د پاکستان زېږون؛ تصادف که د بریټانوي استعمار ستراتیژیک پلان؟ (۱۹۴۰–۱۹۴۷)
سريزه:
دا مقاله د بریتانوي ځینو محرمو اسنادو له لارې د پاکستان جوړېدو د شالید، ستراتیژیکو موخو، او سیمهییزو پایلو یو وړوکی معلوماتي انځور وړاندې کوي. په دې څېړنه کې د ۱۹۴۰–۱۹۴۷م، کالونو د بریتانوي هند د وېش پلانونه، قانوني پرېکړې، او محرم ارشیفي اسناد څېړل شوي دي.
د ۱۹۴۷م کال د اګست پر ۱۵مه د بریتانوي هند وېش او د پاکستان رامنځته کېدل د شلمې پېړۍ له مهمو جيوپوليټيکي تحولاتو څخه ګڼل کېږي. دا تحول يوازې د کانګرس او مسلم ليګ ترمنځ سياسي اختلاف نه و، بلکې د بریتانوي ستراتيژيکو، امنيتي، استعماري او جغرافيايي محاسباتو پايله هم وه.
لومړی څپرکی:
د پاکستان د جوړېدو سياسي او قانوني بنسټ:
لومړی: د 3 جون 1947 پلان، June 3 Planيا Mountbatten Plan د ماونټبیټن د وېش پلان:
د 1947م کال د جون پر 3مه د هند وایسرای Lord Louis Mountbatten « لورډ لوئس ماونټبیټن» د بریتانوي کابینې په اجازه د هند د وېش رسمي طرح اعلان کړه.
په دې پلان کې لاندې موارد شامل وو:
۱- د British India وېش په دوو Dominion دولتونو.
نوټ: Dominion « ډومینین » هغه نیمه خپلواک دولت ته ویل کېده چې د بریتانوي دولت تر تاج لاندې پاتې وي خو کورنی حاکميت ولري.
۲- پنجاب او بنګال به د خپلو مقننه شوراګانو له لارې د وېش پرېکړه کوي.
۳- په North West Frontier Province چې د هغه وخت رسمي انګليسي نوم و او نننۍ خېبر پښتونخوا بلل کېږي، ټولپوښتنه به ترسره کېږي.
۴- په بریتانوي بلوچستان (British Baluchistan) کې به د شاهي جرګې (Shahi Jirga) او ښاروالیو (municipalities) له لارې پرېکړه کېږي.
دغه اسناد په تفصيل سره د The Transfer of Power, Volume XII 1977 HMSO London کې راغلي دي، په ځانګړي ډول مخونه 240 څخه تر 310 پورې.
دويم: د هند د خپلواکۍ قانون 1947
د 1947م کال د جولای پر 18مه د بریتانیا پارلمان د د هند د خپلواکۍ قانون ۱۹۴۷ (Indian Independence Act 1947) تصويب کړ.
مهم مواد یې:
۱ــ د ۱۵ اګست ۱۹۴۷ څخه دوه نیمه خپلواک دولتونه (Dominions) رامنځته کېږي؛ هند او پاکستان.
۲ــ پاکستان ته لوېديځ پنجاب، سند، ختيځ بنګال، او بلوچستان انتقالېږي.
۳ــ د North West Frontier Province – NWF- اوسنۍ پښتونخوا؛ شمال لوېدیځو سیمو لپاره د ټولپوښتنې حق قانوني کېږي.
۴ــ د بریتانوي پارلمان واک او قانوني اختیار په نوي ډومینین دولتونو کې پای ته رسېږي.
دا په Hansard Parliamentary Debates July 1947 کې د قانون بحثونه ثبت دي. جلد 440 مخونه 2074–2105.
دا قانون ښيي چې وېش تصادفي نه و بلکې د بریتانوي دولت رسمي، استعماري او قصدي اقدام و.
دویم څپرکی:
بریتانوي ستراتيژيک او استعماري محاسبات:
لومړی: د متحد هند وېره
د بریتانيا ځينې چارواکو وېره لرله چې يو متحد، صنعتي او ځواکمن هند به وروسته د بریتانيا د نفوذ پر وړاندې ودرېږي.
د 20 اکتوبر 1947 تحليلي سند DO 121/69 کې راغلي:
«که څه هم هند او پاکستان به رسمي خپلواک شي؛ خو امکان لري چې هند د پاکستان کمزوري کېدو ته انتظار وباسي.»
دا ښيي چې لندن پاکستان د يو جلا جيوپوليټيکي واحد په توګه ارزښتناک ګاڼه.
دويم: د شوروي اتحاد پر وړاندې دفاعي کمربند:
د 1940مو کلونو په وروستيو کې د شوروي اتحاد د نفوذ اندېښنه موجوده وه.
د Foreign Office « د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت » په مراسلاتو کې افغانستان، ايران او شمال لوېديځ هند د دفاعي کمربند په توګه ياد شوي دي.
پاکستان د لاندې دليلونو له مخې مهم ګڼل کېده:
۱- عربي سمندرګي ته لاسرسی.
۲- د خليج او ايران د تېلو سيمو ته نږدې والی.
۳-د شوروي منځنۍ اسيا ته جغرافيایي نږدې والی.
درېيم څپرکی:
افغانستان او ډيورنډ کرښه:
لومړی: افغانستان د « لویې لوبې» Great Game په لړۍ کې:
په نولسمه پېړۍ کې Great Game هغه اصطلاح وه چې د روس او بریتانيا د رقابت لپاره کارېده.
ویل کېږي د 1893 کال د امیر عبدالرحمن خان اوSir Mortimer Durand « سر مورټیمر ډیورنډ » ترمنځ یواځې یو لنډمهاله تړون وشو.
