د راشد خان د خواخوږۍ پیغام

راشد خان

64
په ګران وطن باندې د پاکستان بریدونه په کلکه غندم او دغو بریدونو کې د هېوادوالو او کرکټ لوبغاړو د شهادت له کبله سخت خواشینی یم او تسلیت وایم:
د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د ش.هادت له امله ژوره خواشیني څرګندوي، چې له یوې دوستانه لوبې وروسته نن ماښام د پاکستاني رژیم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي.
په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو ګډون ۸ تنه ش.هیدان شوي، او ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوی دی. دغه لوبغاړي نن ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ته راغلي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.
افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بولي، او د شهیدانو له درنو کورنیو، او د پکتیکا له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.
الله (ج) دې شهیدانو ته فردوس جنتونه ورپه برخه کړي، ټپیانو ته دې عاجله شفا ورکړي، او د دې غمیزې اغېزمنو کورنیو ته د زغم، اجر او جمیل صبر غوښتنه کوو.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې، او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کوي او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.
انا لله و انا الیه راجعون

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.