باډيوه

عبدالله خیبر

32

رڼا له سقوط شپږنيمي مياشتې وروسته په لومړي ځل له مور سره ښار ته لاړه وه، دې ته ښار تر پخوا بيخي بدل ورښکاريدو، پخوا به له راستورانونو د سندرو غږونه اوريدل کیدل، خو اوس په لوړ اواز ترانې غږيدې. د رڼا د خپلوانو واده و، ځان ته يې يو جوړه جامې اخيستې. د ښار يوې تکاوۍ ته په مور پسې ورښکته شوه، له نانځکو رنګارنګ جامې اغوستل شوې وې، خو د پخوا په شان يې مخونه او سرونه نه وو، دې ته به پخوا دا نانځکې داسې ښکاريدې، لکه دې ته چې ګوري او په موسکا د غاړې کميس ورښکاره کوي، مګر اوس يې پر بې سره ناځکو زړه بد شو، نږدې يې ژړلي وو. رڼا مور ته ورنږدې شوه:
ـ له نانځکو يې سرونه هم ايسته کړي دي، دوی کومه ګناه کړې وه؟
مور يې ورو وويل:
ـ ښه دی چې ايسته کړي يې دي، بتان وو، داسې رنډې سترګې به يې درکې نيولې وې، ډار مې ترې کيده.
رڼا يوې نانځکې ته ودريده، تر دې دنګه وه، سينه يې راوتلې وه، افغاني کميس يې پر تن و، ښه ورسره ښکاريده، ټيکری يې په غاړه کې پروت و، دواړه پلوونه يې ښکته پراته وو، رڼا يې ګنډ ته ځيره شوه، ځوان دوکاندار د نانځکې پر راوتلې سينه لاس راتېر کړ، د تېز ګروپ رڼا ته يې د ګوتې غمي تېزه شغله وکړه، رڼا ته يې وکتل:
ـ لاسي کار پرې شوی.
رڼا په تور حجاب کې دوې سترګې ښکته واچولې، د کميس لمنه يې سترګو ته نږدې کړه، مور يې چادري اړولې وه او د کميس لستوڼو ته ځيره وه.
د رڼا يو کميس خوش شو، له مارکيټ راووته، په ملي بس کې کيناسته، له شيشې يې خلکو ته کتل، د اوږدو څڼو ولا شډل سړي يې ليدل چې له ټوپک سره د سړک پر غاړه ولاړ دي. دې به چې کله په تلويزيون کې وکتل، ويره به يې ترې کيده، يو ځل يې په مکتب کې اوازه ګډه شوه چې وسلوال په مکتب بريد کوي، ځکه چې انتخابات پکې شوي وو، دې به هغه وخت هره شپه د اوږدو څڼو او ږيرو ولا وسلوال ليدل چې په دې پسې منډې وهي، په دې باندې ډز کوي، خو دا خپلې سينې ته کتابونه نيسې او راوېښږي.
موټر لا نه و ډک شوی، يو يوکس موټر ته راختو، رڼا ورته کتل د خلکو شونډې وچې ورته ښکاريدې او څيرې خړې، لکه پر مخونو يې چې خاورې دوړيدلي وي. دا او مور يې په يوه چوکۍ کې ناستې وې، دا د شیشي په خوا کې ناسته وه، په موټر کې د پخوا په شان سندره نه غږيده، د موټر له شيشې لږ پاس د موټروان له سر سره درې رنګه وړوکی خیرن بيرغ رېږديده
موټر روان شو، يو ځای کې بيروبار و، موټرونه ولاړ وو، په لوړ غږ سلام واوريدل شو، رڼا ورته وکتل هغه دوی ته متوجه و:
ـ وروڼو خويندو، موږ شکر دی مسلمانان يو، بايد شرعي حجاب مراعات کړئ، چسپ پتلون او لباس وانه غوندئ، سمه ده کنه؟
د رڼا مور د چادرۍ څنډه پر خپل پرتوګ واچوله، نورو ښځو ورته کتل، سړی له دې سره دستي ښکته شو او د سړک پر غاړه ودريد او موټرونو ته يې کتل، ملي بس په بيروبار کې همغسې بند و، د رڼا مور رڼا ته نږدې شوه:
ـ دې سړي څه ويل؟
کلينر چې له سپرلیو يې پيسې ټولولې، خبره يې واوريده، ويې ويل:
ـ د امر بالمعروف ولا و، ويل يې ښځې بايد حجاب مراعت کړي او تنګ لباس وا نه غوندي.
ښځې يې لور ته سر ورنږدې کړ:
ـ دا خو يې ښه خبره وکړه، ځينې خو داسې جامې اغوندې لکه په ځان چې ريشخند وهې.
رڼا له شيشې د باندې د امربالمعروف همغه کس ته کتل، پاکه صفا لونګۍ يې وهلې وه، سپين څادر يې له ځانه تاو کړی و، دواړه پيڅې يې په لاس خامکدوزي شوې وې، بوټان يې تک تور برېښيدل، په لاس کې يې تسپې وې ځونډی يې د مريو و، شونډې يې خوځيدې.
موټر چې روان شو، يو ځای يې پام شو، ليکلي يې وو: اريشګاه يې کابل زيبا، د ښځې د عکس پر مخ تور رنګ پاشل شوی و، رڼا ته دا عکس هم داسې ښکاره شو، لکه د لباس د مغازې بې سره نانځکه. نورو عکسونو ته يې پام شو، څوک څیرې شوي وو، د چا پر مخ تور رنګ پاشل شوی و، کومه ښځه به يې چې ولیدله، چادري او یا تور لباس به يې اغوستی و، مخ يې نه ښکاریده.
له موټر نه چې ښکته شوې، د دنګ سيمټي ديوال سيوري ته د کور په خوا روانې شوې، د ديوال اخېر سر کې له دروازې سره چې پخوا به د دريشيو ولا منظم کسان ولاړ وو، اوس څو څڼور وسلوال پر څوکيو ناست وو، خپلو کې يې سره خندل. رڼا دنګ ديوال ته وکتل، کړۍ کړۍ ازغن سيم ترې تاو شوی و. یو ځای کې يې باډيوې ته پام شو، چې په سيم کې نښتې ده، باد پر ازغن سيم لپاسه ورو ورو شنه سره اړوله.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.