د اقلیم بدلون – لسمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

83

لسمه برخه

…. په تیر پسي 

 د اوبو لګولو د سیستمونو د انتخاب شرایط:

د اوبو لګولو هر سیستم خپل مثبت او منفي ټکي لري او  د اوبو لګولو سیستمونو کي په بشپړ ډول هیڅ غوره حالت شتون نلري، دا په بزګرانو پوري اړه لري چي د خپل هیواد او خپلي سیمي شرایط درک کړي او یو مناسب سیستم انتخاب کړي.څرنګه چې  دیو هیواد اقتصادي وضیعت، د سیمي فزیکي او اقلیمی شرایط او د بوټو او کروندو نموني  د بل هیواد سره ښکاره توپیر لري، په ډی ډول د اوبو لګولو سیسټم ممکن په یوه هیواد یا سیمه کې خورا مناسب وي ممکن په بل کې به هماغه سیستم مناسب نه وي.

د اوبو لګولو د طریقې د غوره کولو وخت کي د سیمي طبیعی شرایط لکه د خاوري نوعیت، د اوبو د زیرمو او سرچینو ظرفیت، اقلیمی شرایط، د ځمکي د سطحي میلان یا سلوپ، د فصل یا بوټو ډول، تکنالوژي ډول، بشري منابع ( فني او با تجریه بزګران)، د پانګوني مقدار، لازمه انرژي او د محصول ګټي او نور ټول سیمیز شرایط باید  په پام کي ونیول شي.

  1. طبیعی شرایط

الف- د خاورې ډول:

شګلنه خاوره د اوبو د ذخیره کولو ټیټ ظرفیت او د نفوذ لوړ قابلیت لري، له همدې امله شګلنو سیمو کي د اوبو لګولو دفعات زیات خو وخت يي کم په پام کي نیول کیږي ، یعني هغو سیمو کي چي د شګلنو موادو عمق کم وي فصل ته باید لږ وخت کي خو ژر ژر اوبه ورسول شي په دي حالت کي بیا د عصري یا مډرن لکه باراني یا قطره يي اوبو لګولو سیستم موثریت زیاد وي خو د  سیلابي یا سطحي اوبو لګولو طریقه ورته  مناسبه نه ده، په لوم یا خټین تورو خاورو کې د اوبو لګولو ټولې درې میتودونه کارول کیدی شي، مګر خټینو خاورو کي  د سطحې یا سیلابي اوبو لګولو طریقه  ځکه عام دي چی دې ډول خاورو کي د اوبو د نفوذ قابلیت کموي.

کله چې د اوبو لګولو یو سکیم د خاوري د مختلف ډولونو څخه متشکل وي په دي صورت کي ، د اوبو لګولو قطره يي سیستم ورته مناسب ځکه دی چي ټولو بوټو ته یا په ځمکه کي د کرل شوي فصل ټولو ساحو ته یو شان او مساوي اوبه رسول کیږي.

ب. د ساحي میلان:

په نا همواره او ډیر میلان لرونکو ځمکو کي د اوبو لګولو باراني یا قطره يي سیستم غوره او مناسب سیستم ځکه دي چي په دې سیستمونو کي د ځمکي لیول (هموار) کارۍ ته ډیره اړتیا نه وي، خو په دا ډول سیمو کي بیا د سطحي (سیلابي) اوبو لګولو سیستم څخه ګټه نشي اخیستل کیدي او مناسب نه دی.

ج. اقلیم:

وچ، نیمه وچ، او صحرايي سیمو کي چي د اوبو منابع لږ او اکثره وخت د وچکالیو د خطر سره مخاخ وي د قطره يی او اوبه شیندونکي یا باراني اوبو لګولو سیستمونه مناسب روشونه دي مګر دا هم باید په پام کی ونیول شي، کومي سیمي چي تیز بادونه لري د باراني اوبه لګولو سیستم ورته مناسب نه دي ځکه د تیزو بادونو په واسطه د سپرنکل د اوبو شیندنه یا سپري کول ګډوډ کیږي او فصل یا کښت متوازن وده نه کوي، تیز باد کولی شي د اوبو د سپری کولو ماشینونو څخه د اوبو سپری کول ګډوډ کړي. يه دي حالت کي بیا قطره يي یا  د سطحي اوبه لګولو طریقي څخه باید کار واخستل شي.

