افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمی فرقي/۲

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

64

دویمه برخه

افغانۍ ټولنه کې فکري خلا:

شلمه پیړۍ کې د افغانستان ټولنه د خپل تاریخي، سیاسي او ټولنيزو شرایطو له امله د ډیرو سترو ننګونو سره مخ وه، لازمه وه چې د حل لپاره یې سیمه‌ییز او د افغانستان د بومي شرایطو په پام کې نیولو سره د حل لاره پیدا شي؛ خو سیاسي څیرو او ډلو وارد شویو افکارو ته مخه کړه چې د هیواد له سیاسي او ټولنيزو شرایطو سره مناسبه نه وه. که دا د کیڼ اړخو جریانونه دي چې غوره شوی ماډل یې د هیواد له مذهبي او کلتوري ځانګړتیاوو سره په ټکر کې و او یا د ښي اړخو له خوا چې  د عربي هیوادونو او پاکستان، ایران لخوا هڅول شوي مذهبي جریانونه چې د افغانۍ ټولنې د سیاسي، اقتصادي، ټولنيز او تاریخي شرایطو سره په ټکر کې رامنځته شوي دي..

زمونږ په ټولنه کې داسې کوم فکري مکتب چې د یو افغان انسان د ذهن او مغز محصول او د افغانستان د سیاسي وضعیت، تاریخي پیښو، جغرافیه، اقلیم، د تولید د منابعو او د کار د وسایطو په پام کې نیولو سره سم رامنځته او وړاندې شوي وي شتون نلري؛ ځکه نو ویلی شو چې اصلا افغانۍ ټولنه کې یوه فکري تشه شتون لري او همدغه فکري  تشه یا خلا ډیر ځلي د بیګانه فکري مکتبونو په وسیله ډکه شوې ده..

 د دې وروستۍ جملې په لوستلو به د هر لوستونکي په ذهن کې دا خبره خطور کوي چې اسلامي فکر د دې ټولنې فکري خلا ډکه کړې؛ او د اسلام دین د کومې جغرافیی له ‌پاره مشخص او محدود فکر نه دی. خو دلته د غور وړ دا دی چې د اسلام د دین اساس شریعت دی او د شریعت تر ټولو لمړی مهم او اساسی مرجع قرآن کریم او دویم اساسي مرجع د پیغمبر سنت دی. قرآن کریم چې د الله تعالی وروستی کلام بشر ته دی، د انساني ژوند په ټولو اړخونو کې په کُلي او جامع ډول غږیدلی؛ خو قرآن کریم ثابت احکام او موضوعات په ډیر تفصیل او جزیاتو نه دی تشریح کړي بلکې د تفصیل برخه يې بیرته خپله انسان یا مسلمان ته حواله کړې. د پیامبر ع اکثره مبارک حديثونه هم د قرآن د آیاتونو د تفصیل او د جزیاتو د تشریح له‌پاره بیان شوي او بیا ډیری هغه موضوعات چې  په احادیثو کې واضح صراحت نه‌لري او تشريح او واضح شوي نه دي، د څلورو مجتهدو امامانو اجتهاد معتبر ګڼل شوی؛ په داسې حال کې چې خپله د امامانو ترمنځ هم ژور توپیرونه او اختلافات رابرسېره شوي دی. په همدی اساس کوم احکام او اصول چي په قران کریم کی وضاحت لري بیا د شرعیت نورو مراجعو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

 د لرغوني اریانا او یا د اوسني منځني، مرکزي او جنوبي آسیا په هیوادونو او خاصتا په اوسني افغانستان کې د حنفي فقهي تاويلات، تفاسیر او اجتهاد ځکه تر ډېره د منلو دي چې امام ابوحنیفه په خپل عصر کې د دې سیمي د خلکو د عنعنات، جغرافیوي جوړښت، د سیمې‌ اقلیم، د خلکو د کار ابزار او د سیمې د اقتصادي منابعو په نظر کې نیولو سره اجتهاد کړی؛ نو په همدې بنیاد د قرآن د ایاتونو تاویل، تفسیر او تعبیر يې وړاندې کړی دی. همدا رنګه د امام مالک، امام حنبل او امام شافعي هغه مجتهدین ول چې هر یوه د خپلې سیمې د خلکو د ژوندانه د شرایطو سره سم د قرآن تعبیر وړاندې کړی.

