په تیر پسي
د باران د اوبو راټولول
د باران د اوبو راټولول او کارول شاوخوا څلور زره کاله پخوانۍ تاریخ لري. د دښتو پخوانیو اوسېدونکو د باران اوبه د غرونو د سطحې په برابرولو سره راټولولې او د کرنې لپاره یې بل ځای ته لېږدولې. دا د تولنی د ټولو وګړو فردي او ټولنیزه دنده جوړیږي چې د وچکالي په مدیریت یا کنټرول کي په داسي ډول مثبت رول ولوبوي چي د وچکالۍ د زیانونو کچه حد اقل ته ورسیږي او د خلکو په ژوندانه يې منفي اغېزې ډیرې لږي وي.مخکي له دې چې په افغانستان کي د وچکالي په وجه رامنځته شوی بحران لا پیچلي او اعظمی حد ته ورسیږي او د خلکو جمعي مهاجرتونه، چې لا له مخکي نه پیل شوي، له کنتروله ووځي لازمه ده چي په خپله لاس په کار شو دا که د حکومت په کچه وي یا د ولس (ټولیزه) یا د مختصص او مسلکي کسانو او یا د عامو خلکو فردي هڅي وي باید ګړندي شي او یو ولسي سرتاسري مبارزه پیل شي.د و چکالۍ د زیانونو د کچي د کمولو یوه ښه ساده طریقه د باراني اوبو د رآټولولو یا جمع کولو طریقه ده. د باران د اوبو راټولول په ډیر ساده او ابتدايي وسایلو هم کیدلي شي او دا کار په اشر یا ګروپي شکل هم تر سره کېدای شي.کله چي د موسمي اورښتونو کچه لږ او اوقات يي نامنظم او ګډوډ وي د باران د اوبو راټولول یوه اړینه او ارزښتناکه موضوع ده ځکه دا د وچکالۍ د زیانونو د کچي په کمولو کي ډیر مهم رول لوبوي. په ټولیز ډول، د باران د اوبو راټولول په ځانګړې توګه د هغو سیمو او شرایطو لپاره مناسب دي چې د اوبو نورو سرچینو ته لاسرسی نه وي او یا د لاندې دلایلو له امله اقتصادي نه وي.
د اوبو د نورو سرچینو نشتوالی.
په هغه ځای کې د اوبو نشتوالی.
د اوبو د نورو سرچینو لرې والی.
اوبو په نورو سرچینو تر حده زیات لګښت راتلل.
د اوبو د منابعو مالګینتوب، په کوم سیمو کي چي د اوبو د مالګینتوب کچه دومره زیات وي چې د څارویو او انسانانو له خوا يې د مصرف ممکن نه وي، او د ځمکي د خړوبولو سره حتی د ځانګړو تخنیکونو په کارولو سره، د خاورې د لا زیات مالګین کیدو لامل شي.
د باران د اوبو د راټولولو په برخه کي لازمه ده چي تر هر څه دمخه د ساحې ځانګړتیاوې په پام کي ونیول شي، د ساحي د ځانکړتیاو په برخه کي لاندي ټکو ته توجه وشي.
- د سیمې اقلیمي ځانګړتیاوې لکه باد، د لمر وړانګې، د هوا د تودوخې درجه، کلنی اورښت، د باران د وریدو ټاکلي وختونه (موسمي ورښتونه)، او داسې نور.
- سیمه کي د خاورې نوعیت، په ځانګړې توګه خاوره کي د اوبو د نفوذ وړتیا، د هغې په سطحه د اوبو جریان، او د خاورې د تخریب ظرفیت.
- د ساحې توپوګرافي، په دې حالت کې، په ځانګړې توګه د ساحي میلان او د اوبو د جریان جهت یا لوری په پام کي نیول کیږي.
- د سیمې نباتي پوښښ، د باران اوبه د وچې ځمکې په سطحه په ډیره چټکۍ سره تیریږي یا د وچې ځمکې څخه په ډیر سرعت سره تیریږي. تر دي چي د 50 مربع کیلومتره مساحت سره په حوزه کې 10 ملی متره باران کولی شي د سیلاب لامل شي په همدي سبب د سیمي د نباتي پوښښ د ساحي پراختیا یوه مهمه موضوع ده چي باید په پام کي ونیول شي.
د باران د اوبو د راټولولو سیسټمونه په 3 عمده ډولونو ویشل شوي:
- د زراعتي محصولاتو د تولید لپاره د ځمکي د نم او رطوبت ساتنه، د اوبو او خاورې محافظت.
- د سطحي اوبو د جریان متمرکز کول، د کورنی اهلي او وحشي حیواناتو د څښاک او کر کیلي لپاره.
- د کورونو د بامونو او د سطحي اوبو راټولول او ذیرمه کول د کورنۍ مصرف او کرنې لپاره.
