د کونړ د اوبو مهارول یوازې د یوې سیمې اقتصادي اړتیا نه ده، بلکې د ټول افغانستان لپاره یو ملي او ستراتیژیک ګام بلل کېږي. دا بند که د علم، تدبیر او ملي ارادې په بنسټ جوړ شي، نو نه یوازې د کونړ د خلکو ژوند بدلون مومي، بلکې د ختیځ زون د زرګونو هکتاره ځمکو د خړوبېدو، د بریښنا تولید، او د سیمهییزې سوکالۍ یو بنسټیز سرچینه ګرځي.
کونړ د افغانستان له هغو سیندونو څخه دی چې د اوبو شتمني یې له اوږدې مودې راهیسې بېکارې پاتې ده. د دې سیند پر سر د یوه لوی بند جوړېدل به د ننګرهار د ګمبېري پراخې دښتې زرغونې کړي، چې دا خپله د هېواد د غلې ډوډۍ یوه مهمه منبع ګرځېدلای شي. همدارنګه، د نورستان، لغمان او ننګرهار ولسونو ته به د کرنې، باغدارۍ او بریښنا نوي فرصتونه برابر کړي.
له دې پروژې سره د سیمې اقلیم او زراعتي جوړښت کې مثبت بدلون راځي. د سنتروزی له کورنۍ سربېره، د خورما، کیلې، امروتو او نورو استوایي میوو د کرنې زمینه برابریږي، چې نه یوازې به افغانستان ته تازه او متنوع میوې برابروي، بلکې د صادراتو له لارې به د هېواد اقتصاد ته نوی روح ورکوي.
ښه حکومتولي دا ده چې د کار او تولید فرصتونه برابر کړي، د ولس له لاسه د مالیې په بڼه عادلانه عاید ترلاسه کړي، او د طبیعي منابعو مدیریت د ملي او بشري ګټې لپاره وکړي. د کونړ د بند جوړېدل یوازې د افغانستان اقتصادي ودې ته نه، بلکې د ټول خالق د مخلوق د خیر او بقا سبب کېږي.
په حقیقت کې، د اوبو مهارول د خاورې او ولس د مهارول برابر دي — که دا نعمت په تدبیر وکارول شي، نو وطن له وچکالۍ، بېکارۍ او فقره ژغورلای شي. د کونړ بند د یوې سیمې نه، بلکې د یوه ملت د بیدارۍ او خپلواکۍ نښه ده.
درنښت…. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.