!وټوخـېـږه… وټـوخېـږه ښځه دې طلاقه شوه

لیکوال: عزیز نسین ژباړه: احسان الله ارینزی

28
وټوخـېـږه… وټـوخېـږه ښځه دې طلاقه شوه!

 

قاضي عينكې سمې كړې او پوښتنه يې وكړه:

– ولې دې ښځې ته طلاق وركوې؟

تورن خپله كُرتۍ سمه واغوسته او وې ويل:

– قاضي صيب! د خپل ټوخي له پاره طلاق وركوم!

قاضي چې په خپل عمر كې داسې خبره نه وه اورېدلې، په اريانتيا پوښتنه وكړه:

– اپلتې مه وايه خبره سمه او سپينه وكړه.

– قاضي صيب، خبره سپينه ده. يوازې د ټوخي له پاره! شل كاله كېږي چې دا (شنډه) زما ښځه ده؛ خو خداى نه جار شم په دې دومره كلونو كې يو ځل هم بلاربه نه شوه. زه هېڅ گيله نه لرم او فكر كوم چې تقدير ته تدبير نشته؛ خو مېرمن مې يوه شېبه هم آرام نه پرېږدي او ما  ګرم بولي، د روځې سل ځلې پېغور راكوي:

— خداى ښه پوهېږي تا به په ځوانۍ كې څه كړي وي، چې اوس دې اولاد نه كېږي. ته ما بدمرغه ته وگوره چې له تا شنډ سنډا سره مې واده وكړ او ځان مې په لوى لاس بدمرغه كړ!

زه ډاكټر ته لاړم او دې ته مې ثابته كړه چې عيب يې خپل دى؛ خو دا يې نه مني او نه غواړي چې ځان ډاكتر ته ښكاره كړي. كله نا كله چې زه لږ ټېڼګار وكړم، اعصاب يې خراب شي او وايي:

– ټول ډاكتران درواغ وايي، زه له هغو ښځو څخه نه يم چې ځان ډاكتر ته بربنډ كړم!! مور مې څو كاله د مخه دوه ځلې غبرگوني وزېږول او پلار مې هم د خپل پلار له درې گونو زامنو څخه و؛ نو څنګه كېداى شي چې زه دې شنډه وم؟ خداى خبر چې تا دا جعلي سند په څه چل ول، له كومه ځايه او له څنګه ډاكتر نه راوړى دى، هه؟…

نو قربان ما اوولس كاله حوصله وكړه او چوپ پاتې شوم؛ خو دا درې كاله كېږي چې نوې پلمه يې پيدا كړې ده، په كور كې يې زما په ټوخي بنديز لګولى او وايي:

– ته چې ټوخېږې، اعصاب مې خرابېږي!

هر څو چې ورته وايم:

– گرانې! باور وكړه چې دا ټوخی ارادي نه دی.

نه يې مني او وايي:

– تا له ټوخي څخه كمپوز جوړ كړى دى: آها… آها… اوهو… ههه… او هاهاهاها… دا خو ټوخى نه دى، دا د جاز موسيقي يو ريتم دى چې ما پخوا ډېر اورېدلي. كه يو ځلې بيا وټوخېدې نو ته پوه شه او كور دې!

صيب زه ورته وايم چې د ټوخى مخه نه نيول كېږي. باور وكړه زه دومره ځورېږم چې يو خداى ښه پوهېږي. ته خو پوهېږې چې ټوخى د خبرو- ژړا يا خندا په شان ارادي كار نه دى، په تېره بيا زما ټوخى چې د درې روپو كاتب يم او ارزانه سگرټ څكوم!

قاضي صيب لا مې لومړنى اوهو… اهه… آها… تر خوله نه وي وتلى، چې ښځه مې د عزرائيل په شان سترگې وباسي او چيغې كړي.

– خوله دې وتړه، ټوخى بس كړه….

