د شل کلن جمهوریت ستره لاسته راوړنه د طالبانو بیاځلې واکمنېدل

عبدالواحد تابع

132
په دې ټول پوهېږي چې د جمهوریت واکمنو وخت او فرصتونه له لاسه ورکړل.دوی کې دا توانمندي شتون نه درلود تر څو واک په سالمه توګه وساتي او د سپارل شوي مسولیت تمثیل وکړي . دوی په هره برخه کې د خپلې حکومتولې او خپلو خلکو لپاره څه نه درلودل.
په پیل کی دوی ونه غوښتل چې خپل خلک،جغرافیه او د سیمې سیاست و ارزوي،مطالعه یې کړي او بیا ځان ورته سیخ کړي.دوی یواځې په دی فکر کې ول چې څنګه له بهرنیو سره د ځان د ساتنې لپاره اوږه ورکړي.
دوی کې دا توانمندي شتون نه درلود چې افغانستان په څه او کومه لاره ژغورلی شي.دوی فکر کاوه چې بهرنیان به تل د دوی تر شا ولاړ وي او د بهرنیو پرمټ به خپله حکومتولي مخ ته وړي.نن سبا په نړېواله کچه دا دود دی چې له بهرنیو او په پښو ولاړو هېوادونو څخه په څه ډول د خپلو خلکو د ساتنې لپاره ګټه پورته شي. نن که زورواکي هېوادونه خپلو ګټو پسې ګرځي نو د جغرافئ د مالکانو هم دا حق جوړېږي تر څو د دوی ګټو ته په کتو سره خپلې ګټې ورسره ونښلوي.داسې یوه میکانیزم ته لاره جوړه کړي چې هم خپل خلک وژغوري او هم د هېواد ګټې په کې ټکنې نشي.نن په نړئ کې داسې هېوادونه شته چې شمیر د وګړو یې دوه تر دزې میلیونه وګړي دي خو د خپل هیواد تعریف ته په کتو سره لوبه کوي.نن داسې هیوادونه شته چې د افغانستان په څېر وچه کې ښکیل دي او د بېلابېلو قومونو،ژبو ،ادیانو او مذاهېبو وګړي پکې د یوه بیرغ لاندې د ورورولې ژوند مخ ته وړي. چارواکي یې توانېدلي خپلو خلکو ته قناعت ورکړي او ورځنی سیاست ورته انځور کړی چې د پوچو افکارو ښکار نشي.افغان سیاسیون،مدني فعالان او خبریالان یواځې په دې کې دي چې څنګه دوی په واک کې وي.همدا درې برخې خلک دي چې غلط انځور خپلو خلکو ته وړاندې کوي.
دوی دي چې د ژبو، قوم، مذهب، سمت او تنظیمونو په نوم سره خلک خپلو کې وېشي.
دوی دي چې غلط انځور خلکو کې جوړوي او خپروي یې او دا به ډېره بې انصافي وي چې هره پړه پر بهرنیو ټپ کړو. د هر هېواد مشرتابه د خپلو ګټو لپاره پلانونه تر لاس لاندې لري او کوښښ یې همدا وي تر څو خپلو خلکو ته د هوسا ژوندانه چاپېریال برابر او خپل هېواد له ناخوالو وژغوري. دا زمونږ سیاسیون،مدني فعالان او خبریالان دي چې خپل ولس او خاورې ته ژمن نه دي.شل کاله مونږ طلایي وخت او شته فرصتونه قرباني کړل. چې چېرته خبریال وو خوله یې خلاصه نیولې وه او د خپل نظام ستنې یې نړولې. دوی تل د قوم، ژبې، مذهب، سمت او تنظیم په نوم د بیان د ازادی په نوم خلکو کې کرکه خپروله. مدني فعالان مو د څو روپیو په زور سره د زورواکو په چوپړ کې ول. سیاسیونو مو هڅه همدا وه چې واک خپلو کې سره وویشي. یادو ناخوالو خلکو کې کرکه د خلکو کورنئ دنده وګرزوله او خلکو کې واټن پیدا شو. ولس کې کرکه او واټن پیدا کېدل دوی ته د سرو زرو د کان په مانا وه. چې څومره خلکو کې کرکه ډېرېدله دوی پړسېدل . کله چې ماتئ سره مخ شول او بادارانو ته یې بې مانا شول او ټولو د تېښتې لاره غوره کړله. اوس یو ځل بیا همدا مکارانو نفس تازه کړ او د نفرتونو لړې ته پکه وهي.همدا خبریالان ول چې د جمهوریت په وخت کې یې د څو تنو زورورو په لمسون د حکومت اعتبار تر پوښتنۍ لاندۍ راوړ. همدوی ول چې د طالبانو اعتبار او باور یې ځواکمن کړ.دوی ول چې خپل هغه نظام چې د وینو په بیه تر لاسه شوی وو بدنام او له ورکۍ سره مخ کړ.د هرۍ ناخولۍ د دودولو او زیاتېدو اصلي لوبغاړي همدوی ول. نن یو ځل بیا په ډېره بې شرمۍ سره دا کرکجن ابزار بیا کاروي. دوی بیا فرصت پیدا کړی او د کرکو او کینو ډکۍ خپرونې جوړي چې یو ځل بیا خلک ووژل شي او یو د بل وینې تویې کړي.
هغوی چې د یوه هوسا، سیال او په پښو ولاړ افغانستان غوښتونکي دي لاس په کار د شي تر څو د دغو مکارو خولې بندې شي. د دوی مخ نیوی د افغانستان ژغورل دي.
خلک ستړي دي او نور جګړه نه غواړي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=178832

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.