لمړی برخه
د اوبو رسوول ( Water Supply)
د څښاک د اوبو د پراختیا، استخراج، پاکوالي او ویش لپاره علمي او تخنیکي پروسي ته چي په ښه کیفیت کي د ضرورت وړ مقدار اوبه مصرف کوونکو ته ورکول کیږي د اوبو رسوول (Water Supply) ویل کیږي،. له همدې امله د څښاک وړ او صحي اوبه هغه اوبو ته ویل کیږي چې د فزیکي، کیمیاوي او باکتریالوژیکي ځانګړتیاو له مخې له زیان رسوونکو موادو څخه پاکې وي او د هغې کارول د انسان روغتیا ته هیڅ ګواښ پېښ نکړي.
دځمکې له څلورو برخو څخه درې برخـې په اوبو پوښل شوي دي مګـر پـه خواشينۍ سره بايد ووايو چې د مالګینتوب یا ککړتیا له وجهي یواځي شاوخوا 5.2 سلنه اوبه چي د نړي د سطحي اوبو یو سلنه هم پکي شامل دي د څښاک وړ اوبه دي، د مالګین او ککړو اوبو د پاکولو او خوږولو پروسه پرمختللی ټیکنالوژي او لوړ لګښت ته اړتیا لري چې د افغانستان په څیر د لږ پرمختللو هیوادونو له توان څخه پورته دی، اوسنی پرمختللي تکنالوژي سره سره بیا هم د نړۍ يواځې 70سـلنه انسانان دڅښـاک پـاکو اوبـو تـه لاسرسی لري.
په صنعتي هیوادونو کي د اوبو رسول یو جدي او دوامداره عمل دی مګر د پرمختګ په حال هیوادونو کي اوس هم په متناوب یا نوبتي شکل باندي خلکو ته اوبه رسول کیږي د پرمختګ په حال هیوادونو کي هغه سیمي چي رسمي ښارګوټو څخه لري پرتي دي او د اوبو رسولو شبکو ته لاسرسی نلري خلک مجبوره دي په ورځو یا هفتو انتظار وکړي تر څو د اوبو نوبت ورته ورسیږي وروستي اټکلونه ښيي چي د پرمختګ په حال هیوادونو نږدي نیمايي نفوس متناوب یا په نوبتی شکل د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
افغانستان کي د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي محدود او په یو بحراني حالت کي قرار لري، د مختلفو احصایو له مخې، د هیواد د نفوس لوی شمیر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، له ۱۰ ملیون څخه ډیر خلک د اوبو له ککړو سرچینو څخه ګټه اخلي، خو ځینې نورې مرستندویه اداري بیا اټکل کوي چي د هغو خلکو شمیر تر اتیا 80 سلنو اوړي چي پاک او صحي اوبو ته کافي لاسرسی نلري.
د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۶مه کلید ګروپ یو راپور خپور کړي چي له مخي يي د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري، همدي کال کي د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د ارزونې له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان پاکو اوبو د سرچینو څخه لري دي. همدارنګه د اوبو د نړیوالي ورځی د نمانځ غونډی په راپور کي “طلوع نیوز” د ملګرو ملتونو په حواله خبر خپور کړ چې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی څخه محروم دي.

ښاري پراختیا، د نفوسو وده او تراکم، صنعتي کېدل، د ګڼ شمېر ژورو انفرادي څاګانو کیندل، د اوبو رسولو د انجنیری شبکو نشتوالی، له یوې خوا د اوبو سرچینو د ډیر لګښت لامل شوي، ، له بله پلوه ښاري فاضلاب چي د تازه او د خوږو اوبو زیرمي ککړ او ضایع کوي ، یا هم د اقلیم بدلون او وچکالي چي له امله يي په افغانستان کې د ځمکي لاندي اوبو سرچیني (اکیفر) کمي شوي او د خوږو اوبو زیرمي د له منځه تلو په حال کي دي د ورستیو څیړنو له مخي په هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۱۹۸۲ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په اصغري ډول یو متر، اعظمي حد یې ۱۱ متره او په اوسط ډول ۵ متره راټیټه شوې یا له منځه تللي، په همدي اساس پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي محدوده شوي چي له امله يي په افغانستان کې روغتیايي خدمات، خوراکي خوندیتوب او اقتصادي ودې باندې ژوره منفي اغیزه اچولي.