د. د اوبو د زیرمو او سرچینو ظرفیت او کیفیت:

کم او د لږو اوبو درلودونکي سیمو کي چي اوبه يي رڼي او پاکي وي د عصري یا مډرن اوبه لګولو سیستمونه ډیر موثریت لري ځکه چی دا سیستمونه د اوبو په سپما کي مهم رول لوبوي، مګر هغه اوبه چي معلق ذرات  یا خټ آلودګی لري یا هم مالګین مواد پکی وي قطره يی او باراني سیستمونو دپآره مناسبي نه دي ځکه چي دا مواد د امیترونو او سپرنکل خولي بندوي، په دي حالت کي بیا سطحي اوبو لګولو طریقه غوره ده. خو که چیرې اوبه منحل شوي مالګې ولري، د قطره يي  اوبه لګولو میتود مناسب دي، ځکه چې د سطحي میتود په پرتله په خاوره کي د اوبو ضایعات ډیر کم وي.

  1. فصل یا بوټو ډول:

سطحي اوبو لګولو سیستم د فصلونو نږدي ټولو ډولونو ته مناسب دی، د اوبو لګولو قطره يي او باراني سیستمونه د قیمتي او با ارزښته بوټو او فصلونو دپاره لکه سبزیجات او میوه جاتو دپاره مناسب دي  مګر د کم ارزښته بوټو دپاره په ندرت ځکه کارول کیږي چي د مډرن او عصري اوبو لګولو سیستمونو لګښتونه لوړ وي. د اوبو لګولو قطره يي سیستم د انفرادي نباتاتو لکه ګني یا قطار فصلونو دپاره لکه میوه داري وني دپاره توصیه کیږي.

هغه نباتات چي ډیري اوبو ته اړتیا لري او څنګ په څنګ  یو بل ته نږدي کرل کیږي  د اوبو لګولو قطره يی او باراني سیستم ورته مناسب نه دی او په دي دوو طریقو نه باید اوبه شي.

  1. تکنالوژي:

د ټیکنالوژۍ ډول د اوبو لګولو د طریقې په انتخاب کي مهم فکتور دی. په عمومي توګه او له  تخنیکي پلوه د اوبه لګولو ځیرک سیستمونه، د قطره يی او د سپری کولو اوبه لګولو سیستمونه ډیر پیچلي میتودونه دي. د تجهیزاتو لوړقیمتونه ، د سیستم څخه څاروساتنه یعني حفظ و مراقبت يي لوړ لګښت او فني پرسونل ته ضرورت لري، همدا ډول  د وسایطو د تهيي دپآره بهرنیو اسعارو ته اړتیا هغه څه دي  چي د عصري سیستمونو انتخاب يي سخت کړی.

د سطحي اوبو لګولو سیستم اسانتیا په دي کي دی چي مغلقه تکنالوژي ته اړتیا نلري خو په وچو سیمو کي بیا د اوبو ضایعات ډیر زیات وي مګر دا چي د اوبو د انتقال دپاره  له پایپونو څخه کار واخیستل شي.

  1. د انرژۍ لګښتونه

د انرژۍ د اړتیا له پلوه د ځینو سیسټمونو عملیاتي لګښتونه لوړ تمامیږي لکه د ټوپک (رین ګن) په طریقه کي چي د اوبو د شیندلو دپاره لوړ فشار ته اړتیا پیدا کیږي یا هغه ټوپکي چي قابل د انتقال وي، که چیري د لوړ فشار د ایجاد دپآره په یوه سیستم کي د انرژۍ لګښتونه لوړ شي په دا صورت کي بیا د کم فشاره سیستمونو څخه لکه د باراني اوبو لګولو یا قطره يي سیستم څخه کار اخیستل مناسب روش دی.

