د ط.الب.انو او پاکستان تر منځ وروستۍ جګړې د افغانستان دننه او له هېواد څخه بهر د ملي ګرایانو تر منځ یو څرګند فکري وېش رامنځته کړ. دواړو ډلو په ښکاره ډول د پاکستان برید وغنده، خو د غندنې طرز، ژبه او هدف یې له یو بله توپیر درلود.
الف ډلي له احتیاط، ملي محاسبې او د ولس د ګټو له زاویې خبره کوله، حال دا چي ب ډله د احساساتو، پاپولیستي شعارونو او لنډمهاله تبلیغاتي تودوخي تر اغېز لاندي راګرځېدلې وه.
ما دلته په دې پرتله-ایزه لیکنه کي دواړو لورو ته د (الف) او (ب) ډلي نومونه انتخاب کړي چي د لیکني په راتلونکو برخو کي به هر لوری په همدې نومونو پېژندل کیږي.
الف ډله، چې د ولسمشر غني، منظور پښتین، حامد کرزي او یو شمېر نورو ملي محورو څېرو یادونه هم پکښي کېدلی سي، د دې ”جګړې“ په اړه متوازن، ژور او منطقي – ملي دریځ غوره کړ. دوی د پاکستان برید د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف وباله، او څرګنده یې کړه چي دا عمل باید وغندل سي. خو په عین وخت کي یې دا هم روښانه کړه چي هغه کسان یا ډلي هم د غندني وړ دي، چي د دې حالت د رامنځته کېدو زمینه یې برابره کړه. یا په بله مانا، په عین حال کي یې دا حقیقت هم یاد کړ چي د دې وضعیت د رامنځته کېدو داخلي عوامل هم د غندني وړ دي.
د الف ډلي دا دریځ د یوه پراخ ملي تفکر استازیتوب کاوه، ځکه دا یوازي د یو طرف د غندني پر ځای، د ټول وضعیت د ارزوني هڅه وه. دوی د غندني پر مهال د ولس د اوږدمهاله ګټو او ملي روایت د خوندیتوب پام ساته.
ځینو د الف ډلي غړو دا دوهمه غندنه په څرګنده وکړه، خو یو شمېر نورو بیا د سیاسي حساسیتونو له امله دا اشاره یوازي د سکوت یا غیر مستقیمو څرګندونو له لاري وښوده.
دوی هڅه وکړه د ولس د احساساتو پر ځای د ملي منافعو له زاویې موضوع ته وګوري. پوهېدل که احساساتي او پاپلویستي دریځ خپل کړي، کوم لوری به له حالاتو څخه د اتلولۍ د جوړولو هڅه وکړي، او دا کار به د ملت د اصلي حقونو، ستونزو او حسابونو غږ کمزوری کړي. د دوی منطق دا و چي احساساتي او یو اړخیز دریځ د ملت پر ملي روایت او د خلکو پر اوږدمهاله حسابونو منفي اغېز کوي. له همدې امله یې د دواړو لورو غندنه ضروري بلله، څو نه یوازي د ملت د حسابونو روایت ژوندی پاتي سي، بلکي د ملي روایت توازن وساتل سي او په راتلونکي کي د حق او باطل ترمنځ د تفکیک کرښه روښانه پاتې سي.
خو د ب ډلي دریځ تر ډېره احساساتي او تبلیغاتي و. دغه ډلي سره له دې چي د پاکستان برید یې وغنده، خو ټول تمرکز یې یوازي پر پاکستان کړی و، او د بل لوري په اړه یې هېڅ نه ویل. دوی د پاکستان برید یوازي له ظاهري اړخه غندی، خو له فکري اړخه چوپ پاتې وه. او د هغو کسانو پر رول یې سترګي پټي کړي وې چي د دې وضعیت د دوام سبب ګرځېدلي. یا په بله مانا، دوی د خلکو پام یوازي د پاکستان بربنډو کړنو ته اړاوه، خو د هغو لاملونو په اړه یې چوپتیا غوره کړه چي دا وضعیت یې رامنځته کړی. دوی د ټولنیزو رسنیو په فضا کي د ملي یووالي تر شعار لاندي خلک هڅول، د مصنوعي AI انځورونو له لاري یې د تبلیغاتو تودوخه زیاته کړه، او هڅه یې کوله چي له احساساتي فضا څخه ځانونو ته مقبولیت ترلاسه کړي.
