….په تیر پسي
شاتګ پالنه (ارتجاع):
کله چي مونږ د پرمختګ بحث کوو ورسره د شاته تګ بحث هم مخته راځي د یوي ټولني د پرمختګ په وړاندي ستر خند شاتګ پالنه ده کومه ټولنه کي چي د عامو خلکو منځ کي د شاتګ پالني انګیزه څومره پراخ او عام وي ورسره په هماغه اندازه د پرمختګ سرعت تت او کند (سست) وي.
ارتجاع په رجعت کي ریښه لري او لغوي معنايي شاته تګ، یا بیرته راستنیدل دی شاته تګ په سیاسي معنی کې د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي بنسټونو یا موجوده ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي اړیکو کې د پرمختګ او بدلون سره د مخالفت او یو خراب او منفي تیر ته د ورګرځیدلو معنی لري. همدا ډول د بدلونونو او پرمختګونو ” مخنیوی ” او “تیر ته بیرته راستنیدل” هم شاته تګ بلل کیږي.
د ټولنيزو علومو په برخه کې دا اصطلاح د موجوده حاکم حالت او هم د تير او تخريب شوي نظام د دفاع او د ټولنيزو، سياسي او اقتصادي بدلونونو په مقابل کې مخالفت ته ارتجاع یا شاتګ پالنه ویل کیږي.
د فردي کړنو په برخه کي د پخوانیو منسوخ شوو او ناچله دودونو او رواجونو په حفظ ټینګار شاتګ پالنه بلل کیږي.
شاتګ پال (مرتجع):
هغه شخص یا اشخاصو ته ویل کیږي چې د هر هغه څه سره دښمني ولري چې د پرمختګ، نوي ودي او تکامل دپاره وي، یو شاتګ پال تلهڅه کوي چې د موجود خراب او یا ړنګ شوي نظام یا زاړه او وروسته پاتي افکارو د ساتلو یا ژوندي کولو هڅه وکړي.
د ملتونو په کچه شاتګ پالنه په نسبي ډول توپیر لري ښايي ځینو ملتونو کي هغه څه چي شاتګ ګڼل کیږي ځینو نور ملتونو کي نوی پرمختګ وبلل شي د مثال په توګه 19 پیړی کي افغانستان کي په فوري کمره عکس اخیستل ناروا او حرام ګڼل کیده او ځینی هغه کسان چي تصویر اخیسته د ګناه احساس یی کوه خو اوس یوویشتمه پیړۍ کي په ډیجیتل پرمختللو کمروعکس یا تصویر اخستل ضرورت یا حلال بلل فرهنګي او ټولنیز پرمختګ نه ګڼل کیږي، په متمدنه ټولنو کي دا ستونزه هماغه د پیل نه حل وه خو افغانستان غوندي ددریمي نړی هیواد کي دا ستونزه لا هم په بنیادي ډول نه دی حل شوی، انسان د خپل ژوند په دوران کي د خپل چاپیریال نه نوي شیان زده کوي او پراخ تجارب ترلاسه کوي، د انسانانو دغه ترلاسه شوي تجارب ددوي راتلونکو نسلونو سره رفاه او ښه ژوند ته په رسیدو کي مرسته کوي، خو په ورته وخت کي د ځینو نورو کسانو مادي ځواک او سیاسي اقتتدار د سقوط سره مخ کیږي، ځکه خو د يوي ټولني هغه طبقي وګړي د پرمختګونو سره مخالفت کوي چي د ټولني په اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بدلون کي خپل مادي او سیاسي ځواک په خطر کي ویني.
بنسټ پالنه (فڼډمینتلیسم):
په سیاسي مکتبونو کي شاتګ پاله ډلو ته بنیادګرا یا فندمینتلیست ویل کیږي. د فانډمنتاليسم لغوی معنی د اصولو يا بنسټونو پالل دی، فاندمنټاليسم يا بنسټپالنه لکه څنگه یې چې له نامه څخه ښکاری ، هغه نظر او عقيده ده، چې د خپل حقانيت د ثبوت له پاره د هغې په اولی مبداء ، په لومړنی بنسټ او لومړنی پيدايښت تکيه کوی. د آسمانی اديانو او د بشر د مذهبونو سربيره ډيرې داسې نورې فلسفی نړۍ ليدونه او سياسی مفکورې لکه مارکسیستان هم په تاريخ کې منځته راغلې دی، چې هرې يوې ځان مطلقه حقيقت او رښتينتيا بللې او نورې ټولې يې غلطې بللې او رد کړی دی.