مګر وروسته  د نفوسو د زیاتوالي سره د انسان اړتیاوې زیاتې شوې د انسان ضروریات او تقاضاوې بدلې شوې د کار، سفر، پیر، پلور او اندازه ګیري وسایط عصري شوي او په اوسني صنعتي نړۍ کې د اسلام د صدر یا د پیل د پیړیو د مجتهدو امامانو د اجتهاد  ناتواني محسوسیږي. بلي خوا استعماري ځواکونه هم په زرګونو استخباراتي کلیشه يي روایات، حدیث او دیني معقولې د کتاب او مقالي په شکل لیکلي او خپاره کړي؛ تر څو  د مسلمانانو تر منځ فرقه ګرايي ته لاره هواره کړي او مسلمانې ټولنې فلج شي.

د حدیث کوم کتابونه چې د اهل تشیع په مکتبونو او یا شیعه ټولنو کې تدریس او تالیف کیږي ډير متفاوت او اختلافي دي. نظر د اهل تسنن یا سني ټولنه کې د مروجو حدیث کتابونو څخه، یا په سني ټولنه کې چې څومره فرقې دي د یوې فرقي د احادیثو روایات د بلې فرقې په مرکزونو کې نفي دي. د مثال په ډول پا کستان کې دیوبندي فرقه  د بریلوي فرقه هغه احادیث نه مني یا یی ضعیف ګڼي چې  د  بریلوي  فرقې ښوونیزو مرکزونو کې تدریس کیږي  او همدا ډول بریلوي  تعلیمي مرکزونو کې د د دیوبندي فرقي نصاب ډيره برخه مردوده او نفي ده. پاکستان دولت چې په واقیعت کې د پنجابیانو د مطلقه حاکمیت ممثل حکومت دی، بریلوي فرقې ته ډیره پاملرنه ځکه کوي چې یو خو د دغي فرقې مطلق اکثریت مدرسین او مولفین پنجابیان دي او دغه فرقه په واقیعت کې پان پنجابیزم ته دعوت ورکوي او بلي خوا ددغه مکتب پیروان د پاکستان د بقا دعوت ګر او په خپله سیمه کې د هر ډول هرج و مرج او نظامي تحرکات او تصادمونو ضد انګیزه لري چې دا برخه بیا د پاکستاني دولت سره د پنجاب آیالت د ثبات په ساتلو کې او له بلي خوا پښتونخوا کې  دیوبندي مکتب د پیروانو تعدد  بیا پاکستان سره د خپل ستراتیژیک عمق ته په رسیدو کې مرسته کوي.

