جرابې

عبدالله خیبر

33

سړی له کوره وتو، خو چې د توشک څنډه يې پورته کړه، جرابې يې نه وې، تکيه يې ایسته کړه، د بل توشک څنډې يې واړولې، خو جرابې یو ځای کې هم نه وې.
ښځې ته يې وويل:
ـ جرابې مې دلته لاندې کړې وې، اوس نشته…
ښځه يې پاځيده، د توشکو خوايي پورته کړې، کړکۍ ته يې وکتل، د المارۍ پله يې خلاصه کړه، خو جرابې يې پيدا نه کړې.
سړي چې ښځې ته لیدل، په غوسه وویل:
ـ دا څنګه کور ده، چې جرابې پکې ورکېږي؟ بخارۍ ته مو نه وي اچولی، ستن خو نه ده چې نه پیدا کېږي؟!
ښځه سرګردانه یو خوا او بل خوا پسې ګرځیده، سړی له ځانه سره ګوزیدو.
ځوان زوی یې د پلار غوسې ته زړه تنګ شو، ویې ویل:
ـ چې نه وي، اوس مې مور څه وکړي، د خوراک شی خو نه دی چې ویې خوري، واخله زما جرابې پښو کړه!
سړي په غوسه وروکتل، خو چې ځوان د توشکې لاندې خپلې جرابې راخیستې، نه وي، مور و پلار ته يې په حیرانۍ وروکتل شو:
ـ په خدای همدا نیم سات مخکې مې سره غوټه کړې او دلته مې کېښودې…..!
ځوان د مور پښو ته وکتل، جرابې یې نه وې په پښو، په موسکا یې ورته وویل:
ستا جرابې چیرته دي، داسې نه وي چې ستا جرابې هم پيريانو وړي وي…
ښځه په خندا شوه، لږ ځنډ وروسته یې د دروازې خوا ته د توشک خوا پورته کړه، میړه او زوی ته یې په حیرانۍ وروکتل، په موسکا یې وویل:
زما جرابې هم نشته….
له دې سره ټول حیران شول. ځوان وویل:
ـ دا څنګه کس و، چې له کوره یې یوازې جرابې غلا کولې؟
سړي قهرجنه څیره نیولې وه، ځوان موسک موسک کیده، ښځه حیرانه ولاړه وه.
ځوان په موسکا وویل:
ـ جمیل خو به نه وي پښو کړي؟
مور یې په خندا وویل:
ـ نه، هغه خپلې ښې ډبلې جرابې لری، دومره لویو جرابو باندې څه کوي؟
ځوان پلار ته وکتل، قهرجنې څيرې یې خوند ورکړ، په ټوکه یې وویل:
ـ نو دا جرابې به چا اخیستې وي، جمیل هم ډېر شوخ دی، هغه پکې پنډوسکه نه وې جوړه کړي….؟
ښځه چې لا هم د جرابو په لټه وه، وویل:
ـ نه، هغه چې ډوډۍ وخوړه، تاسې ونه لیدو، چې لاړو او مدرسې ته مې په زور ولیږه….
سړی چې تر اوسه غلی او چورتي ناست و، وویل:
ـ ولا همغه پدرنالتي کې کار دی، تا چې له مدرسې ورته وویل، له هغه وروسته همدلته سره لګيا و.
سړي لاسي ساعت ته وکتل، پورته شو او بې جرابو له کوره ووت.
مازديګر مهال جمیل په ګډا او سندرو کوټې ته راننوت، لکه له زندانه چې ازاد شوی وي، سيپاره او د مدرسې وړوکی کتاب یې په کړکۍ کې وغورځول. مور یې ناڅاپه پښو ته ورته وکتل، خپلې جرابې یې پښو وې، خو پښې یې ډبلې ښکاریدې، مور یې ورنږدې شوه، د پرتوګ پاچه یې پرې پورته کړه، د خپلو جرابو لاندې جرابې یې تر زنګنو رسیدلې وې.
له دې سره ټس شو، ماشوم د مور کلکه څپيړه په مخ وخوړه، سر یې له ديوال سره ولګيد، دواړه لاسونه یې سر ته ونيول، لکه سر چې له نورو ګوزارونو ساتي، ژړا یې زور واخیست.
مور یې په غوسه وویل:
ـ همدا پښې دې غبرګې ماتې شه، داسې ګز واورې پرتې دي، چې شل جوړه جرابې پښو کوې….
دروازه وازه شوه، سړی راننوت، د ماشوم ډبلو پښو ته یې وکتل، خندا ورغله، ماشوم دواړو ته په ویره کتل، مور یې په غوسه ورته وویل:
ـ ولې دې دومره ډېرې جرابې پښو ته اچولي؟؟
ماشوم پلار ته وکتل، د جمپر په شلیدلي لستوڼي یې پوزه پاکه کړه، په ژړا یې وویل:
ـ قاري صیب.. مې هر وخت.. پښو ته په لښتو.. وهي….
نور سلګیو واخیست.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.