د باران د اوبو د راټولولو طریقې:
- د ځمکې د سطحې د شکل ورکولو یا د سطحي د بدلون او سمون میتود:
په دې میتود کې، ساختماني، کیمیاوي او مصنوعي مواد نه کارول کیږي، او یوازې هڅه کیږي چی د ځمکي د خاوري په معمولي ټپک کولو سره د ځمکي لاندي قشر ته د اوبو د فلتر او جذب مخنیوی وشي او په دي ترتیب د باران اوبه د ځمکي په سطحه جریان پیدا کړي، دا طریقه اکثره وخت د زارعتي ځمکو د خړوبولو دپاره کارول کیږي په دي طریقه کي د تحت الارضي اوبو تغذیه یا د ځمکي لاندي تل ته د اوبو تذریق په پام کي نه نیول کیږي بلکه هڅه دا وي چي د باران اوبه د ځمکي لاندي قشر ته فلتر نشي او د باران راټول شوي اوبه مستقیما فصل یا نبات ته ورسول شي.د ځمکي د سطحي د بدلولو په طریقه کي د آبګیر د ساحی پورتنی برخه یعني Upstream ټپک کوي او د ټپک په وخت کي ځمکي سطحي ته میلان ورکوي تر څو د فلتریشن مخه ونیول شي او اوبه د آبګیر د ساحي ښکتني برخي ته یعني مطلوبي زراعتي ځمکی خواته جریان پیدا کړي دا میتود اکثرآ په هغو سیمو کي ښه کارنده ده چي د اورښت یا باران مقدار او اندازه پکي کم مګر شدد د باران زیاد وي.
- د کوچني خندقونو (ډنډونو) د کیندلو طریقه:
د باران او واوري د اوبو د زخیره کولو لپاره د کوچنیو ډنډونو جوړول یا خندق کیندل یوه آسانه او ساده لاره ده، افغانستان غوندي یو هیواد کي چي خلک يی لوړ اقتصاد نلري او حکومت اړین خدمات نه ارایه کوي د کوچني ډنډنو جوړولو د لاري کیداي شي چي د باران اوبه راټول او د ضرورت په وخت کي تري ګټه واخیستل شي خلک باید د خپلو کورونو حویلی، ښوونځیو دفترونو صحن باید داسي جوړي کړي چي هیڅ اوبه بهر او لښتیو ته ونه بهیږي بلکي ځای پر ځای باید جذب شي، د کلي په سطحه د یو خندق کیندل او د ټول کلي اوبه به هلته را جمع کول کولي شي د تحت الارضي اوبو په تغذیه او ریچارج کي د پام وړ تاثیر ولري همدا ډول د هوا د رطوبت په ساتلو کي او د حیواناتو د څښاک دپاره تري کار اخستل کیدلي شي زمونږ په هیواد کي له پخوا زمانو دا عرف وو چي خلکو به د باران او واوري د اوبو د زخیره کېدو لپاره کندي کښلي او په هغه کي به یې اوبه او واوره راټولولي، اوس هم کولای شو چي له همدې لارو کار واخلو. د خندق او کندي د کیندلو یو ښه والي دا دی چي د خندق کیدلو دپاره پیشرفته وسایط او ساختمانی صنعتي موادو ته اړتیا نه لیدل کیږي بلکه د ساده وسایطو په واسطه لکه بیلچه، کلنګ، کراچي او زنبیل په واسطه هم خندق کیندلی شو.د عرضي مقطع له نظره خندق یا کندي په لاندي شکلونو جوړیدلي شي. V شکله ډنډ، کنتوري ډنډ، نیمه دایروی ډنډ، ذونذنقه یی ډوله کوچنی ډنډونه (کندي).
V شکله ډنډونه:
وي ډوله کندي د ساده سا ختمان لرونکی وی چی ابعاد یی 25-50 سانتی مترمربع په حدودوکی وی د پولو لوړوالی یی د ساحي په میلان پوری تړلی. د کندي ژور والی باید له 0.5 مترو پوري وي، V ډول ډنډونه هم د نیالګیو لپاره اوبه برابری وی او هم دخاوری د ویجاړتیا څخه هم مخنیوی کوی.په لویو دښتو کي دا ډول کوچنیو کندو جوړول ډیر موثر ثابت شوی دغه ډول کندي په صحرا او دښتو کي د ونو د ایښودو له لیاري د نباتي پوښښ د ایجاد دپاره ډیره کارنده طریقه ده په داسي ډول چي د هري کوچني کندي سره یوه ونه ایښودل کیږي اوس وخت کي د هندوستان په ډیرو سیمو کي دا چاره عامه شوي ده.
