د افغان او پنجابي د تاریخي دښمنۍ شالید ته ځغلنده کتنه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

58

د پښتنو او پنجابیانو ترمنځ تاریخي ناندري او اختلافات اکثراً د سیمې د واکمنۍ په سر رامنځته شوي دي. دغه ناندري چي کله کله په خونړیو شخړو اوښتي تر ډېره سیاسي، اقتصادي او د حقونو د ترلاسه کولو بڼه لري، دا جګړې د خاورې، منابعو او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره لاه هم روانې دي، د پنجابیانو د پراختیا غوښتني په وړاندي مقاومت د پښتنو د ملي مبارزې یوه عمده او اساسی برخه ګڼل کیږي. د احمدشاه ابدالي د دورې څخه د انګلیسي پوځونو تر راتګه  پورې، هر ځلي پښتنو د خپلې خپلواکۍ ساتني، د سیمې دثبات او د عدالت د تامین  لپاره جګړې کړي دي، مګر پنجابیان هر ځلي یا د نړیوالو د استعماري ځواکونو(مغل،انګریز، امریکا) سره همکار پاتي شوي یا خپله په غضب زورګويی او توطی يي لاس پوری کړی، دا جګړي په مختلفو بڼو د بیلابیلو دولتونو له خوا تر سره شوي او تر نن ورځې پورې دوام لري.

د ۱۸مې او ۱۹مې پیړۍ په لومړیو کې د رنجیبت سنګ په مشرۍ د پنجابي سکهانو او افغانانو ترمنځ د  پېښور او شاوخوا سیمو  د کنټرول لپاره سختې جګړې وشوې همدا وخت وو چي انګریزانو د پنجاب له لارې او هلته د میشتو پنجابیانو په همکاری د پښتنو سیمو ته نفوذ وکړ او د سرحدي پښتنو لخوا د کلکو مقاومتونو سره مخ شول. د هند ویش او د پاکستان په نامه د یو نوي هیواد د ایجاد نه ورسته د  د ډیورنډ فرضی کرښې پر سر شخړې او د سرحدونو د امنیت مسلې تر نن پورې د پښتنو او د پاکستاني پنجابي واکمنانو ترمنځ د سیاسي او نظامي کړکیچونو  اصلي لامل دي.

دغه تاریخي خونړي اختلافات اکثراً د سرحدونو په اړه د نظر د اختلاف او د پښتنو د خودمختارۍ د ساتلو او د مواصلاتي ترانسپورتي لویو نړیوالو لارو د کنترول په سر رامنځته شوې دي.

پنجاب د پنځو سیندونو سیمه ده،  پنجابیان اصل کې د پنجاب په سیمه کې میشت دي. ځايي پنجابي نفوس هغه مهال د لوی نفوس په توګه راڅرګند شو کله چې اتلسمه پیړۍ کې په لومړي ځل رنجیت سنګ د لوي پنجاب یا د پنجاب اعظم بنسټ کېښود، لوي پنجاب د اوسنی پاکستانی پنجاب، هندي پنجاب، ټول آزاد کشمیر او اوسنی خیبر پښتونخوا ځینی سیمي لکه دیره اسماعیل خان او هزاره ډویژن  پکې شامل وو. د برتانوي امپراتورۍ پنجاب د اوسني  پاکستاني پنجاب ، هندي پنجاب، هریانا ، هماچل، دیره اسماعیل خان ، هزاره دویژن او ډیلي څخه جوړ وو

په هند کې د پنجابیانو ټوله شمیره معلومه نه ده ځکه چې هند کي توکمونه په سرشمیرنه کې نه شمیرل کیږي. خو ورستیو سر شمیرني چي 2001 کال کي ترسره شوي ښيي چي سکهان د ټول هند د نفوس 2.8 فیصده تشکیلوي، سکهان زیاتره د هند په پنجاب ایالت کې ژوند کوي چې د ټول نفوس ۵۷.۷ سلنه جوړوي او پنجابي هندوان ۳۸.۵ سلنه جوړوي  په قومي لحاظ دوی د ډیلي د نفوس لږ تر لږه ۴۰٪ جوړوي او په عمومي ډول هندي ژبي پنجابي هندوان دي .  80.78٪ هندو، 13.11٪ سکه او 4.87٪ مسلمانان دي. په اقلیتونو کې مسیحیت، بودیزم او جینیزم شامل دي.

