د ډيورند کرښه: له انفعالي سياست څخه د عزت تر منزل پورې

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

493

که څه هم اوس مهال په نړيوال سياست او د سيمې په سياسي ترمينالوژي کې خورا ژور او مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي، د اتصال خبرې کيږي، د ولسونو ترمنځ د اړيکو په جوړولو کې د اسانتیاو رامنځته کيدو نوښتونه دوام لري او اقتصاد د سياست محور ګڼل کېږي، خو متأسفانه د پاکستان لخوا له افغانستان سره اړيکې، انساني ارزښتونه او سوداګري لاهم د فشار د ابزارو په توګه د پخوانيو زړو، له وخته تيرو او ناکامه شويو ستراتیژیو په منګولو کې بندې پاتې دي.

البته د خواشيني ځاى دادى چې د پاکستان لخوا د ډيورنډ په فرضي کرښه باندې له افغان اقتصاد سره د لوبې کولو، له افغانانو سره د سپک چلن او افغانستان ته په تکراري توګه د اقتصادي زیانونو رسولو تسلسل افغانستان مجبور کړ چې په يو اړخيزه توګه د ډیورنډ په کرښې د تګ راتګ دروازو بندولو په مقابل کې  تازه پرېکړه وکړي چې تر هغه به دغه دروازې نه پرانیستل کېږي ترڅو چې پاکستان د راتلونکي لپاره د یو اړخیز بندښت د نه تکرار کلک تضمین وړاندې نه کړي. دا پرېکړه یوازې د غصې له امله ناڅاپي غبرګون نه دی، بلکې د یوه اوږده سپکاوي ډک چلن او اقتصادي زیان ګاللو په وړاندې د ملي وقار د خوندیتوب او د متقابل درناوي لپاره د غوښتنې څرګندونه ده. د کلونو په اوږدو کې، پاکستان د دروازو له بندولو څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دى.  هر ځل یې افغان سوداګرو او کروندګرو ته په سلګونو مليونه ډالرو مالي زیانونه اړولي دي او افغانستان یې په سیمه ییزو مارکېټونو کې د بې باوره هيواد په توګه وړاندې کړى دى.

د همدغه لیدلوري پربنسټ ، د افغانستان تازه دریز یو مهم او ژور پیغام لري: هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې اقتصادي لارې د سیاسي ګواښ د وسیلې په توګه وکاروي. هغه دروازې چې د خلکو د اړتياو، سوداګريزو چارو، درملنې، خوراکي توکو او ورځني ژوند د تګ راتګ لپاره جوړې شوې وې، د هيڅ حکومت د مزاج او کورنيو ستونځو د پټولو لپاره نه قرباني کيږي. افغانستان غواړي دغه قاعده بدله کړي چې تجارت حق نه، بلکې یو امتیاز دی چې نورو ته د خپلو ګټو لپاره ورکول کېږي.  دا هغه اصولي دريز دی چې په نړیواله ترمينالوژي کې ورته «متقابل احترام» او «د قواعدو پر بنسټ تعامل» ویل کېږي.

البته دغه پرېکړه د ځان بساينې په معنى نه ده. د افغانستان لپاره دروازو بندې پاتې کيدل یوازې هغه وخت اغېزناک ګڼل کېږي چې ورسره په موازي ډول نور بدیلونه هم وموندل شي. د مرکزي آسیا دهليزونو ته پراخه مخ اړول، د ایران له لارې په چابهار بندر باندي لا زیات تمرکز کول، د هوایي دهلېزونو فعالول، د کورنیو مارکېټونو پیاوړي کول، او د صادراتو تنوع هغه لارې دي چې افغانستان ته د فشار د کمولو او خپلواک دریز خپلولو لپاره  نور ځواک او انرژي ورکوي. که دغه موازي لارې جدي وده وکړي، د ډیورنډ پر لارو د پاکستان فشار په اتوماتيک ډول خپل اثر له لاسه ورکوي،  افغانستان د مجبوریت له ښکته کوونکي مقام څخه د انتخاب عزت ورکوونکي مقام ته رسيږي او همدغه باید زموږ هدف وي.

