دننه سیاسي احزابو ته د فعالیت اجازه ورکړه همدا وخت و چې کور دننه د سیاسي فعالیتونو بازار ګرم او له همدې موقع نه په ګټه اخیستنې د عبدالرحیم نیازي په مشری کال 1348 هجري لمریز کې نهضت جوانان مسلمان چې په سیاسي خط کې د مصر د اخوان المسلمین دنهضت نه يي الهام اخیستي وو په رسمي ډول خپل سیاسي فعالیتونه پیل او کور دننه د چپي جریانونو سره د مقابلی ډګر ته ورښکته شول.
د عبدالرحیم نیازي په مشري، برهان الدین رباني، رسول سیاف، مولوي حبیب الرحمان ، سیف الدین نصرتیار او ګلبدالدین حکمتیار په افغانستان کې د نهضت جوانان مسلمان موسیسن څخه شمیرل کیږي.
په کال 1352 هجري لمریز د عبدالرحیم نیازي تر مړینې وروسته نهضت خپل اتحاد ونشو ساتلي، د نهضت د موسيسنو ترمنځ اختلافات د قوم، قبیله، ژبې او سمت په اساس ډير پیچلې مرحلې ته ورسید د اسلامي وروګلوي، امت نظریه، او د اسلامي خلافت سترې داعيې چې په اصل کې د اخوان المسلمین د نهضت څخه په اقتباس اخیستل شوي وو په ځاي پاتې شول او د افغانستان د مسلمانو ځوانانو نهضت په قبیلوي او ژبني دوه جلا احزابو لمړی ډله د پښتون تباره ګلبدالدین په مشرۍ د حزب اسلامی او دویمه ډله د تاجک تباره برهان الدین رباني په مشرۍ د جمیعت اسلامي تنظیمونه رامنځته شول. کال 1354 هجری کښې هغه وخت چې نهضت د داود خان په وړاندې په یو وسله وال بغاوت لاس پورې کړ، سردار داود خان د نهضت د ملاتړو پسې واخیست د نهضت جوانان مسلمان ځیني غړي يي ووژل او نور اکثره مشران او برجسته غړي پاکستان ته وتښتیدل او همدلته وو چې د نهضت مشران د پاکستاني استخباراتو مستقم چنګال ته ولویدل د پاکستان پوځي حکومت دکتاتور مشر جنرال ضیاالحق د افغانستان نهضت جوانان مسلمان یووالي د پاکستان د ملي ګټو په نفعه نه بلله ځکه نو ددغه نهضت د یووالي سره یې هم دلچسپي نهلرله او همدې وخت کې د پاکستان د استخباراتو په لمسون یو بل تنظیم د اتحاد اسلامي په نامه د عبدلرب رسول سیاف په مشرۍ رامنځته شو چې په حقیقت کې دغه ډله هم د نهضت جوانان مسلمان څخه انشعابي تنظیم و. د سوړ جنګ په دوران کې کله چې د شوروي د یرغلګرو ځواکونو په ضد د غربي ټلوالي( نآتو او امریکا) او ځینې عربي هیوادونو ایتلاف تشکیل شو زرګونه عرب اسلاميست جنګیالي د شوروي سره د جګړې دپاره پاکستان ته داخل شول چې د امریکا د متحدو عربي دولتونو، د امریکا او انګلیس غوندې د زبرځواکونو د مستقیم ملاتړ څخه برخمن ول، په دغه جنګیالیو کې تر ټولو مشهوره او وتلې څېره عبدالله عزام و. عبدالله عزام افغانستان کې د اخوان المسلمین د فکري خط مبلغ و چې د افغانستان د نهضت جوانان مسلمان او د اخوانیزم د فکري کرښې د ویشل شوو پیروانو او بې اتفاقه ډلو سره يې د نږدې همکاري لرله عبدالله عزام د پاکستان په پیښور کې یوه جلا جهادي ډلې تشکیلات د مکتب الخدمات مجاهدین په نامه ایجاد کړی وو.
