ولسمشر محمد اشرف غني يو خيرخواه انسان دی

سيد حسين پاچا

137

ولسمشر محمد اشرف غني يو خيرخواه انسان دی

يا الله، ته پخپلو کارونو ښه پوهېږې که د دې ملت پکې خير وي، نو ته اسانچاری او د زړونو واکمن يې – لارې چارې ورته اسانه او وطن ته يې بيرته په خيروعافيت سره راستون او نور مو له دې نړيوالې انزوا خلاص او د يو مشروع حکومت څښتنان کړې

په بېلابېلو پلمو مو د هېواد ځوان قشر په تېره بيا نجونې د زده کړو له مشروع حق څخه بې برخې شوې. زموږ نسل له زده کړو نه د بنديز ((ممنوع)) او د ځنډ ((تعطيل)) ترمينځ د شيخ هبت الله له لاسه په نامعلوم تعريف کې بې برخې شو

نوټ : ما خو په دواړو حرمينو کې ورته د زړه له تله دوعا وکړه. ترهغې چې امارت ملت ته مخه نه کړي او له ملت نه خپل مشروعيت وانخلي همدغه به يې حال وي. د پنجاب له ډېرو موخو يوه هم همدا وه چې طالبان يې په خامه لومه وتړل، افغانستان يې منزوي او امارت يې له کورني او بهرني مشروعيته خلاص کړ، خو په دې يې هم بسنه ونه کړه او د انزوا او د عدم مشروعيت سره سره يې ښوونه او روزنه هم ولوټله. که دوی رښتيني خپلواک وي، نو ولې د نجونو ښوونځي او لوړې زده کړې خلاصولی نه شي؟

ښاغلی شيخ هبت الله،

لکل فن رجال

حکومت يوازې پر ملا نه کيږي او نه ملا د هېواد ټول کارونه مخته وړی شي.

د دنيا واک واختيار دې چې خوښ دی، نو بيا ځان مه پټوه، ځکه چې دا دوه مخې لوبه خوند نه کوي.

معاش او پيسې دې چې خوښې دي، نو بيا دې نه تقوی او نه ورع پاتې کيږي او نه دا د شريعت باټې چې زه پر شريعت له چا سره معامله نه کوم. خير مياشتېنۍ ډالري کڅوړې د څه لپاره اخلې؟

جمهوريت ته ناروا، خو تا ته روا شوې، ولې؟

دين او دنيا يو د بل مخالف نه، بلکې يو د بل ملاتړي او تضمينونکي دي.

دا ستا په نوم يا کود چې پيسې وځې، نو دا څنګه توجيه کوې؟

شيخ صاحب،

دوه خبرې دي،

يا به له خدای وېره لرې او يا نه.

که يې لرې، نو بيا مجال دی چې د نجونو ښوونځي او لوړې زده کړې منعه او يا وځنډوې (تعطيل).

او که نه يې لرې، نو بيا د شريعت پرړې مه کوه چې زه پر شريعت له چا سره معامله نه کوم. معامله دې لا له هماغه وخته کړې چې د پردی ټوپک دې غاړې ته اچولی دی.

که په زغرده يې درته ووايم، پرړه د شريعت کوې، خو شريعت  دې د هغه دوو تنو تربورانو خبره شوه چې د خپلې محلې يو قاضي ته يو تربور د رشوت لپاره پګړۍ ورکړې وه او بل تربور يې چې خبر شو، نو هغه ورته په رشوت کې غوا وروړې وه، نو دعوه دنګله چې شروع شوه، نو هغه يو لومړی تربور يې قاضي صاحب ته مخامخ ناست وو او هر ځل يې وريادوله چې صاحب پګړۍ دې سمه کړه يا څه شوه، قاضي خو هم بلا وو چې له دې خو نه خلاصېږم، نو ورته يې وويل چې هغه خو غوا وخوړه، نو ته هم اوس همدا نخرې له نوي قشر په تېره بيا له نجونو سره کوې، مانا دا چې هر څوک د سر له پاسه سر لري، نو ختمي درباندې داسې يو څوک زورور شته چې د پوهاوي او علميت سره دې ځان ناګاره اچولی او هر څه دې د ځان پورې مربوط کړي دي.

نن خو له خلکو ورک او هم منکر يې او مياشتې دې لا څه ان چې کلونه دې واخېستل، خو ستاسې طرحه لا جوړه نه شوه. معلومه نه ده چې نور به څومره کلونه واخلي؟

هغه طالبي لنډۍ شوه چې،

ما ته دې دوه ورځې بانه (پلمه) کړې

مياشتې دې تېرې کړې کلونه دې شمېرمه

شيخ صاحب،

دلته په برتانيا کې له امنتي پوستې نه د پارلمان وکيل تېر شو، دلته قانون دی چې وکيل څوک پلټلی نه شي، نو سرتېرو ښه په درنښت پرېښووه.

