پښتانه تاریخ جوړونکی ستر ولس

محمد داؤد مومند

101

که د لرغونی تاریخ او د غوریانو او سوریانو او غرزیو پښتنو، او پرهندوستان باندی د شپږ سوه کلونو د حکومت نه تیر شو، او خبره د پنځه سوه کلونو را په دیخوا د حضرت بایزید روښان او د افغانی ناسیونالیزم مفکر، ستر خوشحال بابا، او وروسته د پښتنو د سترمشر میرویس نیکه او د هغه د کورنۍ تاریخ جوړونکی ننګیالو اتلانو چی ایران یی په ګوندو کړ، او بیا خبره د لوی افغانستان جوړونکی او سیاسی پیغمر ستر احمد شاه بابا (ع) ته رسیږی او دا د ملی مبارزو دوام د دوست محمد خان او شیرعلی خان او غازی امان الله او غازی محمد نادرخان او د ډیورند د استعماری کرښی نه هخوا د پاچاخان او خدایی خدمتګارانو او صمد خان اڅکزی بابا او د پښتنو او بلوڅو ملی مبارزی ته په یوه ځغلنده توګه، توجه وشی، دا د لمر غوندی څرګنده واقعیت دی چی ددی هیواد د ملی هویت او ملی نوامیسو په برخه کی د پښتون ستر ولس او مشر نسل، د سترو مبارزو او قربانیو ونډه داسی درنه او تاریخ جوړونکی ده، چی صرف، بی فرهنګه مهاجرو، کولابیانو او ستمی ډلی پری سترګی پټوی او د حسادت او حقارت پر داسی عقدو مبتلا دی چی د بچه سقو او مسعود پنجشیری نه، د خراسان عیاران، مشران او سلاطین جوړوی.

په دی څو وروستیو ورځو کی پاکستان چی د اسرائیلو په څیر یو تروریست هیواد دی، په څو منطقو کی د افغانستان پر مقدس حریم د نړیوالو نورمونه نه په څرګنده توګه سرغړونه وکړه، او اټکل یی دا و چی د کرزی او اشرف غنی حکومتونو د دوری په څیر به، ددوی استعماری او جارحانه حملی او تجاوز به بی ځوابه پاتی شی، خو د هیواد مشر نسل په ټولو محاذونو کی پنجابی واکدارنو، حکومت او پوځ ته داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړ چی د ستر ملی لارښود او متفکر، خوشحال بابا دا وینا په زړه کوی، چی فرمایی:

لا تر اوسه یی ماغزه په کرار ندی

چا چی ما سره وهلی سر په سنګ دی

او یا هم داچی:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار

د پنجاب حکومت اوس د پښتنو ددی پاڅون پړه، پرهندوستان اچوی !!!!

مګر هندوستان خپل عسکر او جنرالان او ټانکونه د بنګله دیش د جګړی په څیر افغانستان ته را استولی و؟

دا یو تاریخی واقعیت دی چی د پاکستان د غیر مشروع تولد تر نن ورځی پوری،  تاریخی شکست، د افغانستان د حکومتونو او ولس له خوا نه و لیدلی.

 د اشرف غنی په دوره کی چی د ناتو قوتونه په افغانستان کی و او حکومت د دری نیم لکه عسکرو او عصری امریکایی سپکو او درونو وسلو سره سمبال و حتی یوځل هم یی د پنجابی یرغلګرو او متجاوینونه خپل غچ وانشو اخستلای، پاکستانی پوځ به زموږ په مومندره او لالپوری باندی چی ولسی بی وزله وګړی په کی ژوند ژوند کوی څو ځله د درنو وسلو حملی وکړی او د ناتو قوتونو به ورته په رډو رډو سترګو کتل.

دا و د ناتو او امریکایی صادراتی جمهوریت بی وزلی او بی ایمانی.

علامه اقبال وایی:

                  ګریزاز طرز جمهوری غلام پخته کاری شو

                  که از مغز دوصد [دو هزار] خر فکر انسانی نمی آید

 ددی وروستی دری ورځو د جګړی په نتیجه کی، د پنجاب د جنګ وزیر او لوی درستیز کابل د ویزی اخستلو غوښتنه وکړه، خو د اسلامی امارت لخوا ورته په نره، منفی ځواب ورکړل شو. دی ته د تاریخ معجزه وایی.

لکه څرنګه چی لوی استاد تره کی صاحب هم په خپله فاضلانه لیکنه کی او همدا راز محترم فواد خان ارسلا هم ورته اشاره کړی، د پنجاب د مزدور حکومت پلمه دا وه چی د پښتونوخوا د غازی طالبانو مشر په افغانستان کی و او هغه یی شهید کړی دی، ولی د دوی غټ دروغ او بهانی او تهمت واقعی بڼه نړۍ ته څرګنده شوه، ځکه د پښتوخوا د غازی طالبانو مشر په وزیرستان کی څرګند شو.

دلته د انپړ او بیسواده، شوقی او اماتور سیاسی تبصرو لیکونکو، په یو لړ بی منطقه تبصرو ته په دوه موضوع ګانو رڼا اچول په کاردی.

یوه ډله ادعا لری چی د متحده ایالاتو او ناټو، د غړو لخوا د افغانستان اشغال دلیل د طالبانو د حکومت سرتنبګی وه چی متحده ایالاتو ته یی د ابن لادن د تسلیمولو نه سرغړونه وکړه.