په کومو هیوادونو کې چې دولتونه توانیدلي په خپلو ټولنو کې د شته علمي ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستنې د خپلو خلکو د اړتیاو او د اوسنی عصر د ضروریاتو پر مبنا د فکري مکتبونو ایجاد ته زمینه سازي وکړي. دغه دولتونه بریالي شوي ترڅو د خپلو هیوادونو ثبات حفظ او خپل ولس  متحد وساتي او د نویو عصري قوانینو په وضع کولو د نړي د مسلمان او غیر مسلمان هیوادونو سره په څنګ کې پرمختللی ژوند ولري مګر متاسفانه چې افغان حکومتونو دې برخه کې ډیر کمزوری حرکت کړی او افغانان دي برخه کې هم نه دي توانیدلي چې داسې یو فکري مکتب ته لاره هواره کړي چې د افغان معاصر انسان د اړتیا او ضروریاتو پر مبنا، چې هم پکې قرآني احکام، اسلامي اخلاقیات او د خلکو دیني عقاید حفظ شي او هم ټولنه د بي ثباتۍ، فقر او انزوا څخه وژغورل شي.  له دي پورته شننې څخه باید دا اخذ ونشي چې دلته د قرآن کریم په صریحو احکامو او مسلمانانو دینی باورونه او عقاید چېلنج او نقد وشي بلکه دلته موضوع د هغو فکري مکتبونو دي چې په حد اقل ورستیو دریو پیړیو کې رامنځته شوي او د شریعت ددوه مهمو مراجعو قرآن او سنت څخه مختلف تفسیرات او تعبیرات وړاندي کړي  چې زمونږ د هیواد د سیاسي او اقتصادي  وضیعت، د جغرافیوي جوړښت زمونږ د خلکو د کلتوري او فرهنګي عنعناتو، اقتصادي منابعو د کار  وسایطو سره په ډیرو مورادو کې اړخ نه لګوي او په دې ترتیب افغاني تولنه په دوامداره توګه  په یوه فکري خلا کې پاتې شوی، لازمه بریښي چې   یو شمیر هغو ښي  او کېڼ لاس فکري مکتبونو تاسیس، راتګ او سرایت يي زمونږ ټولنې ته او ددغو فرقو تر منځ اختلافاتو ته اشاره وکړو چې ددغو مکتبونو نظریه پردازان او مؤسیسن افغاني ریښه او د افغانستان د خلکو د دودونو سره ډیره بلدتیا نلري؛ له بله پلوه دغه مکتبونو تاویلات، تعابیر او نظریات تر ډیره د مسلمانو ټولنو په زیان او د استعماري ځواکونو په ګټه تمام شوی مګر سره له دې فکري مکتبونه يې زمونږ په ټولنه کې د پام وړ پیراون لري. البته دلته بحث ددوي په عقیدتي کړن لارو نه، بلکې د دغه مکتبونو د ایجاد په ماهیت تاریخچه او د افغانستان د مسلمانانو د ورستیو نسلونو په اجمتاعي، سیاسي، او اقتصادي ژوند کې ددغه مکتبونو په اغیزو او نتایجو بحث شوی.

ښي اړخي یا مذهبي فکري مکتبونه

دیوبندي فرقه:

(دارلعلوم دیوبندی)

د دارلعلوم دیوبند (دیوبند د هند د ډهلی ښآرته نږدی د یو کلي نوم دی) بنسټ د هند په نیمه قاره کې د شیخ محمد قاسم ناناتوي له خوا په کال 1867 زیږدیز هغه وخت کیښودل شو کله چې په هند کې د انګلیسي استعمار په وړاندې د مسلمانانو وسله وال پاڅون بشپړې ماتې سره مخ شوی و او د هند مسلمانان نور په ځان کې د انګلیسي پوځونو د سیاسي او نظامي مقابلې توان نه لیده همدا وخت چې مولانا قاسم ناناتوي او ملګري يی په دی فکر کې شول چې په هند کې د مسلمانانو عقاید په داسي نرم او فکري ډول حفظ او وساتل شي چې مسلمانان وکولاي شي هم د هند د هندو دین پیروانو  سره په سوله او مسالمت کې ژوند وکړي او هم د انګلیسي استعمار سره نظامي تقابل ځکه رامنځته نشي چې مسلمانان نور د هند په نیمه وچه کې د انګلیسي استعمار د نظامي او سیاسي مقابلي توان نه درلود.