په همدې وخت کې سپي پر غپلو (غپا) پيل وکړ او د موټر لور ته يې زورونه پيل کړل، موټر ته يې ځان ورسولو، مخ ته يې ودرېد او د تللو اجازه يې نه ورکوله.

پوليس مجبور شو چې تلاشي يې کړي. پولس چې موټر ته نژدې شول وکيل په غوسه شو، ورته يي وويل چې تاسې پرما باور نه کوئ؛ خو د سپي غپلو (غپا) ته ارزښت ورکوئ.

له اوږده جنجال وروسته موټر وپلټل شو، موټر کې په پراخه پېمانه نشه يي توکي پيدا شول.

د پوستې مشر وويل:

زه خپه پر دې شوم، چې هېواد ته سپی تر هغه چا ډېر ژمن وو، چا چې د وطن ساتنې لپاره سوګند کړی.

دی نه وزير پېژني، نه د پارلمان غړی، نه بل څوک، هغه يوازې دندې او وطن ته ژمنتيا پېژني.

څلور کاله دې د نجونو زده کړې په ناحقه او بېموجبه وځنډولې او تر دې کچې بېځوابه ياست چې هېڅ مدلل او قناعت بښونکی ځواب نه لرئ. کله يوه پلمه او کله بله پلمه او دې ولس ته مو دوکه ورکړه. دوکه يو نااخلاقي کړنه ده چې تاسې د دين پرېښتو سره له علميته ترسره کړه، نور دې ملت ته هېڅ نه لرئ چې قناعت ورکړئ.

شيخ صاحب،

د پاکستان يو اقتصادپوه ډاکټر احمد رياض چوهدري وايی،

له ولسمشر غني څخه د هغه د کاري ورځو په لومړيو کې وپوښتل شول، چې بهرنی سياست دې له کوم ځايه پيلوې؟ غني د افغانستان د شمال له ګاونډي هېوادونو له ډلې څخه د يو نوم واخېست، ټولو وخندل، اما ما سخت ټکان وخوړ، ځکه زه پوهېدم، چې غني څه ويل. له دې سره سره بيا هم پاکستان خپلو شومو کړنو ته ادامه ورکوله.

موږ يوازې دومره افغانستان ته حق ورکوو، چې ولمسشر غني لومړۍ پاکستان په خپله غېږه کې ونيوه، خو حال دا چې هندوستان له پاکستان څخه ورته لومړيتوب درلود، مګر پاکستان د غني په غېږ کې لکه کوچنی ماشوم خپلې لغتې ووهلې. غني هند ته د اقتصادي راکړو ورکړو لاس ورکړ او هندوستان يې تود هرکلی وکړ، خو له بدبخته، چې پاکستان بيا هم له فرصتونو پر ځای ګټه وا نه خېستلی شوه، د افغانستان پر وړاندې يې د تل په څېر له خپل عقديي چلند څخه کار واخېست او خپلې دروازې يې وتړلې، بالاخره داسې ورځ را ورسېده، چې ولسمشر غني برعکس د خپل ارام، خو څپانده سياست پر مټ د ټولو هېوادونو اقتصادي دروازې د پاکستان پر مخ ور وتړلې.

سمه ده يو څه کړنې مو ترسره کړې چې د درناوي وړ دي او درناوی يې کوم، خو دا چې نوی ځوان قشر په تېره بيا د هېواد لوڼې او نجونې مو له خپل مشروع حق څخه بې برخې کړي دا لويه تشه ده چې مو بيا رامينځته کړه. پينځه کاله مو مخ کې دا ملت هم له زده کړو بې برخې کړ. په عمل کې مو د هېواد له لوڼو او نجونو سره زياتی وکړ او هېڅ رحم مو ونه کړ، بلکې خپلې هغې زړې تګلارې ته مو ژمنه وښووله چې شيخ عبدالحکيم حقاني پخپله تګلاره کې ورته نغوته کړې چې د عصري زده کړو په تړاو يې کړې دي.

په پای کې بيا هم له الله تعالی څخه غواړم او هيله لرم که د ولسمشر محمد اشرف غني راتګ د هېواد په خير وي، نو الله تعالی دې ورته لارې اسانه کړي او د دې توفيق دې خدای ورکړي چې بيرته په خير سره راستون او د دې روان بحران په حل کې خپله ونډه ترسره کړي او دا هېواد نور له دې کړکېچه ووځي او يو منلی په کور دننه او بهر ملي مشروعيت ترلاسه کړي او پخپل ژوند په راتلونکې کې خپل هېواد له نورې نړيوالې ټولنې سره سيال شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

آغلې عظمی ناهيد نامتو (مشهوره) ټولنيزه فعاله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.