دلته د استاد الفت هغه شعر ذهن ته تداعی کوی چی فرمایی:

په داسی رنګ بی تمیزۍ د خرو خندا راځی.

د نړۍ په داسی مغلقو مسائلو پوهه او تحلیل اکادمیک تنور او سیاسی تخصص ته اړتیا لری، زموږ د ملی او ملتی ژبی کره ویناد چی «ترکاڼی د بیزو کار ندی»

لطفا توجه وکړۍ:

لمړی – کوم بی شعوره سیاسی احمق به دا ومنی چی نیوارک کی  د سپتمبر د میاشتی مرموزعملیات د افغانستان په سمڅو کی د یوه عرب ملمه او مهاجر یعنی ابن لادن لخوا پلانیزه شوی وه؟

کوم بی شعوره به دا ومنی چی داسی لوی او بی ساری خطرناکه او د نه منلو پلان دی، د نړۍ د قوی ترین استخباراتی مؤسساتو لکه سی آی ای او د اسرائیلی موساد له سترګو او محیرالعقولو مدرنو وسائلو له سترګو، پټ پاتی شی؟

زما په کلک یقین، ځانله او ځانله د اسرائیلو د موساد د استخباراتی مؤسسی په توان او قدرت کی وه، چی داسی یو خطرناک او مرموز پلان طرح او هم یی عملی کړی.

زه بیا هم باور لرم چی دوه کاله دمخه، موساد د حماس د جهادی تهاجم نه اطلاع درلوده خو دوی تعمدا ددی پلان مخنیوی ونکړ، ترڅو د هغی په نتیجه کی خپل هغه صهیونیستی او اسرائیلی یهودی فاشیستی پلان عملی کړی او د غزی دوه ملیونه ولس د تل دپاره، ګاوندی عربی او اسلامی هیوادونو ته مهاجر کړی.

جزئیات مسئله را علماء دانند، الغیب و عندالله.

د افغانستان امپریالستی اشغال د متحده ایالاتو لخوا، د ابن لادن د نیولو په پلمه، د عراق امپریالستی اشغال ته، سل په سلو کی، د آټومی او ذروی بمونو د جوړولو، د اتهام سره په موازاتو کی مطابقت لری چی هدف یی د اسرائیلو، کویټ، سعودی عربو او غربی هیوادنو د ګټو ساتل و.

د افغانستان اشغال هم په افغانستان کی د بګرام د هډی جوړول او په هیواد کی د یورانیم د ذخایرو، برمته او په منطقه کی د چین او روسیی په رقابت کی د یوه ګوداګی حکومت نصبول و.

طالبانو په هعه مهال په څرګنده د متحده ایالاتو حکومت ته وویل چی موږ ته د نیویارک د واقعی په ارتباط د ابن لادن د ښکیلتیا اسناد څرګند کړی، موږ به این لادن یوه دریمګړی هیواد ور وسپارو.

څرنګه چی د متحده ایالاتو ادعا، په سوچ دروغو او اتهام ولاړه وه، تر نن ورځی پوری د متحده ایالاتو حکومت ددی واقعی د واقعیت او څرنګوالی نه، پرده نده پورته کړی، ځکه اټکل داسی دی چی محتملا په دی واقعه کی به د موساد لاس ښکیل وی.

ولیدل شو چی د پنجاب حکومت او آی اس آی، ابن لادن، پیښور ته نږدی په ایبټ آباد کی ځای ورکړی و، او د متحده ایالاتو حکومت د پاکستان په داسی رذالت باندی تر نن ورځی پوری سترګی پټی کړی دی.

که د سپتمبرد عملیاتو، محیرالعقول پلان د ابن لادن لخواعملی شوی او په نتیجه کی افغانستان اشغال شو، او ابن لادن هم په پیښور کی مینده او مړی یی بحری نهنګانو ته وسپارل شو، نو ولی د متحده ایالاتو حکومت، ددی پلان د افشاء کولو نه، تر نن ورځی پوری ځان ژغوری؟

اوس هم یوه بی شعوره او بی منطقه ډله وایی چی د پاکستان اختلاف د اسلامی امارت سره د پښتونخوا د طالبانو له امله دی چی دا ادعا هم د تاریخی اسنادو په ارتباط کلا احمقانه ده، لکه چی داکټر اقبال وایی:

ترک صورت ګوی و در معنی نګر

د پنجاب ستونزه د افغانستان سره د پښتونخوا د مجاهدینو اوغازیانو، قصه نده، بلکه پنجاب د خپل جهادی مخلوق ګوداګیانو لکه صبغت الله مجددی، بحران الدین ربانی، کلب الدین، د نصیرالله بابر، بچه خوانده مسعود پنجشیری او داسی نورو تالی څټو او ګودګیانو د دوری په څیر، زموږ د هیواد د مدیریت او د قیمومیت واک او امتیازغواړی.

پنجاب د اسلامی امارت نه غواړی چی په هری نړیواله مسئله او د نړی د هیوادونو سره په هر نوع سیاسی او اقتصادی معاملاتو کی تر هر څه دمخه  د پنجاب د استبلشمنت نه مشوره او اجازه و غواړی او په هیڅ صورت سره، مخصوصا د هندوستان د دولت سره سیاسی او اقتصادی اړیکی ونه ساتی.