محمد قاسم ناناتوي د اسد علی ځوی د هند ډهلي ښار ته نږدې زیږدلی وو او په فکري خط کي د شاه ولي الله دهلوي د غورځنک پیرو وو، شاه ولي الله دهلوي چي اصلی نوم یي قطبدالدین احمد وو د شاه عبدالرحیم ځوی او په ډهلی ښار کی سنه 1703 فبروری میاشت کی زیږیدلی وو، 7 کلن وو چی قران کریم يي حفظ کړ او بیا د حج د مراسمو د ادا کولو په خاطر مکی ته ولاړ او څه وخت  هملته مدینه او حجاز کي پاتی شوو خو کله چی هند ته ستون شو د رحیمیه مدرسه کی چي دده د پلار اړوند وو منحیث د مدرس مقرر شوو،  د شاه ولی الله پلار شاه عبدالرحیم او نیکه يی وجیه الدین د مغلو په  دربار کی با نفوذه څهری وي شاه عبدالرحیم د مغلی پاچا  اورنګ زیب عالمګیر شرعی مشاور او د الفتاوی العالمګیر د لیکوالانو څخه وو، عالمګیر د مغلي سلسلی یو خشن، متشدد، متعصب او مرتجع پادشاه وو چي دده د خشنو کارنامو له وجهي وروسته په هند کي د مغلي حاکمیت ستني سستي شوي، د شاه ولی الله  دهلوی نیکه (وجیه الدین)  د مغلو په فوج کی د سر لښکر یا د جنګ قمندان وو او د مغلی شاهانو هر یو  شاه جهان او  اورنگزیب په پلوی یی زرگونه کسه هندوان او د مغلو داخلي دښمنان يي تر تیغه تیر کړی وو، شاه ولی الله دهلوی په دی عقیده وو چي د احادیثو علم د ټولو علومو اساس دی او مسلمان باید خپل ټول ژوند د  پیامبر ع حدیث مطابق تیر کړي ځکه خو خلک شاه ولی الله محدث هم باله، ولی الله دهلوی د عقایدو  برخه کې د ماتریدي د نظرياتي مکتب او په فقه کې د امام ابوحنیفه د فکر پیرو او تر تاثیر لاندي وو ماتریدي عقیده د معتزله فرقي او اشاعره فرقي ترمنځ یو معتدل او وسطي نظریه لري چې د ابومنصور ماتریدي د خوا وړاندې شوې. که څه هم د شاه ولی الله دهلوی مبارزه دینی او اصلاحی شکل درلوده خو تر ده وورسته بیا د نوموړي ځوی شاه عبدالعزیر او لمسی یی شاه اسماعیل دغه نهضت په سیاسي او ټولنیزخوځښت بدله کړه.

د دیوبندي مدرسې  د تاسیس په وخت کې  یوه اساسنامه او اصولنامه اعلان شوه چې دغه اساسنامه کې د انګلیسي استعمار په وړاندې د سیاسي یا نظامي مبارزې په هکله د دغي فرقې د موسسینو دخوا  هیڅ نظر نه دی وړاندی شوی او په دې هکله يي سکوت کړی.

د شاه ولی الله دهلوي د نهضت څخه په تاثر او پیروي د دارلعلوم دیوبند تدریسي نصاب داسی جوړ شوی چي حدیث او فقه د دغه دارلعلوم اساسي او بنسټیز مضامین دی او ددغه مدرسي په تولو دورو کي دغه مضامین تدریس کیږي، خو دغه مکتب بیا د فلسفی علومو سره جوړه نه ده خاص یونانی او غربي فلسفی سره، حدیث، فقه، تفسیر قران کریم، صرف، نحو، کافیه ، هدایه او منطق د دیوبند په مدرسه کی شاګردانو ته تدریس کیږي.

