-
د ایوان اکا کیسه
د (ګره مياچيلوګ) كلى د ټيټې غونډې شا ته ورك شو او داسې يوه پراخه شنه سيمه د (داويدوف) مخې ته وغوړېده، چې سترګې يې په ليدو ستړې كېدې. داويدوف په داسې حال كې چې د بوټو او لندې تورې خاورې په بوى كې سا ويستله، هغه زړې ادېرې ته ځير شوى و، چې لږ ليرې پرته وه. د ادېرې خاورينو كوچنيو – كوچنيو غونډيو، چې له ليرې څخه آسماني شنې ښكارېدې، داويدوف ته د (بالتيك) سمندر مستي او طوفاني څپې ور په ياد كړې او ناڅاپه له ليونيو احساساتو سره مخامخ شو. سوړ اسويلى يې ويست او خپلې ستومانې سترګې يې بله خوا واړولې. وروسته يې په آسمان كې يوه وړوكى تور شى ولید. هلته د غرونو يو تور گوربت، ډېر هسك په خپل ځانگړي او پرتمين يوازېتوب كې، داخوا هاخوا الوت او ورو – ورو ځمكې ته نږدې كېده. د دې ګوربت ځاله په اديره كې وه.
د باد څپې په گوربت لگېدې او د ده تورې او ځلېدونكې بڼکې يې لا هم ځلولې. گوربت د ختيځ په لور روان و او د لمر په وړانگو كې داسې ښکارېده، لكه د وزرونو څخه يې چې سپين بڅركي پورته شيندل كېږي.
داويدوف په داسې حال كې چې پراخه دښتې ته په خوند ځير شوى و، د درې د پراخوالي، د شین رنگه زړې اديرې، د بوټو د خوځېدو د غږ او د آسمان په زړه كې د تور گوربت د الوتلو په وړاندې، ډېر خوار او وړوكى ښكارېده.
له (لوشكا) سره د ده مينه، بېلتون، غم او د هغې د بيا لېدو وركې هيلې، دا ټول ده ته بېځایه وبرېښېدل او ځان ورته د يوازېتوب او بېلتانه په توسن مظلوم ښكاره شو. ډېر كاله پخوا به چې دى د تورې شپې په زړه كې، له خپلې بيړۍ څخه د آسمان او سمندر په ننداره بوخت و، همدا احساس به يې درلود؛ خو اوس له هغه وخته ډېره موده تېرېږي او هغه خاطرې د روياګانو په څېر د ده په ياد دي.
د لمر تودوخه لږ ډېره شوې وه. سوړ باد الوت. د داويدوف سر ځړېدلى او په سوچونو كې ډوب و. گاډۍ يې د درې له خاورينو واټونو څخه تېرېده او دى يې له يوې خوا څخه بلې خوا ته غورځاوه.
د گاډۍ آسونه ډنگر او زاړه وو. د گاډۍ چلوونکی (ايوان ارژانف) د گډې كروندې بزګر، په خوله غړند او ساده سړى و. ارژانف د آسونو قيزې كلكې نېولې وې او ورو – ورو يې ځغلول. د لارې په نيمايي كې داويدوف له خوبه پاڅېد، ستومانه و او وې وېل:
– ايوان اکا! هندارې خو دې نه دى بار كړى چې دومره ورو ځې؟ پرېږده چې اسونه وځغلي.
ارژانف سترګې ورواړولې او وې ويل:
– هو، پوهېږم چې څنګه هنداره مې بار كړې! كه ته د كروندې مشر وې يا نه وې، ما ګړندي تګ ته نه شې اړویستلاى.
– ما كله ګړندي تګ ته هڅولې يې؟ خو اوس چې مخ په ځوړ ځو، پرېږده چې اسونه لږ وځغلي، ګاډۍ خو تشه ده، پروا نه لري.
ارژانف لږ غلى شو او بيا يې وويل:
– په خپله آس ښه پوهېږي چې كله ورو ولاړ شي او كله ګړندى!
– عجب؛ نو ته ولې هلته ناست يې؟… او قيزه دې ټېنګه نيولې ده. هله قيزه ما ته راکړه!