پنجاب نه ځانله په دی پالیسی کی په سیاسی لحاظ ناکام پاتی شو بلکه په دری ورځنی جګړه کی یی تاریخی څرګنده ماتی وخوړه او هغه د مرحوم (استاد قاسم جو) وینا، سل کاله وروسته عملی شوه چی انګریز ته یی ویلی و:

ګر ندانی غیرت افغانیم

چون به میدان آمدی میدانیم

طالبانو هماغه رنګ چی د اشرف غنی حکومت نه په لوړه سویه په دوحه کی د متحده ایلاتو سره په یوه میز کښیناست، په هماغه سویه یی د پنجاب واکداران مجبور کړل چی په دوحه کی د اسلامی امارت د دفاع د وزیر سره، د سیاسی روابطو د نورمال کولو په منظور په یوه میز کښینی.

څرنګه چی لوی استاد تره کی صاحب او ښاغلی ارسلا صاحب ورباندی آمنا ویلی ده دا د پنجاب د استبلشمت دپاره یوه تاریخی ترخه سیاسی تجربه او د زهرو د کنډول، ګوټ کول و.

                              طالبانو  سپی   بهتر  تر  ستمی   دی

                              که هزار واره طالب بد تر ترسپی دی

خردجال ایرانی چه پف میکند؟

زه معمولا د ورځی څو واری د آریانا، دعوت او افغان جرمن ویب سایتونو ته مراجعه کوم.

د افغان جرمن په ویب سایت کی د ښاغلی (یونس نګاه) د لیکونو سره خورا مینه لرم.

د یونس نګاه یو لوی کمال په دی کی دی، چی دی همیشه خپلی مقالی خورا لنډی لیکی او دیوی دوه پاڼو څخه تجاوز نکوی.

دوهم دا چی لکه د یولس ډزی ټوپک، د نښی مینځ ولی، یعنی مستقیما د خپل مطلب اساسی موضوع ته داخلیږی او د پُرنویسی نه ځان ژغوری.

زه طبیعتا د اوږدو مقالو د لوستلو نه ځان ژغورم، البته د استاد باری جهانی تاریخی او تحقیقی طلایی لیکنی ددی امر نه مستثنا، دی.

د  ژبی د دستور اولغت استاد،  او د ملی شرف او ضمیر خاوند، خلیل معروفی د «دانشګاه کلمه دری نیست» رساله هم، همداسی در واخله.

ښاغلی یونس نګاه د «تحلیل ګر ایرانی: پاکستان در جنګ با افغان ها قویتر از بریتانیا و شوروی و امریکاست» تر عنوان لاندی لیکی:«…. کسی به نام ابوالفضل ظهره وند که سال ها درافغانستان در پست های مهم کار کرده، درین چند سال از افغانستان گپ میزند…. اما به نظر میرسد که حتی او هم از مسایل افغانستان آگهی ندارد، چنانکه او مسایل افغانستان را بیشتر از عینک تمدنی ایران، تقابل فارسی و پشتو و سنی و شیعه تحلیل میکند.

………..آقای اکرام اندیشه یک تحلیل را از شبکه بنام «جنگ پژوهشی» در مورد جنگ اخیر طالبان و پاکستان شریک کرده بود.

….. اما از تماشای آن متوجه شدم که آقای «جنگ پروژه» هوایی تر از ابوالفضل ظهره وند است.

یک – او هم گپ هایش را با تمجید از احمد شاه مسعود شروع کرده است.

او ادعا نمود که اگر احمد شاه مسعود کشته نمیشد افغانستان به این درد سرها نمی افتاد [زیرا احمد شاه مسعود سگ قلاده به گردن ایران و بچه خوانده نصرالله بابر وزیر داخله پاکستان بود، ربانی و مسعود اسلحۀ مدرن دورۀ داکتر نجیب را به امر بادران پاکستانی اش به پاکستان تحویل داد – مومند]

احمد شاه مسعود همان نقشی را در افغانستان داشت که بینظیر بوتو در پاکستان.

[اصطلاح مردمی مردم افغانستان، یعنی لوده (ک) در مورد این ایرانی کودن صدق میکند – مومند]

دو – آقای جنگ پروژه گفت که احمد شاه مسعود در پنجشیر، در برابر تهاجم طالبان … مقاومت کرد.وی آدرس پیجشیر را هم روی نقشه افغانستان نشانی کرد:

او، واخان، همان دسته باریک افغانستان را نشانی کرده که این پنجشیر است.

سه – آقای جنگ پروژه در جای دیگری گفت که پاکستان در جنگ های کوهستانی و چریکی آشناست و سال ها در هندوکش و کشمیر با هندی ها جنگیده اند.

او تصور میکند که هندوکش بین پاکستان و هندوستان قرار دارد.

چهار – آقای جنگ پروژه گفت که پاکستان میتواند به آسانی به اسپین بولدک وارد شود.( بسیاری از نویسندگان ایرانی نام سیاستمداران و مناطق افغانستان را غلط مینویسند، کرزی را کرزای می گویند و مینوسند، همان طوری که افغان و افغانی را تفکیک کرده نمی توانند، و سپین بولدک را، اسپین بولدک میسازند.