  1. بشري قوه او با تجربه، روزل شوي  بزګران:

د اوبو لګولو باراني او قطره یي سیستم په تناسب د سطحې او سیلابي اوبه لګولو طریقو کي  اکثرا د ساختماني عملیاتو او دسیستم د ساتنې لپاره زیات شمیر کارګر ته اړتیا لیدل کیږي،  هموارو سیمو کي چي د ځمکي لیول کاري ته ډیره اړتیا نه وي سطحي اوبه خور سیستم ښه وي خو هغه ناهمواره سیمو کي چي د ځمکي میلان ډیره وي بارانی یا قطره يی سیستم ځکه غوره دي چي د ځمکي هموارولو دپاره ډیر کارګر ته اړتیا له منځه وړي.

  1. لګښتونه او ښیګني:

د اوبو لګولو د سیستمونو تر انتخاب مخکی باید  مختلف سیستمونه په بیلابیلو واریانتونو کي د یو هکتار ځمکي دپآره مطالعه او وڅیړل شي د یو بزګر دپاره مناسب سیستم هغه دی د هماغه سیستم  لګښتونه  لږ او حاصلات يي زیات وي، همدا ډول په عمومي صورت د اوبو لګولو اقتصادي سیستم هغه دي چي د سیستم لګښتونه لږ او ښیګني ډیري وي چي وکولي شي د بزګر د خپلي خوښي مطابق حاصل راټول کړي.

په عمومي صورت د سطحي اوبه خور طریقه په نړی کي تر ټولو رایج او عام سیستم دی چي له ډیر پخوا وختونو تر ننه پوري عام کاربرد لري، په کومو سیمو کي چي د سطحي اوبو لګولو دپآره شرایط مناسب وي قطره يی او باراني سیستم ایجاد ته اړتیا نشته او نه باید وکارول شي ځکه د عصري سیستمونو د ایجاد دپآره ډیر منابع او زیاتو لګښتونو ته اړتیا وي او د تجهیزاتو د زړیدو او استهلاک چانس ډير زیاد دي.

د اوبو لګولو حوزوي طریقه (Basin Irrigation Method)، د سیلابي اوبو لګولو د جويي (خندق) طریقه (Furrow Irrigtion Method)، د اوبو لګولو د پل یا بارډر طریقه (Border Irriataion)  د سیلابي طریقي یا سطحي اوبه خور هغه طریقي دي چي د هر یوه د انتخاب دپاره باید د سیمي خاص شرایط په پام کي ونیول شي تر څو یوه بهتر او غوره سیستم وټاکل شي. د سطحي اوبه خور د طریقو د انتخاب دپاره باید لاندي شرایطو ته خاصه پاملرنه وشي.

  1. طبیعي شرایط لکه د ځمکي سلوپ، د خاوري ډول.

هغه ځمکه  چې  میلان يي تر  0.1٪  فیصده پوري یا تر دي کم وي، د حوزوې اوبو لګولو سیستم ورته ځکه غوره ده چی  د ځمکې هموارول پکي آسانه وي. که چیرې دځمکي یا د ساحي میلان یا سلوپ مساوی له یو 1٪ سره وي، دا حالت دا ایجابوي چي  ځمکه تراس بندي شي، تر څو اوبه لګول ورته آسانه شي.

د اوبه لګولو د جويی یا خندق کیندلو طریقه د هغو ساحو دپاره مناسبه ده چي  ځمکه يي همواره،  لنډ،  او نږدې افقي څنډي ولري  او په دا ډول ساحو کي د ساحي اعظمي میلان 0.5 نه تر 3 فیصده وي، همدارنګه زیم لرونکو  سیمو کي چي دتحت الارضي اوبو سطحه ډیره لوړه وي،  د ساحي نه  داوبو د ایستلو موضوع پکي مطرح وي او د ساحي میلان 0.05 فیصده وي د جويی یا خندق کیندلو طریقه پکی مناسب حالت او طرحه دی.

