د ماشومانو د زړه سوری کېدل هغه حالت دی چې ماشوم د زیږون پر وخت د زړه په دیوال کې یو کوچنی یا لوی سوري ولري. دا سوري اکثره په هغو دیوالونو کې وي چې د زړه له چپ او ښي خوا ترمنځ جلاوالی ساتي. کله چې دا منځنی دیوال سوري وي، نو د وینې نورمال حرکت ګډوډ کېږي او زړه له عادي حالت نه ډېر کار ته اړ کېږي.
تر ټولو عام ډولونه یې دا دي:
1. ASD (Atrial Septal Defect): د زړه د پورته دوو خونې ترمنځ سوری.
2. VSD (Ventricular Septal Defect): د زړه د ښکته دوو خونې ترمنځ سوری. دا تر ټولو ډېر لیدل کېږي.
3. PDA (Patent Ductus Arteriosus): هغه لاره چې باید د زیږون وروسته بنده شي، خو خلاصه پاتې وي.
دا حالت اکثراً د ماشوم په لومړیو میاشتو کې د ډاکټرانو له خوا تشخیص کېږي.
د زړه د سوری کیدو نښې نښانې
د نښو نښانو څرګندېدل د سوری له کچې او ځای سره تړاو لري. ځینې ماشومان هیڅ نښې نه لري او یوازې د ډاکټر د ستېتوسکوپ په وسیله د غږ یا سوپ (Murmer) له لارې معلومېږي، خو په نورو کې ښکاره نښې لیدل کېږي:
۱. د ساه لنډېدل:ماشوم ژر ژر سا باسي، په تیزه ساه اخلي یا د تنفس ستونزه لري، په ځانګړي ډول د ژړا او یا شیدو څښلو پر وخت.
۲. د شیدو نه څښلو ستونزه:ماشوم لنډ وخت شیدې څښي، ژر ستړی کېږي او شیدې پرېږدي.
۳. وزن نه اخیستل:ماشوم وزن نه زیاتوي یا کم وزن لري، ځکه زړه ډېر کار کوي او بدن ته کافي انرژي نه رسېږي.
۴. د پوستکي نیلي کېدل:ځینې ماشومان د شونډو، نوکانو او پوستکي په شاوخوا کې نیلاوالي ښکاره کوي. دا نښه معمولا د لویو ستونزو نښه وي.
۵. د ټوخي او د سینې انتانات:ماشوم تکراري ټوخي، سینه بغل یا انتانات لري.
۶. د چټک زړه درزا:زړه په غیر عادي ډول چټک ټکان وهي.
د تشخیص لارې: ډاکټران عموماً د دې لارو څخه ګټه اخلي:
• Echo (اکو): د زړه عکس اخیستنه چې سوری او د وینې حرکت ښيي.
• ECG: د زړه برقي فعالیت معلوموي.
• X-ray: د زړه اندازه او د سږو حالت ښيي.
• Pulse Oximetry: د وینې د اکسیجن کچه معلوموي.
درملنه څنګه کېږي؟
درملنه د سوری د اندازې، ځای او د ماشوم د حالت په اساس ټاکل کېږي. په عموم کې درې ډوله لارې شتون لري:
۱. یوازې څارنه (Observation)
که سوری کوچنی وي او ماشوم ښکاره ستونزه ونه لري، ډاکټر یوازې وخت په وخت معاینه کوي، ځکه ډېر کوچني سورۍ پخپله بندېږي.
۲. درملنه (Medication)
درمل د سوری تړلو لپاره نه دي، مګر د زړه فشار او د سږو د مایعاتو کمولو لپاره ورکول کېږي. لکه:د ادرار د زیاتولو درمل (Diuretics)،د زړه د فعالیت د تنظیم درمل
۳. جراحي یا د بندولو پروسیجر:که سوری غټ وي او د ماشوم په وده او روغتیا اغیز وکړي، نو لاندې لارې کارول کېږي:
د کټټر بندول (Catheter Closure)
په پښو کې له یو نري پایپ څخه وسیله د زړه سوری ته استول کېږي او هغه تړل کېږي.
دا طریقه د ASD او PDA لپاره ډېره کارول کېږي.
جراحي عملیات (Open-heart Surgery)
د ډېر لویو یا سختو سوري د بندولو لپاره کارول کېږي. ډاکټران د زړه د دیوال سوری په ځانګړي ټوکر یا د ناروغ په خپل نسج بندوي.
روغ صحــت @topfans
مونږ درسره فالوکړي
#د ښه کېدو چانس څومره دی؟
ډیری ماشومان چې د زړه جراحي یا بندولو پروسیجر کوي په بشپړه توګه ښه کېږي او عادي ژوند ته دوام ورکوي.
کوچني سورۍ حتی پخپله هم د وخت په تېرېدو بندېږي.اما پر ماشوم باندې پاملرنه ضروري ده لکه:ډاکټر کتنه وخت نا وخت، معاینه کول،ماشوم ته د مناسبې غذا او ویټامین ورکول،د سړې هوا او انتاني ناروغیو څخه یې ساتنه،د ماشوم د وزن او د ساه د حالت څارنه،د سپورټ په اړه د ډاکټر مشوره اخیستل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.