د اقلیم بدلون – یوولسمه او آخري برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

73

کانالونه (Canals ):

د اقلیم بدلون چي افغانستان کي خونړی وچکالي، بي  موسمه اورښت، نا څاپی او ورانونکو  سیلابونو ته لاره هواره کړي د خلکو په ژوندانه يي منفي تاثیرات پریښي د دغه ناوړه تاثیراتو د کچي د کمولو دپآره یوه لاره هم  د کانالونو کیندنه او پراختیا دی.

کانال عبارت دی د اوبو د مصنوعی مجرا څخه چې د کانکریټ، ډبرې یا خاورې څخه د اوبو لګولو، بریښنا تولید، یا د سمندري تګ راتګ موخو لپاره جوړه شوې وي.

په ټوله کي کانالونه په دوه ډولونو ویشل کیږي چي یو يی مصنوعي کانالونه دي او بل یي طبعي کانالونه، طبعي کانالونه د اوبو د جریان هغه مجراوي دي چي په طبعي ډول شتون لري او د مصنوعي کانالونو دپاره د اوبو مهم منابع دي لکه سیندونه او خوړونه (سیلبر)، مصنوعي کانالونه بیا د انسان د خوا د مختلفو موخو دپآره لکه د اوبو لګولو، د بریښنا د تولید، تغذيي، ترانسپورتیشن یا بیړی چلولو، د څښاک د اوبو رسولو، د  سیلاب او فاضلاب یا چټلو اوبو د لری کولو  د پاره د ډول ډول موادو څخه او په بیلابیلو سیمو کي د سیمي د شرایطو په پام کي نیولو په مصنوعي ډول جوړیږي.

د هدف یا مفهوم په لحاظ ( Based on Functions of Canal )  کانالونه په لاندي دولونو ویشل کیږي.

  1. د اوبو لګولو کانالونه (Irrigation Canal)
  2. د بریښنا استیشن ته  داوبو رسولو کانالونه (Power canal)
  3. تغذوي کانالونه (Feeder canal)
  4. حمل کوونکي کانالونه ((Carrier canal :
  5. ترانسپورتي کانالونه Transportation canal
  6. د اوبو رسولو کانالونه (Water supply canals)
  7. د فاضلاب یا چټلو اوبو د لري کولو کانالونه(Wastewater canals)
  8. صنعتی کانالونه (Industrial Canals)
  1. د اوبو لګولو کانالونه (Irrigation Canal):

هغه کانالونه چي د کرني وړ ځمکو ته نږدي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او زراعتي محصولاتو د ترلاسه کولو دپاره جوړیږي د اوبو لګولو کانال په نوم یادیږي.

  1. د بریښنا د تولید کانالونه (Power canal):

کوم کانالونه چي د هایدرولیکي بریښنا د تولید دپاره جوړ شوی وي د پاور کانال په نوم یادیږي.

  1. تغذوي کانالونه (Feeder canal):

هغه کانال چي د نورو کانالونو یا د کانالونو د شاخو د تغذیه کولو دپاره جوړ شوي وي  تغذیوي کانال بلل کیږي.تغذوی کانالونه د کبانو د روزني فارمونو کي د اوبو د حوضونو د تغذی دپاره هم جوړیږي.

  1. حمل کوونکي کانالونه ((Carrier canal :

هغه کانالونه چي هم نور کانالونه تغذیه کوي او هم د اوبو لګولو دپاره  کرنیزو ځمکو ته اوبه رسوي د حمل کوونکي کانال ګڼل کیږي.

  1. ترانسپورتي کانالونه (ُTransportationcanal:)

هغه کانالونه چي د لویو بار وړونکو  او یا مسافر وړونکو بیړیو د تګ راتګ (ترانسپورت) دپاره جوړ شوی وي د ترانسپورتي کانالونو په نوم یادیږي په دا ډول کانالونو کي د اوبو عمق ډیر زیاد وي او دا ځکه چي د لویو بیړیو شنا (اوبو کي حرکت) اسانه شي او د کانال د کف سره تماس پیدا نکړي.

 دترانسپورتي کانالونو د خدماتو برخه چي په عصري سیستمونو سمبال وي  د Navigation په نوم یادیږي ځکه خو ترانسپورتي کانالونو ته د نیفګیشن کانالونو نوم هم اخلي.

