آغلې عظمی ناهيد نامتو (مشهوره) ټولنيزه فعاله

ژباړه: سيد حسين پاچا

70

 

A person wearing a black head scarf and holding a microphone

AI-generated content may be incorrect.

 

آغلې عظمی ناهيد نامتو (مشهوره) ټولنيزه فعاله

آغلې ناهيد د ديوبند د مؤسس مولانا محمد قاسم نانوتويي (رح) د زوی له اړخه کړوسۍ ده

 

زموږ اميرالمؤمنونين او ترې راتاوه کړۍ يې د ټولنې د ننني عصر د غوښتنو او لومړيتوبونو په درانه خوب بېده دي؛ د استاذ کل (رح) کړوسۍ د وياړ کړووړو ته يې ګوره او زموږ ملا صاحب پخپل کور کې له خپل ولسه پټ او د نجونو (ښځينه) اړوندو اړمنو زده کړو او غوښتنو ته له ځوابه عاجز دی

 

 

د ښاغلي امير خان متقي او اړونده ډلې يې د لا پوهاوي په پار:

آغلې ناهيد د مولانا سالم قاسمي لور، د قاري محمد طيّب لمسۍ او د مولانا محمد قاسم نانوتويي (رح) کړوسۍ ده. د عينو مينې د هغه پټ ملا صاحب او هم په ارګ کې د هغه بوډا ملا لپاره دا يوه ديني – اخلاقي تشه او کمزورتيا بولم چې د مولانا محمد قاسم نانوتويي (رح) کړوسۍ په ملي او نړيواله کچه په خورا مهمو او ارښتمنو پوسټونو کې څومره ښه او مهم نقش لوبوي او څومره ښه فعاليتونه مخته وړي، خو زموږ ملا صاحب له رسنيو او خپل ولسه پټ او خپل ښځينه ځوان قشر ته هډو ځواب نه لري.

زه پر خپل محترم استاذ مولوي صاحب نور محمد ثاقب چې په ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ يمو ز کلونو کې زما او د مولوي صاحب عبدالکبير ګډ استاذ پاتې شوی دی او اوس هم ورته د استاذ په توګه درناوی لرم غږ کوم چې د خدای په پار استاذ صاحب محترم د ملا صاحب په غوږ کې دې نور د سبا اذان وکړه او له خپل درانه خوبه يې راوېښ کړه چې د نجونو د ښوونځيو، لوړو زده کړو او عصري زده کړو ته اجازه ورکړي چې دا د دوی مسلم او مشروع حق او ميراث دی. له تاسې نه دوی سوال نه کوي ځکه چې دا د دوی حق او ميراث دی او په ښه شان له لالچونو او پلمو پرته يې نور وروسپاره او ور يې کړه. زه پوهېږم چې ښاغلي متقي په هند کې د ښځينه ژورنالېستانو سره د هغوی د پوښتنو په ځواب کې د نجونو د زده کړو په تړاو درې پلمې د ((شرعي احکام، کلتوري مسايل او اخلاقي فساد)) يادې کړې، خو درې يې پټې کړې چې ټولې شپږ دي.

لومړی:

اسلامي ماحول (چاپيريال) برابر نه دی. دا ورته جوړوو او بيا زده کړو (تعليم) ته اجازه ورکوو.

دويم:

په يوه طرحه (پلان) باندې کار کوو که دغه طرحه (پلان) منظوره کړو، نو زده کړو (تعليم) ته اجازه ورکوو.

درېم:

زموږ کلتور اجازه نه ورکوي يعنې دا يې په کلتور ورواچوله هغه خلک چې په اطرافو کې اوسيږي  نه غواړي چې خپلې لوڼې مکتب ته وليږي.

څلورم:

د ښځو تعليم فحاشي راولي. مانا دا چې تعليم په دوی کې فحاشي رامينځته کوي او فحاشي پکې خپريږي.

پينځم:

ملا هبت الله يې نه مني. موږ ټول يې منو، خو ملا هبت الله يې نه مني.

ښاغلي يوسفزي پينځه يادې کړي دي، خو،

شپږم:

اوس يې نوې شپږمه پلمه دا ده که د هند له دارالعلوم ديوبند نه داسې يوه فتوی راوړل شي، نو موږ به تعليم ته اجازه ورکړو او ښوونځي به خلاص کړو. په دې کې هم د دوی چل دی، ځکه چې ديوبند داسې فتوی چا ته نه ورکوي.

همداسې د سترې محکمې د رئيس او قاضي القضات داسې ويل کيږي چې نوموړي پخپل يو کتاب کې چې د دوی مهمه تګلاره بيانوي ليکلي دي [والله أعلم بالصواب] :

عصري تعليم په مسلمانانو کې فحاشي راولي او مسلمانان چې له ترقۍ او اصلاحاتو نه ليرې شوي دي وجه يې دا عصري تعليم دی. تعليم بايد ټول ديني او اسلامي تعليم وي او عصري تعليم بايد بند شي.