په عرب جنګیالیو کې عبدالله عزام ته ډیر نږدې کس یوه مشهوره او لانجمنه څېره اسامه بن لادن وو چې وروسته يي بیا د القاعده د نړیوال افراطي اسلامي سازمان مشري يې کوله.
افغان اخوانیان که څه هم په لويه کې د امت د ګټو، اسلامي ورورلي او د نړیوال اسلامی خلافت دعوا لرله خو د خپل نهضت په کچه يې د ډیرو وړو خپل منځي ستونځو د حل وړتیا او درائیت يي نه درلود او ډیر وخت يې په خپل منځي اندوخړ او داخلي کشمکشونو کې تیر شو.
د شوروي تر پاشل کیدا او کابل کې د تنظیمي ملیشو په واسطه د داکتر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته کله چې د پاکستان تر واک لاندي په پیښور کې د بې اتفاقه او ویشل شوو تنظیمي او مذهبي فرقو وسله وال کابل ته ننوتل د دغو ډلو ترمنځ خپل منځي وسله والي جګړې زور واخیست چې د سیاف، ګلبدالدین، رباني اخواني ډلې او د دوستم د ملي ګرا اسلامي اود عبدالعلي مزاري په مشرۍ په ایران کې جوړ شوی حزب وحدت اسلامي د شیعه ډلي ترمنځ شخړې د اسلامیت آو انسانیت ټولې کرښې ماتې کړي او د نړۍ تر ټولو وحشي فرقه يې جنګ مثال يي قایم کړ. د دوو مهمو حزب اسلامی او جمیعت اسلامي د اخواني ډلو د خپل منځي جنګونو په دوران کې افغانستان کې د جوړ شوو ددیوبندي مکتب د دوو ډلو یو د مولوي خالص په مشرۍ د اسلامي حزباو بل د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت اسلامي ډلو د قمندانانو ایتلاف د طالبانو د تحریک په نامه رامنځته او په لږ وخت کې يي د هیواد 90 سلنه ځمکه يې لاندې کړه. افغانستان کې میشت عرب جهادي افراطي څېره اسامه بن لادن چې د سوړ جنګ په دوران کې ډیره همکاري يې د اخوانیانو سره لرله اوس نو د اخوانیانو په خلاف د دیوبندي طالبانو د تحریک ملګرتیا او ملاتړ پیل کړه او د اسامه په مستقیم مداخله او ملاتړ افغانستان د نړۍ د تندلارو مذهبي وسله والو فرقو په مرکز بدل شو اسامه بن لادن دا موضوع درک کوله چې افغانستان د نړیوالو تندلارو اسلامي ډلو په مرکز بدلول نړیوال زبرځواکونو غبرګون د ځانه سره لري او د ملا عمر په مشري د طالبانو امارت د نړیوالو قوتونو سره د ډغرې توان نهلري؛ بل لور ته د طالبانو د امارت مشرانو هم ورته ویلي و چې القاعده سازمان د افغانستان څخه داسې فعالیتونه ترسره نه کړي چې د طالب ډلي او نړيوالو اړیکې چې له پخوا ترینګلي وي لا خراب کړي خو اسامه دغو ګواښونو او غوښتنو ته هیڅ توجه ونکړه او د امریکا د متحده ایالتونو په نړیوال تجارتي مرکز باندي(2000 کال) د ځانمرګو بریدونو مسولیت ومانه او دايې د خپلې ډلې کار وګاڼه دا په خپل ذات کې د ژمنې ماتولو ستر مثال او د افغانستان د خلکو ملی ارزښتونو ته سپکاوی و چې د اسامه دغه زشت عمل څخه وروسته د امریکا او ناټو په بمباردونو کې چې ویل يي په نړیوال سوداګریز مرکز کې د وژل شوو امریکایانو غچ اخلي د لکونو افغانانو د وژل کیدلو سبب شو.
- پیران:
په نوولسم اوشلمي پپړیو کې افغانستان کې د صوفي او پیري سلسلو دوه مشهورصوفي فرقې یوه د قادریه فرقه بله د نقشبندیه فرقه چې تر نورو فرقو زیات پیروان درلودل د هیواد په سیاسي او اجتماعي حالاتو په ادلون بدلون کې يې خاص رول لوبولی.