د نولسمې عيسوی پيړۍ په آخرو او د شلمې عيسوی پيړۍ په اوايلو کې د فانډمنتاليسم اصطلاح د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دین د پروتستانو دمذهب پيروانو ترمنځ په عيسويت کې د آزادۍ او تمدن دميلان د پرمختگ پر ضد د يوه پرشاتلونکی، محافظه کار او ارتجاعی جنبش له پاره استعمال شوه. د پروتستانتانو دا جنبش په عيسوی دين کې د تمدن، آزادۍ او د علمی اکتشافاتو په اړه د دين د تحمل او بردبارۍ د ميلان او رواج په وړاندې را پیدا شو، دوی خپله ډيره مهمه نشريه په وړيا توگه په روحانيونو اومحصلينو وويشلې دFundamentals: A Testimony to the Truth د حقيقت د بيان بنسټونه تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توگه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست.
فانډمنتاليسم لمړی د عيسويت په دين کې رامنځته شوی او بيا په نورو فلسفی او سياسی تيوريو او د اسلام په دين کې هم رواج شوی دی.
د ‘فانډمنتاليسم یوه مشخصه علامه داده چې د نورو عقايدو، اديانو او نظريو زغم نه لری حتا د هغو مفکورو په وړاندې هم زغم، طاقت او تحمل نه کوی، چې ډيرې ورته نږدی او شريکه مبداء ولری. يعنې دا چې بنسټپالنه د مبداء د تشريح او تفسير د رنگارنگوالی تحمل او برداشت هم نه لری.
د بنسټپالنې بله مشخصه علامه بيا افراط گرایی دی. بنسټپالان کله چې د خپلې عقيدې او نظر د دفاع او د هغو د خپرولو، نشرولو او په نورو باندې د منلو له پاره منطقی او سوله ايزې، انسانی معتدلې لارې او شرايط ونه مومی، نو بيا د زور، وسلې، چل، توطيې جگړی او فتنې له لارې دې کار ته اقدام کوی.
فاندمنتاليستان د خپلو مخالفينو او دښمنانو په وژلو کې ځنډ او سستي نه کوي، هر ډول دسيسې د خپل دين او عقيدې د ساتلو او بريالی کولو له پاره روا او جايزې بولي، فانډمنتا ليسم له هرې روا او ناروا، انسانی او غير انسانی، سوله ايزې او جنگی، پټې او برملا وسيلې څخه د خپلې عقيدې او نظر د خپرولو او معمولا له دې لارې د خپلو گټو د ساتلو له پاره کار اخلی.
اسلامی فانډمنټاليستان د اسلام ،قرآن شريف او احاديثو یوازې هغه ډول تفسير او تشريح سمه بولی چې د دوی په زړه برابره وی. دوی د قرآن او احادیثو د تشریح نور ډولونه نه منی، په اسلامی فانډمنټاليسم کې سنی مذهبه بنسټپالان حتی د شعيه گانو تحمل هم نه شی کولای، هغوی کافر او له دينه وتلی بولی. شعيه فاندمنتاليستان بيا د سنيانو په وړاندې همداسې فکر کوی او زغم او تحمل يې نه لری. نور اديان او سياسی او فلسفی مفکوری خو واضحه خبره ده چې نه شی تحمل کولای، د کفر، بې دينۍ اوالحاد ترنامه لاندې يې د ځان دښمنان بولی، د مغلوبولو، ورکولو، له منځه وړلو او يا د ځانته تسليمولو له پاره یې هرې وسيلې ته لاس اچوی.