پورته ذکر شوو ستونځو ته په کتلو او د اوبو د بحران سره مبارزي په درشل کي د اوبو د زیاد او بي ځايه لګښت مخنیوي دپاره او ټولو وګړو ته په متناوب ډول د کافي اوبو رسولو په پآر لازمه ده چي ټول هیواد کي د اوبو رسولو نوي انجنیري شبکي ایجاد دغه شبکي د امکان تر حده په عصري تکنالوژۍ سنبال، او د اوبو رسولو وخت کي ټول تخنیکي معیارونه او علمي پروسي باید په پام کي ونیول شي.
د اوبو رسولو سیستمونه د یو شمیر ودانۍ او تاسیساتو لکه د اوبو زیرمي (ذخیری)، پمپونه، پآیپونه او د وصل د وسایلو د ټولګي څخه عبارت دی چي یو د بل سره په همغږي کي کار کوي او معلومي اوبه د منبع یا سرچیني (څاه، بند، یا ښاري شبکي) څخه مصرف کوونکو کورونو، زراعتي ځمکو یا صنعتي ښارګوټو ته رسوي. د اوبو رسولو د شبکو یا سیستمونو دنده داده چي اوبه په ښه او تخنیکي شکل لمړی ذخیره، تصفیه، انتقال او بیا وویشي.
د اوبو رسولو سیستمونه د اوبو د سرچینو(منبع)، د اوبو د ویش یا توزیع میکانیزم، د پایپونو یا نلونو د نوعیت، او د اوبو د استعمال د مواردو په اساس يه مختلفو ډولونو ویشل شوي.
د اوبو د سرچینو ( منابع) په اساس:
د اوبو رسولو سیستمونو ته د اوبو له دوو مهمو زیرمو څخه اوبه تامینیږي:
- د اوبو سطحي سـرچينې (زیرمي):
د اوبو رسولو هغه سرچیني دي چي د ځمکـې پـه مـخ یا سطحه کي بهیږي لکه جهيلونه، ويالې، سيندونه، د باران اوبه، یو ځل کارول شوي بیا ځلي تصفیه شوي او مالګيني اوبه، او د اوبو جوړي شوي لويي ذخيرې په بر کي نیسي .
- د ځمکې لاندې اوبو زیرمي:
دغه اوبه د افغانستان د تازه اوبو دوه پر دریمه برخه جوړوي، د ځمکـې لانـدې د اوبو سرچينې یا زیرمي لکه چينې، څاه ګانې، نفوذي ګالري او نفوذي څاګانې دي. افغانستان کي هر کال 44 میلیون متر مکعبه اوبه د ځمکې لاندي سرچینو څخه استخراجیږي چي دا د ځمکي لاندي اوبو د بیا تغذيي او طبعي ظرفیت څخه څو برابره لوړ دی.
د اوبو د ویش یا توزیع په اساس د اوبو رسولو شبکي په دري مهمو ډولونو ویشل کیږي.
- شاخه يي شبکه.
- حلقوي شبکه.
- مختلط شبکه.
- شاخه يي شبکه:
د اوبو رسولو هغه شبکه ده چي د ویش پایپونه په یو اصلي لاین یا خط کي اتصال ولري او ورپسي هر فرعي لاین د اصلي لاینونو (پایپ) سره وصل وي او په دې ډول هر فرعي پایپ په يوه نقطه کي ختمیږي. د اوبو رسولو شاخه يي سیستم د اوبو د ویش د شبکې ترټولو ساده او ارزانه ډول دی چې اوبه پکې د لوی قطر اصلي پایپ له لارې کوچني قطر شاخو ته ځي.
د شاخه يي شبکي ښیګڼي:
د پلي کولو ټیټ لګښت: د ډیزاین او پلي کولو د ساده والي له امله، دا د نورو سیسټمونو په پرتله کم وخت او لږ لګښت ته اړتیا لري.
