ادبیات او مصنوعي ځېرکتیا

نعمت الله صدیقي

34

ادبیات او مصنوعي ځېرکتیا ـ (AI)

د تېر کالم «مصنوعي زېرکتیا» له خپریدو وروسته مې یوه ادبي ملګري راسره رابطه وکړه او د بحث له مثبت ګڼلو وروسته یې اندیښنه دا وه، چې د ادبیاتو په برخه کې زموږ یو شمیر ادبي دوستان ولې له دا ډول ایجاداتو وېره لري او تاکید یې دا و، چې په نوره دنیا کې له دا ډول ذهني ظرفیتونو استفاده عامه او ګټه یې ثابته ده. که څه هم موږ ویلي وو، چې مطلق قضاوت یې په اړه نشي کېدای؛ خو د ادبیاتو په برخه کې یې دغسې وېره نوره په ختمېدو ده؛ بلکې په خپله دغه ځېرکتیا یو ډول د نابللي میلمه په توګه یا د یوه جدي ضرورت په ډول د دغه بهیر برخه ګرځي؛ ځکه خو یې باید په دې «خپله راتګ او ضرورت» دواړو ډولونو ورسره تامل ته غاړه کېږدو.

تامل په دې مانا چې که خپله راځي؛ مقصد یې څه دی؟ او که زموږ ورته ضرورت دی؛ نو په کوم ډول او کچه ورته اړتیا لرو؟ دا دواړه هغه پوښتنې دي، چې که په شعوري او علمي ساینس یې جاج وانخیستلی شي؛ قوي امکان لري، چې له بدو مو لا پسې په بدترو نتایجو واړوي او دا طبعي هم ده، چې که د یوه ارزښت وجودي منطق یې هر څومره مثبت یا منفي وي؛ خو چې ورسره چلن یې په علمي واقعیت نه وي، اندیښنې یې رښتینې ثابتېږي او ګټې یې هم حتی د بېلارېتوب سبب ګرځي.

خو تراوسه چې یې زموږ په ادبیاتو کې لږ و ډېر څرکونه وینو او تجربې یې ثابتوي؛ نو اغېز او عمل دواړه نسبتاً په یوه ابتدایي یا په کمزوري حالت کې دي؛ چون دا یې لومړنۍ مرحلې دي، وېره یې هم همدا ده، چې مخته به څه کېږي؟ خو دلته دا توپیر هم مهم دی، چې د ادبیاتو تحلیلي او تفسیري اړخ یا په اصطلاح علمي خواوې خو یې تر څه حده یو څه ګوزاره کوي؛ ولې تخلیقي اړخ یې بېخي صفر دی، همدا علت دی، چې ډېره کله یې په اړه په ستاینه او اندیښنو دواړو کې مبالغه هم کېږي.

زه د پښتو ژبې یو لیکوال پېژنم، چې تقریباً تر اتیا سلنه استفاده یې په خپلو علمي لیکنو کې له همدې ایپونو ده، په تېره له چټ جي پي ټي؛ خو یو بل لیکوال چې په نقد لیکلو هم مشهور دی، ډېرو خلکو ته یې په لنډه وایي، چې ستا دا کیسه یا شعر او یا دا او هغه هنري فنپاره یې ستا نه ده؛ بلکې دا دې پر چټ جي پي ټي لیکلې ده. د دې دواړو لیکوالو له یادولو مې منظور دا دی، چې دغه بهیر د خلکو خپل طبعي ظرفیت او تخلیقي قوت دواړه هم په خپله او هم د نورو په اړه له ځانه سره د شک و شککو جنجالونه هم راوړي دي؛ مثلاً لومړی لیکوال په خپله هم قابل لیکوال دی، که یې کوښښ کړی وای، همداسې لیکل کولای شي؛ خو د دویم نقاد لیکوال خبره هم سمه نه ده؛ ځکه چې دای کوم څه یادوي هغه داسې هیڅ کوم ایپ یا دغه ځېرکتیا نشي لیکلی.

دلته دا هم معلومېږي، چې موږ کاملاً له دغه بهیره نابلده او په ابتدایي حالت کې یو او یې بېخي نه پېژنو؛ کنه په اړه یې دغسې استفاده او یا یې په تور نور تورنول هیڅ کومه منطقي نه ده.