د ب ډلي منطق دا و چي اوسنی وخت د ماضي(تېر) د حساب وخت نه دی، بلکي باید ټول د پاکستان پر وړاندي ودرېږي. دا دریځ، که څه هم د ملي احساس له مخي ښایسته ښکاري، خو په عمل کي یې د خپل دریځ مشروعیت پیاوړی کړ.
د ب ډلي د تبلیغاتو مرکز د مجازي نړۍ احساساتي شور و. خو په حقیقت کي دوی پوهېده چي د ملت پراخ ملاتړ ورسره نه دی، اما د ټولنیزو رسنیو د لایکونو، مثبتو تبصرو او فالورزو له احساساتي اغېز سره یې خپلي ادعاوي مشروع ښودلې. دوی د خپل دریځ د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره، د منظور پښتین او ولسمشر غني د ویناوو او فکرونو حوالې ورکولې. خو په واقعیت کي دا یو ډول سیاسي انحراف و. ځکه نه د منظور او نه د ولسمشر غني په دریځونو کي له دوی سره فکري یا تحلیلي ورته والی موجود و. منظور، ولسمشر غني او نور ملي محوره اشخاص په دې پوهېدل چي که څوک د احساساتو له لاري ملت راپاروي، نو دا عمل د اوږد مهال لپاره د باثباته ملي یووالي او د ملت د سیاسي شعور پر زیان تمامېږي.
په عمومي توګه، د الف ډلي د ملي فکر، عقلاني چلند او اوږدمهاله محاسبې استازیتوب کاوه، حال دا چي د ب ډلي د احساساتي شعارونو، مجازي شور او لنډمهاله ځان ښودني سیاست تعقیبوه. الف ډله پر دې باور وه چي دواړه اړخونه د ملت د اوسني وضعیت مسؤل دي. خو ب ډلي هڅه کول یوازي پاکستان مسؤل وښيي. ب ډلي غوښتل سمدستي عاطفي غبرګونونه راوباسي او ځان د ملت د ریښتوني غږ استازي وښيي، حال دا چي په عمل کي یې یو ځانګړی دریځ تقویه کوی.
ب ډلي دا هم ویل، هغه خبره چي پاکستاني چارواکي یې کوي، باید افغانان یي بدرګه نه کړي. حتا که حقیقت هم ولري. مثلاً پاکستان هغه وخت په دوامداره توګه ادعا کول چي په افغانستان کي د ټي ټي پي ځیني غړي شتون لري. په داسي حال کي چي ددې موضوع تایید خپله د ط.الب.انو یو شمېر چارواکو هم وکړ. خو ب ډله پخپلي ځانځانۍ کي دلته حتا د ط.ال.بانو د رسمي خواخوږو او ملاتړو څخه هم یو قدم وړاندي ځي او دعوه کوي، د یادي ډلي هیڅ غړی په افغانستان کي شتون نه لري.
ب ډلي مسلسلاً نه یوازي پر الف ډله، بلکي پر رسنیو او خبریالانو هم لفظي بریدونه وکړل. دغه ډلي په لومړیو کي له یوې خوا غوښتنه کول چي خلک دې د دوی د دریځ ملاتړ وکړي او د پاکستان پر وړاندي یووالی وښيي، خو له بلي خوا یې بیا د رسنیو، خبریالانو او فعالانو خولې بندولې، او ښودل یې چي د پاکستان د بریدونو خبرونه دې نه خپرېږي. د دوی په باور باید داسي فضا حاکمه سي لکه هېڅ پېښه نه وي سوې. دا تضاد د دوی د فکري بې ثباتۍ څرګند نښه وه. که پیښي پټي سي، نو بیا د خلکو د راپارېدو دلیل له منځه ځي. خو ب ډلي دا تضاد او مغالطه قصداً ژوندۍ ساتل، ځکه د دوی هدف د منطق نه، بلکي د شور دوام و. خو الف ډلي د دوی په ځواب کي ویل د وطن درد د شور په زیاتېدو نه کمېږي، بلکي د فکر په روښانېدو ممکن دی.