د پنجاب د کنترول په سر د افغانانو لمړي جنګونه د احمدشاه دراني په وخت کي د مغلي واکمنانو سره د پاني پت په ډګر کي پیښ شول چي په نتیجه کي د پنجابیانو پوري اړوند سیمي د پښتنو تر کنترول لاندي راغلي او دمغلي حاکمیت ستني سستي شوي.  که څه هم د پاني پت دریمه  جګړه کې د افغانانو  اصلي سیالان مرهټه  وو، خو سیکان د هند په سیاست کې د واک د ترلاسه کولو په موخه  په جدي توګه د افغانانو  سره دښمني پاله. د پاني پت د جګړې په وخت کې پنجابیان  د افغانانو په ځانګړي ډول د ابدالي  ځواکونو د کمزوري کولو جدي هڅه کوله.

د رنجیت سنګ  او افغانانو ترمنځ نښتې د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د پنجابي سیکانو د پراختیا غوښتنې له امله رامنځته شوې، چې دغو جنګونو   اتک، کشمیر او پېښور د افغانانو د کنترول نه بهر شوي.

د بریتانوي هند په لښکر کې پنجابیان د انګلیسي استعمار د پراختیا او ټینګښت په برخه کې حیاتي نقش لوبولی دی.  پنجابي سرتېري د انګریزانو د واکمنۍ د ساتلو او پراخولو لپاره د هغوی ترټولو وفادار او ژمن پوځي ځواک وو،  پنجابي سرتېرو د بریتانوی هند د شمال لوېدیځې پولې (چې اوسنۍ پاکستان او افغانستان پولې دي) په ساتنه او د پښتنو د بریدونو په مخنیوي کې مهمه ونډه  لرلي دی. انګریزانو پنجابیان د زړورو او وفاداره جنګیالیو په توګه پېژندل. دغه پالیسي د دې لامل شوه چې د هند د نورو خپلواکي غوښتونکو ټبرونو او قومونو خلاف  له پنجاب څخه زیات شمېر کسان د انګریزانو لښکر ته جذب شي. بریتانوي فوځ کي پنجابي عساکرو د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې په شمول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د انګریزانو په پلوي سختی خونړی نښتي وکړې او ډیر تلفات يي ورکړي. بریتانویانو ته د پنجابیانو بي ساری خدمتونو ته په کتلو دلته دا هم ویلي شو چي پاکستان په نامه هیواد پاکستاني پنجابیانو ته د انګلیس ورکړل شوي ډالۍ یا تحفه ده.

د برتانوي هند د وېش پر مهال په ۱۹۴۷ کال کې د  ریکلف لا ین (Radcliffe Line) په اساس پنجاب د مذهبي اکثریت پر بنسټ وویشل شو. لوېدیځې برخې (مسلمان اکثریت) د پاکستان پنجاب او ختیځې برخې (سیک اکثریت) د هند پنجاب برخه شول. د پاکستان پنجاب ددغه هیواد د ترټولو لوي نفوس لرونکې (په نږدې ۱۱۰ میلیونه وګړو) بډایه ایالت ده، چې د پاکستان د سیاسي او اقتصادي ځواک مرکز ګڼل کېږي.