لکه مخکې چې مې وویل مصنوعي ځېرکتیا نه په تخلیقي ژانرونو کې د یوه لیکوال سبک یا اسلوب اخیستلی او لیکلی شي او نه لکه د یوه طبعي پنځګر په څېر خیال او فکر پنځولی شي، البته زاړه خیالونه سره منسجم کولای شي. همدا ډول په علمي او تحلیلي برخه کې هم له دوه ځانګړنو پرته چې یو یې د معلوماتو ډیټا او مکالمه ده او بل یې فني یا تخنیکي چارې دي، بل هیڅ کوم کمال نه لري؛ شاید تاسې یې همدغه څه کمال وبولئ؛ خو ولې تېز او ساینسي ذهن لرونکي عالمان پوهېږي، چې دا په خپله همدغه ځېرکتیا هم په احتمالي ډول او بڼه د کارونکیو لپاره په لاس ورکوي، چې معتبر علمي او اکاډمیک هیئت او هویت به یې لا په اسانه لاسوندونه تثبیت نه کړي.

د مصنوعي ځېرکتیا کاروپوهان وایي، چې دا لکه الگوریتم، چې د لارښوونو یوه منظمه لړۍ وي او د معلوماتو په اساس پایلې تولیدوي؛ خو خپل طبعي شعور او د فېصلې ځواک نلري؛ خپلواکي یې نشته، اصلاً خپلواکي د انسان د هستۍ هغه “احساس” دی، چې ده ته د خپل موجودیت ادراک ورکولای شي. مثلاً موږ چې کله یو ساده عمل هم ترسره کوي، لکه خوارک یا څښاک، نو دا یوازې یو بیولوژیکي تعامل نه وي؛ بلکې یو حسي او تجربوي حالت هم ورسره وي. مانا مصنوعي ځیرکتیا بیا دا اړخ بېخي نه لري او یوازې همغه معلومات پېژني، چې دته ورکړل شوي او له خپلو تجربو بې برخې وي.

تجربه هغه څه ده، چې په ادبیاتو کې یې د یوه پوخ بحث په توګه ځای نېولی؛ بلکې ویلی شو، چې هر پنځونه یې د یوې بېلې او جلا تجربې په ډول د هر فرد د خپلو احساساتو او عواطفو محصول ده او همدا فردي خلاقیت یې ده، چې انسان ته یې د نوښت او تخلیق توان ورکړی دی، که څه هم ځینې وخت د مصنوعي ځیرکتیا د دقیقو تخلیقي پایلو ستاینه هم کېږي؛ خو دا مو باید هېره نه وي چې دا دقیقوالی یې د “ پخې یا سوچه انسانې تجربې” ځای نه شي نیولی.

همدا ډول د مانا په اړه هم دا خبره کېدای شي، چې مثلاً مصنوعي ځیرکتیا نړۍ د معلوماتو او محاسبې له زاویې ګوري؛ خو انسان یې د مانا له پلوه ویني، د بېلګې په توګه “مینه” د ماشین لپاره یوازې یوه کلمه ده، چې احصایوي ارزښت لري؛ خو د انسان لپاره یو ژور وجودي واقعیت دی، لهذا همدا توپیرونه دي، چې د انسان د تخلیقي قوت پر وړاندې یې مصنوعي ځېرکتیا مصنوعي کړې ده.

همدا ځای دی، چې دلته اوس هغه اندیښنه هم مهمه نه ده، چې ګنې ماشین به د انسان ځای ونیسي؛ بلکې انسان به خپله د ماشین کچې ته راټیټ شي. مثلاً که موږ خپل فکري او عملي فعالیتونه یوازې معلوماتو، الگوریتمونو او چمتو شویو ځوابونو ته وسپارو، نو دا به زموږ د شعوري ظرفیت او د تخلیقي بصیرت د کمزورۍ لامل وګرځي. په بله مانا، اندیښنه د “انسان لرونکي ماشین” نه ده؛ بلکې د “ماشین لرونکي انسان” ده.

په پای کې یو ځل بیا وایم، چې زموږ هدف هیڅ وخت باید دا نه وي، چې ګنې موږ د مصنوعي ځېرکتیا پر وړاندې وېره خپره کړو او یا ورته دومره خوشبین واوسو، چې د مثبت او منفي په اړه یې له یوې مخې په یوه اړخ یا بې طرفه پاتې شو، بلکې هدف دا دی، چې له خطرونو او اندیښنو سره سره زموږ د تخلیقي او علمي یا تخنیکي کارونو په اسانتیا کې مهم رول لوبولی شي؛ خو دا زموږ د شعور، تجربې او مانا ځای نه شي نیولی، په تېره تخلیقي ادبیاتو کې؛ نو که چیرې موږ دا تفکیک په شعوري او علمي ډول درک کړای شو او په مثبت او منفي اړخونو یې وپوهېدو؛ نو نه یوازې به له بې ځایه وېرې خلاص وو، بلکې د دې ټکنالوژۍ ګټې به هم په سمه توګه مدیریت کړای شو.

کالم/ رنسانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.