– قيزه مې ځكه نيولې چې آسونو ته لاره وښيم او كه ته نه غواړي چې څنګ ته دې كينم، ښكته كېږم او په پښوځم؛ خو قيزه نه شم دركولى.
– ولې يې نه شې راكولى؟
– ته خپله قيزه بل چا ته سپارئ؟
– كومه قيزه!؟
– د ټول كلي قيزه ستاسو په لاس كې ده. خلكو په تا اعتماد كړى او د اړتيا وړ ټولو شيانو د برابرولو واك يې تا ته دركړى دى. آيا ته دا قيزه بل چا ته سپارئ؟
– نه! ما كله له تا د قيزې د نيولو غوښتنه كړې؟
– نو هيله كوم چې له ما يې هم مه غواړه.
– ښه. فرضاً په كلي كې اور لګيدلی. ته به اوبه هم په داسې له شرمه ډك تګ ورته راوړې؟
– د اور په وخت كې زما په شان خلك، په اوبو پسې نه استول کېږي.
– نو څوك استوئ؟
– ستا او (كارنګولنف) په شان خلك.
– ولې؟
– ځكه چې تاسو له ځغاستې او ځغلولو سره مينه لري.
داويدوف كټ – كټ وخندل او وې ويل:
– ښه. كه كلي اور واخلي، يوازې زه او (ماكار) به يې وژنو؟
– يه. ولې تاسې دواړه! تاسې په ګاډيو سپرېږي او اس هومره ځغلوي، چې ټولې اوبه شړپ – شړپ تويې شې او ځمكې لندې كړي. بيا نو هغه وخت دا موږ بزګران يو چې مټې بډې کړو او اور ووژنو. دا كار يوازې (رازميوتنف) اداره كولاى شي او بس.
داويدوف په دې فکر كې ډوب و، چې خلك ولې ارژانف بې عقله او ساده بولي!
او پوښتنه يې وكړه:
– ښه څنګه يوازې رازميوتنف دا كار كولاى شي؟
– ته هوښيار سړى يې؛ خو ژر فكر نه شي كولاى. په داسې وختونو كې بايد كار هغو كسانو ته وسپارل شي، چې د خلكو په ژوندچارو او روحیه سم پوه وي. تاسو او ماكار تل په ژوند كې ځغلي. شپه او ورځ کرار نه یاست او نورو ته هم آرامتيا نه غواړې. ښه بيا هم كه اوبه راوړې چې موږ اور پرې ووژنو، لوى كار به مو تر سره كړى وي؛ ځكه اور بې اوبو نه شي وژل كېداى؛ خو اندري رازميوتنف تل د منډې په حال كې وي او بې له قیزې كار نه كوي. د اوروژنې په وخت كې لاس تر زنې ږدي او امرونه كوي. دا امرونه هر څه ګډوډوي… هو، همدا يې كار دى او بس؛ خو موږ … بزګران پرته له چیغو او شورماشوره خپل كار كوو. خپل كار پاى ته رسوو. هو دا موږ يو چې اور وژنو!
داويدوف د ارژانف خندنيو سترګو ته ځير شو او په خندا يې وويل:
– ايوان اكا! ته ډېر تېز يې!
– ته هم ښاغلى داويدوف، دومره ساده نه يې!
دا وخت داويدوف ډاډه شوى و چې ارژانف ګاډۍ نه ځغلوي؛ ځكه غلى شو. ارژانف به كله پلى روان و او كله سپور.. دواړو د كروندو او كرکيلو په هكله خبرې كولې. بيا نورې خبرې يادې شوې. ارژانف ښه لگيا و؛ خو ټولې خبرې يې غيرعادي او د خپل ځانګړي انددود له مخې وې. لږ ځنډ وروسته كرونده ښكاره شوه، داويدوف پوښتنه وكړه:
– رښتيا ايوان اكا ته تل همداسې ورو دورمې؟
– هو، همداسې ورو.
– كه تا مخكې زه پوهولاى واى، له تا سره نه راتلم.