نکته آخر اینکه آقای جنگ  پروژه می گوید که باید افغان ها شکر گزار مهمان نوازی های پاکستان و ایران باشند، نمک حرامی میکنند …..» ختم مطالب انتخابی از نوشته شاغلی یونس نگاه.

به نظر این قلم، بهترین خطاب برای همچو ایرانیان پست فطرت و پست نژاد و کم اصل، همان خطاب (خردجال) است.

د دیمکراسی په دوره کی د ایران یوه رذیل او بد اخلاقه سفیر، د ټولو دیپلوماتیکو تعاملاتو مغایر او مخالف، استاد رشتین ته ویلی و چی : «شما میخواهید که زبان پښتو را که یک لهجه است جایګزین زبان فارسی بسازید»

دا ایرانی خردجال سفیر، له یوی خوا د نړیوال دیپلوماتیکو اصولو نه کلا مخالف ځان ته حق ورکوی چی زموږ د هیواد په داخلی چارو کی مداخله وکړی او د بلی خوا دا خردجال پښتو ژبی ته چی زموږ د ټولی د قاطع اکثریت ژبه ده د لهجی په سترګه ګوری.

دی ته بد اخلاقی او بی فرهنګی وایی.

ایرانیان د صفوی دوری نه تر اوسه پوری زموږ د ملی او ملتی ژبی سره د ضدیت او حساسیت په روانی او فرهنګی مرض اخته دی.

د صفوی جنایتکاری او قهاری حکمرانۍ په دوره کی به د پښتنو ژبی د (آله زبان بری ) په وسیله پری کیدی او په همداسی انسانی او بشری ضد، دوره زموږ د هزاره وطنواله بومی ژبه او مذهب په اکراه او جبر او ظلم او تعدی، فارسی ژبی او شیعی مذهب ته واړول شو.

ایرانیان زموږ ټولو مهاجرو وطنوالو ته د هزاره وطنوالو په ګدون چی شیعه مذهبه دی (افغانی پدر سوخته وایی) چی دا د ایرانیانو په کم اصلتوب او نه سړیتوب او بی فرهنګۍ دلالت کوی.

دلته هم یو فارسیست، یعنی د ایران ګوډاګی او شاطر او د پښتو او پښتونولۍ، مور زاده میرڅمن، په خپله یوه پړپړه کی ددی پرځای چی د پاکستان تروریستی تجاوز د افغانستان په مقدس حریم باندی وغندی، د یوه پنجابی او ایرانی مشربه ایجنټ په توګه، د اسلامی امارت او ولسی هغو ننګیالیو  مبارزو او مجاهدو وطنوالو ته چی په ټولو جبهاتو ګی یی پاکستان په ګوندو کی، او د شهادت افتخار یی ترلاسه کړ  د تروریست خطاب ورکوی چی دا بی فرهنګی توب او شلخی توب څرګنده مظاهر دی.

عجبه دا ده چی د صادراتی کذایی جمهوریت ماشینی جنرال یعنی جنرال سادات هم چی تر پرونه یی د افغانستان د آزادۍ رمباړی وهلی، نن د اسلامی امارت د شهیدانو په ننګیالیتوب افتخار کوی. الحق و لمن الغلب.

ددی لیکنی په وروستۍ برخه کی باید ووایم چی ددی لیکنی محرک یوه زهرآلوده لیکنه ده چی د «ساحه نفوس پښتون ها» تر عنوان لاندی  (محجوب کوشانی) نومی ستمی وګړی په قلم، د آریانا په سایت کی خپره شوه.

لیکونکی د ایرانی شاطرانو په څیر، د ایرانی اصطلاحاتو لکه دانشګاه، دانشجو، مجلس نمایندګان او داسی نورو اصطلاحاتو، کنجاړه باندی شخوند وهی.

د(دانشګاه) اصطلاح د ایران د پوهانو ابداعی کلمه ده، چی د پوهنتون یا یونورستی معادل مفهوم افاده کوی.

په افغانستان کی د پوهنتون د عالی تعلیماتو تیږه، څو کاله  د ایران تر دانشګاه دمخه کیخودل شوه.

په افغانستان کی هیڅکله د عالی تعلیمی مؤسسی دپاره د دانشګاه او دانشکدی اصطلاحات ندی استعمال شوی، د دانشګاه او دانشکده، اصطلاحات  د نظار شورا او بحران الدین ستمی او فارسیستی جمعیت د حکمرانۍ په دوره کی، ترویج، په دوه دلایلو بنسټ درلود.

لمړی: د افغان ملت د ملی او ملتی یعنی افغانی پښتو ژبی سره، تاجیکی، فارسیستی – فاشیستی ضدیت او تضاد.

دوهم – په افغانستان کی د ایران د سیاسی او فرهنګی سیادت، ملی ضد پالیسی پر مخ وړل.

نو ځکه په زغرده وایم هغه ذوات چی د پوهنتون د اصطلاح سره په دی دلیل چی دا زموږ د ملتی پښتو ژبی یوه منل شوی او افغانستان شموله اصطلاح ده،  د ضدیت پر بنست، دانشګاه، یی بولی ، هغه افغان نه، بلکه د ایران شاطر او ګوډاګی دی.

او همدا راز هغه فارسیست وګړی یعنی د فارس او ایران ګوداګیان چی پښتونولی ته د (ایدیو لوژی منحط) خاینانه، غیر علمی او ملی ضد، نوم ورکوی نه ځانله چی افغان ندی بلکه د ایران شاطر او ایجنت او فرمان بردار دی.

