د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل

48

د ماشومانو د خولې څخه د لاړو بهېدل (Drooling یا Sialorrhea)
د ماشومانو له خولې څخه د لاړو بهېدل یو عام حالت دی چې ډېری وخت اندېښنې ته اړتیا نه لري. دا حالت کله ناکله د طبیعي ودې برخه وي، خو ځینې وختونه د مختلفو ناروغیو له امله هم رامنځته کېږي.
#دلته یې مهم علتونه ذکر شوي دي:
1. د غاښونو راوتل:کله چې د ماشوم غاښونه راوتل پیل کړي، د ورۍ خارش پیدا کېږي. ماشوم هر څه خولې ته وړي او پرې خپلې ورۍ ټینګوي، چې له امله یې لاړې زیاتېږي او له خولې بهېږي.
2. د ستوني التهاب (Tonsilitis یا Pharyngitis):که ماشوم د ستوني درد یا التهاب ولري، د تیرولو توان نه لري او لاړې له خولې بهېږي.
3. د خولې زخمونه یا التهاب (Apthous ulcer):د خولې دننه زخمونه یا ورۍ التهاب هم د لاړو زیاتېدو سبب کېږي.
4. د کولمو چینجي:کله ناکله د ماشوم په بدن کې چینجي (worms) هم د لاړو زیاتوالي لامل ګرځي.
5. د خولې د عضلاتو کمزوري:که د خولې یا مخ عضلې کمزورې وي، ماشوم نشي کولای لاړې تیرې کړي
6. موسمي ناروغۍ:لکه زکام، نزله یا حساسیت هم د لاړو زیاتېدو لامل کېږي.
7. ځینې درمل:ځینې درمل هم د لاړو زیات بهېدو سبب ګرځي. نو په ډېری ماشومانو کې دا حالت کومه جدي ستونزه نه وي، او د عمر له زیاتېدو سره (اکثراً د ۱۵ میاشتو وروسته) پخپله ښه کېږي. خو که د لاړو بهېدل ډېر زیات وي، یا ورسره نورې نښې (تبه، د ستوني درد، زخمونه، یا د وزن کمېدل) موجود وي، نو د ډاکټر مشوره ضروري ده
یادونه:په ځینو سیمو (کورانیو)کې داسې یو رواج دی چه کله ماشوم د خولې څخه لاړې بهیږي نو د ماما ،یا د یو بل ماشوم باګه (نه پوهیږم تاسو څه ورته وایئ ) د ماشوم په خوله کې واهي ،ایا تاسو لدې خبر وئ ؟ معلومات په کمینټ کې ولیکئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.