قادریه فرقه:
پیر عبدالقادر ګیلاني مشهور په غوث الاعظم دستګیر چې د قادریه د صوفي فرقي موسس او تیوریسن ګڼل کیږي د پنځمې پیړۍ په اخیر او شپږمې پیړۍ په لمړۍ نیمايي کې د بغداد په جیلان کې اوسیده اوس د نوموړي مقبره په بغداد کې موقیعت لري، د قادریه سلسله اصلا په شپاړسمه پیړۍ کې لمړی هند ته انتقال شوې او بیا د هغه ځآیه افغانستان ته هم دغه سلسله خپره شوې، ددغي صوفې سلسلې اړوند یو کس سید نقیب ګیلاني چې د عبدالقادر ګیلاني لمسیانو د جملي څخه پیژندل کیږي په کال 1905 زیږدیز کې دخپلې کورنۍ سره افغانستان ته په داسې وخت کې راغی چې افغانستان د انګلیس نیمه مستعمره او د امیر حبیب الله خان بهرنی سیاست د انګلیس په کنترول کې وو او همدا ډول د هند نیمه وچه د بریتانویانو بشپړه مستعمره وه، د کابل امیر، د سید نقیب ګیلاني پلار سید حسن ګیلاني کورنۍ ته د افغانستان مشرفي سیمه کې د کر کیلي دپاره پراخې ځمکې ورکړې چې اولادونه يې اوس هم د دغې ځمکې حاصلات ټولوي. د سید نقیب ګیلاني تر مړیني ورسته د هغه زوی سید احمد ګیلاني د هغه ځای ناستی شو سید احمد د سوړ جنګ په دوران کې د شوروي په خلاف د یو وسله والې ډلي چې په محاذ ملي اسلامي تنظیم مشهور دی مشري کوله. سید احمد ګیلاني او اوس يي زوی سید حامد ګیلانی د مذهبي کارونو ترڅنګ د افغانستان په سیاسي اونظامي فضا کې هم فعال پاتې شوی او د افغان حکومتونو په ادلون بدلون کې مهم رول لوبولی. د سید احمد ګیلاني تر مړینې وروسته د هغه زوي سید حامد ګیلاني د ګوند سیاسي او د خپلي مذهبي فرقې مشر دی.
نقشبندیه فرقه:
خواجه بهاالدین محمد نقشبند بخارایی (۷۹۱–۷۱۸ هـ. ق) د نقشبندیه د تصوفي فرقې موسس او تیوریسن ګنل کیږي.
مجددي کورنۍ چې ځانونه د حضرت عمر فاروق د نصب اړوند ګڼي د نقشبندیه فرقې سر سخته پیروان او ددغې فرقې اکثره مشران هم همدغه کورنۍ څخه دي. د مجددی کورنۍ مشهوره څیره شیخ احمد مجدد الف الثاني په هند کې (کال 17 زیږدیز پیړۍ) کې د نقشبندیه صوفیه د فکري مکتب بنسټګر دی.
په کال 1892 میلادي کې داسې حال کې چې په هند کې د بریتانوي امپراطوري د عروج دوره وه اود افغان امیرانو بهرنۍ سیاست کاملا د بریتانوي هند د وایسراي له خوا اداره کیده د صفي الحسین په نوم یو کس چې د مجددي کورنۍ له یوې څانګې سره تړاو درلود، له سرهند څخه کابل ته کډه شو او د کابل په شوربازار سیمه کې میشت شو. وروسته له هغه ځایه د کابل لوېدیځ ته د جواد کلا سیمې ته ولاړ. کابل ته په راتګ مجددي کورنۍ دير ژر د افغان پرګنو منځ کې خپل سیاسي او مذهبي نفوذ زیات، د وخت شاهي دربار څخه يي پراخي زراعتي ځمکې ترلاسه کړې.