کنتوري ډنډونه (کندي):
کنټوري کوچنی ډنډ داډول ډنډونه ډیر ساده سا ختمان لری، دا ډول ډنډونه د (وی) ډوله ډنډونو په نسبت اقتصادی تمامیږی . د دی ډول ډنډوکو لپا ره لاندی ساحوي شرایط په پام کي نیول کیږي د ځمکي کر نیزه خاوره باید د ۱.۵-۲ متره ژوروالی په اندازه وی د سیمی میلان د ۵٪ څخه کم وی د ساحي توپوګرافی باید همواره وي، لوړوالی او جیګوالی ونه لری دا ډول ډندونه هغو سیمو کي چي د اورښت کلنی اند ازه د ۷۵۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی حفر یا کیندل کیږي.
نیمه دایروی کندي یا ډنډ:
دا ډول کوچني کندي د نیمه دایروی شکل لری . د خاوری د تخریب او هم د علوفه یی نباتاتو د تولید لپاره استعما لیږی .دایروي کندي په لاند ی شرایطو کی تطبیق وړ دی . کلنی اورښت یی با ید ۷۰۰-۲۰۰ ملی متره پوری وی. خا وره شوره زاره او ریګی نه وی . د سیمی میلان له ۵٪ څخه زیا ت ونه اوسي
ذوذنقه يي ډنډ:
ذوذنقه يي کوچني ډنډونه هم نیالګیو ته د اوبو ورکولو دپاره جوړیږي، د یوی ونی لپا ره ۱۵-۱۰ سانتی متره پوری ډنډوکی مناسب ګنل کیږی .ذوذنقه يي شکله کندو د پولو لوړوالی نظر میلان ته ۲۰-۴۰ سانتی متره پوری باید وی .د پولی دول باید ذونذنقی په شکل وی او لاندی برخه یی ۷۵ سانتی متر څخه کم نوی او هم باید وویل شی چی پولی له یوی بلی څخه ۲-۵ مترپوری واتن ولری. ذوذنقه يي شکله کندو کي د نیالګیو تر غټیدولو پوری د څارویو د خوراک دپآره د پولو ترمنځ د( الوفوی ) نبا تات وکرل شی.
- د باران د اوبو د میخانیکي کنټرول طریقه:
په ميخانيکى کنترول کى د تراسونوجوړول شامل دی د ډیر میلان لرونکو ساحو د سلوب کمولو او د ساحي د اوارولو ساختمانونه د تراس په نوم ياديږى، که د زیاد میلان (سلوب) لرونکو ځمکو چي د نباتي پوښښ نه خالي او تش غونډۍ (تپي) او غرونو کي وي د لوړو برخو روانې اوبه پريښودل شى چى لاندي هموار او کرنيزو ځمکو ته ولاړې شى په تدريجى ډول د روانو اوبو حجم او سرعت (چټکتيا) زياتيږى، پدى صورت کى نه يواځى د ځمکي فرسایشي برخه تخریبیږي بلکه د باران د اوبو سره د خاوري رسوبي ذرات هم انتقالیږي او روانى اوبه هم يو توږونکى او تخريبوونکى خاصيت (سیلابي حالت) پیدا کوي، ددى کار د مخنيوى لپاره د سلوب سره مخامخ يا د سلوب په مقابل کى د باراني اوبو د شدت د کمولو دپآره او هم د باران د جاري شوي روانو اوبو د راګر ځولو لپاره تراسونه (Terraces) جوړيږى. تراسونه یو مثبت ټکی دا دی چي د ساده او ابتداي وسایطو په واسطه هم تراس جوړوی شو، د تراسونو په جوړولو کي پرمختللي ساختماني موادو ته ډیره اړتیا نه محسوسیږي، د تراسونو جوړول زرګونه کاله قدامت لري او دمختلفو سیمو خلک د مختلفو مقاصدو دپاره په بیلابیلو شکلونو تراسونه جوړوي.
د تراسونو ډولونه:
تراسونه د مختلفو اهدافو دپآره په مختلفو شکلونو جوړیداي شي.
چینل تراسونه (Channel Terraces) : دغه تراسونه د قطعي په برخه کي د چینل یا کانال په ډول کیندل کیږي او په همدي خاطر د چینل تراسونو په نوم یادیږي.
درجه لرونکي(Graded Terraces) تراسونه: د میلان لرونکي ساحي کیندل شوي خاوره په ښکتني برخه کي اچول کیږي او یو اندازه سلوب یا میلان ورکول کیږي تر څو په دي ډول د اوبو شدد کنټرول او د تخریباتو مخنیوي وکړي دغه ډول ترواسونو ته درجه لرونکي تراسونه ویل کیږي، درجه لرونکي تراسونه اکثر ښارګوټي او رهایشي کورونو ته د ساحي د برابرولو دپاره هم جوړیږي..