د محجوب بیک لیکنه خورا اوږده او په خورا مهارت او محتملا دده د مشرانو په مشوره او هدایت لیکل شوی وی.

زما دپاره دا سؤال پیدا شو چی محجوب بیک د خپل طومار د نشرولو دپاره ولی خانله د آریانا افغانستان ویب سایت انتخاب کړی دی او نه یی دی غوښتلی چی دده پړپړه د افغان جرمن، دعوت په لویو ویب سایتونو کی هم نشر شی؟

آیا د افغان جرمن ویب سایت د محجوب بیک ددی لیکنی د نشر نه ځان ژغورلی دی؟

او احیانا که دا خبره سمه وی، نو د افغان جرمن د ویب سایت دلیل به دده د مضمون د نه نشرولو په اړه څه وی؟

د محجوب بیک لیکنه، په څرګنده توګه د پښتنو او پښتونوالی او د پښتنو د تاریخ او مشرانو  پر ضد، دده په ریسستی، نفرت او فاشیستی کاذب احساس متمرکزه ده.

ګرانو وطنوالو، څرنګه چی ما ستاسی خدمت ته عرض دمخه عرض کړی وه، له یوی خوا زه د بوداټوب یعنی د ۸۱ کلنۍ د عمر په درشل کی یم، او د بلی خوا د صحی تکالیفو په نتیجه کی زما د وجود انرژی او د لیکلو حوصله صفر ته تقرب کوی.

دا لیکنه د محجوب بیک د لیکنی ځواب ندی، بلکه د پښتنی شرف او پښتونوالی نه دفاع ده چی محجوب بیک یی په جارحانه توګه توګه غندنه کړی ده.

محجوب بیک په هره پاڼه کی د منابعو تذکر ورکړی دی چی هدف یی د خپلی پړ پړی علمی ښودل دی.

خو دده د پړ پړی محتویات او د منابعو تذکر د (خالق لعلزاد) هغی لیکنی ته ورته ده چی د خپل اثر د حقانیت دپاره یی په ۴۰۰ منابعو او مآخذو اتکاء کړی ده .

له نیکه مرغه ډاکټر صاحب خالدی په خپله یوه علمی لیکنه کی د خالق لعلزاد، ملی ضد ادعا ګانی خنثا کړی دی.

دلته د ډاکټر صاحب خالدی د یوی مقالی ځینی برخی د «فاشیست ها کیانند و فاشیزم چیست» تر عنوان لاندی لیکی:

«… نمونه های آنرا در نوشته ها و کامنت های تعدادی از تاجکان و هزاره ها در فیسبوک، با نفرت جنون آمیز شان از قوم پښتون و زبان پښتو میتوان دید. هم چنانکه فاشیزم هیتلر با نفرت از قوم یهود آغاز ګردید.

من و هزاران پښتون روشنفکر دیګر، مورد نفرت جنون آمیز این قشر، قرار داریم، چرا؟

برای اینکه ما پښتون هستیم.

….. یک استاد پوهنتون تاجک، در یک مصاحبه، بدون شرم و خجالت میګوید که «من هیچ ضرورتی ندارم ندارم که زبان پښتو را یاد بګیرم»!!!!!

[داکتر سید کاغذ قزلباش عین مطلب را در مورد زبان ملتی پښتو، ابراز میدارد، لذا بهترین راه حل ان است که هر مأمور دولت به رتبه بالاتر از چوکی مدیریت یعنی ریاست، معینیت، وزارت، سفارت، عضویت ولسی جرګه، مشرانو جرګه، سفارت، قضات ستره محکمه، صدارت و مقام ریاست جمهوری قانونا مکلف باشند که به هردو زبان بزرګ وطنی یعنی افغانی پښتو و دری تسلط داشته باشد – مومند]

این فاشیزم است که نفرت شرم آور را در برابر اسم کتاب «پټه خزانه» اثر بزرګترین دانشمند ملت افغان یعنی علامه حبیبی، شعله ور میکند، و آنرا جعلی میداند. [چرا جلد دوم کتاب افغانستان در مسیر تاریخ که توسط حشمت خلیل غبار، به نام غبار نوشته شده، آن را جعلی نمیدانند و بری صحت و ثقم آن به لابراتوار احاله نمیګردد، یک بام و دو هوا !!!!!  مومند]

این فاشیزم است که دانشمندان، شعراء، نویسندګان، دولتمردان و قهرمانان تاریخی پښتون مورد غضب تاجکان و هزاره ها قرار میګیرد.

این فاشیزم است که افغان ها و تاریخ افغانستان مورد غضب فاشیستهای تاجیک و هزاره قرار میګیرند.

این فاشیزم است که افغانستان مورد خشم فاشیست های فارسیست قرار ګرفته است و آنرا بی شرمانه قلمرو ایران شرقی قلمداد میکنند.

فاشیزم با نفرت عمیق در مقابل یک قوم و یک زبان ظهور میابد و فاشیست های، مانند فاشیست های تاجیک و هزاره را خلق میکند.

