شاعر، لیکوال او سیاسیون؛ – د دوی تر منځ د احساس، فکر او عقل تړاو

شاه محمود میاخیل

69

شاعر، لیکوال او سیاسیون؛

د دوی تر منځ د احساس، فکر او عقل تړاو

د انسانانو خبرې، کړنې، لیکنې، شعر او سیاست د حس، فکر او عقل تابع دی. حس خام مواد د انسان فکر ته ورکوي. د انسان فکر بیا خام مواد تحلیلوي او د عقل په اساس، انسانان نهایي پریکړه او قضاوت کوي.

په همدې خاطر، د انسانانو او حیواناتو، عکس العملونه د حسونو په وړاندې د پنځو حسونو باصرې (لیدو)، شامعې (بوی)، سامعې (اوریدو)، لامسې (لمس کولو) او ذایقې (مزې څکولو) تابع دي. کله چې انسان په هره لحظه کې یو څه ګوري، اوري، بویوي، څکي او لمسوي، سمدستي یې په وړاندې مثبت یا منفي عکس العمل ښکاره کوي. لکه د غم په لیدو سره خفګان، د خوشالې په لیدو سره خوشالي، د درد سره درد، د ګرمې هوا سره ګرمي، د سړې هوا سره ساړه، د ښایست سره ښکلا، د بد بوی سره بد بویي، د ښه بوی سره خوږ بوی او داسې نور.

یعنې د  انسانانو حس د باد غوندې دی چې په هره لحظه کې مثبت یا منفي عکس العملونه د حسونو د تغیر په وړاندې ښايي. د روانپیژندنې د علم له اړخه د پنځو حسونو نه برسیره، تقریبا د لسو نه تر شلو پورې نور حسونه هم شته که انسان یې په مستقیمه توګه محسوس هم نه کړي،  خو شتون لري لکه د توازن، درد، تودخې، یخنی او نور حسونه. د بیلګې په توګه، یو کس په ګرمه خونه کې ناست دی او بیرون واورې وریږي نو دا مني چې یخني شته ولو که یخني حس کوي هم نه. دا جدا بحث دی. د پنځو حسونو په هکله ځکه زیات بحث کوو چې انسانان په هر لحظه کې دا حسونه زیات محسوسوي او په وړاندې یې عکس العملونه ښکاره کوي.

که څه هم د حس، فکر او عقل تر منځ تړاو شته، خو د فکر تغیر بیا د حس د تغیر په شان ژر ژر تغیر نه مومي. د انسان فکر د پوهې (عقل)، تجربې او د حالاتو او چاپیریال د ډیرو نورو اړخونو پورې تړلی دی.

پدیتوګه، کله چې د یو شاعر، لیکوال او یا سیاستوال په شعرونو، لیکنو او کړنو قضاوت کیږي، باید په نظر کې ولرو چې ایا د دوی احساس، عقل او فکر د ټولنې په خیر دی او که نه؟ احساس به ډیر ښه وي خو د فکر او عقل سره د نه تړاو په درلودلو سره احساساتي کسان د ګټې نه زیات تاوان ټولنې ته رسوي.

د پورته مقدمې په رڼا کې، شاعران، لیکوالان، سیاسیون او هر وګړی د یوې ټولنې نقد کیدلې شي چې د دوی د لیکنو، شعرونو او کړنو تر منځ تړاو د احساس، فکر او عقل په اساس شتون لري او که نه؟ ایا د دوی په شعر، لیکنو او سیاسي تګلارو کې ملي دریځ د ملي ګټو لپاره دی او که نه؟ یا دوی یوازې د خلکو احساسات راپاروي او د خلکو د احساساتو نه د ځآن په ګټه سؤ استفاده کوي؟ د فساد تعریف همدا دی چې د ځان په ګټه د قدرت نه سؤ استفاده کوي که هغه قدرت د قلم وي، که د ژبې،‌ که د لاس، که د چوکۍ او مقام وي او یا ایډیالوژي.

د اکثره شاعرانو شعرونه د احساس تابع وي. شاعر د وخت د حالاتو مطابق د ولس یا خپل احساس د شعر په ژبه تمثیلوي. شاعر د هغه څه تمثیل کوي څه چې په کومه لحظه یا وخت کې ګوري او یا حس کوي. د هوا د تغیر په شان، د شاعرانو په شعرونو کې د مفهوم، سیاسي تګلارې او د شاعر شخصي ژوند ته په کتو، ډیر متضاد یا ضد ونقیض شعرونه او ویناوې لیدل کیږي. اکثره شاعران د خپلو شعرونو په لنډ او اوږدمهاله اغیزو کار نه لري ځکه که په اوږدمهالو اغیزو یې کار درلودې، نو بیا د شاعر ناسته پاسته، سیاسي موقف او نورې کړنې محدودیږي او د یوې ایډیالوژې او تګلارې تابع کیږي. له همدې امله، اکثره شاعران د ازاد او انتقادي شعرونو د ویلو سبک لري.

