د جوارو شين فصل باد ته نڅيده، په لوړو بوټو کې په شنو لباسونو پټې غوټۍ ښکاريدې، تور وېښته ترې راځوړند وو، له يوې نيمې غوټۍ څادر وا شوی و، دانې پکې لکه غاښونه شکاريدل، لکه خندا چې کوي، د منظمو غاښونو خندا څومره ښکلې ایسي.
د پټي په مينځ کې څروی ولاړ و، د سړي جامې يې اغوستې وې، له سر نه يې يوه توټه تاو وه، لاسونه يې خلاص نيولي وو، چې ځناور ترې وويرېږي، خو بيا به هم کله کله د جوارو پر فصل شکوڼ راپېښ شو او د جوارو غوټۍ به يې وخوړې.
***
د جوارو په پټي کې خرسا وه، د جوارو بوټي یو په بل پسې چپه کیدل او ماتيدل. تيره لور د هر بوټي له پښو تاويده او هر بوټی له بېخه رېبل کېده. بيا ټول بوټي په يو ځای کې غونډيدل او دلۍ کيدل. څو ورځې وروسته د جوارو غوټيو څخه لباسونه په لرګينو تېرو سپېتو ايستل کيدل او له سرو دانو ډکې غوټۍ ترې ايستل کيدې، په غوټيو کې دانې داسې په هنر اېښودل شوې وې، لکه کوم هنرمند زرکر چې يو يو غمی پکې پوره په پام اېښی وي، کتار، کتار په منظم ډول د غوټۍ په ټول بدن کې ټومبل شوي وو.
د غوټيو د خرمن پر سر یوه غټه چاړه لګول شوې وه، چې د سرو غوټيو امبار له بدو او وږو سترګو وساتل شي.
څو ورځې وروسته د جوارو غوټۍ په بام ګرم لمر ته پرتې وې، لمر خرسنې کړې، کوترې او مارغان د بام له سره منعه کړای شول، يواې سيلونه به د بام پر سر تېريدل او د سرو غوټيو ډک بام ته به يې کتل. يوه ورځ غوټۍ ټولې په يو ځای کې سره راټولې کړای شوې او د کلکو کوتکو تر ګوزارونو لاندې شوې، دومره وټکول شوې، چې ټولې دانې ترې بيلې شوې، يو نيمه دانه به له وار سره پورته والوته، خو بېرته به راپرېوته.
د غوټيو خالي توکې د غوجلې په يو کونج کې امبار شوې، د هرې توکې پر بدن د دانو د وتو داغونه ښکاريدل، خو توکو اوس خپل ارزښت بيخي بایللی و، د همدې توکو دانې ځينې په ژرنده کې دل کيدې، ځينې نينې کيدې او ځينې هم پولۍ پولۍ لکه سپين ګلان تودې تودې خوارک ته وړاندې کيدې.
ډېرې لږې دانې داسې پاتې شوې، چې خدای پرې مهربانه شوی و او د دې لپاره په خړه بوجۍ کې بندې شوې، چې بيا وکرل شي او د غوټيو بل زرغون فصل رازرغون کړي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.