برای اینکه پښتون ها، بزرګترین قوم در سرزمین خاک خود اند و نا ګزیر نقش کلیدی در حوادث، تحولات و انکشافات این منطق را دارند که درین جریان اقلیت های قومی و زبانی مانند تاجیکها، ترکتبارها، و هزاره ها عملا و منطقا در رقابت و حسادت با آنها قرار میګیرند.

پښتون ها با نیشنلیزم آزاد منشانه خود در منطقه برضد استعمار و زورمندان منطقوی مانند مغل ها، فارس ها، ایرانیان وغیره قد علم کردند و درفش مبارزه را برافراشتند و پیروزمندانه از بنګال تا آذربایجان، درادوار غلجیها [غرزی ها] لودی ها، سوریها، روښانیان، خټک ها، هوتکیها، درانیان، آزاد خان افغان، و سدوزی ها حکومت کردند.

تعدادی از تاجکان که خود را با افتخارات فارسها در ایران امروزی، که هزاران فرسخ از سرزمین های آبایی آنها فاصله دارد وصل میکنند، مشترکات زبانی را به همخون بودن قومی و نژادی اشتباه میکنند، زبان دری خود را، دو دسته به باداران ایرانی خود ارزانی میکنند و سلاخی یی را که فارس ها با زبان دری انجام داده اند، به عنوان معیار زبان خود قبول دارند، و آنها نمیدانند که متکی بر ثبوت نتایج مطالعات ژنتیکی، تاجیکها هیچ ارتباط خونی با ایرانیان و حتی هزاره ها ندارند، درحالیکه پښتون ها برادران و خواهران همخون تاجیکها هستند.

جنبش خراسان خواهی تاجیکان، سر پوشی است که نیت اصلی پیوستن به داعیۀ ایجاد ایران بزرګ آنها را مخفی میکند.

از هزاره ها با ریشه های مغولی آنها نمیتوان ګله و شکایت داشت، چون پیوند عاطفی با اوقوام دیګر افغانستان ندارند، و تاریخ نه چندان دور، بخصوص جنبش هزارستان نشان داد که  به مجرد خروج از افغانستان، آنها نه خود را افغان میدانند و نه افغانستان را می شناسد.

هیچ شکایت عدالت خواهی و هیچ دلیل مشابه دیګری، فاشیزم تفکر فاشیستی – و انسان فاشیست را برائت نمیدهد.

اګر حاکمیت طالبان، یک سلسله حقوق مردم بخصوص قشر نسوان را محدود کرده اند و یک نظام استبدادی مذهبی خاص خود را ایجاد کرده اند، قربانیان آن ها تمام زنان و اقوام افغانستان اند، طالبان نمایندګان قوم پښتون نیستند، طالبان تطبیق کنندګان شریعت اسلامی به تفسیر خود شان اند.»

فاشیستان هغه رذیل، منحط، منحرف او کم اصله تباری څانګه وه، چی د یوی خوانه یی د کابل په مردار دنډ کی، د ایرانی ایجنتانو په څیر د عالی فرهنګ، علم، پوهی، تباری اصالت او تهذیب او تنور، او آرایی توب دعوی درلوده، او د بلی خوا یی د ایرانیتوب او تباری فاشیستی کاذب احساس له مخی د پښتون تاریخ ساز او د پښتو ژبی او پښتونولۍ پوری ملنډی وهلی او وهی یی. د مثال په توګه

دوی به داسی غپل:

افغان غول

ادی دغه دی، سنګه بګیر سګ ده؟

افغان هستی یا مسلمان؟

زبان افغانی دغه بغه است

افغانه سلام دادی، بر تنګه تاوان دادی

فارسی شیر و شکر است

افغانی ګوز خر است

خو زه وایم:

افغانی شیر و شکر است

دانشګاه ګوز خر است

افغانی شیر و شکر است

اصطلاحات ایرانی ګوز خراست

او دا رذیلانه ریسستی، فاشیستی او فارسستی ډرام په داسی حال کی د کابل په مردار ډند کی تمثیل کیده، چی د مملکت او هیواد واک د بی ننګو او بی کلتوره محمد زو شاهانو او سردارانو سره و.

ددی لوی ملی خیانت او غدارۍ تیږه، بی ننګه او بی کلتوره، عیاش او د ایران ګوډاګی تیمور شاه، په اصطلاح، (درانی) کیخوده.

بی کلتوره تیمور شاه، وروسته لدی چی په ستر کندهار کی د پښتنو هغه مشران ووژل چی دده د ایرانی توب د اړیکو له امله دده د مشرۍ په مخالفت کی ودریدل، ټول شاهی قدرت تر لاسه کړ.

دده لوی خیانت دا و، چی لمړی یی مرکز یی له کندهاره چی د میرویس نیکه او ټولی کورنۍ او د احمد شاه بابا (ع) د زعامت او مشرۍ ځانګو وه، له کندهاره کابل ته منتقل کړه.

دوهم – د افغان ملت، ملتی ژبه یی د دربار څخه وویسته او فارسی یی د دربار رسمی ژبه وګرزوله.

دریم – ایرانی قزلباشان یی د دربار واکداران وګرزول، او همدا راز ایرانی قزلباشان یی په کابل کی متوطن کړل، چی مرکز یی همدا چنداول و.

د تیمورشاه مور هم ایرانی وه او دده یوه نازولی میرمن هم د نادر افشار لمسي کیده.