- عدالت:
عدالت معنا هغه اصول دی چې وايي خلک هغه څه ترلاسه کوي چې مستحق یې دي، عدالت د بېلابېلو برخو اغېز پر «مستحقوالي» غورځوي چې د اخلاقي روغتیا، عقلانیت، قانون، دین، عدل او انصاف په ګډون ډېر پراخ لیدلوري لري د عدالت پلي کول په هر فرهنګ کې توپیر لري. د عدالت لومړنۍ تیوریانې د لرغوني یونانی فیلسوف افلاطون په خپل «جمهوریت» نومي اثر او ارسطو په «نیکوماخوس اخلاقو» کې وړاندې کړې دي. افلاطون عدالت یو اخلاقي مسولیت ګڼی چي په تر سره کولو يي نفس تسکین کیږي او هر څیز په خبل ځاي کي قرار نیسي د افلاطون له نظره عدالت دوه ډوله دی لمړی د خپل نفس سره عدل دویم د ټولني یا ښاروندي په اصولو کي عدل قایمول په داسي ډول چي کړني او اعمال باید د نورو سره په همغږي کي ترسره شي، افلاتون (عدالت) په انسان کې د درې قوو (عقل، ارادې او شهوت) ترمنځ د تعادل منځنی ټکی باله. نوموړي همدارنګه زړورتیا، اعتدال او سعادت د انسان درې عمده فضلیتونه بلل چې عدالت له دغو فضایلو سره همغږی او تناسب لري،د ارسطو له نظره بیا عدالت د مظلوم او ظالم ترمنځ هغه حالت مشخصوي چي په عملی کولو يي مقابل لوری رفاه ته رسیږي،
عدالت به هکلهد تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې تیورۍ رامنځته شوې دي، د الهي حکم د نظریې پلویانو ویلي چې عدالت د خدای له لوري دی. په ۱۶۰۰مه لسیزه کې فیلسوف «جان لاک» وویل چې عدالت له طبیعي قانون څخه ترلاسه کېږي. د ټولنیز تړون تیوري وايي چې عدالت د ټولو له متقابل توافق څخه را پیدا کېږي. په ۱۸۰۰مه لسیزه کې ګټهپالو فیلسفوانو لکه «جان سټوارټ میل» وویل چې عدالت د ډېرو خلکو لپاره د غوره پایلو پر بنسټ ولاړ دی.
دټولنپوهني د نورو مفاهیمو په څیر عدالت هم یو پراخ مفهموم دی، لکه توزیعي عدالت، تادیبي(کیفري) عدالت، ټولنیزعدالت، انتقالي عدالت، جبراني یا ترمیمی عدالت، تعویضي یا مبادله يي عدالت.
د توزیعي عدالت تیوري په حقیقت کي د منابعو د مناسب ویش یا هم د تخصیص تیوری دی چي وايي څه شی باید ووېشل شي؟ د چا تر منځ ووېشل شي او مناسب وېش څه شی دی؟ مساوات غوښتونکو ویلي دي چې عدالت یوازې د مساواتو په همغږۍ کې موجود دی، کیفری یا تادیبي عدالت مجرمینو ته سزا ورکول دی.
انتقالي عدالت قضايي او غیر قضايي اقداماتو ته ویل کیږي، انتقاالي عدالت د هغو حکومتي چارواکو باندي عملي کیږي چي د خپل واک په دوران کي مستبد، فاسد، ظالم او د بشر د حقونو ناقضین وي ، د ټولینز باور او ټولنیز نظم د بیا ایجاد دپاره د انتقالي عدالت تطبیق ډیر اړین دی خو امکان لري دا کار کلونه وخت ونیسي.
مبادله يي او تعویضی عدالت په اجتماعی تړونونو او تعهداتو کي منصفانه شرایط وضع کول او یو مناسب انډول په پام کي نیولو ته ویل کیږي.
د ټولنیز عدالت په برخه کي مختلف تعبیرونه شتون لري مګر هغه ځه چی نږدي ټولو ته دمنلو ده هغه داده چي ټولنیز عدالت د مدني موخو یو چوکاټ دی چي د کلتوری، ټولنیز او سیاسي پالیسو له لاري د نورو کلتوری ارزښتونو ته درناوي، د ګټي وټي په سرچینو کي برابر ویش، عامه اړیکي زیاتول، په تولنه کی د تبعیض مخنیوی او د انصاف وده ورکول دي.
- مصؤنیت:
مصؤنیت یا ایمیون اصطلاح د لاتینی کلمی (immunitas) څخه اخیستل شوی ده چی د حفاظت په معنا ده،
مصؤونیت په دې معنا دی چې خلک له هر ډول غیر قانوني مجازاتو لکه وهل ټکول، روحي او جسمي شکنجې څخه خلاص وي یا په بل عبارت د انساني کرامت او بشری حقونو د معیارونو خلاف اعمالو څخه قانوني او منطقي خوندیتوب مصونیت ګڼل کیږي، د مصونیت او امنیت ترمنځ توپیر دادی چي امنیت د هر ډول ویرې او اندیښنو څخه چې طبیعي او عام دی او داخلي او بهرنۍ سوله پکې شامله ده ډاډ حاصلول ده. مصؤنیت د برید او تیري څخه د خوندیتوب معنی لري. ځکه نو ویلي شو هر مصونیت امنیت دی مګر هر مصؤنیت مصونیت نه دی، له همدې امله وايي امنیت فطری او مصؤنیت قانوني وي.
