د بشري احساس او ملي مسئوليت ترمنځ د لومړيتوب توپير

عبدالوحید وحيد

440

متأسفانه موږ افغانان ډېر ځله د نورو خلکو د تراژيدي پر وړاندې ژر، ژور او احساساتي غبرګون ښيو، خو د خپلو ژورو پرهرونو د درملنې لپاره مو په ټوليزه توګه منظم او ملي غږ نه دی تنظيم کړی. د فلسطينيانو، برما مسلمانانو، ايرانى ولس او د کشمير غمونه تل راسره مله وي خو دَ خپلو هېوادوالو په غمجن او بوږنوونکي ژوند باندې سترګې پټوو او په لاملونو يې په هېواد کې د ننه خپل سياسي سيالان پړه ګڼو.

زما موخه قطعاً د نورو خلکو د ستونځو په تړاو د احساس د کمښت معنا نه لري؛ برعکس، انسانيت  ايجابوي چې د هر جابر په وړاندې د هر مظلوم  ترڅنګ ودرېږو. د ايران د خلکو تراژيدي، چې د امریکا له هوايي او توغنديزو بريدونو سره مخ دي، بې‌شکه د اندېښنې وړ خبره ده. ملکي تلفات، ويجاړي او جګړه چې د عادي خلکو ژوند ګډوډوي په هر حال او هر ځاى کې جنايت دى. خو د سيمې د سياسي او نظامي واقعيتونو په رڼا کې دا هم بايد درک شي چې ايران له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا يو منظم دولت، پياوړى دفاعي جوړښت او ستراتيژيک ظرفيت لري؛ يعنې د مقاومت وسايل او د جګړې د مديريت امکانات ورسره شته.

شک نشته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د ايران او امریکا ترمنځ له روانې جګړې سره توپير لري. د پاکستان له لوري پر افغان خاوره پرله‌پسې هوايي بريدونه چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون په خورا لوړه کچه ملکي تلفات رامنځته شوي، په مادي او تخنیکي پرخه کې د يوې نسبتاً کمزوري ټولنې پر اوږو دروند بار اچولی دی.

د پاکستان ترينګلى امنیتي وضعیت په ټوليز ډول   په افغانستان کې له تيرو څو لسيزو راهيسې د دغه هیواد د ناکامو تګلارو څخه سرچینه اخلي، خو په افغانستان باندې هوايي بريدونه يې په نورو باندې د خپلو ګناهونو د پړې اچولو هڅه ده. د هر افغان لپاره د ملي حاکميت، د خاورې د حرمت او د ولس د امنيت موضوع تر هر څه د لومړيتوب حق لري. عام خلک چې نه سياسي تحليل کوي او نه ستراتيژيک بحث، د بمباري او بې‌ځايه کېدو مستقيم قربانيان دي. د هغوی لپاره جګړه نظريه نه، بلکې ورځنی واقعيت دی.

په پاکستان کې افغان کډوال له ذهني او فيزيکي فشار لاندي نيول بله تراژيدي ده. په دغه هېواد کې مېشت سلګونه زره افغانان د امنيتي فشارونو، جبري ايستلو او سپکاوي له ګواښ سره مخ دي. هغه کډوال چې د مختلفو لاملونو پربنسټ يې هلته ژوند کولو ته لومړيتوب ورکړ اوس د ګواښونو توهين او تحقير په فضا کې ژوند کوي او له نامعلوم برخليک سره مخ دي. دغه حالت يوازې بشري بحران نه، بلکې د سيمه‌ييز باور د نړېدو، د غلطو تګلارو زېږنده ده.

اوس پوښتنه دا ده: ايا موږ کولای شو  خپل کور ته شا کړو او د نورو په حال وير او ژړا وکړو؟ سمه ده چې وجدان دا اجازه نه راکوي چې د بل ملت درد له پامه وغورځوو، خو عقل او وطنپالنه دا حکم کوي چې لومړيتوب بايد خپل کور، خپل ولس او خپل ملي امنيت ته ورکړو. اوس د خپلمنځي اختلافاتو د راپورته کولو وخت نه ده. که زموږ په خاوره بريد کېږي، که زموږ خلک وژل کېږي او که زموږ کډوال سپکول کېږي، نو دا د ملي اجماع اړتیا په ګوته کوي او همدغه ملي اجماع يو بل ته د پړې متوجه کولو پرځاى بايد له ځان څخه پيل کړو.

زموږ ستونځه ښايي د تراژيديو په وړاندې د وير کولو او د ظلم په وړاندې د بريا لمانځلو په ترتيب کې وي. موږ د امت، عدالت او نړيوال وجدان خبرې کوو، خو کله چې خبره د خپل ملي حريم، د ملي امنيت او د ټولنيز مسئوليت شي، نو يا د مصلحتونو له مخې څوپتيا غوره ګڼو او يا د ملي تراژيدي پړه په نورو ډلو اچوو او ورته توجيهات لټوو. حال دا چې له خپلې خاورې څخه دفاع د ملي نواميسو په سر کې راځي او ملي ننګونې سياسي مخالفتونه نه پېژني. له هر حکومت سره اختلاف کېدای شي، خو د وطن حاکميت، د ولس وينه او هېوادوالو عزت بايد سره کرښې وي.

رسنۍ او سياسي څېرې بايد د روان وضعیت په هکله د تبليغاتي احساساتو پر ځای تحليلي مسير ته واوړي. جګړه که هر نوم ولري، د امنيت په پلمه وي يا د ستراتيژيکو محاسبو تر عنوان لاندې، هغه وخت خپل اخلاقي مشروعيت له لاسه ورکوي چې د ځواک ښودلو له ادرس څخه پيل او ملکي خلک يې قرباني شي. موږ بايد د ملکي تلفاتو، جبري بې‌ځايه کېدونکو او د کډوالو د حقوقو موضوع په مستندو معلوماتو، حقوقي استدلال او رغنده کاري ديپلوماسي په شکل مطرح کړو. دا غږ بايد نه يوازې د احساساتو له زاويې، بلکې د نړيوالو قوانينو او انساني معيارونو پر بنسټ اوچت شي.

نن افغانستان ته له هر څه زيات د متحد ولسي ذهنيت، ملي اجماع او سياسي بلوغ اړتيا ده. که موږ د خپلو پرهرونو درملنه ونه کړو، زموږ درد به يا د نورو د شعارونو تر سيوري لاندې پټ پاتې شي او يا به په لنډمهالو احساساتي څپو کې ورک شي. د نورو د ملاتړ غږ هغه وخت اغېزمن تمامېږي چې زموږ خپل ملي دريځ روښانه، پياوړى او پر اصولو ولاړ وي.

که موضوع رالنډه کړم نو باید ووایم چې د انسانيت او ملي مسئوليت ترمنځ تضاد نشته؛ توپير يوازې په لومړيتوبونو کې دی. موږ کولای شو د سيمې د هر ملت لپاره د سولې او ثبات دعا وکړو، خو دا دعا هغه وخت معنا پيدا کوي چې د خپل ولس د امنيت لپاره هم په هماغه جديت او دوام مبارزه وکړو. که خپل کور خوندي نه کړو، زموږ هره نړيواله ژړا به جعلي او يا هم د ملي مسئولیت په وړاندې د وطنپالنې په برخه کې د وجدان نيمګړتيا وګڼل شي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.