بریتانوي اسناد دا د Sphere of Influence Line يا د نفوذ کرښه بولي، نه د نړۍوال سرحد په توګه.
Sphere of Influence Line « د نفوذ د ساحې کرښه » څه معنا لري؟
Sphere of Influence « د نفوذ د ساحې کرښه » په استعماري سیاست کې هغه سیمې ته ویل کېده چې یو ستر ځواک پکې مستقیم حاکم نه وي؛ خو سیاسي، نظامي یا اقتصادي نفوذ ولري.
نو؛ Sphere of Influence Line یعنې د نفوذ د ساحې کرښه
دا هغه کرښه ده چې دوه ځواکونه د خپل نفوذ د حدودو د مشخصولو لپاره ټاکي، نه دا چې لازماً یې د نړۍوال سرحد په معنا رسم کړي وي.
په نولسمه پېړۍ کې بریتانیا او روسیې ډېرې داسې کرښې وټاکلې چې هدف یې د نفوذ د ټکر مخنیوی و، نه د دائمي نړۍوال سرحد تثبیت.
دا کرښې د استعمار د پای ته له رسېدو سره سم له منځه لاړې او ټول افغانان او د افغانستان دولتونه په دې باور دي، چې دا کرښه د استعماري شرایطو له مخې راښکل شوې او اوس هیڅ د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.
India Office Records L PS 18 B153 کې دا مراسلات خوندي دي.
څلورم څپرکی:
بلوچستان او پښتونخوا North West Frontier Province ټولپوښتنه:
۱ـ ټولپوښتنه د ۱۹۴۷م کال د جولای په میاشت کې ترسره شوه.
۲- د پښتونستان غوښتنه پکې شامل نه وه.
۳- تفصيل یې په The Transfer of Power, Vol. XII, مخ ۵۰۰–۵۴۰ کې خوندي دی.
بلوچستان (British Baluchistan)
۱-د Chief Commissioner تر ادارې لاندې و.
نوټ: Chief Commissioner مهم کمېشنر: هغه لوړپوړی چارواکی چې د بریتانوي بلوچستان د مرکزي ادارې مسئول و او د سیمې د ادارې او قانون عملي کولو واک یې درلود.
۲- Shahi Jirga شاهي جرګې په ۲۹ جون ۱۹۴۷ د پاکستان ملاتړ اعلان کړ.
۳-د کلات الحاق وروسته، په ۱۹۴۸ کې ترسره شو.
پنځم څپرکی:
ايا بریتانيا په قصدي توګه پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ جوړ کړ؟
د رسمي اسنادو له مخې اصلي دليل سياسي بحران ګڼل شوي؛ خو په اصل کې ستراتيژيکه او استعماري محاسبه هم ورسره مل وه.
شمال لوېديځو برخو د بریتانوي پوځ لپاره حياتي ارزښت درلود.
همدارنګه د انګریزانو له لوري:
۱ــ کشمیر يوه لانجمنه سيمه پرېښودل شوه.
۲ــ ډيورنډ کرښې ته څېرمه د یوې ژبې، کورنۍ او یوې خاوري وګړي په دوه ټوټو ووېشل شول.
۳ــ پنجاب او بنګال هم پر قومي او مذهبي اساس ووېشل شول.
دا وېش د اوږدمهاله رقابت تخم وکرل چې ناوړه پایلې یې ورځ تر بلې پراخېږي.
پایلې:
د بریتانوي محرمو اسنادو پر بنسټ لاندې پایلې ترلاسه کېږي:
۱-د پاکستان رامنځته کېدل د یوه قصدي سياسي تصميم پايله وه.
۲- وېش يوازې مذهبي نه و بلکې ژور ستراتيژيک اړخ يې درلود.
۳- افغانستان او ډيورنډ کرښه د امنيتي کمربند برخه ګڼل کېده.
۴- بلوچستان او پښتونخوا د یوه شوم او ناوړه پلان له مخې پاکستان ته وسپارل شول.
۵- کشمیر لانجمن پرېښودل شو.
۶- دې وېشونو د اوږدمهاله رقابت بنسټ کېښود، چې تر ټولو ډېر زیان یې افغانستان ته ورسېد.
نو ويلای شو چې بریتانيا د خپل استعماري نفوذ د تداوم، د پخواني شوروي د مهار، د متحد هند کمزوري کولو، د پښتنو د یووالي له منځه وړو او د سيمهیيز توازن د ساتلو لپاره پاکستان رامنځته کړ.
مهمې سرچېنې:
۱ ـ د هند د خپلواکۍ قانون، ۱۹۴۷ (Indian Independence Act 1947) ۱۰ او ۱۱ جورج، شپږم، فصل ۳۰
د بریتانیا پارلمان، ۱۸ جولای ۱۹۴۷.
۲ ـ د بریتانیا د ولسي جرګې رسمي مباحث، (Hansard Parliamentary Debates) جلد ۴۴۰، جولای ۱۹۴۷
د بریتانیا پارلمان رسمي ثبت.
۳ ـ د واک د لېږد اسنادي ټولګه ۱۹۴۲–۱۹۴۷، (The Transfer of Power 1942–47) جلد ۱۲
سمونوال؛ نېکولاس منسرګ (Nicholas Mansergh). چاپ: HMSO لندن، ۱۹۷۷.
۴ ـ د بریتانیا ملي ارشیف سند: د هند او پاکستان راتلونکې اړیکې.
(The National Archives, DO 121/69, Analysis of Future Relations)
د بریتانیا ملي ارشیف، ۲۰ اکتوبر ۱۹۴۷.
۵ ـ د هند د چارو دفتر اسناد (India Office Records) بریتانوي کتابتون، د ارشیف کوډ L PS 18 B153
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.