په شګلنه خاوره کې چی د ساحي میلان تر 2٪ پورې او په خټه خاوره کې چی میلان تر 5٪ پورې وي کولي شو چي د بارډیر یا پل په طریقه ساحه اوبه خور ته آماده کړو.

په غیر منظمو ځمکو کې چي منظم هندسي شکلونه او مناسب میلان نلري د سطحې اوبه لګولو د طریقو کارول ستونزمن وي ځکه چې د سطحي اوبه خور دپاره باید ځمکه تر ممکنه حده هموار او هم سطحه شي.

د خاورې ټول ډولونه، پرته له غټې شګې څخه چې د نفوذ پذیري کچه یې له 30 ملي میتر/ساعت څخه زیاته ده، د سطحې اوبه کولو لپاره  مناسبه طریقه ده.  خو که چیرې د نفوذ کچه له 30 ملي میتر/ساعت څخه لوړه وي، نو باید د باراني یا قطره يی اوبه لګولو طریقي څخه کار واخیستل شي.

  1. د بوټي او فصل ډول.

 داوبو لګولو حوزوي طریقه د هغو بوټو دپاره چي ډیرو اوبو ته اړتیا لري لکه وریجي  مناسبه طریقه ده، وریجې تل په ډنډونو کې کرل کیږي. ډیری نور فصلونه هم په ډنډونو کې کرل کیدی شي، د بیلګې په توګه جوار، ونې، او نور. هغه فصلونه چې د 12-24 ساعتونو څخه ډیر لنده خاوره نشي زغملی باید په ډنډونو کې ونه کرل شی او نه باید په حوزوي طریقه اوبه شي.

د جوارو، سبزیجاتو او ونو په څیر د قطار فصلونو د خړوبولو لپاره د جويی یا خندق د اوبو لګولو طریقه  غوره لاره ګڼل کیږي.

د سرحد یا بارډر اوبه ورکول په ځانګړي ډول د نږدې وده کونکو فصلونو لکه الفالفا لپاره مناسب دي، مګر د سرحد اوبه ورکول د قطار فصلونو او ونو لپاره هم کارول کیدی شي.

  1. د فصل دپآره  داوبو ژوروالي

د اوبو لګولو د مهالویش تر ټاکلو وروسته دا معلومول حتمي دی چې د اوبو لګولو په هره دفعه (نوبت) کې فصل څومره اوبو (په ملي متر کې) ته اړتیا لري،  اوبو لګولو د میتود په پآم کی نیولو سره، دا باید وڅیړل شي چې دا مقدار په حقیقت کې ورکول کیدی شي یا نه.

ساحوي تجربو ښودلې چې د اوبو لګولو په حوزوې طریقه کي د اوبو ضایعات او مصرف ډیر زیات وي چي حتا کوچنیو پروژو کی د اړتیا وړ اوبو ژوروالۍ له اویا نه تر څلویښت (70-40) ملی متره پوري وي، په بارډر میتود کي له شپیتو تر دیرشو او په خندق شکله اوبو لګولو کي دغه عمق د (50-20) ملي متره پوري وي خو په لویو کرنیزو پروژو کي دا مقدار تر دي هم لوړ وي.

په هره طریقه کي چي لږې اوبه مصرف شي او ضایعات پکي حد اقل ته ورسیږي هماغه طریقه مناسبه طریقه ده، د بیلګې په توګه په شګلنو خاورو او یو کم ریښو لرونکي فصل کې، د چړو یا جويی اوبه ورکول به خورا مناسب وي خو په ټولو هغو حالاتو کي چي ځمکه شګلنه وي او د نفوذ پذیری قابلیت يي له 30 ملی متر پر ساعت ډیر وي د سطحي اوبه لګولو یوه طریقه هم ورته مناسبه نه ده.