همدا ډول د پاکستان د ایجاد په وخت کي پښتانه د ډیورند لاین په اساس په دوو هیوادونو کي تقسیم او د پښتنو د نفوس اکثریت شمیر د پآکستاني ریاست تر اغیز لاندي پاتي شول او د پښتنو نور شمیر نفوس بیا په افغانستان کي خپله خپلواکي وساتله او خپل مستقله ځای ګاه يي حفظ کړه. همدا  وو چي د هغه وخت افغان حکومت ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کي د پاکستان دجوړیدو خلاف رایه ورکړه او د پښتنو افغانانو ویشل يي استعماری توطیه، د تاریخ جبر او استبداد یاد کړ. د افغانانو په سینه کي کښل شوي د ډیورند کرښه تل د پنجابي ریاست او پښتنو افغانانو د سترو لانجو او لویو اختلافاتو سبب جوړ شوی دی. د شلمې پیړۍ په دوه آخر لسیزو کې په افغانستان باندې د شوروي تر یرغل ورسته کله چې افغانان مجبوره شول پاکستان ته کډه وکړي پاکستان څارګره اداره چي د پنجابي حاکمیت د ملي ګټو د ساتلو اصلي ممثله څآرګره اداره ده  د افغانستان څخه د ورغلو مهاجرینو  سره د امت د نظرې په اساس د مرستې ټټر ووهه او د همدې استدلال په اساس د ورغلو مهاجرینو د منځه  سرباز ګیري وشوه او افغانستان کې  د شوروي ځواکونو سره د جګړې ډګر تود شو، د غربي هیوادونو(امریکا او انګلیس) په مالي ملاتړ پاکستاني استخبارات چي اصلی لوبغاړي يي پنجابیان وول هلته د میشتو تندلارو مذهبي ډلو لکه دیوبندیان چې د جمیعت علمايي اسلامي پاکستان په تنظیم کې منسجم دي یا اخوانیان چي د قاضي حسین احمد اړوند د جماعت اسلامی تنظیم مربوط وو او نوري تندلاري ډلي  افغان مهاجرینو او جنګیالیو ته د امت د نظرې په اساس د حنبلي او حنفي فقهي یوه ګډوله وړاندي کړه چي ورسره په سیمه کي د نویو افراطي او تکفري فکر د  ټوکیدو سبب شوو، او افغان مهاجرین په بیلابیلو مخالف او خپل منځ حریفو تنظیمونو کي منسجم کړای شول، پاکستاني څارګري اداري دغو افغان افراطي ډلو ته د هر ډول  همکارۍ  ټټر ووهله، او ورغلو افغانانو ته په همدې اساس د جګړی انګیزه ورکړل شو، مګر مجبوره کړل شوي عام افغانان چې په پیل کې د روسي ښکیلاک څځه د افغانستان د خپلواکۍ دپاره د مبارزې په تکل مهاجر شوي وو د پاکستان افراطي فرقي چې د پاکستان د څآرګري اداري د ملاتړ نه برخمن ول  د امت د خلاصون جهاد او د اسلامی امارت او خلافت د ایجاد انګیزه په‌کې پوو کړه  اود افغانانو  ملي ګرايي او د خپلواکۍ جنګ په ځای پاتی شو او افغانان د یو غیر عملي هدف دپاره په یوه نیابتي استخباراتي جګړه کې ښکیل شول خو د پنجابي ریاست د ملاتړ نه برخمن افراطي فرقو او مکتبونو  رهبران او مشران د پاکستان د ملي ګټو د ترلاسه کولو دپاره او پاڼ پنجابیزم ته درسیدو دپاره کومه کوچنۍ موقع او فرصت  هم ضایعه نکړه.

که څه هم هغه وخت پښتانه ملت پال د افغانانو د مهاجرت پاکستان ته او هلته د بنسټ پالني د ترویج مخالف وو خو ددغو پښتنو هلي ځأي کوم ځآي ونه نیو بلکه پنجابي استخبارات د افراطیت دغه تخم یواځي د بر وطن د خلکو په منځ کي ونه کره  بلکه ټوله پښتونخوا هم د افراطیت په ویروس ککړ کړلی شو او افغان ستر ملت د همدغو مذهبي تندلارو فرقو له طریقه د پراکسي او نیابتي( ډالري )جګړو میدان وګرځید. مګر د پنجاب ایالت پوري اړوند کرنیلان د میلیوني پانګو څښتنان شول.

ورستیو میاشتو کي د ډالري او پراکسی جنګونو عمق دومره ژور تللی او جنګونه دومره پیچلي شوي چي پاکستاني واکمنان اوس ظاهرا د هماغه ډلو ټپلو سره لاس او ګریوان دي چي د شوروي امریکا د سوړ جنګ او افغانستان کي د امریکا ناټو د نظامي حضور په  په دوران کي په خپل لاس روزلی او پاللی دي.

ماته (شکست)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.