تر احمد شاه بابا وروسته، د هیواد یواځنی ستر لارښود او د ملی تفکر خاوند او د تجدد پلار امیر شیرعلی خان دی.

دی ستر واقعی ملی زعیم او د ملی تفکر خاوند، نه ځانله چی په افغانستان کی د تجدد او ترقی خواهی تیږه، د غازی امان الله برخلاف، په ډیر معقولیت او درایت سره او د وطنوالو او هیواد د ذ هنی او عینی شرایطو سره په نظر کی نیولو سره کښیښوده، دده تاریخی ستر خدمت هم، د افغان ملت د ملی، ملتی او اکثریت ژبی، یعنی پښتو، د افغانستان په تاریخ کی د لمړی ځل دپاره، دربار د ژبی په توګه رسمی کول و.

ددی ستر درشل په دوره کی و، چی عسکری اصطلاحات په افغانی پښتو ژبه ترویج شول.

ولی له بده مرغه ددی ستر درشل له واکمنۍ څخه وروسته، ټولو بی فرهنګه او بی کلتوره پادشاهانو زموږ ملی او ملتی ژبه د دربار څخه وویسته او یوه یی هم دا لیاقت او اهلیت ندرلود چی د خپل ملت د غوڅ اکثریت سره د هغوی په ژبه خبری او مرکه  وکړی، او په دی اړه یی د ملی او ملتی ژبی ترجمانانو ته  ضرورت درلود.

تف د داسی بی کلتوره تش په نامه پښتون تباره مشرانو پر مخ.

دلته  د یوی تاریخی خبری وضاحت ضرور بولم او هغه دا چی:

هغه مهال چی امیر دوست محمد خان د انګریزانو سره په جګړه کی بوخت و، په ټول شمالی کی غیر د مسجدی خان نه، د شمالی ټولو مشرانو د انګریزانو په ګته د امیردوست محمد خان سره خیانتونه وکړل، د شمالی یوه خائن مشرامیردوست محمد خان خپل کور ته ملمه کړ او د بلی خوا یی انګریانو ته اطلاع ورکړه، چی امیردوست محمد خان زما په کور کی دی او امیر په معجزی سره ځان ددی ملی ضد پلان څخه ځان خلاص کړ، او داسی رذیلانه پلانونه څو ځلی تکرار شول او امیر دوست محمد خان دی ته مجبور کړی شو، چی د شمالی مشرانو د خیانتونو په نتیجه کی، پر هغوی بی اعتماده شی او غوره یی وبلله، ددی پرځای چی یی د شمالی مشران، لکه لاس تړلی چرګ، انګریزانو ته وسپاری د خپل ځان او کورنۍ د تولو غړو، د ژغورنی دپاره، ځان انګریزانو ته وسپاری.

تفو بر تو ای چرغ ګردون تفو

نو هغه میړانه او توره چی لږکیو تباری قامونو د هیواد د بشپړتوب، ملی حاکمیت، او د افغان ولس د برم دپاره کړی دی کوم دی؟

هزاره ګانو د امیر عبدالرحمن خان د حکومت پر مهال د مالیی د ورکولو نه ځان وژغوره او د هزارستان خاینانه رمباړی یی شروع کړی چی تر ننه پوری دوام لری او تر نن ورځ دهغه نسل رذیل بقایا چی د پښتونخوا او بلوچستان له مناطقو نه آسترالیا ته تللی او هلته میښت شوی د ی، د  (افغان بازار) مبارک نوم، د دوی په غوږنونو ښه نه لګی او په (بامیان بازار) یی بدلوی.

مګر بامیان د افغانستان یو ولایت ندی؟

خو ددی فاشیستانو په غوږونو، د (افغان) او (افغانیت) او (افغانستان) نومونه ښه نه لګی او ورسره تباری کاذب حساسیت لری.

ددی خبری تذکرهم  ضرور دی چی امیرعبدالرحمن خان د شینوارو پښتنو د کوپړیو نه هم منارونه جوړ کړی دی.

که نن ورځ د ستر احمد شاه بابا (ع) د میراث نه همدا موجوده جغرافیه د افغان ملت ته پاتی ده دا د امیر عیدالرحمن خان د توری او تدبیر برکت دی.

زموږ د ملی تاریخ او مشرانو تخریب د ایران د رذیلو ایجنتانو کار دی.

د محجوب بیک د اوږدی پړپړی په اړه، دلته دده د لیکنی په دوه ټکو، د مکث نه کار اخلم.

لمړی – ده په خپله لیکنه کی په افغانستان کی د پښتنو نفوس څلویښت فیصده (۴۰) ښودلی دی.

میرغلام محمد غبار چی یو سیاست باز او متعصب مورخ و، د لمړی ځل دپاره یی د پښتنو نفوس د خپلی خیټی نه، څلویښت فیصده ته راکښته کړ.

ترده وروسته د ایران شاطرانو یعنی د مسعود – ربانی د حکرانۍ په دوره کی د غبارد ادعا په اتکاء د پښتنو نفوس، په همدی کچه نړیوالو مؤسساتو ته ورکړل شو.

په داسی حال کی چی د (واک فوندیشن) ۲۲ کاله د مخه د ملګرو ملتونو د پلان او مالی مرستی لاندی، په علمی توګه د هیواد د نفوس احصائیه خپره کړه، چی په هیواد کی د پښتنو شمیر، شپیته فیصده ښودل شوی دی.