ب ډله د یو شمېر احساساتي لایکونو، مثبتو تبصرو او واوا په شتون کي هم ځانونه یوازي احساسوي. ځکه خو هره ورځ د خپل دریځ د مشروعیت او ملي ښودلو هڅه کوي. دا ډله تر ډېره له تند خویو، ټاپه مارو او مستبد ډوله کسانو جوړه وه/ده. دوی باور لري چي که څوک د دوی په څېر فکر ونه کړي، نو هغه د پنجاب پلوی یا د وطن ضد دی. دا چلند نه یوازي د ملي فکر د تنوع پر ضد دی، بلکي د یو سالم سیاسي بحث دروازې تړي او د تعصب، شخصي عقدو او مجازي شهرت له فضا څخه راټوکېدلی دی.
د ب ډلې ځینې مخکښان په دې تورن دي چي د خلیلزاد د ”نارملایزېشن بانډ“ سره نږدې سوي، یا هڅه کوي ځانونه هلته د شمولیت لپاره وړ وښيي. له همدې امله، د دوی هڅي یوازي د ملت د ګټو لپاره نه، بلکي د شخصي اغراضو او د یاد بانډ د توجه راړولو لپاره ښکارېدې. دا ادعا لا د بشپړ اثبات په انتظار ده، خو د هغوی د دریځ نرمښت دا شک پیاوړی کوي.
یو بل څه چي د ب ډلي په اړه شکونه رامنځته کوي، هغه د ملي ارزښتونو او جمهوریت سره د دوی تقابل او ټکر رامنځته کول وه. د دوی مطرحو غړو ډېر ښکاره وویل، که اوس جمهوریت حاکم وای، پاکستان ته یې ځواب نه ورکاوه. په داسي حال کي چي د جمهوریت پر مهال په وار وار پاکستان ته د بریدونو قاطع او لازم ځواب ورکړل سوی. یوه خو پکښي دا هم وویل، که ډاکتر نجیب د پاکستان پر وړاندي د اتلولۍ ”ځان ښودنه“ کول او د ځانه یې اتل جوړوی، نو نور هم دا حق لري چي ځانونه په دې جګړه کي اتلان وښيي. مانا د ډاکتر نجیب او پاکستان ترمنځ تاریخي دښمني یې په دې دلیل ځان ښودنه وبلل، چي ولي خلک اوسني کشمکش ته د دوی له عینکو نه ګوري. دا یو لوېدلی حالت ته تګ دی.
د پایلي په توګه ویلی سو، د ط.ال.بانو او پاکستان جګړه یوازي د توپونو او بریدونو معرکه نه وه، بلکي د افغان ملي تفکر د راتلونکي ازموینه وه. الف ډلي داسي ښودل چي د ملي روایت د بقا، د منطق او د ملت د ویښتابه استازیتوب کوي. ب ډله بیا د لنډ مهاله احساساتي شور، شخصي تمایلاتو او مجازي شهرت د دوام په تلاش کي وه. دا وېش ښيي چي افغان ملي ګرایي نن د یوې فکري مرحلې پر درشل ولاړه ده. یا به د منطق او ملي شعور له لاري ژغورل کېږي، یا به د احساساتو او مجازي شور تر سیوري لاندي تحلیلېږي. یا په بله مانا د ملي ګرایۍ په ډګر کي د افغان ملي فکر د راتلونکي، د روایت د ژوندي پاتې کېدو او د ملت د هوښیار دریځ د بقا مسله مطرح ده.
ځیني وايي الف ډله د عقلاني او ملي محاسبې دریځ لري او ب ډله د احساساتي او تاکتیکي غبرګون لوری نیولی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.