رغښتواله او پنځګر له زړو دلیلونو سره

نعمت الله صدیقي

33

سلیم راز مرحوم دې خدای وبخښي، له ننګرهار پوهنتون ورسره غږېدم، په خبرو خبرو کې مې ورسره د خپل لسانس د دورې د پایلیک «د متن سپړنې هنر» موضوع یاده کړه، چې دوی یې د اردو په اثر ساختیات او موږ یې راغښتواله بولو، بې له مقدمې او په ترخه خندا یې راغبرګه کړه «دا دې څه جګ وهلي» چون زه د راز صاحب له مترقي ادبي موقف او دریځ خبره وم، نو ځکه مې یې په اړه ورسره چندان اوږده نه کړه.

ناګار صاحب ته مې هم یو وخت د ده په غوښتنه همداسې یو څه مقالې او کتاب ورکړی و، چې د بیا راکړې په وخت یې ورسره یو وړوکی غوندې یادښت لیکلی و، چې همداسې یو څه شکایت په کې وو، چې ګنې «غربي ادبي مکاتب او تیوري به زموږ څه په ښه شي» فکر کوم هغه وخت مې له ناګار صاحب سره هم د ده د سوچه اسلامي تمایل له مخې دا بحث تبادله نکړای شو؛ البته له هغې راپه دېخوا مې بیا په ګڼو ادبي مقالو او لیکنو کې په دې اړه خبرې وکړې، چې څنګه په کومه کچه د غرب ادبي مکاتب او تیوری استفاده کولای شو؟

اوس چې نبېل خان هم له همداسې یوه فکره په رغښتواله (ساختیاتو) او په مجموع کې د غربي تیوری او مکاتبو په تبلیغ متهم کړی یم او دا تیورۍ یې هم زموږ له زماني او مکاني واقعیتونو او یا د ده په اصطلاح له (معروض) لرې ګڼلي؛ نو د ځان سپیناوي پر ځای یې دغه موضوعي روڼاوی ځکه مهم او تکرار ګټور بولم، چې اوس نو دا دی دا په یوه اجتماعي مغالطې اوښتی فکر دی او دا مغالطه هم د نبېل خان خپله مغالطه نه ده او نه دا د مترقي یا په خاصه اصطلاح کمونسټ فکر او لیدلوری یې یوازې مخالفت کوي؛ بلکې په اردو ژبه او ادبیاتو کې دا بحث بېخي د یو مکمل ډسکورس بڼه اخیستې ده، چې د ترقي پسند لیکوال محمد علي صدیقي او اسلامي روایت ته نږدې نقاد محمد حسن عسکري د دواړو لیدلوریو او روایتونو په لیکنو او مباحثو کې یې ځای او مخالفت په همدې ایډیالوژيک تمایل شته. اصلاً دا ستونزه دې تیوریو کې دومره نشته؛ لکه څومره چې یې دا ایډیالوژۍ په خپل سطحي چلن او ناسم پوهاوي په هغه دغه دلایلو رد کوي.

زما له ادبي مقالو او لیکنو سره بلد لوستونکي پوهېږي، چې په دې اړه زما موقف دا دی، چې هیڅ ادبي او په ځانګړي توګه تنقیدي تیورۍ باید هغسې خپلې نه کړو، چې ادبي او فني تړاوونه، رابطه او ګټه مو یې ورسره ثابته نه وي؛ ما د دغسې تړاوونو، تیوریو او نظریاتو په اړه په کراتو کراتو د فلټر یا صیقل کولو خبره هم کړې ده؛ البته په دومره توپیر چې لومړی خبره او اهمیت مې ادبي او هنري ارزښتونو ته ورکړی دی او بیا مې یې په اړه د فکر او واقعیتونو خبره کړې ده او ممکن زه په دې برخه کې ځکه ځانکړی وم، چې زه اول د ادبیاتو خپل تمایل رغوم او بیا یې ورپسې فکري او ایډیالوژیکو خواو ته پام کوم او هغه هم هغه وخت چې که ضرورت و؛ کنه معاصره ادبي تیوري مضمون یا خبره هغومره اهمیت نه ورکوي؛ ځکه چې دا د مانا په زمره کې راځي او مانا د هر چا خپله خپله هم کېدای شي، شاید چې د نبېل خان غوندې له ادبیاتو سره په دویمه درجه علاقه لرونکي لپاره دا خبره ډېره په زړه پورې ځکه نه وي او یا یې پام نه وراوړي، چې داسې خلک ادبیات هم د خپلو ایډیالوژیو په خدمت کې استعمالول غواړي او خپلې ایډیالوژۍ دومره معذوره کړي وي، چې هر څه ته له همدې یوې زاویې ګوري؛ بلکې په بله یې لا سره هم نه خلاصېږي، زه په دې اړه یو مثال هم ورکوم؛ خو لومړی همدا خبره سپینوو، چې مثلاً موږ چې کله ادبي تیوری او یا یې ادبي نظریات یادوو؛ نو ولې یې په نورو فکري ماهیتونو تر اثر لاندې متونو ته ورننوځو، ولې ادبیات د خپل اصل هیئت او ماهیت له مخې د یوه بېل او خپل هویت او ارزښت وړ نه دي؟ بیا په تېره دغسې ثابتې ادبي تیوری خو نارې او سورې وهي، چې دوی ادبي او هنري هویتونه لومړی او دا نورې خبرې یې ضمني یا اضافي یا ښه ده ووایو د بېلابېلو برخو دي.

