د انسان د زر زړېدو او ورو کیدو مهم طبي لاملونه

لیکنه: ډاکټر ش میره کی

38

۱. د لمر تیزې وړانګو  (UV وړانګې)

د لمر تیزې وړانګې د پوستکي نښلونکی مواد کمزوري کوي او د کرښو، ګونځو او د زر زړېدو لامل ګرځي.

۲. د خوب کموالی

بسیا خوب د بدن د رغونې لپاره اړین دی. چې خوب کم شي، هورمونونه ګډوډېږي او د حجرو د زر زړېدو لړۍ چټکېږي.

۳. ناسم او غوړین خوراک

په ځانګړي ډول:

  • بوره
  • غوړین خوراک
  • پروسس شوي خوراک

دا د بدن دنننی التهاب ( پړسوب ) زیاتوي او د حجرو زړېدل تېز وي.

۴. سګریټ څکول

سګریټ د وینې رګونه تنګوي، د پوستکي غذا کموي او د حجرو تخریب چټکوي.

۵. روحي فشار (استرس)

اوږدمهاله روحي فشار د کورتیزول هورمون زیاتوي، او دا د بدن د حجرو د زر زړېدو یو مهم عامل دی.

۶. د بدني خوځښت کموالی

کله چې حرکت کم وي، د وینې بهیر کمېږي، د بدن دفاعي ځواک کمزوری کېږي، او د بدن دنننی پړسوب (التهاب) ډېریږي.

۷. د اوبو لږ څښل

د بدن او پوستکي وچوالی د زر زړېدو بهیر ګړندی کوي.

۸. د ټيټې کچې ارزښت لرونکي خوراکو ډېر استعمال

په تېلو کې پخې شوې، یا پروسس شوي خوراکونه د بدن د دننني زیان رسوونکي فشار (oxidative stress) سبب کېږي.

۹. ارثي لاملونه

ځینې خلک په طبیعت کې زر زړېږي، ځکه د هغوی جینونه داسې جوړښت لري.

۱۰. د ناروغیو نه کنټرول

لکه:

  • د پښتورګو ستونزې
  • د ځیګر ناروغۍ
  • د وینې د شکر لوړوالی
  • د تایرویئډ غدې ګډوډي

دا ټول د زر زړېدو بهیر چټکوي.

څنګه د انسان د زړېدو بهیر ورو کولی شو؟

۱. د لمر له تیزو وړانګو څخه ځان ساتنه

  • د لمر د تیزو وړانګو څخه ځان ساتل
  • د لمر ضد کریم کارول
  • د خولۍ یا عینکو کارول

۲. نورمال او منظم خوب

  • په شپه کې ۷–۸ ساعته
  • د خوب د مهال ثبات
  • د موبایل د رڼا  نه له خوبه  مخکې ځان ساتنه

۳. سالم او طبیعي خواړه

  • تازه مېوې
  • ترکاري او سبزي
  • د کب یوه ټوټه غوښه
  • شین چای
  • غوزان (مټک) او لږ بادام
  • د اوربشو ډوډۍ

دا د بدن رغونې ځواک لوړوي.

۴. د سګریټ پرېښودل

تر ټولو اغېزمنه لاره ده چې د بدن عمر اوږدوي او پوستکي ځوان ساتي.

۵. د روحي فشار کمول

  • ژورې ساه اخستل
  • تلاوت او دعا
  • قدم وهل
  • سپک ورزش

۶. منظم بدني خوځښت

هره ورځ ۲۰–۳۰ دقیقې چټک قدم وهل د بدن حجري فعاله او پیاوړې ساتي.

۷. د اوبو  څښل

په ورځ کې ۶–۸ ګیلاسه چې د پوستکي نرموالی ، زرغون کیدل او ځوان ساتي.

۸. د ویټامینونو مناسب استعمال

لکه:

  • ویټامین C
  • ویټامین E
  • اومېګا–۳
  • ویټامین D

دا د زر زړېدو طبیعي بهیر ورو کوي.

د سهار په نهاره شیر ګرمې اوبه څښل

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.