په سیاسي نظریه کي د شاه ولي الله دهلوي د غورځنګ لارویان  د امت د نظری پلویان وو د دوي له نظره یواځی اسلامی خلافت کولي شي د امت  ټول مشکلات حل کړي مګر  په هند کې بیا د مسلمانانو د حاکمیت اساس د مغلو د خاندان په حاکمیت پورې متعلق ګڼه، شاه ولي الله دهلوي خو یو ځل احمد شاه دراني ته هم د مغلي حاکمیت د ژغورنې دپآره په هند د یرغل بلنه ورکړې وه، چې احمد شاه دراني هم منلي وه، که څه هم د دیوبندي مکتب پیروان په سیاسي مبارزه کې د امت نظریه لري او د امت ژغورنه د خلافت په ایجاد کې ګڼي؛ مګر دغه فرقه د خپلو مبارزاتو په جریان کې لمړی د مغلو د کورنۍ د حاکمیت دپاره سیاسي، نظامي  تبلیغاتي مبارزه او کمپاین کوله،  خو  وروسته بیا کله چې د انګلیسي استعمار د خوا په هند کې د مغلو  واکمني لمنځه لاړ  دیوبندیان د عثماني ترکانو د دولت د وسعت دپاره تبلیغاتي او سیاسي مبارزه کوله؛ دا په داسې حال کې چې هند سره په ګاونډ کې د افغان مسلمانانو مقتددر نظام حاکم وو خو د شاه ولي الله دهلوي پلویان چې وروسته  د افغانستان شاهي دولت د اقتدار په ټینګښت کې او د افغان شاهزاده ګانو تر منځ د سولې او سلا دپاره  چې په هغه وخت کې په خپل منځي رقابتونو بوخت وو  یوه کوچنۍ مرسته او یا هڅه هم نه ده کړې. په هند کې د انګلیسي استعمار د حاکمیت په اوج کې د دیوبندي فرقې د خوا د عثماني ترکانو دپاره تبلیغاتي او سیاسي مبارزه د انګلیسانو په ګټه ځکه تمامه شوه چې د هند مسلمانانو پام د داخل او د خپل نږدې ګاونډ یعني افغانستان څخه لرې بهرنیو مسایلو ته متمرکز شو او دا د دې سبب شو چې انګلیس تر یو څه وخته په ارامه خپلې استعماري برنامه عملي کړي.

هغه وخت چې نور انګلیسانو ته دهند ځمکه خپل اهمیت دلاسه ورکړ او انګلیسانو په امریکا لویه وچه کې نوې حاصلخېزي ځمکې ترلاسه او غضب کړي د بریتانیا دولت په دي فکر کې شو چې هند ترک کړي او هندیانو ته آزادي ورکړي خو داسي یو هند چې ویشلی ناتوانه او تر یو وخته په خپل منځي ستونځو کی ګیر وي تر څو نږدې راتلونکې کې انګلیسي دولت ته کوم سرخوږی جوړ نکړي همدا وو چې انګلیسانو د هند د تجزې طرحه جوړه او د یوې دسیسې په ترڅ کې  کال 1947 زږدیز د هند نیمه وچه په دوه ټوټو وویشله. همدا وخت دی چې د ددیوبند د فرقي مدرسین او منتظمین په دوه ډلو ویشل کیږي یو شمیر يې د محمود الحسن دیوبندي او حسین احمد مدني په مشرۍ د هند د  یووالي پلوي کوي او نور زیات شمیر يي د ملا  شبیر احمد عثمانی په مشرۍ د هند د تجزیی او د پاکستان د جوړولو په پلوي ودریږي. د پاکستان پلوو دیوبندیانو نظر که د یوي خوا د انګلیسي استعمار د برنامې مطابق وو دبلې خوا هم يې په هند کې د اسلام د سریع خپریدا مخه ونیوله او هم د افغانستان وجود چې لا د مخه د انګلیسي استعمار په وسیله دوه ټوټې شوي وو دوه ټوټې پاتي شو او تر ډیرو کلونو  افغانستان  د یو مقتدر نظام د ایجاد څخه محروم شو؛ ځکه کله چې وجود ټوټه او پارچه وي بدن صحت یابه کیدلی نشي.

