د فرانسې د یوه معتبر پوهنتون له لوري د “آزادۍ” تر سرلیک لاندې کلنۍ جایزه سږکال د زده کړو افغان فعال، مطیع الله ویسا ته ورکړل شوه.
د معلوماتو له مخې، دغه جایزه هر کال د بېلابېلو هېوادونو نوماندانو ته د انلاین رایو له لارې ورکول کېږي.
ویسا وکولی شول د چین او امریکا له نوماندانو سره په سیالۍ کې د نړۍ له ۷۵ هېوادونو ۱۸ زره او ۷۰۸ رایې ترلاسه کړي او د ۲۰۲۶ کال د اتم پړاو سیالیو لومړی مقام خپل کړي.
یاده جایزه د آزادۍ، ټولنیز عدالت او مدني ارزښتونو په برخه کې د اغېزناکو فعالیتونو د ستاینې په موخه ورکول کېږي.
د زده کړو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د هغه دا بریا د افغانستان د هر هغه ماشوم بریا بللې ده چې د قلم او کتاب تنده لري.
مطیع الله ویسا څو میاشتې وړاندې د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني د نړیوالې جایزې په نهم پړاو کې د ځوانانو د نوښت او مشارکت برخه کې هم د فساد پر ضد د مبارزې جایزه ګټلې وه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.