دوهم – دیګان بد ګمان، راسیست، متعصب، عقده یی، محجوب بیک په خپله پړپړه کی د (پښتونیزم) غیرعلمی، غیر منطقی او ضد افغانی اصطلاح نه کار اخستی دی، چی دا رنګه ابداعی اصطلاح د ستمی ډلو او وګړو د نیت په خبث، او د پښتو او د پښتونوالی سره، په دشمنۍ دلالت کوی.

پښتو او پښتواله د یوی سکی دوه مخونه او لایتجزی مفاهیم دی، هر پښتو ژبی یا پښتون تباره وګړی لکه کابلی محمد زی، پوپلزی، بارکزی، ځاځی، ناصر او داسی نوراو همدا راز پنجابی شوی پښتانه چی په پښتونولۍ اعتقاد ونلری، پښتون کیدای نشی، یعنی په پښتو ژبه، دبل عبدالله، یونس قانونی، مارشال ایوب خان او د ایران او پنجاب تالی سټی، پښتانه کیدای نشی، ځکه دوی د پښتونوالی د کود او فرهنګ، مور زاده میرڅمن او دشمنان دی.

یوه ایرانی مشربه او د ایرانی د اصطلاحاتو مبلغ او د ایران د فرهنګی، سیاسی او اقتصادی تاراج نه منکر، د ځينو خوش باوره او ساده پټان وګړو د احمق کولو دپاره ځینی وقت په پښتو ژبه لنډی تبصری لیکی، ولی دوه کاله دمخه ده په خپله یوه لمړنۍ پاړسی لیکنه کی، پښتونواله د یوه «ایدیالوژی منحط» په غیرعلمی او دستمی او فارسیستی کاذب او ملی ضد، احساس په رڼا کی وغندله.

څه مهال چی ما ولیکل چی په افغانستان کی (پوهنتون) د ایران د (دانشګاه) نه څو کاله دمخه تأسیس شوی دی، د ایران په دی ګوډاکی، اور بل شو چی څنګه کیدای شی او ممکنه ده چی د ایران د دانشګاه نه دمخه، خوارکی افغانستان د عالی تحصیلاتو یعنی پوهنتون خاوند شوی وی؟

نو ځکه یی د افغان جرمن او د آریانا په سایتونو کی یی، ژړا او د انګولا رمباړی او بغاری واوریدل شوی، چی دا دده د ایران د ګوډاګی توب یوه څرګنده، نښه ده.

پښتونولی د مارکسیزم، لیننیزم ماویزم (ماو اندیشه) لیبرالیزم او داسی نورو په شان کومه ایدیالوژی نده، بلکه دا د سونو او زرنو کلنو په ترڅ کی د پښتنی ټولنی د فرهنګ او کود په توګه وده کړی او د پښتنی ټولنی د روح القوانین حیثیت لری،

پښتونواله شرافت دی، نجابت دی، پښتواله وروری او عزیز ولی ده، پښتونواله غیرت او با ناموسی ده، پښتونواله د پښتنو د یو والی، ورورلي او عزیزولی او د وحدت مزی دی، پښتونواله په خاوره او آزادي او خپلواکی مینتوب دی، پښتونواله  د پښتنی تهذیب، ثقافت او فرهنګ مجموعه ده، پښتونواله سړیتوب دی، پښتونواله مشری ده، پښتونواله زعامت دی، پښتونواله قیادت دی، پښتونوله لارښودنه ده، پښتونواله عسکریت دی، پښتونواله توره ده، میړانه ده، پښتونواله ننګ او عزت دی، پښتواله، ژبه او هوډ دی، پښتونواله د خپل ولس خدمت او چوپړی توب دی، پښتونواله برم او سرلوړی ده، پښتونواله غیرمکتوبه او تعاملی قانون دی، پښتونواله د پښتنی ټولنی بنسټیز او اساسی قانون دی.

پښتونولی ته د پښتونیزم یا ایدیالوژی منحط نوم ورکول، د کولابی ستمی فاشیزم او د ایرانیت او ایران د ایجنټانو، یوه منحطه ضد ملی او ضد افغانی، شیطانی تبلیغ ګڼل کیږی.

هغه منحط او منحرف وګړی او ډلی چی پښتونواله او د پښتنو مشران او د پښتنو ویاړلی تاریخ تخریبوی په واقعیت کی د ایران، تاجکستان او خارجی استخباراتو ایجنټان، شاطران او ګوډاګیان دی.

ترسو افغانستان سته، د پښتو، پښتونوالی او پښتنو د برم او مشرۍ بیرق به د هیواد له شماله تر جنوبه او ختیزه تر لویدیزه د رپیدو په حالت کی وی.

                       دا افغانستان دی، دا وطن به خراسان نشی

                       لو، می د پښتو ده پښتانه به غلامان نشی

بعون الله

د پښتو، پښتونولی او پښتنو، د تاریخ، مشرانو او شرف او عزت نه دفاع، د هر با شرفه وطنوال ملی او وجدانی وظیفه ده، که دا وطنوال، ازبک وی، که ترکمن، که بلوچ وی، تاجک یا هزاره.

(لو) د پکتیا د ولس په ژبه کی لوړی ته وایی.

د محتملو املایی او انشایی تیروتنو څخه معذرت غواړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.