د اقلیم بدلون – لمړۍبرخه 

لیکوال: انجنیر عبدالسمیع واحدي 

79

 د ډیرو کلونو په اوږدو کې د یو ځاي د آب هوا د وضیعت وسطي (منځني) کچي ته اقلیم ویل کیږي .  د آب و هوا د همدغه منځنی کچي د وضیعت بدلون اقلیمي بدلون بلل کیږي. او یا هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د تعریف له مخي د انساني مستقیم او غیرمستقیم فعالیتونو له امله د آب و هوا تغیر ته اقلیمی بدلون ویل کیږي.

د اقلیم چټک بدلون چې موږ یې اوس شاهدان یو د کورونو، فابریکو او ترانسپورت لپاره د تیلو، ګازو او ډبرو سکرو د بي حده کارولو له امله رامنځته شوی.

کله چې دغه فوسیل سونګ سوزیږي، دوی د شنو خونو ګازونه په عمده ډول کاربن ډاي اکساید خوشې کوي، د شنو خونو ګازونه  د لمر تودوخه جذبوي او په دي ډول ورسره  د ځمکې د تودوخې درجي باندي اغیز کوي. څومره چي  د ګازونو غلظت له خپل طبیعي حده زیاتیږي هماغومره د  ځمکې د ګرمایښت کچه  هم ورسره لوړیږي، چې دا د نوسان شته توازن ماتوي او د اوبو د دوران یا سایکل او د هوا د تودوخي د درجي د غیر منتظره بدلون لامل ګرځي. کر کیله، فولاد جوړونه، سيمټ جوړونه او د ځنګلونو له لاسه ورکول هغه اضافي سرچینې دي چي د ځمکي د اقلیم د بدلون سبب ګرځي.

وچکالي،  قطبي سمندر کي د کنګل یخچالونو اوبه کیدل چي ورسره  د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي، اوږدمهاله سخت سیلابونه او طوفانونه، بړبړوکۍ، طبیعي اورلګیدنه، د سیندونو وچیدل، ګرم او بې واورې ژمی، د اوړې بې وخته بارانونه چي ورسره خوراکي خوندیتوب د منځه ځي، د ساري ناروغیو زیاتیدنه، د پوستکي سرطان ناروغۍ زیاتیدل او خپریدل، او په سمندرونو کي د الجی او فنجیانو ډیریدل د اقلیمي بدولون بدي پایلي دي. خو د اقلیم بدلون د نړۍ په ټولو سیمو یو شان اثر نه لري؛ بلکې متفاوت دي. ځينې سیمې به د یو شمېر نورو په پرتله ډېرې ګرمې شي، په ځینو سیمو کې به اورښت ډېر شي او ځينې نورې به بیا له سختې وچکالۍ سره مخ شي.

د اقلیمي بدلون سره د مقابلي دپاره باید د ځمکي د تودوخي د درجي د راکمولو دپاره د ګل خانه‌يي ګازونود انتشار کمول او له اتموسفیر څخه یې د له منځه وړولو له لارې تر یو حده کنترولیدی شي، د دې چارې لپاره د حرارتي انرژي ( د ډبروسکاره، تیل) په ځاي د  لمر، اوبه  او باد د انرژی څخه د ګټي اخیستني موارد باید زیاد شي.

افغانستان کي د اقلیمي بدلون اغیزي:

که څه هم افغانستان د نړی د نورو هیوادونو په پرتله د ګلخانيی ګازاتو په تولید کي  ډير کم رول لري یعني یواځي 0.06 فیصده ګلخانيي ګازات تولیدوي خو د ضعیفه حکومتولي، د ظرفیتونو نشتون ، بودجي کموالی او په نړیواله ټولنه کي د انزوا له امله بیا هم افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي چې د اقلیم د بدلون په وجه تر ټولو ډېر زیانمنېدونکی دی. د دغه ناورین اغېز په ډېرو شویو وچکالیو کې جوت دی چې په ورستیو کي د ډیرو افغان وګړو د  کړاو سبب شوی.   2016 زدیز کال کي ملګرو ملتونو UNEP یو راپور خپور کړ چي له مخي ٍيي د افغانستان منځنۍ کلنۍ تودوخه، چې له 1960 څخه تر 2008 پورې د سانتي ګراد په کچه 0.6 درجې لوړه شوې ، تر دې په را وروسته موده کې په ځیروونکي او چټک ډول ˚C1.2  لوړه شوې. دغه بدلون د یخچالونو او واورو ویلې کیدل ګړندي کړي او د خونړيو سیلابونو د زیاتوالي، د یخچالي جهیلونو د ماتېدو لامل شوی دی.

