ذهني پوښتنه؟

شاه محمود میاخیل

97

که د افغانستان د سیاست نه پخواني خلقیان او پرچمیان، پخواني مجاهدین او د هغوي پورې تړلي جنګسالاران او ټوپکماران، پخواني جمهوریتیان، پخواني او اوسني طالبان او د دې ټولو دویم نسل پلویان حذف شي، نو افغانستان کې به سیاست څوک کوي او څومره کسان به د دغه حلقو نه بیرون پاتې شي چې په تیرو قضایاو کې دخیل نه وي؟

البته د دغه کسانو سره سربارې، فرهنګي او مدني فعالان، ملایان، ملکان، لیکوالان او شاعران هم شامل دي چې د هر دور لپاره یې لیکنې، شعرونه او مدني فعالیتونه او چکچې کړیدي.

ولې مې دا سوال مطرح کړ؟

دا ځکه پخواني خلقیان او پرچمیان او دویم نسل یې کوښښ کوي چې د مجاهدینو په ضد پخوانې عقدې اوس سړې کړي، مجاهدین او دویم نسل بقایا یې کوښښ کوي چې خلقیان او يرچمیان ملامته کړي، جمهوریتیان کوښښ کوي چې خپله پړه په مجاهدینو او پخوانیو خلقیانو او پرچمیانو واچوي، د اولې او دویمې دورې طالبان او بړیڅي یې بیا خپله ټوله ناکامي په پخواني جمهوریتیانو، مجاهدینو، ټوپکسالارانو، خلقیانو او پرچمیانو اچوي.

که د دغه ډلو ټول پلویان د افغانانو نه منفي کړې نو څه به پاتې شي که نه؟ ځواب هیڅ دی. نو په دې اساس هیڅ ملت د هیڅ په ملامتولو هیڅ شئ نشي کولې.

د علل او معلول د فلسفې په اساس، د یوې دورې یکه تازې، خرابو او ناقصو داخلي يالیسیو له امله بله ناقصه دوره رامنځته شویده. راځي په یو بل باندې د کینې سړولو په ځای د فکر او عقل نه کار واخلو او ومنو چې په ټولو دورو کې ستونځې وې او اوس هم شته خو د حل لارې څه دي چې افغانستان او افغانان د بحران نه ووځي؟ د ماضي نه خلک درس اخلي خو اکثره افغانان که د هرې  دورې ملاتړي دي او یا پلرونو یې د کومو دورو پورې تړاو درلود، اوس هم د هماغه ناکامو زړو دورو سبستې تکراروي او غواړي چې افغانان په ماضي کې و اوسیږي.

ملامت او سلامت د فیسبوک، ټیک ټاک یا سپیسونو په خبرو نشي معلومیدلې ځکه هر سړی خپله سبسته تکراروي. ملامت او سلامت یو مشروع او قانونمند نظام کې معلومیدلې شي او هغه شتون نه لري.

زما په اند بل هیڅ لار نشته چې تر څو افغانان یو بل ونه مني او د قانون په چوکاټ کې سوله ایز ژوند وکړي. د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه پخوا، نه اوس او نه په راتلونکې کې مثبته نتیجه ورکوي.

پنځوس کاله مو یو بل ملامت کړل، یو بل مو ووژل او یو بل مو سپک او توهین کړل او هم مو دنیا ته ځانونه سپک کړل، خو اوس هم د عقدمن ملت عقدې سړې شوې نه دي.

د حل لار یې یوه واقعي لویه جرګه دایریدل دي چې ټول ملت پکې ځان وګوري او د راتلونکې لپاره د حکومت تګلاره معلومه کړي.

په حقوقي لحاظ، که ملا هیبت الله مړ شي نو ځای ناستې به یې څنګه ټاکل کیږي؟ د ملت رول په حکومت او نظام کې به څه وي؟ تر څو به افغانان په دغه ماته کښتې کې ناست وي چې مشر یې نه ښکاري چې د افغانستان ماته کښتې یې کومې خواته روانه کړیده؟

یوه ډله ملایان یا د افغانانو یوه برخه چې په یویشتمه پیړۍ کې د پټ ملا پسې اقتدا کول د مسایلو حل ګڼي او یوه بله ډله یوازې د جنګسالارانو په ټوکریو کې خپلې هګې ږدي، یا فکر کوي چې پان کمونیزم او یا پان اسلامیزم به بیا راژوندی کیږ، دا د دغه کسانو هوښارتیا نه بلکې نا هوښیارتیا ثابتوي.

ولس هره ورځ د مرګ او ژوند د سختیو سره مخامخ دی، ولږه حاکمه ده، خو شمیر حاکم چارواکي او هم د هغوي مخالفین اکثره د خیال په ټالونو کې زانګي.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي.

شاعر، لیکوال او سیاسیون؛ – د دوی تر منځ د احساس، فکر او عقل تړاو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.