د هر تخلیقي اثر تر شا خامخا د یو تخلیقکار یا خو فردي نفسیاتي مشاهدات وي یا جمالیاتي اثرات مګر تر دغو اخوا یو شاعر سره دا صلاحیت هم موجود وي چې څنګه د خپلې خاورې پۀ دفاع کې خپل قلم د هر یرغل پر وړاندې وکاروي، کله چې د شرپسندو قدرتونو خلاف یو شاعر پۀ خپلو کلامونو کې تند تنقیدي ټکي وکاروي او پۀ رد عمل کې یې خپلۀ قلم کاري وکړي لۀ همدې ځایه د یو شاعر پۀ تخلیقي صلاحیتونو کې حماسه ورګډه شي تخلیق یې مزاحمتي رویه خپلۀ کړي او پۀ یو عملي جهادي میدان کې لکه ولولۀ خپره شي کله چې پۀ مزاحمتي ادب خبره کیږي نو دا نوې خبره نه ده او نه هم د کومې مخصوصې طبقې او زمانې پۀ شاعرانو پورې تړل شوې بلکې دا یوه داسې رویه ده چې تر یو تحریک پوره تړلې نه پاتې کیږي بلکې پۀ پښتو شاعرۍ کې د یو غالب رجحان پۀ توګه ځان را ښکاره وي لکه چې خوشحال بابا د خپلې خاورې سره د مینې او ننګ پۀ بنیاد څۀ ډېر پخوا ویلي
د افغان پۀ ننګ مې وتړلۀ توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
مزاحمتي ، انقلابي او یا هم حماسي شاعري د ډیر کم موضوعي توپیر پۀ لرلو سره په خپلو کې توپیر پیدا کوي مګر دا توپیرونه داسې نۀ دي چې بلکل یې لۀ یو بل سره جلا کړای شو او یا یې هم په بیل کټګوریزیشن کې سره واچوو ځکه چې پۀ مزاحمتي، انقلابي او حماسي ادبیات کې توپیر یواځې دا دی چې مزاحمتي ادب د ظلم او اشغال پر ضد د مقاومت احساس را ښکاروي، انقلابي ادب د ټولنیز یا سیاسي نظام د بدلون غوښتنه کوي، او حماسي ادب د مېړانې، اتلولۍ او ملي ویاړ کیسې بیانوي خو ډېر وخت داسې هم کیدلی شي چې دا درې واړه پۀ یو شعر کې سره راټول شي او پۀ ټولۀ کې یوه مزاحمتي رویه واخلي لکه چې مراد شینواری لیکي
وطن درنه د وینو قرباني غواړي غازیانو
پۀ شمعه د ننګ وسیزئ ځانونه پتنګانو
د لرغونې، کلاسیکې او معاصرې دورې منظومو کلامونو ته که پام وکړو نو د مروت، حریت، استقامت او وقار دا ټول د هغو غږونو انتشار دی چې نۀ یواځې د یو شاعر پۀ شخصیت او د هغه پۀ خپل ذاتي ژوند پورې محدود پاتې شوي وي بلکې پۀ هغه کې د شاعر لۀ غږ سره د ټول ولسې غږ تړل شوی وي او دا غږونه او نارې دومره د دښمن پۀ ماته کې بریالې شوي چې مات شوي جنګونه یې بیرته بریالي کړي هم دي چې د ملالې دا یوه حماسي ټپۀ یې ډېره ښه بیلګه یادولی شو.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایګو لالیه بې ننګۍ له دې ساتمه
که د حماسي او مزاحمتي ادب پۀ تناظر کې “د وله یې مولوي صاحب” کتاب وګورو نو وینو چې د یاد کتاب پر مخپاڼه پۀ برجسته ډول همدا ناره لیکل شوې د کومې نارې پس منظر چې یو تاریخ پۀ خپل ځان کې را نغاړي دا هغه ناره ده چې د یوې خاورې کومه خاوره چې د ناموس حیثیت لري لۀ همداسې یوې خاوې څخه د دفاع پۀ جذبه کې را پورته شوې او د هیوادنۍ مینې پۀ پار د هیواد والو لخوا پۀ ډېر ویاړ بدرګه شوې هم ده. پۀ دغې شعري ټولګې کې د مختلفو سنجیده شاعرانو لکه پیرمحمد کاروان ، استاد فضل ولي ناګار، دوکتور نورالحبیب نثار، شرر ساپي، کړاو منګل ، محمد هاشم ذاکر، هلال عیان، عبدلمجید پل، محمد نسیم ایثار، پوهاند محمد ابراهیم همکار،سید جیلاني جلان او اجل احمدزي منتخب کلامونه د عالي ذوق خاوند ځوان او ځیرک ادبپال او شاعر محمد حسن عمري لۀ لوري راټول شوي د کتاب پۀ پښتۍ د شنه اسمان لاندې د طبیعت ښکلا د ژوند یوه څنډه انځوري چې د هیواد د ښکلاګانو تر مخ د وطن یو ساتونکی لاس پۀ ماشه د دغې ښکلا پۀ ساتنه کې د غلیم مخ ته ځان لکه سپر ولاړ دی او د کتاب ترتیب کوونکي لۀ دغه انځور سره یوه زمانه غوټه کړې ده کومه زمانه چې به د همدغه کتاب د پاڼو پڅیر پاڼه پاڼه د را روان نسل تر مخ غوړیږي.
د کتاب د پیل پۀ پاڼو کې استاد ګل رحمان رحماني د دغه کتاب نوم د تاریخ لۀ زړۀ را ټوکیدلې حماسه ګڼي او لیکي چې د تاریخ پۀ زړۀ کې دغه حماسه چې لۀ لسیزو وروسته یې بیا د افغاني شهامت او ویاړي غچ یاد تازه کړ، باید د مهال چغه نه وی پاتې شوې، بلکې اړتیا وه چې د یو تاریخي سند پۀ توګه کتاب کې ثبت او راتلونکي نسل ته د میړانې انګیزې پۀ توګه سپارل وسپارل شي.
معرکې پۀ توکل ګټلی کیږي
د سرونو ښندل هم عجب کمال وي
ازادي مو د ټوپک پۀ زور ګټلې
خاوندانو د قلم ته دې دیوال وي
د کتاب د سریزو پۀ پاڼو کې داد محمد ناوک هم د کړاو منګل د یاد شعر پۀ راوړلو سره لیکي چې کړاو صیب که څۀ هم د قلم خاوندانو ته د حیا دیوال دروي خو د قلم د خاوندانو به توره دا وي چې همدا توکل او سرښندنه داسې خوندي کړي چې راتلونکی نسل د ده د ارزښتونو خلاف و نه درول شي، د بل لاس ته و نه لوېږي او خپل تاریخ هیر نۀ کړي.
دغه کتاب پۀ ۱۲۶ مخو کې مکمل لۀ منظومو کلامونو متشمل دی چې د هر کلام محتوايي اړخ یې د مزاحمي او حماسي ادب نماینده ګي کوي او پۀ هره پاڼه کې یې د ګڼو مختلفو شاعرانو د کلامونو یو ګډ امتزاج د یوې تندې مزاحمتي رویې ګډه شاعرانه بیانیه جوړیږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.