ځینې شاعران بیا سیاسي تګلاره او موقف هم لري او هغوي خپل شعري خلاقت د خپل سیاسي تګلارې په حمایت کې استعمالوي. دلته د شاعر د شعر او تګلارې تر منځ جدا قضاوت تر سره کیږي. یو کس به ښه شاعر وي خو دا د دې معنی نه لري چې د هغه سیاسي ایډيالوژي،‌ تګلاره او دریځونه هم د نورو لپاره د تاید وړ دي.

د ازاد او انتقادي شعرونو شاعران د ستونځو لپاره احساس راپارولې شي، خو د مسایلو د حل لپاره لارې چارې نشي پیدا کولې.‌ که اجرایوي پوست ځینې نامتو شاعرانو، لیکوالانو او استادانو ته ورکړې، اکثره به په عملي ډګر کې ناکام وي ځکه د مسایلو حل یوازې د انسان د احساس او اخلاقي طرز تفکر پورې تړاو نه لري بلکې د عقل، فکر، مدیریت، امکاناتو او نورو عیني او ذهني چاپیریال او محدودیتونو پورې تړاو لري. ډیر داسې استاذان/لیکوالان/شاعران زه پیژنم چې همیشه زیاتې نیوکې کوي خو اجرایوي پوست نه خوښوي ځکه په مشورتي پوستونو کې مسوولیت نه وي او مشوره ورکول همیشه اسانه وي. دا ډله کسان ایډیالستان دي او ایډیاله ټولنه په نړۍ کې شتون نه لري.

پدیتوګه لکه څنګه چې د لیکوالانو او سیاسیونو لیکنې او کړنې د نقد وړ دي،‌ همداسې د شاعرانو شعرونه او احساس هم د نقد وړ دی ځکه د شاعر په شعرونو کې احساس زیاته برخه لري او احساس ثابت نه دی بلکې ډیر ژر بدلیږي.

زما په اند، هغه شاعران که ازاد شعر وایي او یا د فکري تړاو په اساس شعر د خپلو شخصي ګټو لپاره د وسیلې په توګه استعمالوي، که د هغوي شعرونه لکه د ځینو لیکوالانو او سیاسیونو غوندې د ټولنې د ملي ګټو په ضد روایتونه تقویه کوي او یا تقویه کړیدي او یا د غیر ملي افراطي حرکتونو غړي، یا حمایت کوونکي پاتې شوي، هغو شاعرانو ته مونږ هیڅکله ملي شاعران نشو ویلې. ملي شاعر هغه دی چې په خپل وخت کې یې د ملي دریځونو په درلودلو سره د ملي حرکتونو او ملي ګټو د حمایت په رڼا کې شعرونه ویلې وي.

له بده مرغه په افغانستان کې هم عام ولس د شاعرانو، هنرمندانو او احساساتي سیاسیونو او مشرانو احساساتو ته زیاتې چکچکې کوي علت یې دا دی چې اکثریت ولس هم د عقل او فکر په عوض زیات د احساساتو تابع دی او د ملي مسایلو په هکله د احساساتو په بنیاد مخالفت یا ملاتړ کوي.

د شاعرانو په پرتله، د لیکوالانو لیکنې د احساس تر څنګ زیات د فکر او عقل تابع دي. هر لیکوال جدا سبک، نظریه او تګلاره لري. د لیکوالانو لیکنې هم د نقد وړ دي.  هیڅ لیکوال نشي‌ کولې چې هره لیکنه د هرچا په میل او فکر سره برابره ولیکي. په همدې لیکنه باندې شاید ډیر کسان نقد وکړي او نقد د هر انسان حق دی. البته نقد او غیر مؤدبه او عقده یي الفاظو استعمال سره توپیر لري.

د سیاسي مبارزې لپاره د احساس تر څنګ، فکر او عقل، تجربه او ځینې نور منل شوي علمي او اخلاقي پرنسیپونه پکار دي. سیاسیون هم د شاعرانو نه یوه درجه ښکته، زیات د احساس او کم د عقل او فکر تابع وي. هغه سیاسیون چې زیات د خپل احساس تابع وي، هغوي ته په سیاسي اصطلاح، پپولیستي سیاسیون وایي چې د ولس د احساس نه سؤ استفاده کوي. د شاعرانو او لیکوالانو په پرتله، په سیاستوالو نقدونه زیات وي. خو په یو سیاستوال باندې نقد هم باید یوازې د احساس په اساس نه بلکې د فکر، عقل، تجربې او د کړنو د مخینې په اساس وشي.

په سیاسي مبارزه کې هم عام ولس لکه څنګه چې د شاعرانو او هنرمندانو احساس ته احساساتي عکس العملونه ښکاره کوي، همداسې د پپولستي یا په عامه ژبه لاپکو سیاستوالو خبرو ته هم زیات خوشاله وي ځکه پپولستي سیاستوال د ولس د احساساتو په نبض پوهیږي او د پپولستي شعارونو په وسیله قدرت تر لاسه کوي. خو بیا پپولستان د قدرت نه روسته هم ځان خرابوي او هم خپل ملت.