  1. د اوبو رسولو کانالونه (Water supply canals)

ښارونو یا کلیو ته د څښاک اوبو د رسولو دپاره د اوبو رسولو کانالونه جوړیږي چي اکثر وخت دغه کانالونه سرتړلي یا سربسته په شکل جوړیږي.

  1. د فاضلاب یا چټلو اوبو د لري کولو کانالونه(Wastewater canals)

هغه کانالونه چي د ساحو څخه د چټلو اوبو د ایستلو یا انتقال دپاره جوړیږي د فاضلآب کانال په نوم یادیږي.

  1. صنعتی کانالونه (Industrial Canals)

صنعتي کانالونه هغه مصنوعي کانالونه دي چې د ډبرو سکرو او توکو په څیر د درنو موادو لیږدولو لپاره جوړې شوي، کوم چې د صنعتي انقلاب پیل کي ډیر اړین وو. دا ډول کانالونه د داخلي صنعتي سیمو د نښلولو لپاره حیاتي رول درلود، مګر د ریل پټلۍ او ښه سړکونو له سیالۍ سره مخ وو، چې په پایله کې یې په ترانسپورت کې د دوی د رول کمښت راغی.

د اوبو د منابعو د سرچیني په اساس ( Based on the Nature of Supply Source ) کانالونه په دایمي او د سیلاب کانالونو باندی ویشل کیږي.

  1. دایمي کانالونه Permanent Canal

دایمي کانالونه هغو ته ویل کیږي چي د اوبو منبع یا سرچینه يي دایمي اوبه ولري او په کانال کي د کال څلور فصله یا 12 میاشتي اوبه جریان ولري د دایمي کانالونو کي د اوبو د منظم او عادلانه ویش دپاره بیلابیل هایدرولیکي ساختمانونه جوړیږي.

  1. سیلابی کانالونه (Inundation Canal):

سیلابی کانالونو سرچیني دایمی اوبه نلري او یواځی د سیلاب د راوتلو وخت کي پکي اوبه جریان پیدا کوي د سیلاب کانالونه په سیندونو کي د سیلاب د سطحي د ټیټولو دپآره جوړیږي تر څو د سیلاب په وخت کي تخریبات کم کړي.

د کانال په مقطع کي د جریان د سطحي د تغیر په اساس کانالونه په منشوري او غیر منشوري ویشل کیږي.

  1. منشوری کانالونه Prismatic Canals :

هغه کانالونه دي چي د کانال په ټول طول کي د کانال عرضی مقطع او طولي میلان ثابت وي او تغیر ونخوري.

  1. غیر منشوري کانالونه Non Prismatic Canals:

هغه کانالونه دي چي په طول د کانال کي د کانال عرضی مقطع او میلان متغیر وي او ثابت نه وي غیر منشوری کانال نومیږي.

د تیریدو د ساحي یا د مرز په اساس کانالونه په دري ډولونو ویشل کیږي.

  1. د نرمو ساحو کانالونه (alluvial Canal)
  2. سخت یا کلکي ساحي کانالونه (Non alluvial Canal)
  3. کلک او محافظت شوي ساحي کانالونه (Rigid Canal)
  4. د نرمو ساحو کانالونه (alluvial Canal): هغه کانالونه چي په نرمو، شګلنو یا ضعیفه میده خاورو کي کیندل کیږي چي پکي د کانال د پشتي (Bank)  خاوري د ښوئیدو (لغزش) زیات وي او ددغه لغزش په خاطر د کانال بستر او کف کي مواد ترسب کوي چي له امله يي د کانال د جریان په رژیم کي اخلال پیدا کیږي د نرمو ساحو یا الوویل کانال په نوم یادیږي.
  5. سخت یا کلکي ساحي کانالونه (Non alluvial Canal): هغه کانالونه چي داسي سیمو کي جوړیږي چي  د پشتي او بستر مواد يي د سختو موادو لکه تیږي، صخره (پرخه) یا کانکریت څخه جوړ وي او د خاوري د فرسایش یا ښوییدو امکانات ډیر کم وي د کلکو ساحو د کانالونو په نوم یادیږي.
  1. کلک او محافظت شوي ساحي کانالونه (Rigid Canal): کلک (ریګد) کانالونه د سختو کانالونو یو ډول دی خو توپیر يي ورسره دا دی چي سختو سیمو کانالونو ته د کانکریت، آهن کانکریت یا تیږو څځه محافظتی پوښ یا لایننګ ورکول کیږي.