جذبوونکي تراسونه (Absorption Terraces): جذبوونکي د کنتور په شکل جوړیږي او موخه يي د باران د اوبو نفوذ په خاوره کي دی تر څو اوبه جریان پیدا نکړي او ځاي په ځاي جذب شي.
بنج تراسونه (Bench Terraces): د تراسونو یو ډول چي د ډیر زیات میلان لرونکو ساحو کي جوړیږي د بنج تراسونو په نوم یادیږي د تراسونو دغه ډول اکثره د ساحي د میلان د کمولو په خاطر د زیني په شکل جوړیږي په فرسایش لرونکو ساحو کي چي د پشتي د خوئیدو امکان زیات وي د زیني دیوالونه د خښتو او لرګیو څخه جوړوي مګر که پشتي کلکی او سخت وي بیا د خښتو او لرګیو استعمال ته اړتیا نشته.
د باران د اوبو د راټولولو د مصنوعي تزریق میتود:
د ښاري ژوند په پراختیا سره د ځمکي لاندې اوبو تغذیه ځکه کمه شوې ده چي د ښاري فعالیتونو له کبله د باران د جذب دپاره خلاصې ساحې زیاتې کمې شوې دي. په همدي سبب د ځمکي لاندي د اوبو سطحه ډيره ټیټه تللي له بلي خوا د صنعتي فعالیتونو له کبله په زیاتو ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کیفیت هم خراب شوی دی او د زیاتره سیمو اوبه ملوث (ککړي) شوي، ځکه نو د اوبو رسولو په برخه کي د عرضې او تقاضا تر منځ یوه ستره تشه رامنځته شوی. دغو شرایطو ته په کتو زیاته اړتیا لیدل کیږي چي د کورونو او نورو عامه تاسیساتو د بامونو د باران اوبه راټولې او د ځمکې لاندې اوبو ذخیره ورباندې زیاته کړو په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کي د باران د اوبو د راټولولو دپاره اړینه ده چي د مصنوعي تزریق طریقه وکاروو په دي طریقه کي په لاندي شکل ساختمانونه جوړولي شو.
- د وړوکې څا (Pit) کیندل
د کورنو د تعمیر او کانکریتي یا آهن کانکریتي ساختمانو څخه په معینه لیري فاصله کي یوه وړوکي څاه اکثره دننه په صحن یا حویلی کي کیندل کیږي، د بامونو او پیاده رونو اوبه دغه څاه ته تویږي تغذیوي څاه ګاني په دایروي، مربعي او مستطیلي شکلونو جوړولي شو. د وړوکي تغذیوي څاه د دیزاین په وخت کي باید لاندي نقاط په پام کي ونیول شي.
- د ځمکې جیولوژي باید مطالعه شي
- څاه باید داسي ځآی کی وکیندل شي چي د ساحي جذب زیاد وي که په ساحه کي داسي مواد وي چي د اوبو دجذب مخه نیسي باید تعویض شي او ساحه تري پاک شي.
- C. د تغذيي اعظمي سرعت او د باران د شدت اندازه ټاکل:
د تغذیی مقدار د ساحي د مساحت په اساس ټاکل کیږي د څاه ابعاد یعني قطر او ژوروالي د تغذیي د اوبو په مقدار پوري مربوط کیږي.
- D. د صابون،. تشنابونو، له فابریکو نه راوتلي اوبه، او بدرفت (یعني د سیپتیک څاه ګاني) اوبه باید څاه ته تويي نشي په ټوله کي د بي کیفیته او ملوثي اوبه باید څاه ته تزریق نشي تر څو د ځمکی لاندي نوري پاکي اوبه ملوثي نکړي.
- E.په عمومي ډول د تغذیوي څاه قطر له 1-1.2 پوري، ژوروالۍ 2-3 مترو پوري په پام کي نیول کیږي خو لکه مخکي مو چي وویلي د څاه ابعاد (قطر، عمق او مساحت) د تغذیوي ساحي د باران د شدت پوري ارتباط لري د وړو تعمیرونو دپاره چي مساحت يي تر 200 متر مربع پوري وي دغه ذکر شوي ابعاد ښه د تطبیق وړ دی خو که ساحه زیاتیږي د څاه عمق هم باید ورسره زیاد شي.تغذیوي څاه باید تر نیم متره پوري د فلتر موادو (غټه دانه شګه، جغل، او وړو ډبرو) نه ډک شي تر څو رڼي اوبه ځمکي ته تزریق شي که ترسبي مواد د څاه بیخ ته رسوب وکړي پدي صورت کي باید څاه پاک شي.
- F.تغذیوي څاهباید د کانکریټي سرپوښونو په مرسته وپوښل شي تر څو څاه ته د انسانانو او نورو ژویو د لوېدو له خطره خوندي کړای شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.