د امونو، امروتو، املکو او کیلو لپاره د افغانستان مناسبه خاوره

چمتوکوونکی: نصيراحمد څپاند

99

زمونږ د ښکلي هېواد افغانستان هوا، خاوره او تودوخه داسې ځانګړتیاوې لري چې د امې (Mango)، امروتو (Guava)، کیلو (Banana) او د سرو املکو (Red Apples) د کرلو لپاره ډېره مناسبه ده. دا مېوې نه یوازې لوړ حاصل ورکوي، بلکې په بازار کې ښه ارزښت لري او د بزګرانو اقتصاد هم پیاوړی کولای شي. د دغو مېوو کرنه د باغدارۍ صنعت د پراختیا لپاره هم مهم فرصتونه برابروي.
که په هېواد کې د اوبو لګولو عصري سیستمونه لکه د څاڅکو (Drip Irrigation) او سپرې (Sprinkler) عملي شي، او بزګرانو ته اصلاح شوې، حاصل‌خېزې او باکیفیته نیالګي ورکړل شي، نو د دې مېوو تولید به څو چنده زیات شي. د امې، امروتو او کیلو باغونه د کم لګښت او لوړ حاصل له امله د بزګرانو لپاره خورا ګټوره پانګونه ده.
له همدې امله اړینه ده چې د یادو مېوو د باغونو د پراختیا لپاره ځانګړي ملي پروګرامونه جوړ شي، روزنیز ورکشاپونه ترسره شي، اصلاح شوې نیالګي ووېشل شي او د بازارموندنې ګډ پلانونه ترتیب شي. دا کار نه یوازې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې د هېواد د باغدارۍ سکتور ته نوې انرژي ورکوي او د کلیوالو سیمو اقتصادي وده چټکوي.
په ولایتونو کې د دې مېوو د کرنې لپاره مناسبې سیمې
دامونو(۱(Mango) لپاره مناسب ولایتونه
امونه د تودو سیمو مېوه ده او سړې هوا نه شي زغملای؛ له همدی کبله په ګرمو ولایتونو کې ښه نتیجه ورکوی.
مناسب ولایتونه:
خوست (ډېره ښه تجربه)
هلمند
ننګرهار
پکتیا (تودې سیمې)
کندوز او تخار (هغه سیمې چې ژمی سخت نه وي)
۲) د کیلو (Banana) لپاره مناسب ولایتونه
کیله استوایي نبات دی او شدید یخ ورته زیان رسوي، نو په معتدلو او ګرمو سیمو کې ښه حاصل ورکوي.
مناسب ولایتونه:
خوست
هلمند
ننګرهار
کنړ (په سیندیزو او تودو سیمو کې)
۳) د امروتو (Guava) لپاره مناسب ولایتونه
امروت په ګرمو سیمو کې ښه کرل کېږي او سخت یخ یې له منځه وړي.
مناسب ولایتونه:
خوست
ننګرهار
پکتیا
هلمند
لغمان او کنړ (په سیندیزو سیمو کې ډېر حاصل ورکوي)
۴) د سرو املکو (Red Apples) لپاره مناسب ولایتونه
سور املوک د یخ اقلیم میوه ده او د ښه حاصل لپاره ژمي ته اړتیا لري.
مناسب ولایتونه:
بدخشان
بامیان
دایکنډي
غور
پروان او پنجشیر
کاپیسا او میدان وردګ
پايله کې ويلي شو دميوو لپاره لاندي مناسب ولایتونه
امونه خوست، هلمند، ننګرهار، پکتیا
کیله خوست، هلمند، ننګرهار
امروت خوست، ننګرهار، پکتیا، لغمان، کنړ
سور املوک بدخشان، بامیان، دایکنډي، پروان، کاپیسا، وردګ
عملي سپارښتنې او ملي اړتیا
که د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد کروندګر او باغداران د عصري ټکنالوژۍ، نوې زراعتي طریقو، او میکانېزه سیستمونو سره سمبال کړي، هېواد به د ګاونډیو له مېوو د وارداتو څخه خلاص شي. د هغوی د ټیټ‌کیفیت مېوې به نور زموږ بازار ته اړتیا و نه لري او هېوادوال به له خپلو وطني، خوږو، باکیفیته مېوو څخه برخمن شي.
دغه پرمختګ د کروندګرو په اقتصاد مثبت اغېز کوي، د هېواد د سمسورتیا لامل کېږي او په عمومي توګه به په افغانستان کې د زراعتي انقلاب سبب شي. له دې سره به چاپېریال هم پاک، هوا تازه او د کلیوالو سیمو اقتصاد با ځواکه شي.
په همدې ډول له خپلو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې د بهرنیو بې‌کیفیته مېوو پر ځای د خپلو وطني خوږو او ارزانې مېوو ملاتړ وکړي، له کروندګرو څخه یې وپېري، او په دولتي ادارو، غونډو، جشنونو او رسمي محفلونو کې یې وکاروي.
خپل وطن – ګل وطن
خپلې مېوې – خوږې مېوې
#خپل توليد
#خپله ګټه
اخذ: کرنې ملي څېړنیز انسټیټوټ (ARIA) – د مېوو د نیالګیو او اقلیمي مناسبیت څېړنې.

د ذهن د ارام ساتلو لارې چارې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.