– قربان دې شم قاضي صيب. زه مجبور شم او خوله بنده كړم. تا نه به يې څه پټوم په يوه شېبه كې مې سترگې رډې- رډې شي، د غاړې رگونه مې شخ ودري، ژر له كوره ووزم، بهر ښه ډېر وټوخېږم او خپل زړه يخ كړم.

بيا لا سم كور ته نه يم ننوتلى چې ښځه مې په غوسه شي:

– بيا دې څه پختې بادولې؟ كه مې بيا ستا ټوخى تر غوږه شو؛ نو غوږونه دې پرې كوم….

– په سترگو… خو…

– خو مو نه غواړي. ته غواړې چې خپل سات تېر كړې. رڼګارڼګ غږونه له خولې باسي! او بيا وايي چې زه ناروغه يم، ته مست يې مست.

– تر پروسږكاله پورې مې ځان ټېڼګ كړ، د كوڅې سماوارگي ته به لاړم او ښه په زوره- زوره به وټوخېدم. د سماوار شاگردان ټول ما پېژني چې څنګه ورشم تود چاى راته كېږدي او وايي:

– وروره چې څومره دې زړه غواړي هومره و ټوخېږه. دومره وټوخېږه چې په زړه كې دې هېڅ ارمان پاته نه شي. موږ پوهېږو چې بده ښځه بده بلا ده!… وټوخېږه…. مه شرمېږه… وټوخېږه.

زه به هره روځ سماوار ته تلم. يوه روځ په داسې حال كې چې د سماوار د كړكۍ څڼګ ته ولاړ وم او ښه په خوند ټوخېدم. ښځه مې لاس په لستوڼي ولیدم او له كوڅې نه يې چيغې كړې:

– خوله دې بنده كړه، مه ټوخېږه….

د سماوار شاگرد ورته وويل:

– او ښځې په تا يې څه؟ دلته خو ستا  كور نه دى، پرېږده چې وټوخېږي.

وروسته يې ما ته چې رڼګ مې تك تور اوښتى و، وكتل او وې ويل:

– وټوخېږه عزیزه… زه درته ژوندى يم. څومره چې ټوخېدلى شې هومره وټوخېږه.

ښځې مې بيا چيغې كړې:

– خوله دې بنده كړه…

او شاگرد راته ويل:

– وټوخېږه… وټوخېږه… چورت مه وهه…

ما ډېره هڅه وكړه چې د خپل ټوخي مخه ونيسم، آن تر دې چې خپل سوك مې غونډ په خوله ومانډه؛ خو څه گټه يې ونه كړه.

له هغې ورځې وروسته مې د كوڅې سماوار پرېښود او د ښار لوى پارك مې د خپل (ټوخنځاى) په توگه وټاكه… خو ښځه مې هملته هم راورسېده او زه يې بيا وشړلم.

قاضي صيب، زه فكر نه كوم چې ته به كله له داسې ستونزې سره مخامخ شوې وې!… ته زما په ستونزه نه پوهېږې….

قاضي صيب! د ډېر ټوخي په وجه له خپلې ښځې څخه دومره بېرېدلى وم، چې ډېر ليرې مې هم د ټوخېدو جرئت له لاسه وركړى و.

يوه اوونۍ د مخه ناڅاپي په دفتر كې سخت ټوخي ونيوم، ژر مې خوله بنده كړه، سترگې مې سرې شوې، د غاړې رگونه مې وپړسېدل او رڼګ مې تور واوښت، د دفتر مامورينو ټوپ كړل:

يو وويل:

– عباسه، ولې؟ … څه در باندې وشول؟!

بل وويل:

– قلم دې نه وي تېر كړى…

– ښايې چې د گوگړو خلي يې تېر شوي وي!

– هلئ… اوبه راوړئ.

– ډاكتر خبر كړئ.

– مالش وركړئ…

– رييس صيب خبر كړئ.

هماغه و چې رييس راورسېد او امر يې وكړ چې زړه يې وموږئ… خو دې كار هم څه گټه ونه كړه.

– راځئ چې لاسونه يې په زور له خولې څخه ليرې كړو. مړ به شي!