خدای دې وکړي چې داسې نه وي.

***           ***           ***

زما استاذ ډاکټر محمد اکرم ندوي په اکسفورډ پوهنتون کې د روان کال د تېرې اکتوبر مياشتې پر ۲۵ مه، زموږ د افغانانو د ((هيلې غږ)) جرګه کې د يو پوهاند (عالم) د پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو اړوند زده کړو په تړاو يې ترې وکړه او هغه ورته په ځواب کې داسې وويل،

د دې مثال داسې دی، لکه يو څوک د خپل ځان يا د يو بل چا يولاس وتړي او يو يې خوشې پرېږدي، نو هغه به پر خپل يو لاس خپلې د ژوند چارې څنګه پر مخ يوسي/بوځي؟ نو ټولنه هم همداسې ده؛ که نجونې او مېرمنې له ټولنې محوه/حذف شي، نو ښکاره ده چې هغه ټولنه مخته نه ځي او شا ته پاته کيږي او دروند بار يې پر ټولنې پرېوځي او دا بيا تر کلونو کلونو پاتې کيږي او ژر په اسانه نه ډکيږي.

 

عظمی ناهيد

آغلې عظمی  ناهيد د دارالعلوم ديوبند د بنسټ اېښودونکو په کورنۍ کې زږېدلې، په اسلامي علومو کې يې ماسټري کړې او د عالمانو له يوې کورنۍ سره واده شوې، هغه پخپله هم له يوې عالمې څخه کمه نه ده چې د ښځو پورې اړوند مسألو باندې پوهيږي.

اسلامي بورډ د دې توان نه لري چې ښځو ته په جوماتونو کې د لمونځ کولو حق وغواړي. 

د ساجده بېګم لپاره د راني چيننما [تشينما] جايزه. 

د پرمختګ څرخونه. 

Muslim Board has Little to Offer Muslim Women Demanding Right to Pray in Mosques

Rani Chennamma Award for Sajida Begum

Wheels of Progress

همدارنګه د لاندې پوستونو سره سره چې هغه يې لري، اوس مهال هغه پر يوه پروژه کار کوي چې ډېری ځوان ذهنيتونه يې د ښځو د مهارتونو او فرصتونو سره د دوی د وړتيا ښودلو لپاره بوخت کړي دي.

د ښځو د پياوړتيا بنسټ اېښودونکې IIWA  مشره (رئيسه)،.  

د ملګرو ملتونو د نړيوال تنوع او يووالي مشره (رئيسه). 

د ترکيه القدس، د نړيوال ائتلاف سکرتره.  

د هندوستان د ټولو مسلمانانود  مشورتي مجلس د علماوو او نادولتي مؤسسو د يوې ځانګړې کميټې مرستياله.

د هندوستان د ټولو مسلمانانو د شخصي حقوقو د بورډ غړې.  

هغه بېلابېلې (مختلفې) جايزې هم ترلاسه کړي دي، لکه GES او انقلاب ورځپاڼه او د بېلابېلو ملي او نړيوالو غونډو (کنفرانسونو) ترتيب (تنظيم) او ګډون کرېډيټ لري. 

اوس مهال د هند په برصغير کې د القدس د نړيوال ائتلاف د *سکرټرې / منشي* رول لوبوي؛ هغه له ۱۹۷۷ ز کال راهيسې د يوې مېرمنې، مور، ټولنيزې فعالې، د بېلابېلو (مختلفو) مسلکي مرکزونو بنسټ اېښودونکې او لارښود په توګه د بېلابېلو (مختلفو) رولونو ترمينځ په برياليتوب سره مبارزه کوي. هغه کال چې هغې د ټولنې د خدمت کولو سفر پيل کړ، د هغې اصلي تمرکز د ښځو پياوړتيا وه. 

په رښتيا سره يو ښکلی شخصيت چې د ښځو اړوند ستونزو ژوره پوهه لري، هغه لاهم هره ورځ په ورته مينې يعنې شوق او ذوق او لېوالتيا سره تپ وتلاش (هڅه) کوي. 

(اوس مهال په ممبۍ کې اوسيږي، له هغې سره په ۰۹۹۸۷۰۲۶۴۳۶ اړيکه نيول کېدی شي). 

 https://islamicvoice.com/womans-voice/renowned-social-activist-uzma-naheed/

Renowned Social Activist Uzma Naheed

 

https://www.youtube.com/watch?v=CAFGjMTIA_4

An Inspiring Journey Of A Renowned Social Activist – Uzma Naheed | Women Empowerment | IIWA | Iqra

 

https://www.facebook.com/watch/?v=588586197219062

Guest Speaker Mrs. Uzma Naheed founder of Iqra international women’s alliance.

 

 

:د خواجه اصف او د عمر علي شېرزي په ځواب کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.