تیرو دوو لسیزو کې د اقلیم د بدلون په پایله کې، د افغانستان 14٪ طبیعي یخچالونه ویلي شوي او د شلمې پیړۍ د پای په پرتله وچکالي دوه چنده شوې ده.

د افغانستان کلنۍ اوبه  په لویه کچه په غرونو کې د ژمي په اورښت  پوري تړاو لري  چې د واورو او یخچالونو په بڼه راټولیږي ، د اورښتونو  لږوالی د وچکالۍ  لامل ګرځي.

د  پسرلي او  اوړي په موسمونو کي د طبیعي یخچالونو، واورو او کنګلونو څخه ویلي شوې اوبه  چې د اوبو د طبیعي زیرمو کار ورکوي  خړوبېدونکې ځمکې، سیندونه او د بندونو زېرمې تغذیه کوي.

 د ځمکي  ګرمیدل او اقلیمی بدلون له کبله په سیندونو کې د بحراني جریان (سیلابي) ورځی ډیري  او د سیند د متوسط جریان ورځې کم  شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي  خو ورپسې دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوپ شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. دا بدلون د کروندو لپاره ویجاړوونکی دی، ځکه  د اوړي په موسم کي چې کروندې اوبو ته اړتیا لري د اوبو لږوالی یې ګواښي. سربیره پر دې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې لوړېدل له نباتاتو د اوبو تبخیر ډېروي چې له امله یې کښت ډېرې اوبَو ته اړټیا پیدا کوي.په کلني اورښتونو کي د کمښت له وجهی  د واورو او یخچالونو زیرمي په بیساري شکل د نابود کیدلو د خطر سره مخ دي  دا د دی سبب شوی چي د هیواد کرنه، څړځایونه او د څښاک اوبو ټولي سرچیني زیانمني شي د بېلګې په توګه، په ډېرو شمالي سیمو کې د للمي غنمو حاصلاتو کي د پام وړ کموالی راغلی. د هیواد د اوبو  ذخیروي او د برېښنا د تولید بندونه د معمول کچې څخه کم اوبه زیرمه کوي او ډېره کمه بریښنا تولیدوي. پلازمینه  کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په اعظمي ډول ټیټ شوی   او د څښاک د اوبو ډیر څاګاني وچ شوي،  د کابل، کندهار او یو شمیر نورو لویو ښارونو  خلک په ساعتونو ساعتونو ژورو څاګانو ته کتار ولاړ وي تر څو د څښاک اوبه ترلاسه کړي، چې اکثره دغه څاګاني د ددوي له  کورونو څخه لرې واټن کي موقیعت لري.

د 2020 کال د می میاشتي په آخره اوونۍ کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري په 2022 کال کې له 48 سلنې څخه په 2023 کال کې 60 سلنې ته لوړ شوی دی.

اوسني وضعیت ته په کتلو دغه شمیر په چټکی سره د لوړیدو په حال کي دی.

د ځمکي لاندي اوبو د سطحي په ټیټیدو سره د کابل ښآر یو زیات شمیر خلکو د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړي ددغو څاګانو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او د ځمکې لاندني قشر کي د خلا د رامنځته  کیدو  باعث ګرځي او دا پروسه په اوږد مهال کې په کابل او نورو لویو ښارونو کي د سختو زلزلو و واقع کیدلو خطرات زیاتوي. افغانستان شمالي، ختیځې سیمې او په ځانګړې توګه  پلازمینه کابل د هېواد زلزله خیزي سیمې بلل کېږي.

د اقلیم بدلون افغانستان کي ډېر سخت او ویجاړونکې وچکالیو ته شرایط برابر کړی.

د اورښتونو کموالی له یوي خوا او د اوبو د منابعو ناسم مدیریت او ددغه منابعو د استعمال په برخه کي   د خلکو غیر مسولانه چلند له بلي خوا د عامو افغانانو  ژوند د سترو چلنجونو سره مخ کړی او د راتلونکو نسلونو ژوند د ګواښ سره مخ دی……….

نوربیا………

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.