د ونې د سر پاڼه

عبدالله خیبر

33

د يوې ګورې ونې د لوړې څانګې په سرکې يوه پاڼه راټوکيدلې وه، لومړی شمال، لومړی باران او لومړۍ ږلۍ همدې خوړلې وه، خو دا چې غاړه يې نرمه وه هیچا هم ماته نه کړای شوه، بلکې لا به يې تازه کړه. دا لوړه پاڼه د وخت له هر ګوزار سره نڅیدلې وه. کله کله به يې تن يو څه سوری شو، خو دا چې تر نورو لوړه وه، نو د لمر په زرينو وړانګو به يې خپل زخمونه ژر ټکور او بېرته به تر و تازه او شمال ته په نڅا شوه.
له دې ټولو پېښو دا پاڼه رکه روغه ووته، خو اخر هغه غم راغی، چې په ټول عالم و، يو لوی قيامت، چې د دې پاڼې بڼه يې بدله کړه او رنګ يې ژېړ واوښت.
دې لیدل چې له ونې څخه پاڼې تويېږي او باد يې لرې لرې ځایونو ته ورسره وړي، ځينې د حيواناتو خوراک شي او ځينې په لار او کوڅو کې تر پښو لاندې خاورې او په تېزو بادونو کې پسې ورکې شي.
خو دې پاڼې خپله څانګه داسې کلکه نيولې وه، چې له دې لوی مصبت سره هم له خپله ځایه و نه غورځېده.
د ونې پاڼې ټولې توی شوې او لپه لغړه ودريده، یوازې همدا يوه زيړوکي پاڼه يې په سر کې نښتې وه، پسې کلکه شوې وه او خپله څانګه يې نه پرېښوده، نه یې غوښتل چې له دې ځایه وغورځېږي او له خپلې ونې د تل لپاره وشلېږي. په دې دا ونه ګرانه وه، ځکه له همدې يې اوبه څښلې وې، خواړه یې ورکړي وو، د همدې پر سر ژوندۍ او لمر ته شنه سره نڅیدلې وه، دې هم بايد د دې ونې لپاره يو څه کړي وای او د وخت په توپانونو کې نه وای ورکه شوې. د پاڼې رګونه راوتلي وو، په رګونو کې يې څه نه وو پاتې، وجود يې خرسن شوی و. لکه نور چېطبيعت هم نه غواړي دا وچه پاڼه پر ونه پرېږدي.
دا ځل اسمان سړه واوره راووروله، د واورې په وریدو پاڼه درنه شوه، بېخ يې يخ وواهه او همداسې درنه د ونې په پښو کې تر دلیو واورو لاندې شوه.
پسرلی شو، هر څه بېرته راژوندي شول، دا ونه هم بېرته راشنه شوه، له پاڼو، ګلانو او میوو ډکه شوه، هغه پاڼه چې د ونې په بېخ کې ورسته شوې او ویلې شوې وه، دا ځل‌ د ونې په هره پاڼه، هر ګل او میوه کې غځیدلې وه او ټوله ونه يې په غېږ کې نیولې وه.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.