د شاخه يي شبکي زیانونه
د اوبو د جریان نا پایداري: شاخه يي سیستم کي د اوبو جریان یوازې په یوسمت یا جهت کې وي او که چیرې اوبه د شبکي په یوه نقطه کې قطع شي، نو ټولو فرعي څانګو پایپونو کي به هم د اوبو جریان پري شي.
د اوبو په بوي اوخوند کي تغیر: د اوبو د جریان د قطع کیدو په صورت کي ممکن یوه اندازه اوبه په پایپونو کې پاتې شي چي ورسره د اوبو کیفیت ټیټیږي او د اوبو په خوند او بوي کي تغیر راځي.
د جریان د پري کیدو په وخت کي عدم انعطاف: دا سیسټم د اوبو د بندیدو او ترمیم په وخت کي لږ انعطاف لري، یوه نقطه کي د بندښت یا ستونځي په وخت کي په ټوله شبکه د اوبو جریان ودریږي.
- د اوبو رسولو حلقوي سیستم:
د اوبو رسولو حلقوي سیسټم هغه سیسټم دی چې پکې اصلي پایپونه د مصرف کونکي ساحې شاوخوا په یوه ګرده حلقه کې ایښودل کیږي او بیا د ویش د فرعي څانګې پایپونه ورسره وصل کیږي. دا سیسټمونه مطمین او لوړ اعتبار لري، د ماتیدو په صورت کې د بدیل لارو څخه د اوبو رسولو وړتیا، او په مصرف کې د بدلونونو سره د تطابق د وړتیا د حلقوي سیستم د ښګینو څخه دی، مګر د پایپونو د طول زیاتوالي او دشبکي د ډیزاین مرحلي مغلقیت یا پیچلتیا او لوړ لګښت د دغه سیستم د نواقصو څخه شمیرل کیږي.
د حلقوي اوبو رسولو د سیسټم ګټې:
د سیستم اطمینان: که چیرته د حلقي یوه برخه کې ستونځه پیدا شی یا پایپ لاین مات شي د شبکي د نورو پایپونو یا لارو څخه اوبه رسول کیدی شي او د اوبو د بشپړ پري کیدو خطرات کم وي.
د انعطاف قابلیت: د اوبو په مصرف (لګښت) کي سپما او د اړتیا وړ اوبو رسول او د اوبو د زیاد لګښت په وخت کي ددي سیستم د لاري د اوبو د ضایعاتو مخنیوی قابلیت ددي سیستم د بلي ښیګڼي څخه دی.
د اوبو منظم ویش: د اوبو رسولو په حلقوي سیستم کي د متقاضي د اړتیا سره سم اوبه په دوامداره توګه رسول کیږي.
د حلقوي اوبو رسولو د سیسټم زیانونه:
لوړ لګښت: د اوږد پایپ لاینونو له امله د پروژي لګښتونه لوړ وی.
د ډیزاین پیچلتیا: د هیدرولیکي محاسبې او په شبکه کي د اوبو د جریان د فشار ډیزاین یوه مغلق او پیچلي مرحله دی چي له امله يي با تجربه، تخصصي او مسلکي خلکو ته اړتیا پیدا کیږي چی د ډيزاین او د ډيزاین د تطبیق مراحل خپله ډیر وخت نیسي.
اوبو لګولو حلقوي شبکه د صنعتي ساحو، ښاري شبکو او د اوبو لګولو د قطره يی سیستمونو دپاره کارنده ساحه لري او ګټور تمامیږي.
- داوبو رسولو مختلط سیستم:
د اوبو رسولو مختلط سیسټم د شاخه يي او حلقوي شبکو ترکیب دی چې پکې فرعي شاخي د اصلي حلقوي شبکو څخه جلا کیږي. دا سیسټم د دواړو میتودونو د ګټو له امله د اوبو ویشلو یو له غوره او خورا مناسبو میتودونو څخه شمیرل کیږي.
ځانګړتیاوې
د دوو سیسټمونو ترکیب: دي سیسټم کي دواړه اصلي حلقوي پایپونه او د شاخه يي سیستم فرعي پایپونه کارول کیږي.