د دې لیکنې نه مې مؤخه دا ده کله چې مونږ پخپله څه کوو او یا هم د نورو په هکله قضاوت کوو، باید خپلو کړنو، لیکنو، ویناو، شعر او قضاوتونو کې د احساس، فکر او عقل تر منځ تړاو ته پام ولرو.

که رالنډه یې کړو، نقد د ټولنې او فکر د رشد لپاره مهم ګڼل کیږي.‌ شاعر هم د لیکوال او سیاستوال په شان نقد کیدلې شي، خو نقد او قضاوت یوازې د احساساتو په بنیاد نه بلکې د فکر او عقل په اساس باید وي چې ټولنې ته ګټه ورسوي. که نقد او قضاوت یوازې د احساس او عقدې په اساس وي، نو بیا نقد ټولنې ته په اوږدمهال کې زیان رسوي.

کله چې په انسانانو باندې یوازې خپل حس غلبه ولري، د خپل فکر نه کار وانخلي او بیا د عقل په اساس، سمې پریکړې ونه کړي، انسانان ځانونه د ګړنګونونه غورځوي. د انسانانو د غورځیدو سره،  د ټولنې افراد هم د ګړنګونو نه غورځول کیږي او بیا هغه ټولنه نیم ژوبله او وروسته پاتې ټولنه وي.

د هر انسان هره ښه او بده پریکړه نه یوازې دا چې هغه ته ګټه او یا تاوان رسوي، بلکې د هرې پریکړې بیه د هغه کورنۍ او ټولنه هم پریکوي. که دا مسله په یوه ساده مثال کې تشریح کړو،  یو انسان زیاته ډوډۍ خوري خو که ورته ووایي چې زیاته ډوډۍ مه خوره ځکه هم ځان، هم خپلې کورنې او هم ټولنې ته ضرر رسوې، هغه درته سمدستي وایي چې ډوډۍ او خیټه مې خپله ده نو تا ته یې څه؟ یا درته وایي، دلم بایسکلم.

دې کې شک نشته چې ډوډۍ او خېټه د هر چا خپله ده، خو که مریض شو، بیا بار یې په کورنۍ او ټولنه باندې وي ځکه عامه روغتونونه د ولس په بودیجه خدمات وړاندې کوي. یا په وروسته پاتې ټولنې او غریبه کورنې کې نارینه همیشه د ښځو حقوق د پښو لاندې کوي. که کور کې یو چرګ حلال کړې، نو ښه برخه نارینه او میلمه ته ورکوي او د ښځو حق خوړل کیږي اویا د کور ښځو ته هیڅ نه رسیږي. که څوک توان ولري او د یو چرګ په عوض دوه چرګان پاخه کړي چې هم نارینه او هم ښځو ته پکې حق ورسیږي، خو بیا هم د اړتیا نه زیات خوراک محیط زیست ته صدمه رسوي ځکه چرګان دانه غواړي او دانه په ځمکه کې تولیدیږي. منابع همیشه کمې او نفوس زیات وي، نو بیځآیه خواړه ولس ته په اوږدمهال کې تاوان رسوي. دلته په خبرو، خوړو او عمل کې باید ډیر سوچ او فکر وشي ځکه د فردي عمل ګټه او تاوان عام ولس ته رسیږي.

ګل پاچا الفت صیب وایي چې احساس ړوند او عقل ګوډ دی. که عقل وي او احساس نه وي، یوازې عاقلان، دوکتوران، متخصیصین او پوه کسان د ملت په درد نه خوري. که د عقل په بنیاد فکر نه وي او یوازې احساس وي، بیا هم احساس ړوند دی او ړوند د کمرو سره خپل سرونه جنګوي او ځانونه ژوبلوي. پدیتوګه د انسانانو کړنې، خبرې او لیکنې باید د احساس، فکر او عقل سره تړاو ولري تر څو سمې پریکړې په خپل وخت وکړې چې خپل ځان، خپلې کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسولې شي.

د هر انسان پریکړې په ایډیالیزم ولاړې نه وي بلکې د وخت د شرایطو سره د بدیلونو د درلودلو په رڼاکې یو انسان پریکړې کوي. یوه پریکړه شاید اوسنیو کسانو ته ښه ښکاره نشي خو باید قضاوت د خپل وخت د چاپیریال او بدیلونو په اساس وشي چې هغه وخت کې د یو کس لپاره متبادل بدیلونه څه و او ایا هغه بدیلونه یې عملي کولې شول او که نه؟

پدیتوګه انسانانو ته په هر حالت کې اړینه ده چې پریکړې او قضاوتونه د احساس، فکر او عقل په اساس وکړي نه یوازې د ا حساساتو په اساس.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

حقوقي مفاهیم او اهمیت یې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.