هند کې د مغلو د واکمنۍ په کمزوري کیدو سره اود دراني شاهانو د عروج په دور کې د مجددی کورنی ځیني معلوم الحاله غړي په هند کې د افغان شاهانو سره همکاري لرله خو په ټوله کې مجددیان د مغلو په دربار کې با نفوذه خلک وول له بلي خوا د سدوزائي شهزاده ګانو د خپل منځي رقابتونو په دور کې مجددیان بیا د افغان غلځائي مشرانو ملاتړ او همکاري کوله او په غلځآيي قبیله کې مجددیان د پراخ نفوذ څښتنان وو. مجددي کورنۍ ډيری وخت د افغانستان په سیاسي فضا کې د حکومتونو په نصب او پرځولو کې اهم رول لوبولی، مجددیان ډیری وخت د محافظه کارو حکومتونو او ډلو په پلوي ودریدلې؛ مګر د مترقي نهضتونو اواصلاح طلبه دولتونو څخه د ملاتړ ښه تاریخچه نلري سره له دي چې عبدالله خان صاحبزاده مجددي او فضل محمد مجددي د مشروطه غوښتني د مترقي نهضت او شاه امان الله خان په پلوي څو کاله کار وکړ او له دې لارې د شاه امان الله نه يي ډیر امتیازات هم ترلاسه کړل خو کله چې شاه امان الله حکومت کې اصلاحاتو ته مخه کړه د مجددي کورنۍ د نوموړي د اصلاحي برنامو په مخالفت او د حبیب الله کلکاني په پلوي ودریدل او عام خلک يی د امان الله خان په ضد تحریک کړل؛ مګر ډیر وخت تیر نه و چې محمد صادق مجددي چې هغه وخت د مجددی کورنۍ مشري یې کوله د کلکاني په مخالفت او د نادر شاه د نصب دپآره کار پیل کړل حال دا چې نادر خان لا د هیواد نه بهر اوسیده.
صبغت الله مجددی د دغې کورنۍ بل نامتو مشر وو چې د سوړ جنګ په دوران کې د جبهه نجات ملي او اسلامي افغانستان رهبروو او د غرب په پلوي د شوروي ځواکونو په وړاندې د یو شمیر افغان جنګیالیو مشر او رهبر وو د شوروي تر سیاسي او اقتصادي شکست او د داکتر نجیب الله په مشرۍ د افغان حکومت تر نسکوریدو وروسته په پیښورکې یوه غونډه کې چې د پاکستان د څارګري ادارې په نوښت جوړ شوی و صبغت الله مجددی د کابل د عبوري ادارې موقت مشر هغه هم د دوو میاشتو دپاره وټاکل شو چې وروسته بیا واک برهان الدین ربانی ته انتقال شو.
په افغانستان باندې د امریکایی یرغل او د جبهه نجات ملي یو بل مخښکه څېره د حامد کرزي د حکومت په دوران کې صبغت الله مجددي یو له هغو مذهبی او سیاسي مشرانو څخه وو چې افغانستان کې يې امریکايي دایمي اډو د جوړیدو پلوي يې په داسي حال کې کوله او امریکايي دایمي اډې یې د هیواد د ثبات دپاره لازم او ضروري ګڼله چې تر دې یوه لسیزه مخکې صبغت الله مجددي د شوروي سره د جنګ رهبري کوله او روسان يي خارجي یرغلګر او حربي کفار ګڼه چې په یو اسلامي هیواد یعني افغانستان يی برید کړی و خو مجددي د یو بل حربي کافر او یرغلګر امریکا شتون د هیواد خیر او فلاح ګڼله.
په ټوله کې مجددیان محافظه کار او امتیاز طلبه خلک دي چې د سیاسي اوضاعو په بدلون سره ځانونه اعیاروي او کله هم هیچا سره په خپلو ژمنو ولاړ نه دي. پاتي شوي مجددیان دا مهارت لري چې د اسلام صریح احکام د خپلي کورنۍ د ګټو پر مبنا دحالاتو سره سم تحریف او تغیر کړي او دین د یوې سیاسي وسیلې په ډول او د واکدارانو څخه د امتیاز اخیستنې د یو ابزار په ډول وکاروي…….
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.