افغان ولس ته د ډاکټر محمد اشرف غني پیغام

28
ګرانو هېوادوالو،
هموطنان گرامی،
قدرلي وطنداشلر.
دادی زموږ هېواد د پرله پسې څوم ځل له پاره بیا د پاکستان تر هوایي بریدونو لاندې راغلی او په پکتیکا، پکتیا او کونړ کې زموږ بې ګناه خویندو، وروڼو او بچیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو اسکېرلو وطنوالو د هرې کورنۍ په درد او غم کې ځان شریک بولم او د هریوه ترڅنګ یم. ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او شهیدانو ته د الله تعالی له دربار نه د جنت غوښتنه کوم.
د پاکستان دا برید، لکه تېر هغه یوازې یوه امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، زموږ د ملي دریځ او زموږ د راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې یوه جدي ملي بلنه ده. ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي راوتلای شي چې له واقعیتونو سره په جرأت مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ځانونه وساتي.
مردم ما حق دارند بپرسند امنیتی که از آن به افتخار صحبت می شد کجاست؟ آیا نشانه ای از آن امیدی که وعده داده می شد، دیده می شود؟ چرا کشور از بحرانی به بحران دیگر فرو می رود و آیا راه حلی برای بیرون رفت ازین بحرانها به نظر می رسد؟ چرا نقض پیهم حاکمیت ملی کشور ما گویی هیچ ربطی به جهان نه دارد؟ و مهمتر از همه چرا عوامل این حالت و حقایق نهفته با ملت شریک نه می شود؟ منافع ملی در کجای این گیرودار ها قرار دارند؟ و آیا فیصله ها بر مبنای منافع ملی صورت می گیرند یا برای تامین بقای یک شبکه و یک حلقه محدود؟
یوازې همدا پنځه کاله مخکې افغانستان د نړۍ او سیمې د تعاملاتو په مرکز کې و، خو اوس داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی چې نه یې غږ څوک اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د پاکستان پرله پسې تېري داسې تېرېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري، ځکه چې هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي. دا انزوا زموږ حتمي برخلیک نه دی، بلکې د هغو انتخابونو او سیاستونو عملي نتیجه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې وشول او غوره شول.
په یاد مو ده چې ما به تل د پایدارې او باعزته سولې خبره کوله. هغه سوله ځکه اړینه وه چې افغانستان د همدې ورځو له تکرار څخه وژغوري. باعزته سوله یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې د داسې نظام او سیاست پیل و چې افغانستان له دې اوسنۍ انزوا، بې‌ثباتۍ او د پردیو له لاسوهنو او تېریو څخه خوندي کړي. نن باید له ځانه وپوښتو چې د دې فرصت د لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟ او د هغې پرېکړې بیه نن څوک پرې کوي؟ بې له شکه، دا بیه افغان ملت پرې کوي.
عشق به وطن تنها یک شعار نیست. وطن‌دوستی یعنی فدا شدن برای ملت، نه فدا کردن ملت برای حفظ یک حلقه یا یک شبکه. تاریخ بارها نشان داده است که هرگاه فاصله میان مردم و حاکمان بیشتر شده، کشور نیز آسیب‌پذیرتر شده است. غرور، انحصار و بی‌اعتنایی به صدای مردم، هیچ‌گاه امنیت و ثبات نیاورده است.
زموږ د وروستیو دوه سوه‌ کلونو تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې د ولس نبض ونه پېژندل شو، په ځانګړي ډول په وروستیو پنځوسو کلونو کې چې هېواد د نورو په نیابتي جګړو کې په بېساري فقر، ناروغۍ او نالوستۍ اخته شو او د ملت د بچیانو اساسي حقونه وځپل شول. نن ولس نور جګړه نه غواړي؛ ولس ژوند غواړي، رڼا غواړي، هیله غواړي، حل لاره غواړي او غواړي چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري.
اگر امروز با صداقت از خود نپرسیم که در این پنج سال زندگی مردم بهتر شده است یا دشوارتر، فردا پاسخ این پرسش را تاریخ خواهد نوشت. ما نباید بگذاریم افغانستان بیش از این در باتلاق انزوا، فقر و ناامنی فرو برود.
زما په باور، د حل اساسي لاره دا ده چې افغانستان خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، واضح او عملي ډول اعلان کړي او خپل بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. خو تر هغو چې هېواد په انزوا کې ساتل کېږي، تمه مه کوئ چې د افغان ملت فریاد به په سیمه او نړۍ کې څوک واوري. نن داسې شرایط رامنځته شوي چې هره ورځ زموږ پر خاوره بمونه غورځي، خو د نړۍ غبرګون کمزوری دی او د سیمې ډېری هېوادونه دغو پېښو ته داسې ګوري، لکه هېڅ چې نه وي شوي.
امروز بیش از هر زمان دیگر ضرورت است که این مسائل به یک گفتمان فراگیر ملی تبدیل شود؛ گفتمانی که در آن همهٔ افغان‌ها، فارغ از اختلافات سیاسی، قومی، زبانی و فکری، برای نجات کشور و تعیین مسیر آینده سهم داشته باشند. آیندهٔ افغانستان تنها با اتکا به ارادهٔ ملت، اجماع لازمی ملی و سیاستی مبتنی بر عزت، استقلال و منافع ملی ساخته خواهد شد.
زه چمتو یم چې ددغسې یوې افغاني لازمی ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم. زمان نه درېږي او هره شېبه نوره هغه پخوانۍ لحظه نه ده. دغه لور ته په ګام پورته کولو کې هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې پر هغوی راځي چې په سرټمبګۍ د ملت د ارادې مخ کې درېږي.
ژوندی دې وي افغانستان
یشه سین افغانستان
زنده باد افغانستان

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.