د شلمې پیړۍ په دوه آخر لسیزو کې په افغانستان باندې د شوروي تر یرغل ورسته کله چې افغانان مجبوره شول په جنوبي اسیا کې د انګلیس او غرب ستراتیژیک اډه یعني پاکستان ته کډه وکړي پاکستان کې د دیوبند د مکتب مشهور او با نفوذه  مشران یو ځل بیا د افغانستان د ورغلو مهاجرینو  سره د امت د نظرې په اساس د مرستې ټټر ووهه او د همدې استدلال په اساس د ورغلو مهاجرینو د منځه  سرباز ګیري وشوه او افغانستان کې  د شوروي ځواکونو سره د جګړې ډګر تود شو، پاکستاني دیوبندیان چې د جمیعت علمايي اسلامي پاکستان په تنظیم کې منسجم دي افغان مهاجرینو او جنګیالیو ته د امت د نظرې په اساس د حنبلي او حنفي فقهي یوه ګډوله وړاندي کړه چي ورسره په سیمه کي د نویو افراطي او تکفري فکر د  ټوکیدو سبب شوو، او څارګرو ادارو دغو افراطي ډلو ته د هر ډول  همکارۍ  ټټر ووهله، او ورغلو افغانانو ته په همدې اساس د جګړی انګیزه ورکړل شو، مګر مجبوره کړل شوي عام افغانان چې په پیل کې د روسي ښکیلاک څځه د افغانستان د خپلواکۍ دپاره د مبارزې په تکل مهاجر شوي وو د پاکستان دیوبندي او نوري افراطي فرقي چې د پاکستان د څآرګري اداري د ملاتړ نه برخمن ول  د امت د خلاصون جهاد او د اسلامی امارت او خلافت د ایجاد انګیزه په‌کې پوو کړه  اود افغانانو  ملي ګرايي او د خپلواکۍ جنګ په ځای پاتی شو او افغانان د یو غیر عملي هدف دپاره په یوه نیابتي استخباراتي جګړه کې ښکیل شول خو د دیوبند د مکتب پاکستاني رهبران او مشران د پاکستان د ملي ګټو د ترلاسه کولو دپاره او پاڼ پنجابیزم ته درسیدو دپاره کومه کوچنۍ موقع او فرصت  هم ضایعه نکړه. افغانستان کی د مولوی خالص تر مشری د اسلامی حزب تنظیم، د حرکت انقلاب اسلامی تنظیم، د طالبانو اسلامی تحریک، او په پاکستان کي د پاکستانی طالبانو تحریک، جمیعت علمایی اسلامی پاکستان تنظیم، د اکوړه خټک حقانیه مدرسي مدرسین، طلبا او فارغین هغه نسبتآ لوي او مشهوری ډلګی دي چي په فکری خط کي په دیوبندي مدرسه کي ریښه لري. همدارنګه د افغانستان نږدي ټولو ولایتونو او د پاکستان قبایلي سیموکي د دیوبند د مدرسي سلګونه غت او کوچني شاخي او څانګي فعالي دي چي له دغه جملي اکوړه خټک کي د دارلعلوم حقانیه، پیښور کي دارلعاوم اشرافیه، وزیرستان کي د احسن العلوم مدرسه، باجوړ کي دارالعلوم حسینیه، خیبر ایجنسي کي د انوارالعلوم مدرسه، کابل کي شیخ زاهد مدرسه، کندهار کي رشیدیه مدرسه، هرات کي مدرسه انوارالعلوم ، غزني کي دارالعلوم غزني، ننګرهار کي دارالعلوم جامعه رحمانیه، دنورالمدارس مدرسه کندز کي ، نسبتآ هغه ستر مدرسي او مرکزونه دي چي د دیوبندي مدرسي د فکري خط څخه پیروي کوي.

