د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې نښته

103

کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه وسلواله نښته شوې.

یوې سیمه ییزې سرچینې ای بي ان ته ویلي، چې دا نښته نن (پنجشنبه د تلې ۱۰) سهار مهال د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په دوکلام سیمه کې را منځته شوې.

سرچینه وايي، په سیمه کې لا هم په ځنډني ډول د دواړو لوریو ترمنځ ډزې روانې دي؛ خو تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو جزیات نه دي ترلاسه شوي.

تر دا مهاله د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د دغې نښتې د لامل په تړاو معلومات نه دي رسنیز شوي او نه هم کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو په دې تړاو رسنیو ته څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کونړ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلوالې نښتې شوې چې لامل یې د پاکستاني پوځیانو له لوري د امنیتي پوستو جوړول او د پاکستاني طالبانو تحریک غړیو په نښه کول ګڼل شوی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.