  1. تکنالوژی ته د لاسرسی شرایط:

د سطحې د اوبو لګولو په طریقو کي تر ټولو ساده او آسانه طریقه  د اوبو لګولو حوزوي طریقه ده . په ځانګړې توګه هغه وخت چي کوچني حوضونه د لاس یا څارویو د کشولو په واسطه جوړي شي. له بل لوري بیا د حوزوي طریقي د ساتني او څار عملیات هم آسانه وي او مغلق او پرمختللي تکنالوژۍ ته اړتیا نلري، که چیرې یو سیمه کي  د اوبو لګولو سنتي ډولونه د مختلفو عواملو له امله د منځه تللي وي یا نور کار آمد نه دي نو دي حالت کي د اوبو لګولو ترټولو ساده طریقه د حوزوي اوبولګولو طریقه دي چی باید  معرفي او تري کار واخیستل شي،  څومره چې حوزي کوچني وي، د دوی جوړولو عملیات او ساتنه يي اسانه وي، د حوزوي طریقي هغو فصلونو ته لکه د جوارو فصلونه چي ډیر وخت دقیقي درجه بندي ته اړتیا لري او باید د ماشنیونو په واسطه تر سره شي مناسبه نه ده دا ځکه چي ماشیني کر کیله د سونګ توکو، پرمختللو تجهیزات او اضافي لګښتونو ته اړتیا لري.

د اوبو لګولو د خندق یا چرو طریقه هم یوه اسانه طریقه ده چي ځمکه یا پټی د لاس په واسطه جوړ او ساتل کیدلي شي، خو د سطحي اوبه لګولو بارډر یا د پل طریقه بیا د لوړي کچي مهارت او پرمختللي ماشینري ته اړتیا لري چي اکثرا لویو پروژو کي د بارډر طریقي نه کار اخلي.

  1. د سیمي د بزګرانو تجارب یو مهم اړخ دی چي باید په پام کي ونیول شي.

په یوه سیمه کي د اوبو لګولو تر ټولو ښه اومناسبه طریقه هماغه ده چي له مخکي نه په سیمه کي تجربه شوي وي، او د بزګرانو ترمنځ رایج سیستم وي ځکه په دې حالت کي بزګران په پرله پسي کلونو کي له رایج سیستم څخه ډیر تجارب تر لاسه کړي وي مګر د سیستم په بدلولو سره بیا بزګران هر څه له سره پیل کوي چي دا خپله وخت او لګښت ته اړتیا لري، خو که چیرته په یو محل کي د اقلیمي شرایطو د بدلون له امله خلک دې ته اړ وي چي باید د اوبو لګولو سیستم تغیر کړي باید ټولي تخنیکي او محیطی شرایط په پام کی ونیول شي او د بزګرانو تیر تجاربو ته پوره پام وشي او سلا مشورو نه يي ګټه واخیستل شي.

  1. بشري د کار قوه:

د اوبو لګولو د سطحي سیستمونو د جوړولو او ساتنې لپاره اړین کارګران په پراخه کچه د ماشینونو د کارولو کچې پورې اړه لري، څومره چي سیستم ماشیني کیږي کارګر باندي تکیه کمیږي.

په عمومي توګه دا ویل کیدی شي چې د سیسټم چلولو لپاره، د حوزوي اوبو لګولو طریقه کي تر ټولو کم شمیر ماهر او غیر ماهر کارګر ته اړتیا وي. د خندق یا چړو  او بارډر اوبو لګولو سیسټمونو د عملیاتو لپاره ډیر فني کارګر ته اړتیا وي.

پورته ذکر شوي شرایطو ته پاملرنه مرسته کوي تر څو د اوبو لګولو د سیستم د انتخاب وخت کي یو مناسب سیستم انتخاب کړو تر څو د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، او د کم اوبو په مصرف سره زیات حاصلات راټول کړلی شو او په دې ډول د وچکالي په وړاندي لازمه مبارزه وشي.

… نور بیا

د اقلیم بدلون – نهمه برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.