په افغانستان کې د مولوي محمد نبی محمدی تر مشری د حرکت انقلاب اسلامي حزب وتلي قمندان ملا محمد عمر هم چې وروسته بیا د طالبانو د تحریک بنسټ يي کیښود د دیوبند د فکري مکتب پیرو وو ملا عمر د خپل مبارزاتي ژوند په دوران کې او بیا مشخصا کابل کې 1375 ه څخه تر 1380 پوري یعني د خپل 5 کلن حاکمیت په دور کې د افغانستان ټول ملي ارزښتونه او ملي نوامیس د دیوبندي فرقي د افکارو څخه په پیروي قربانی کړه خو په افغانستان باندې د غربي ټلوالي د برید په وخت کې کال( 2001 )چې له امله يې ملا عمر امارت  نسکور شو د پاکستان دیوبندي فرقه څه  حتا  د نړۍ یو اسلامي تنظیم هم ورسره څه  ډول مرسته ونکړه، او بالاخره ملا عمر په تبعید او نا معلوم پټنځای کې په داسي حال کې  يي د مرګ خبر خپور شو چې د پاکستان مشهور او با نفوذه دیوبندیان د افغانستان ته د امریکايی قطارونو د سکورت او انتقالاتو قراردادیان ول.

سره له دي چې شاه ولي الله دهلوي په دي نظریه ټینګار کوو چې تر څلورو مجتهدینو ورسته اجتهاد دروازې بندې نه دي او مسلمان باید په هر عصر کې اجتهاد وکړي خو لیدل کیږي چې پیراون يي ددغه مکتب د فکري پراختیا دپاره چې داوسني وخت تقاضاوې پوره کړي کوم د پام وړ تلاش نه کوي، او د ننۍ نړۍ د شرایطو سره يې ځآنونه نه دي اعیار کړي که څه هم د اوسني زمانې دخلکو تقاضاوې بدلې دي خو دیوبندي ښوونیزو مرکزونو  کې چي څانګی يي زرګونو ته رسیدلی اوس هم هماغه د منځنیو پیړیو د وخت نصاب تدریس کیږي له بلي خوا اوس هم په دیوبند مکتب کې فارسی ژبی د زده کړی دپاره د سعدی بوستان  وګلستان او د عربي ژبی د زده کړي دپاره هدایه نحو، کافیه او شرح ملا جامي تدریس کیږي خو د ددیوبند د مکتب مطلق اکثریت فارغین په عربي ژبه خبری، لیکل او لوستل نشي کولی.  په سیاسي، ټولنېز او تعلیمي برنامو کې د ښځو د عامه  مشارکت سره مخالفت، د غیر مسلمانانو سره  د هر ډول سیاسي، ټولنېز او فرهنګي  اړیکه درلودولو کې محافظه کارانه سخت ګیره تګلاره خپلول، د فردي او خاص د بیان د آزادۍ سره مخالفت (امیر یا مذهبی او سیاسي مشر تر نقد لوړ ګڼل) د دیوبند د فکري مکتب هغه سترې ستونزې دي چې په عملي کیدلو سره د مسلماني ټولنې پرمختګ مخه ډب کیږي او  دا په حقیقت کې مرسته کوي چې مسلمانان د تکنالوجی، صنعت او فکري تکامل څخه وروسته پاتې شي او د مسلمان ملکونو په خام او اومه ځمکنیو زیرمو غیر مسلمانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول مسلط شي. اوس په یووشتمه پیړۍ کې کال(  م2022 )د افغانستان نه غیر چې د دیوبند د مکتب پیروان پکې واکمنان دي او د پاکستان د قبایلو سیمو نه علاوه د نړۍ په هیڅ هیواد کې هم څه د دولتونو په کچه یا هم د ولسونو ترمنځ په فرهنګي او عقیدوي کچه د دیوبند د فکري مکتب تعبیرات او تاویلات او تفاسیر نه تطبیق کیږي او نه د تطبیق وړ دي.

….. نور بیا

افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمی فرقي/ لومړی برخه

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.