افغان کرېکټ بورډ په پکتیکا کې د پاکستان بمبار کې د لوبغاړو د وژل کېدو په غبرګون کې له دغه هېواد سره راتلونکې لوبې لغوه کړې.
د پاکستان پوځ بېګا د پکتیکا په ارګون کې د افغان کرېکټ د کلب په کچه اته لوبغاړي ووژل او څلور نور یې ټپي کړل.
دوی تر لوبې وروسته په یوه کور کې بنډار جوړ کړی و، چې د پاکستان الوتکو پرې بمبار وکړ.
له دې پېښې وروسته افغان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې د لوبغاړو پر وژل کېدو خواشیني او له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
افغان کرېکټ بورډ زیاتوي چې قربانیانو ته د درناوی لپاره له پاکستان سره په درې هېوادي لوبو کې ګډون نه کوي.
ټاکلې ده چې دا لوبې راتلونکی نومبر وشي.
پاکستان له نږدې لسو ورځو راهیسې د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو په پلمه بیا بیا پر کابل سربېره، کندهار، هلمند او د پکتیکا مختلفو ولسوالیو کې بمبار کړی، خو پکې ولسي وګړي په نښه شوي او وروستۍ بېلګه یې هم همدا لوبغاړي دي.
پر لوبغاړو برید ته پر کور سربېره بهر کې هم پراخ غبرګون ښودل شوی او د پاکستان دا ګام غندل شوی دی.
د انساني حقونو نړیوال بنسټ د پاکستاني پوځ په بمبار کې د افغان کرېکټ لوبغاړو وژل غندي او وايي، پر ملکي هدف دا برید د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور ښکاره سرغړونه ده.
د انساني حقونو نړیوال بنسټ دغو پېښو ته په اشاره پر ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او پر بشري حقونو ادارو غږ کوي چې په بیړني ډول د وروستۍ پیښې په ګډون د افغان ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي څیړنه وکړي.
دوی دا هم وايي چې باید مجرمان باید حساب ورکړي او د بې ګناه خلکو د ژوند خوندیتوب ډاډمن کړي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.