بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو،
د پاکستان وروستي هوایي تېري ته چې په دوو میاشتو کې دویم ځل تکرار او زموږ د بیګناه کوچنیانو، خویندو او وروڼو د شهېدېدو او ژوبلېدو سبب شو، د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه. په پکتیکا، خوست او کونړ کې د خپلو وروڼو او خویندو غم په ټول وجود احساسوم او ترڅنګ یې یم او دا ناروا تېری ټینګ غندم. پاکستان باید خپلې دغه لمسونې چې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده بې ځنډه ودروي.
این تجاوز، مانند واقعات مشابه گذشته احساسات تمام ملت ما را، صرف نظر از علایق شخصي و تعلقات خانوادگی افراد، عمیقاً جریحه دار ساخته است. ما بمثابه یک ملت درد مشترک داریم که بالاثر آن قهر ما در برابر متجاوز هم مشترک است.
پاکستانینگ هوا بمباردمانی عاقبتېده شرقی افغانستانده باله لرینگ شهید بولوشینی کوریب، منینگ دیلمگه ومیلیونلب باشقه افغانلارنینگ بی حساب غم – غصه تولدیردی.
دلته باید په ټینګار ووایم چې افغان ولس د ټولو آسماني احکامو او ځمکنیو قاعدو له مخې د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري. دغه دفاع په تاوده سنګر کې له درېدو، د بلې هرې معقولې او منلې وسیلې تر کارولو قانوني او مشروع ده.
کشور ما برای دهه های پیهم آماج جنگ اعلان نا شده از آن سوی خط دیورند بوده که من بارها از عاقبت ناگوار آن به همه در منطقه و جهان هشدار داده بودم. این جنگ اعلان ناشده از مردمان هر دو سوی خط قربانیهای سنگین گرفته که به بهانه مقابله با خشونت گروه های مخالف، مورد خشونت و تعدی توصیف نشدنی قرار گرفته اند. اما قدر مسلم اینست که مقابله با مخالفت ها و خشونت هایی که با انگیزه سیاسی انجام می شوند، با استفاده از وسایل غیر سیاسی و خشن امکان پذیر نیست و آنرا به یک زخم خبیثه مبدل میکند.
دلته دغه راز غواړم ټولې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته هم د هغوی په غمونو او دردونو تسلیت ووایم، ځکه داسې ورځ به نه وي چې هلته هم میندې بورې نه شي ، شازلمیان شهیدان نه شي او وحشت خپل غاښونه ښکاره نه کړي. د کرښې دواړو خواوو ته هماغه څه تطبیقیږي چې له ډېر پخوا نه، له ویشلو سره سره په دې ولسونو روان دي. زموږ دردونه یو دي، احساس مو یو دی. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم لکه د خپلو افغان وروڼو او خویندو د سوله ییز او پتمن ژوندانه تږي دي.
د پوځي بریدونو ترڅنګ اوس زموږ د هېواد په آدرس د پاکستان له خوا بیا په قهري وسیلو د سیاسي بدلونو د راوستلو اشارې هم رارسېږي. موږ د خپل هېواد په راتلونکي برخلیک کې د نورو هر ډول مستقیم او غیر مستقیم رول, لاسوهنه او ناروا بولو. افغانان باید پخپله دا فرصت او امکان ومومي چې د یوې لازمي اجماع له لارې د خپلې راتلونکې پرېکړه چې مشروعیت او ولسي مقبولیت، د ښځو او سړیو د حقونو او آزادیو تامین او له نړۍ سره مشروع تعامل ته لاره پرانیزي، پخپله وکړي. نور باید وپوهېږي چې افغانان که په نورو خبرو کې اختلاف لري، دلته یې نظرونه اتفاق ته نژدې سره ورته دي او همدا افغانان له غیر افغانانو بېلوي. زموږ ولس ته په دې حساس پړاو کې په کار ده چې ځانونه د یوه ملت په توګه پیاوړی کړي، نه دداسې افرادو په توګه چې واک ورته د وسیلې پرځای هدف ښکاره شي. زموږ ټوله هڅه باید اوس دا وي چې په هېڅ پلمه، د افغان په لاس د افغان وژنې او وینې تویېدنې ته بیا لار جوړه نه شي.
بلی، در اینجا اصل کلیدی، جلوگیری از احتمال خونریزی افغان توسط افغان در آینده است و این کار باید در صدر اولویت های ما قرار داشته باشد. نگرانی بنیادی من اینست که یک پروژه دیگر خونریزی افغانها که در پایان، خدا نخواسته، به تجزیه و فروپاشی افغانستان منتج شود، از طرف بعضی ها رویدست گرفته شده باشد. حال ما به یک انتخاب دشوار رسیده ایم که یا با همدلی او همدیگر پذیری خود را واقعاً به چهار راه آسیا مبدل می کنیم، یا متاسفانه بار دیگر میدان جنگ نیابتی دیگران می شویم.
زموږ د هېواد په چاپېر سیاسي غوغا او پر حاکمیت یې وسله وال تېری د ترهګرۍ خلاف مبارزې تر پردې او پلمې لاندې، ښایي تر یوه د ډېرو لوبغاړو له خوا طرحه شوي او ترسره کېږي او ډول ډول دلایل ورته تراشل کېږي. خو زما له نظره دا هرڅه د واقعیتونو د لیدلو پرځای په احساساتو درول شوي چې نه په کې د وضعیت تعریف او نه کارنده تګلاره شته. د ترهګرۍ مساله یو بحث دی چې هرومرو باید راپورته شي. هغې ته باید افغانستان، پاکستان او دغه راز زموږ ټوله شاوخوا سیمه په ګډه او اجماع یو نوی تعریف او چوکاټ ومومي او د هغه له مخې یې له مظاهرو سره چلند وشي. دا مسایل په موقتو موافقو او اوربندو نه حلېږي او اوسنی غوره شوی تګلوری د وخیمو عواقبو خواته ځي او ځکه په عاجل ډول بدلول غواړي. اوس په افغانستان او ټوله سیمه کې د یوې تلپاتې سولې د راوستلو او ټینګولو چې الهی نعمت دی، عاجله اړتیا تر هر بل وخت ډېره شوې ده.
ژوندی دې وي افغانستان
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان
زموږ پر ګران هیواد د پاکستان وروستیو تېریو په اړه د محمد اشرف غني پیغام
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.