دا ادبي تیوریو په اړه یوازې دا پروپاګنډه کول، چې ګنې دا غربي یا زموږ له واقعیتونو او معروض سره سمون نه خوري، هغه وخت سم خبره ده، کله چې خبره د فکر او ایډیالوژیو وي، موږ چې کله د ادبي نظریاتو خبره کوو؛ نو په دې پوهېږو، چې ادبیات له فکري مسیر وراخوا یو بل افاقي حیثیت او هویت هم لري، چې هنري او ادبي هویت یې بولي، په دې کې د فکر یا مضمون هغه خبره وروستۍ وي، هر کله چې د ادبیاتو په برخه کې دغسې یو توپیر یو څوک وپیژني هغوی بیا کله هم د غرب د زماني و مکاني قیدونو خبرې ځکه نه وي، چې دا اصلاً کوم مهمه یا ورسره تړلې خبره نه وي.

دویمه خبره دا ده، چې دغسې موضوعات داسې شاربل چې د خپلو ایډیالوژیو له عینکو یې یو څوک ګوري د واقعیتونو پر ځای د خپلو ایډیالوژیو دروغجن تعریفونه یې ورته جوړوي او یو ډول واقعیتونه پرې منحرفوي او جالبه یې بیا دا وي، چې په همدې منحرفو واقعیتونو باندې دوی دومره ډاډه او زړور وي لکه دا چې رښتیا وي، حال دا چې واقعیتونه برعکس وي؛ مثلا د ساختیاتو (رغښتوالې) په اړه د نبېل خان دا تعریف ټول کمونسټان یا مارکسي نقد ځکه باید دغسې وکړي، چې دا د دوی نظریاتي مجبوري وي او دا هغه غلط تعریف وي، چې د دوی د ټول بحث اساس یې ورغلط کړی وي، دای لیکي:

“دلته کښې بنيادي مسٸله صرف د يوې نظريې د تفهيم نه ده بلکه د هغې د علمياتي بنياد او تاريخي مادي پس منظر ده. ساختيات چې د کومې ټولنيزې، لساني او فکري ودې نتيجه ده د هغې تعلق د يورپ د مخصوص تاريخي تشکيل سره دے چرته سرمايه دارانه ترقي، د لساني علمونو د پېش رفت او د ساٸنسي طريقه کار يوه خاص سطح موجود وه. ددې تناظر نه بغېر ساختيات صرف “د مطالعې د يوې طريقې” په طور اخذ کول په اصل کښې ددې جوهر مسخ کول دي.”

اوس دا که د نبېل خان نظریاتي معذوري نه وی؛ حتماً یې په دې موضوع ځان پوهاوه او دومره مغالطوي خبره خو یې بېخي نه کوله، چې مطالعوي میتود یې د دې تیوری د جوهر مسخه بللې وه او دویم یې ساختیات صرف د یورپ د خاص او تاریخي تشکیل په اساس ټولنیز او فکري پیلامه ګڼلې وه؛ اصلاً دای نه پوهېږي، چې ساختیات که څه هم د اروپا د ځانګړو تاریخي شرایطو محصول دی، خو یوازې په همدې چوکاټ کې محدودول یې یو اړخیز تعبیر دی، بلکې په شالید کې یې لومړی د فردېناند دې سوسور (Ferdinand de Saussure) ژبني مطالعات وو، چې وروسته بیا دغه موډل د بشرپوهنې او ټولنپوهنې ترڅنګ په ادبي مباحثو کې هم د یوې ادبي تیوری په توګه باقاعده مطالعوي بنسټ ږدي؛ چې په عملي توګه یې د متن د تحلیل او متن سپړنې منظم طرز وړاندې کاوه او تمرکز یې پر جوړښتونو، اړیکو او نښو و، نه پر تاریخي یا اقتصادي شرایطو؛ بلکې ادبي ساختیات په ټوله کې له دغسې بربنډو اصطلاحاتو سره مخالف وو او دا مخالفت یې هم د استدلال لپاره خورا لوی داستان لري. مانا دا چې نبېل نه یوازې د ساختیات تعریف د خپلې ایډیالوژۍ د تمایل په اساس غلطوي؛ بلکې له شالید یا پس منظر یې هم نه دی خبر، ځکه ساختیات یوازې ټولنیزو او فکري شرایطو سره تړل او یا یې یوې برخې ته نه شي محدودېدای؛ بلکې بېلابېلې برخې او تطبیقي ساحې لري؛ اوس یې که یو څوک یا یوه فکري نظریه یوازې د خپل مادي او تاریخي پس منظر تابع بولي، نو د هغې علمي خپلواکي او عمومیت خو یې له منځه ویوړ؛ نو څه پکار چې هسې په هسې یې متنازع کړو؛ بلکې معقولیت دا دی، چې هره برخه یې د خپلو اصولو او ځانګړنو پر بنسټ خبره وکړي؛ مثلاً کله چې د ادب خبره کېږي، بحث باید خپل ادبي ارزښت او ادبي معیارونه ولري، نه دا چې موږ یې په زور بلې ساحې ته واړوو او نور نور شالیدونه او ایډیالوژیک ارزښتونه یې ورسره وتړو.