د مالي لګښتونو او حاصل په اساس کانالونه په دوه ډوله دي.

  1. محافظتی کانالونه.
  2. تولیدي کانالونه.
  1. محافظتی کانالونه(Protective Canals )

هغه کانالونه چي وچکالي ځپلي سیمو د حفاظت دپآره جوړیږي تر څو د وچکالي تاثیرات کم کړي محافظتی کانالونه بلل کیږي. یا هم هغه کانالونه چي په دوي کي د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي دپآره اساسي ساختمانو په واسطه د اوبو د فلتریشن یا ضایع کیدلو مخنیوي کیږي محافظت شوي کانالونه نومیږي.

  1. تولیدي کانالونه (Productive Canal):

تولیدي کانالونه هغه دي چې خپل د ساتنې او څآر لګښتونه د خپلو عوایدو څخه پوره کوي  او همدارنګه د کانال په جوړولو کې شوې لومړنۍ پانګونه بیرته ترلاسه کوي. که چیرته کانال باندي شوي  لومړنۍ پانګونې هر کال کي ۶٪ بیرته ترلاسه شي کانال اقتصادي ګڼل کیږي.

د اوبو د جریان د مقدار په اساس کانالونه په اساسي کانال، فرعي کانال، د ویش اصلي کانال د ویش فرعی  شاخي کانال او د اوبو رسولو ساحوي کانالونو باندي تقسیم بندي کیږي.

  1. اساسی کانالونه (Main Canal): هغه کانالونه چي د اوبو د سرچیني لکه سیند څخه مستقیمآ اوبه اخلي اساسي کانال ګڼل کیږي اساسی کانالونه د اوبو د ډیر دیسچارچ له امله ځمکه یا پټي نه اوبه کوي او یواځي د فرعي کانالونو اوبه تامینوي.
  2. فرعي کانالونه (Baranch Canal):  فرعي کانالونه د اساسي کانالونو څخه اوبه اخلي او اصلي شاخي ته يي انتقالوي، فرعي کانالونه هم د ځمکو په خړوبولو کي ډیر رول نه لوبوي. فرعي کانالونه تر 5 مترمکعب په ثانیه کي اوبو ظرفیت لري.
  3. د ویش اصلي کانال ( Major Distributary Canal): هغه کانالونه چي د فرعي کانالونو څخه یا ځیني وختونو کي د اساسي کانالونو څخه اوبه اخلي او فرعي شاخه یا ساحوي (فیلد کانال) ته يي رسوي د اصلي شاخي په نوم یادیږي دغه کانالونه له 5 څخه تر 0.25 مترمکعب په ثانیه کي د اوبو د جریان ظرفیت باید ولري.
  4. د ویش فرعي کانال (Minor Distributary Canal): له 0.25 متر مکعب پر ثانيی کم دیسچارچ درلودونکي څانګي کانالونه چي د ویش اصلي کانال څخه یا کله هم مستقیم د فرعي کانال څخه اوبه ساحوي جویچه یا چړي  ته انتقالوي د ویش د فرعي شاخي په نوم یادیږي.
  5. ساحوي جویچي ( Field Channels): ساحوي جویچي د بزګرانو په واسطه د چړي په شکل جوړیږي او له همدي ځایه بوټو ریښي مرطوب او د پټي خاوره مشبوع کيږي ساحوي جویچي د ویش د فرعي کانال یا کله هم مستقیمآ  د ویش د اصلي کانال د خروجي یا آخري برخي څخه اوبه اخلي.

د تیریدو د کرښي یا خط پر بنسټ ( Based of Canal Alignment)  کانالونه په دري ډولونو ویشل کیږي

  1. د غاړېیا څنډي کانال (Ridge canal)
  2. د کانتور کانال(Contour canal)
  3. د جانبي سلوپ (میلان)کانال (Side-slope canal)
  1. د غاړې کانال(Ridge Canal)

یو کانال چې د یوې سیمې د غرونو د څوکو یا د اوبو وېش د کرښې سره سم جوړ شوی وي، ورته د غاړې کانال یا د څنډی کانال ویل کېږي.  لکه څنګه چي دا ډول کانالونه د سیمې په لوړترینه نقطه کې تېرېږي، نو د کانال دواړو خواوو ته د پراخې سیمې خړوبول ممکن کیړي.