له بلې خوا، د افغانستان وروستۍ پرېکړه پاکستان ته هم یو روښانه پیغام لري: افغانستان نور د هغو احساساتي سیاستونو قرباني کېدل نه غواړي او نه هم د هغه تش په نامه احسان تر بار لاندي ژوند کول غواړي چې هر ځل د یوې پېښې، یوې نیوکې یا د یوې کورنۍ ستونزې پټولو لپاره جواز ګرزول کيږي او د میلیونونو خلکو ژوند څنډې ته کوي. پاکستان که غواړي د سیمه‌ییز اقتصاد برخه پاتې شي، باید د اعتماد جوړولو قواعد ومني. دا سیمه نور هغه نه ده، نه خلک هماغسي دي چې پاکستان يې فکر کوي. سوداګريز مارکېټونه د ګواښونو له ادرس څخه نه بلکې د باور پر بنسټ چلېږي.

د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغانستان سیاست له لسيزو راهیسې له انفعالي دریزونو څخه سرچینه اخيستې ده؛ داسې دریزونه چې د ملي ارادې د ممثل په ډول نه، بلکې رامنځته شويو پېښو ته په عکس‌العمل ولاړ وو. کابل ډېر وخت د فشار، احساساتي فضا، یا سیمه‌ییزو تحولاتو په ځواب کې غږ پورته کړى دى، خو د اوږدمهاله او حساب‌شوي تګلارې نشتون د مسائلو ملي وزن کم کړ. د  هویت او جغرافیې پر بنسټ د افغانستان حق تر ډېره د شعارونو تر چوکاټ پورې بند پاتې شو. انفعالي پرېکړې، متضادې او له کورنۍ اجماع څخه د بې‌برخې کېدو له امله يې اهمیت له لاسه ورکړى وو. نن اړتیا دا ده چې هېواد د انفعالي سیاست له روان ګرداب څخه راووزي او د خپلواک چلن لپاره درې اساسي اصول خپل کړي: روښانه حقوقي دریځ، ملي-سیاسي اجماع، او د نړۍ د قانع کولو لپاره ثابت، هوښیار او رغنده دیپلوماټیکه تګلاره. یوازې هغه مهال افغانستان کولاى شي چې د ډيورند کرښې مسئله له احساساتي پيچلتيا څخه د تاريخي او عيني واقعيتونو ډګر ته راوباسي او د یو ملت د مشروع حق په توګه یې نړۍ ته د منلو وړ وګرزوي ، چې سیاست یې د عکس‌العمل پر ځای د نوښتونو، مسؤولیت منلو او ملي ستراتیژي په بنسټ ولاړ وي.

په پای کې، د ډيورنډ په کرښه باندې د پاکستان لخوا تړل شوي دروازې اوس د افغانستان له پريکړې سره سم تړلې پاتې ساتلو اوسنۍ پرېکړه د افغانستان لپاره د یوه نوي فکر پیل دی؛ داسې فکر چې وایي د یوې دروازې تړل یوازې د تګ راتګ محدودول نه دي، بلکې د ملي حیثیت دفاع او د اقتصادي زيانونو د مخنیوي هڅه ده. افغانستان په دغه دریز غواړي نړيوالو او ګاونډيانو ته وښئې چې د سویلي اقتصادي دهلېزونو د برخه ګرزيدو لپاره متقابل احترام شرط دی. که پاکستان په رښتیا غواړي د سیمې له اقتصادي تودوخې څخه برخه واخلي، نو باید دغه حقیقت درک کړي چې هر ځل یو اړخیز بندیز نه یوازې افغانستان، بلکې خپله پاکستان هم د انزوا لور ته بیايي.

افغانستان اوس د امتیاز غوښتنه نه، بلکې د حق غوښتنه کوي. او دا حق هغه وخت بشپړېږي چې دواړه هېوادونه د درناوي، شفافیت او پایدارو دوه اړخيزو هوکړو له مخې د ګډې راتلونکې لپاره تعامل ته مخه وکړي.

د سپينې ماڼۍ برید؛ د امريکايي تګلارو انعکاس

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.