-عباسه…

زما خوله بنده وه او خبرې مې نه شواى كولاى. هغه بيا وويل:

– هلكه عباسه! سا وباسه!

– اوبه راوړئ.

كله چې رييس په ډېر زيار زما خوله خلاصه كړه، كانګې راغلې او د رييس جامې مې ولړلې!

بيا نو پنځلس دقيقې پرله پسې وټوخېدم.

كله چې لږ ښه شوم د دفتر انډيوالانو پوښتنه وكړه:

– هلكه شكر دى چې ښه شوې. څه خبره وه؟

– هېڅ، زه خو جوړ- روغ يم. په ما هېڅ نه دي شوي.

جناب رييس صيب په تريو تندي وويل:

– ما په خپل ټول عمر كې داسې ټوخى او داسې كاڼګې نه وې ليدلې!

په هر صورت دا خبره تېره شوه. شپې ته ګاونډی علي خان له خپلو دوو لوڼو سره زموږ كور ته راغلى وو. زما او علي خان مجلس ښه تود شو؛ ځكه دواړه د دوه مخالفو گوندونو پلويان وو؛ خو ناڅاپه بيا دا ټوخۍ راغی. ژر مې لاسونه خولې ته ونيول، سترگې مې سرې شوې او د غاړې رگونه مې وپړسېدل. نږدې و چې وچووم!

علي خان په زاريو راته وويل:

– عباس خانه، ما خو به كومه بده خبره نه وي كړې؟ ولې دې وضعه دومره خرابه شوه؟

زه پرته له دې چې څه ووايم په خونه كې لور په لور وچورلېدم. علي خان بيا وویل:

– عباس… گله،….!

ښځې مې رډ- رډ راته وكتل او چيغې يې كړې:

– خوله دې بنده كړه… مه ټوخېږه او كه نه … غوږونه به دې پرې كړم.

علي خان په زاريو شو:

– عباس خانه، كه ما څه ويلي وي، بد مې كړي. زه خپلې خبرې بېرته اخلم او بښنه غواړم!

رڼګ مې تور اوښتى و، علي خان لا هم زارۍ كولې:

– عباس جانه، وروه، د زړه سره ما وبښه.

ښحې مې وويل:

– خوله دې بنده كړه… خوله دې ټېڼګه ونيسه….

علي خان زما خوا ته راغى، لوڼې يې هم پاڅېدې او يو بل ته يې وكتل. ما د خپلې ښځې له ډاره دعاوې کولې چې د ټوخي غږ مې له خولې ونه وځي؛ خو ډېره بښنه غواړم د ټوخي زور له بله ځايه ووت… هغه هم د دوو مېلمنو پېغلو په مخ كې!!!

دا وخت بيا په عباس د يوه زورور ټوخي څپه راغله، ژر يې لاسونه خولې ته اړم كړل.

قاضي په ډېر خپګان وويل:

– وټوخېږه… وټوخېږه… بېوزله…  سم وټوخېږه.

ښځې مې وويل:

– خوله دې بنده كړه.. ونه ټوخېږې….

د غوندې منشي عباس ته ورغی او لاسونه يې له خولې څخه ليرې كړل. قاضي چيغې كړې:

– وټوخېږه… مه ډارېږه، ښه زړه يخ كړه.

ښځې يې بيا چيغه كړه:

– خوله دې بنده كړه… ونه ټوخېږې چې…

او قاضي په ډاډ ورته وويل:

– وټوخېږه… وټوخېږه.. چې څومره دې زړه غواړي هومره وټوخېږه؛ ځكه ما رايه وركړه چې ښځه دې طلاقه شي!

عباس دومره وټوخېد چې په ژوند كې نه و ټوخېدلى؛ ښځې لا هم چيغې وهلې:

-خوله دې بنده كړه… مه ټوخېږه… پام چې وژنم دې… خوله دې بنده كړه!
                                                                                                 پای

 

هغه ښځه چې په شپږو راغله

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.