په عمومی صورت مصونیت په دوه ډوله دی یو یې شخصي مصونیت دی چې د ټولو خلکو ژوند، مال او ناموس له تیري څخه ساتي. دا ډول مصونیت هم طبیعي دی او هم قانوني دی. دا په دې معنا چې که په نړۍ کې قانون نه وای، نو انسانان باید دا ډول مصونیت په خپل عقل هم درک کړی واي. دوهم ډول قانوني مصونیت دی. قانون ځینو اشخاصو ته په ځانګړو شرایطو کې د خپلو دندو د لا ښه ترسره کولو لپاره مصونیت ورکړی دی. په دې ډول مصؤنیت کې حرفوي مصونیت او د جرمي تعقیب څخه مصونیت شامل دي؛ لکه د بهرنیو هیوادونو ډیپلوماتیک غړي، د ملي کمیته غړي او د سترې محکمې غړي، دا ددې لپاره دی چې د دندي د ښه ترسره کولو توان ولري.
مصؤنیت یو کلی مبحث دی چي د شخصي مصونیت، کورنۍ مصونیت، د وظیفې مصونیت، سیاسي مصونیت، پارلماني مصونیت او د قضايي مصونیت مباحث په بر کی نیسي.
شخصي مصؤنیت دا معنا چي د انسانانو د ژوند، مال، کرامت، فردي یا شخصي ملکیت او ازادۍ له بریدونو څخه خوندي او وساتل شي، شخصي مصونیت کي برائت لومړنی شرط دی. هیڅوک مکلف نه دي چې خپله بې ګناهي ثابته کړي؛ بلکې د قانون له نظره، د قضايي ارګانونو مسوولین مکلف دي چې د تورن کس بې ګناهي ثابته کړي، متهم یا تورن تر هغه وخته پورې چې د باصلاحیته محکمې په وړاندې محکوم شوي نه وي، بې ګناه ګڼل کیږي.
کورنۍ مصونیت: کورنۍ مصؤنیت د بریدونو په وړاندي د کورنۍ نظام او د اشخاصو د استوګنځاي څخه د دفاع او ساتني په معنا دی. په نړیوالو اسنادو کې کور د یو شخص استوګنځاي دی، کیداي شي دغه استوګنځي د شخص ملکیت وي یا په کرایه یا ګروي وي خو په هر حالت کي د استوګنخي مصؤنیت اړین دی باید درناوي ورته وشي.
د بشری حقونو نړیواله اعلامیه 12 ماده کي راغلی د یو فرد په شخصي ژوند کې باید خپلسري لاسوهنه ونه شي او د هغه پر عزت، نوم او رسمیت باید برید ونه شي، هر څوک حق لري چې د دغه ډول مداخلو او بریدونو پر وړاندې د قانون له مخې خوندي شي
سیاسي مصونیت: سیاسي مصونیت هغه امتیاز دی چې بهرنیو اتباعو ته ورکول کیږي تر څو د خپل هیواد په استازیتوب خپله دنده په ښه ډول ترسره کړي.
قضایي مصونیت: ټولو خلکو ته د عادلانه قضايي مصونیت برابرول۱- د دعوا حق ۲- د دفاع ازادي.
پاي.
پورته لیکنو کي د لاندي ماخذونو څخه استفاده شوي:
دعوت به جامعهشناسی؛ نگاهی انسانگرایانه، نویسنده: پیتر البرگر، مترجم: رضا فاضل
جامعه شناسی، نویسنده: استیو بروس، مترجم: بهرنگ صدیقی
ټولنپوهنه: لیکونکی یوسف، اچ، فیښتر، ژباړن عبدالروف خپلواک
ټولنپوهنه: لیکوال: احمد قاسمی، ژباړه: زیږ افغان
بابر نامه، لیکوال: ظهیرالدین بابر
مباني جامعه شناسی، لیکوال: محمد رضا ازادمنش
مبانی جامعهشناسی
لیکوال: بروس کوئن
ژباړه: دکتر غلامعباس توسلی ، دکتر رضا فاضل
ټولنپوهنه په افغانی مثالو کی / صالح محمد زیری
ویکیپیډیا دانشنامه آزاد،
د سقراط ژوند، اند او فلسفه د اردو ژبي ليکوال ملک اشفاق اثر.
همدا ډول د Google a، NPR او BBC له ویپ پاڼو، د NDTV, Geo News ټلویزیوني چینلونو، د هشت صبح او The Times له ورځپاڼو څخه هم استفاده شوي ده.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.