په دغه ډول کانال کې د طبیعي نالویو سره کوم تقاطع نه راځي، نو له همدې امله، د اوبو ایستلو یا ډرینج لپاره کوم ځانګړې سیستم ته ضرورت نشته.

  1. کانتور کانال(Contour Canal)

هغه کانال چې د سیمې له کانتور (برابر ارتفاع) کرښو سره تقریباً موازي تېرېږي، کانتور کانال بلل کېږي.

دا ډول کانالونه معمولا په غرنیو سیمو کې کیندل کېږي. ځکه چې دا د کانتور کرښې سره موازي دی، نو د کانال یوې خوا ته ځمکه لوړه وي، او یوازې د بلې خوا خړوبول ممکن کوي  کانتور کانال باید د طبیعي اوبو لارو څخه تېر شي، له همدې امله د عرضي ډرینج کارونه (cross drainage) پکې ضرور وي.

  1. د جانبيسلوپ کانال (Side-slope Canal)

دا ډول کانال د یوې غونډۍ یا غر د غاړې پر سلوپ یا میل لرونکې سطحه جوړېږي.       د جانبي میلان درلودونکي کانال نه د دره لاندې روان وي (لکه کانتور کانال) او نه هم د غره پر سر (لکه ریج کانال) بلکې د غر د یوې غاړې پر میلان یا سلوپ باندې روان وي،لکه څنګه چې دا کانال باید له طبعي اوبو لارو څخه تېر شي، نو د عرضي اوبو ایستلو جوړښتونه پکې ضرور وي. په غرنیو یا نیمه غرنیو سیمو کې چې نه ریج امکان لري او نه هم بشپړ کانتور، دا ډول کانالونه ګټور وي.

د کانال کیندلو ښیګني

د کانالونو کیندل ډيري ښیګڼی لري چي ځیني ښیګني په لاندي ډول دي:

 نظر للمي طریقي ته د کانالونو په واسطه د ځمکو خړوبول زراعتي محصولات زیاتوي او ځمکه د پام وړ حاصل ورکوي.

کولی شو د دایمي کانالونو څخه د څو موخو دپاره کار واخیستل شي لکه د ځمکو خړوبول، د ځښاک د اوبو برابرول، د بیړیو چلولو یا هم د کبانو روزل او یا هم د بریښنا د تولید دپاره.

د کانال سیسټمونه د سیلابونو مخنیوي کې مرسته کوي او په سیند کي د سیلاب تخریباتو کچه کموي.

کانالونه د خاره او وچو ځمکو په خړوبولو کې ډیر مهم رول لوبوي او مرسته کوي چي خاره ځمکي د کښت او کر وړ وګرځي.

د کانالونو اغیزمن سیسټمونه د ځمکې لاندې اوبو د سطحي د ټیټیدو مخه نیسي.

د اوبو لګولو یو اغیزمن سیسټم حتی په سیمه کې د باران د اندازې کې د ناڅاپي بدلون په وخت کې د فصلونو د اوبو اړتیاوې پوره کوي.

د  کانالونو د کیندلو منفي ټکي:

د اوبو سره د دوامداره تماس له امله، د حشراتو، مچیو او چینجيانو په نفوس کې ناڅاپي زیاتوالی رامنځته کیږي، او دا د اوبو څخه د رامینځته شوي ناروغیو لپاره لاره هواروي.

که چیرته کانالونه له داسي سیمو څخه تیر شي چي ځمکه يي مالګین یا القلي مرکبات لري د کانال د اوبو سره نوموړي مواد کرنیزو ځمکو ته انتقالیږي او دا کولي شي چي ځمکه د کر کیلي د قابلیت څخه وباسي او په یو شاړه ځمکه بدله شي .

 د کانال د سیستم څار او ساتني ته نه پاملرنه، کولی شي د کانال د اوبو ظرفیت کم شي، ځکه چې په دي حالت کي کانالونو کې رسوبات راټولیږي.

 د یو معیاری او اغزمین کانال د کنیدلو دپاره ډیره پانګه او زیاد وخت ته اړتیا ده.

د اقلیم بدلون – لسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.