نبېل خان په همدې ناسم تعریف او اساس اصل خبره د پنځګر یا مصنف په اړه هم کړې ده، چې ګنې موږ یې په پټو سترګو تقلید کوو او دې سره زموږ کوم واقعي او فکري معروض نشته، دا همغه بچګانه او غلطه اخیستنه ده، چې که څه هم ځواب یې له پورته خبرو یعنې د (ادبي اهمیت او هویت په اساس) بل څه نشي کېدای؛ خو بنده په دې خپه شي، چې په دې اړه خو زما نور زړه شین شو او نور تکرار خو یې شرم دی؛ یعنې اوس د دومره ساده خبرو ځواب سړی څنګه ځواب کړي؛ خو دا مغالطه هم د نبېل خپله نه ده؛ بلکې په نورو ژبو کې هم له دې معما جوړه ده؛ اما زه ادعا کوم، چې دا مضمون ما په مختلفو لیکنو کې په ډېر اسانه او سلیس ډول څېړلی؛ خو له بدمره دا دی موږ یې په اړه اعتراضات هم له نورو ژبو رااخلو او خبره هم د خپلو واقیعتونو کوو، اصلاً د پنځګر د مړینې معاضله د رولان بارات وه، چې بنسټیزه مدعا یې د ادبي متن مانا ته وسعت ورکول وو یا په بله وینا د یوې او وحدې مانا په اړه یې ډېرو ماناوو ته لاره ورکوله، دا څومره لویه خبره ده؛ مثلاً که په یو متن کې یوه مانا د راز صاحب وي او بله د ناګار صاحب او دوی دواړه د متن مانا د خپلو فکري تمایلاتو په اساس پر متن یا پنځګر ورتپله او تاکید یې هم دا و، چې دواړه د خپلو واقعیتونو په اساس سم هم وایي؛ نو څه فکر کېږي، چې دا متون او ماناوې به د شخصي تمایلاتو او ایډیالوژیکو باورونو په اساس د همداسې فردي او ایډیالوژیکو جنګونو ډګرونه نه وی؟ دا خو همدا میتود دی، چې د خلکو له خپلو ماناوو سره سره یې ادبي متون له داسې جنجالونو ساتلي دي او د ادبیاتو خلاص هویت یې ثابت کړی، اوس په دې کې به د معروض یا زموږ د ټولنیز موقف دلیل څه وي؟ چې ګنې دا یې زموږ هغه سره سمون لري یا یې نه لري؛ خو مانیز میتود دی، هر څوک له متن خپله خپله مانا اخلي، د پنځګر یوه مانا مهمه نه ده او دا هم بیا بېله خبره ده، چې مانا څه ده؟ د لوستوال محوره کره کتنې یو وروستۍ دلیل خو دا هم دی، چې مانا اصلاً مفهوم نه دی؛ بلکې اغیز دی، نو څه به کوو، دا هر څه همداسې په زوړ حالت پرېږدو؟

اصلاً د نبېل نقد په ساختیاتو نه یوازې د ده نقد نه دی؛ بلکې دا نقدونه اوس ډېر زاړه او فرسوده استدلالونه لري او تقریباً په منطقي دلایلو رد شوي هم دي، بله خبره دا ده، چې دا کوم ادبي مدعا هم نه لري، مخصوص یا ځانګړی ایډیالوژیک اثر دی، دا خبره ځکه کوم، چې زموږ ادبي مباحث له دغه اثراتو راوتلي، دغسې فکر او بحث زموږ د ادبي تیوریو او کره کتنو بحث نشي کېدای، البته یو څه ورو دي؛ خو له یوې مخې داسې هم نه دي لکه ملکری نبېل چې اوس اوس ورته له خپلې ایډیالوژی ګوري، وروستۍ خبره هم دا چې دا ډول پوښتنې او مباحث د اتلسمې یا نولسمې پېړۍ خو کېدای شي؛ خو د یوشتمې څه چې د شلمې هغه یې هم نشي کېدای؛ ځکه نو دا هم باید روښانه وي، چې دا بحث که څه هم په شاربلو نه ارزي؛ خو مغالطې دې یې بېخي عامې نشي او په همدې دلیل موږ دا خبره ستاسې مخ ته د یوه مثبت روایت د سمون په خاطر کېښوده.

ډېره مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.