زموږ پر ګران هیواد د پاکستان وروستیو تېریو په اړه د محمد اشرف غني پیغام

114
بسم الله الرحمن الرحیم
زموږ پر ګران هیواد د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس، لکه د تل غوندې د کلکو ملي احساساتو په ښودلو ځواب ووایه او د خپلو ملي ګټو د خوندیتابه ژمنه یې بیا تازه کړه.
دا یادونه ضروري ده چې د ملي ګټو او ملي اهدافو سم خوندي کول او پالل، د ملي وحدت، ملي بنسټونو او داسې یوه آزاد ملي بحث غوښتنه لري چې ښځې، سړي، ځوانان او د هر قشر او ټبر استازي په کې ښکېل وي.
ژوندي ملتونه بې ځنډه او پرله پسې په خپلو ملي ګټو او ملي اهدافو غور کوي، ځکه پوهېږي چې نه تلپاتې دوست لري او نه تلپاتې دښمن. نړیوالو تجربو ښودلې چې یوازې د خپلو ملي احساساتو سپېڅلتیا منل او د نورو احساساتو ته سپک کتل،غمجنې پایلې لري او د ملي اهدافو په ټاکلو کې دا یو مهم اصل دی.
رسیدن به اهداف ملی نیازمند صداقت به آنها و تدبیر در حصول آنهاست. روش خلفای راشدین این بود که در تصامیم از احساسات پيروی نمیکردند و موقف های منطقی دیگران را می پذیرفتند. نمونه بارزش خلیفه دوم اسلام حضرت عمر فاروق (رض) است که در یک مسئله، استدلال مبنی بر آیات قرآنی از سوی یک زن را، از آنچه او می پنداشت برتر و موجه تر دانست و در نتیجه پذیرفت.
کشور عزیز ما افغانستان در کمتر از ۲۲ سال آینده، ۳۰۰ سالگی تاسیس دولت معاصر خود و پاکستان ۱۰۰ سالگی ایجادش را تجلیل خواهد کرد. در این قرینه اکنون سوال اساسی اینست که در سال ۲۰۴۷ میلادي روابط بین افغانستان و پاکستان چه شکلی خواهد داشت؟ آیا ادامه رنج های نیم قرن گذشته را کماکان تجربه خواهیم کرد، یا با در نظر داشت نیازها و امکانات قرن ۲۱، راه مشترک همکاری را خواهیم یافت؟
د ډيورنډ کرښه تر پاکستان ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث ده. ما ددغه استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه برتانوي اسناد پراخ څېړلي چې په راتلونکو پودکاستونو کې یې وار په وار له خپل ولس سره شریکوم. خو سملاسي باید د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته درې ټکي روښانه وي:
لومړی – د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکي ژور دي او احساسات، غم، ښادۍ، ثبات، وده او سوله یې نه بېلېدونکي او سره پېیلې ده.
دویم- له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستانیو چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی. لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پتېږي، همداسې له دوی سره په دې بهیر کې زموږ د ځينو کړیو اړیکي هم د پټېدو نه دي.
درېیم – ډیورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي. دلته دا هم باید روښانه وي چې د دې غوټې پرانیستل د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ولسونو د آزادې جرګې له پرېکړې پرته ممکن نه دي.
تهدید به کشتار و ویرانی نشانه قدرت نه، بلکی نشانه نبود تدبیر است. افغانستان و پاکستان هر دو با مشکلات جدی مواجه اند و هیچ یک دیگری را به اجبار به عملی وادار کرده نمیتواند. نتایج هر گونه خشونت در قدم اول دامنگیر ساکنان دو طرف خط دیورند و بعداً‌ همه مردم خواهد شد. نتایج میراث استعمار و موقف های کوتاه مدت اکنون برای همه روشن است. پیروزی در آنست که از این تجارب تلخ عبرت گرفته شده و بنیاد صلح پایدار میان دو دولت مقتدر ایجاد گردد.
ما به حیث یک ملت بزرگ هیچوقت تصامیم بزرگ ملی را با چشم بسته و گوش ناشنوا نگرفته ایم. در مسایل مهم ملی همواره به عقل جمعی و اراده مردم رجوع شده و مشارکت مردم در چهارچوب جرگه ها تمثیل و تضمین شده است.
په دې کې شک نشته چې زموږ ولس اوس له ستونزو سره مخ دی – خلک کار غواړي؛ ځوانان د راتلونکي ښه ژوندانه لارې او امکانات لټوي؛ خو په تکرار وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده او ابدي به هم نه وي. افغانستان دومره پټ او ښکاره امکانات لري چې که د یوه مشروع نظام په چوکاټ کې، په تدبیر وکارول شي، په یوه هوسا، باثباته او پرمختللي هیواد بدلېدلای شي.
اوس د دې وخت را رسېدلی چې وپوهېږو کوم لوري ته روان یوو؟ په کوم ځای کې یوو؟ دا بېړۍ کوم ځای ته رسوو؟ او تر ټولو مهمه، آیا خپل منزل راته معلوم دی که لاره رانه ورکه ده؟
په ملي دولتي مسایلو کې قدرت وسیله ده، هدف نه دی. د قدرت موخه باید د ستونزو ډېرول نه، بلکې د ستونزو حلول، ولس ته خدمت او د عادل نظام راوستل وي. که په دې باندې نتیجې ته رسېږو، راتلونکې لاره روښانه کېږي او که نه رسېږو، د عواقبو مسئولت به یې د هغوی وي چې په دوو ګوتو د لمر پټولو هڅه کوي.
ژوندی دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.