یونیسف او یونسکو ویلي: “د زدهکړې پایلې لا هم د اندېښنې وړ ټیټې دي. له ۹۰ سلنه زیات لس کلن ماشومان یو ساده متن نهشي لوستلای، چې دا د نړۍ له سختو تعلیمي بحرانونو څخه یو څرګندوي.”
یونیسف او یونسکو په خپل ګډ راپور کې د افغانستان د زدهکړو وضعیت اندېښمنونکی بللی او ویلي یې دي چې له ۹۰ سلنه زیات لس کلن ماشومان نهشي کولای یو ساده متن ولوستلای، چې دا د نړۍ له تر ټولو جدي تعلیمي بحرانونو څخه یو ښيي.
په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې نظام له بېساري ننګونو سره مخ دی. سره له دې چې په تېرو دوو لسیزو کې د زدهکړو لاسرسی پراخ شوی، خو د طالبانو محدودوونکي تګلارې، د پانګې کمښت او پرلهپسې بشري کړکېچونه د پخوانیو لاستهراوړنو ډېره برخه له منځه وړې او نابرابري یې زیاته کړې ده.
راپور زیاتوي چې میلیونه ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، لا هم له زدهکړې بېبرخې دي، او د زدهکړې کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي. د ماشومتوب د زدهکړې لومړني پروګرامونه (ECCE) لا هم نهدي وده کړي، او له درې تر پنځه کلنۍ عمر لرونکو ماشومانو له یو سلنه هم کم یې په لومړنیو پروګرامونو کې شامل دي.
یونیسف ویلي، د دوی همکاران د لوبې پر بنسټ د زدهکړې نوې لارې ازمويي، خو د دغو ماډلونو د پراختیا لپاره د دوامداره بودجې او پالیسۍ اصلاح اړینه ده.
د راپور له مخې، د ماشومانو د ودي پروګرامونه (ECD) هم له مالي ستونزو سره مخ دي. د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو د څوساحوي سروې له مخې یوازې ۲۹ سلنه ماشومان د ودې له پلوه په سم مسیر کې دي.
د راپور له مخې، د لومړنیو ښوونځیو ثبتنام ودریدلی دی، او په ۲۰۲۴ کال کې د ابتدایي زدهکوونکو شمېر ۶.۷۷ میلیونو ته رسېدلی. هلکان د فقر او د کورنیو غوښتنو له امله له زدهکړو بېپرې کېږي، او نجونې د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، له دوو میلیونو زیات هلکان د منځني تعلیم په کچه شامل دي، خو نجونې له شپږم ټولګي وروسته د زدهکړې حق له لاسه ورکوي.
په راپور کې ویل شوي چې منځنۍ زدهکړه له دایمي مالي ستونزو، د مسلکي ښوونکو له کموالي او د ښوونځیو د زیربناوو له نشتوالي کړېږي. شاوخوا نیمايي ښوونځي خوندي ودانۍ نهلري، ۷۹ سلنه یې برېښنا نهلري، او ډېری یې له اوبو، فاضلاب او دیوالونو بېبرخې دي، چې نجونې له ښوونځیو ته تګ څخه منع کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.