د څانګو جلا کول: شاخي او فرعي څانګې د اصلي حلقوي شبکو څخه جلا کیږي.
لوړ موثریت: دا میتود د لګښتونو او موثریت ترمنځ ښه توازن رامینځته کوي.
ګټې
انعطاف او اصلاح: د دې دوو سیسټمونو یوځای کولو سره، په ډیزاین او لګښت کمولو کې ډیره سپما ترلاسه کیدی شي.
د شبکي پایداری او ثبات: حلقوي شبکو شتون د اوبو رسولو سیستم کي ثبات رامنځته کوي پداسې حال کې چې شاخه يي سیستم د لرې پرتو سیمو ته د اوبو رسولو لپاره ښه کارنده سیستم دی.
د کارولو (کاربرد) د ساحي په اساس د اوبو رسولو سیستمونه په دري ډولونو ویشل کیږي:
- د ودانۍ دننه د اوبو رسولو سیسټمونه: د یو ساختمان مختلفو برخو لکه پخلنځي او تشنابونو ته د سړو او ګرمو اوبو رسولو سیستم.
- د اوبو رسولو ښاري شبکې: د اصلي سرچینو څخه د ښار مختلفو سیمو ته د اساسي او فرعي پایپونو له لارې د اوبو لیږدول.
- کروندو او باغونو ته د اوبو رسول چي د اوبو لګولو د سیستمونو په نامه هم یاديږي او یو پراخ جلا مبحث دی.
د پایپونو د ډول پر بنسټ
د اوبو رسولو سیسټمونه د پایپونو د ډول پر بنسټ په مختلفو ډولونو ویشل شوي دي، لکه فلزي پایپونه (ګالوانیز، مسي، چدني) پایپونه او پولیمري (پولی پروپیلین، PVC پلاستیکي، پنځه لایه يي، پولی ایتیلین) پایپونه.
ګلونایز پایپونه:
ګلونیاز پایپونه د سپینې اوسپنې یا ګالوانیز فولادو څخه جوړ شوي دي، لږ وزن لري او د سپکوالي له امله معمولا صنعتي فابریکو کي زیاد کاریږي، همدارنګه کورنو ته د اوبو رسولو لپاره کارول کیږي.
پولی پروپیلین پایپونه (PPRC):
شنه رنګه پایپونه دي چي د پلاستیک څخه جوړ شوي، د اسانه نصب او مناسب قیمت له امله د ودانیو داخلي سیستم کې ډیر کارول کیږي.
پنځه لایه یی(پنځه قشري) پایپونه:
دوی د پلاستیک او فلزاتو د څو قشرونو (پردو) د ترکیب څخه جوړیږي چي د لوړ فشار او د ګرمو (جوشو) اوبو مقابل کي ډیرمقاوم دي.
مسي او برنجی پایپونه: دغه ډول پایپونه د مسو او برنج الیاژ څخه جوړ شوي دي او د دوی د زنګ په وړاندي مقاومت او ښکلا له امله د ودانیو د تاسیساتو په ځینو برخو کې کارول کیږي.
چدني پایپونه: چدني پایپونه په تیرو وختونو کې په پراخه کچه کارول کیدل او د فاضله (چټل) اوبو او د اوبو سیسټمونو لپاره په دوه ډوله فلیټ سر او بال سرونو کې کارول کیږي.
PVC او پولی ایتیلین (PE) پایپونه: د پولیمر پایپونو دوه نور ډولونه دي، چې هر یو یې د اوبو رسولو په مختلفو شبکه یا ساحو کې کارول کیږي، په ځانګړې توګه د اوبو لګولو او د اوبو ویش شبکو کې ډیر کاربرد لري.
پمپونه، د راټولولو(ذخیري) ځآیونه ، فلوسوئیچ، بوستر پمپ او فشار لاندي ذخیره ګاه د اوبو رسولو د هغو شبکو اصلي او اساسي اجزاوي دي چي د اوبو منبع یي څاه وي.
پمپونه:
نور بیا…….
اخیستل شوي ماخذونه:
https://www.unccd.int/cso/green-earth-organization
green earth
National Geographic Environment: Water pollution is a rising global crisis. Here’s what you need to know.National
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.