دا پوښتنه بیخي زیات کیږی رانه چه ډاکټر صاحب فلانی ډاکټر دوا ،فلاني ډاکټر دوا … را باندې هیڅ اثر ونکړو ،بې خده زیاته دواګانې مې وخوړلې خو جوړ نشوم ،نن پدې اړه داسې ساده لیکنه کوو چه ان ماشومان هم پرې پوه شی.
انټيبیوتیک د طب له سترو کشفونو څخه دي خو ستونزه دا ده چې موږ یې ډېری وخت داسې کاروو لکه د جوارو ډوډئ ،د هرې تبې او هر ټوخي لپاره ،هر درد لپاره …حقیقت دا دی چه انټيبیوتیک یوازې د بکتریاوو پر ضد اغېز لري، نه د ویروسونو پر ضد، زکام، فلو او ډېری موسمي ناروغۍ ویروسي وي، نو انټيبیوتیک ورته ګټه نه رسوي.
راځئ دا موضوع په داسې مثالونو روښانه کړو چې هر څوک پرې پوه شي
1- باکتریاوې څنګه مقاومې کېږي؟
فکر وکړئ یو ځواکمن هېواد پر بل هېواد برید وکړي.
که مقابل لوری بشپړ له منځه ولاړ نه شي، بلکې یوازې زیان وویني، نو څه کوي؟
طبعي ده چه خپلې تېروتنې اصلاح کوي ،نفرت زیاتیږی
دفاعي سیستم پیاوړی کوي
نوې لارې چارې زده کوي
بل ځل به پخوانۍ وسلې پرې اغېز ونه کړي.
نو بکتریاوې هم همداسې دي ،کله چې انټيبیوتیک بېځایه، په ناسم دوز، یا نیمګړی استعمال شي، ټولې بکتریاوې نه مري. هغه چې ژوندي پاتې شي، قوي کېږي او داسې نسل جوړوي چې نور درمل پرې اغېز نه کوي.
دې ته وايي انټيبیوتیک مقاومت ، یعنې درمل خپل اثر له لاسه ورکوي.
دا یوازې د یو شخص ستونزه نه ده؛ دا د ټولنې ستونزه ده. ځکه مقاومې بکتریاوې له یوه انسانه بل ته انتقالېږي.
2- د کولمو ګټور میکروبونه د ساتل
زموږ بدن لکه یو هېواد دی، او کولمه یې د دفاع مهم مرکز دی ،پکې دوه ډوله میکروبونه ژوند کوي:
زیانمن، او دوهم یی ګټور
ګټور میکروبونه:د بدو میکروبونو مخه نیسي،معافیت ته خبر ورکوي،بدن متوازن ساتي، نو کله چې بېځایه انټيبیوتیک وکاروو، دا داسې ده لکه په یوه هېواد کې ټول ساتونکي له منځه یوسو. درمل ښه او بد توپیر نه کوي.پایله یې دا کېدای شي:اسهال،د هاضمې ګډوډي،او الرژي زیاتوالی،کمزوری معافیت،تکراري عفونتونه یعنې زر زر به ناروغیو اخته کیږي
3- ځینې بکتریاوې موقتي پټېږي
ځینې بکتریاوې داسې چل کوي لکه پوځ چې لنډمهاله پټنځای ته ولاړ شي ،درمل چې ختم شي، هغوی بیا فعاله کېږي.
نو ناروغي اوږدېږي،بیا راګرځي، او همداشان یا مزمنه کېږي
طبیعي معافیت څنګه پیاوړی ساتل کېږي؟
بدن خپله دفاعي قوه لري. که موږ هر ځل بېځایه درمل وکاروو، دا طبیعي سیستم کمزوری کېږي.
نو مهم ده چه معافیت په دې لارو پیاوړی کېږي:
کافي خوب، متوازن او سالمه غذا، کافي اوبه، منظم فزیکي فعالیت، د سګرټ او زیانمنو موادو نه کارول
د مزمنو ناروغیو سم کنټرول
کله انټيبیوتیک ته اړتیا وي؟
یوازې هغه وخت چې ډاکټر د بکتریايي عفونت تشخیص وکړي ، لکه ځینې ډول سینه بغل، د ادرار لارې عفونت، یا مشخص بکتریايي التهابونه.
نو بېځایه انټيبیوتیک داسې دی لکه دښمن ته د نوې دفاع زده کولو فرصت ورکول،خپل داخلي ساتونکي له منځه وړل،خپل طبیعي پوځ کمزوری کول….
هوښیار انسان هرې تبې ته انټيبیوتیک نه کاروي.
هوښیار انسان پوهېږي چې قوي درمل باید یوازې د اړتیا پر وخت وکارول شي.
انټيبیوتیک نعمت دی خو که بېځایه وکارول شي، سبا به یې پر وخت اغېز ونه لري.
معلومات درسره شیر کړئ مننه او پيج کې هم راسره ملګرئ شي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.