– زه هېڅكله د ځان په هكله خبرې نه كوم. دا دي هر څه دې په خپلو سترګو وليدل. بيا به نه راځې.
– ولې دومره ورو درومې؟
– ډېر كاله پخوا موږ يو تركاڼ ګاونډى درلود. د کمال خاوند و؛ خو ډېر شراب يې څښل. كله به يې پرېښوول او بيا به يې شروع كړل. ان تر دې چې یوه ورځ یې خپل كميس، د يو غوړپ شرابو د پاره پلورلی و.
– ښه!
– خو زوى يې هېڅكله شراب نه خوړل.
– اصله خبره وكړه.
– ښه. پلار مې د آس د سپرلۍ او ښكار ليونى و. هغه وخت چې سرتيرى و، څو ځلې يې د لوبو لومړنئ تمغې گټلى وې. وروسته بيا د كلي د لوبو اتل و. خداى يې دى وبښي، زه يې زوى يم. يو وحشي قزاق و. هر سهار به يې خپل برېتونه په تودو مېخونو تاوول. تل به يې د خلكو او په تېره بيا ښځو په مخكې ښكلې جامې اغوستې. تكړه ښكاري و.
د آس په ځغلولو كې يې سارى نه درلود. د اړتيا په وخت كې به يې خپل زوړ يرغه آس زين كړ او څو ځلې به يې په انګړ كې وڅرخاوه. بيا به آس د مرغه په شان والوت او له سترګو به الوينا شو. د آس له ورو تگ څخه يې بد راتلل. څلورويشت كيلومتره به په تاخت ولاړ او بېرته به راغى. د هوسۍ په ښكار مين و. يا به يې هوسۍ په غشي ويشتله او يا به يې د آسونو تر پښو لاندې ایساره كړه. څو ځلې له آسه وغورځېد او ژوبل شو؛ خو د آس له سپرلۍ او ښكاره تېر نه شو.
زما په ياد دي چې زموږ شپږ آسونه د منډو په وخت كې مړه شول. دې پېښو موږ تاواني كړو. يو كال په ژمي كې دوه آسونه په كنگل باندې وغورځېدل او د لاسه ووتل. كله به چې كوم آس مړ شو، پلار به زين په اوږه اخيستى او پلى روان و. زما مور به د هر اس په مړینه، د خپل يوه عزيز د مرګ په شان ژړل؛ خو دې ژړا زما په پلار هېڅ اغيزه نه درلوده. دوه درې ورځې به په كور پريووت او بيا به ښكار ته روان شو.
– څنګه آسونه مړه كېدل او پلار دې ژوندى پاتې كېدو؟
– هو، آس ډېر غټ او دروند دى. كله چې د چارنال په وخت كې لوېږي، لومړى څو ځلې اوړي او بيا مري؛ خو په داسې وختونو كې به زما پلار ځنې ټوپ كړل او په ځمكه به بېسده پريووت. ډېر زړور سړى و، لكه چې هډوكې يې له وسپنې څخه جوړ شوي وو…
داويدوف د ستاينې په ډول وويل:
– ښه پياوړى سړى به و؟
– ښه پياوړى و؛ خو تر ده نور پياوړي هم پيدا كېدل.
– څنگه؟
– زما پلار د كلي قزاقانو وواژه.
– ولې؟
– هيله كوم يو سګرټ ما ته هم ولګوه.
– ته خو سګرټ نه څكوې.
– كله نا كله يو نيم دود وهم. كله چې دا پخوانۍ کیسې يادې شي، خوله مې وچه او ترخه شي. ښه تا پوښتنه وكړه چې پلار مې ولې ووژل شو؟ هغه واقعاً د وژلو وړ و!
– څنګه؟
– د يوې ښځې له پاره. يوه ښځه د ده ملګرې وه او د هغې خاوند پوه شوى و. هغه سړي يوه شپه د خپلو دوو وروڼو په ملتيا، د سيند په غاړه هومره وهلى و، چې تر سهاره په كنگل ځمكه بېسده پروت و. سهار و چې خلكو كور ته راوړ. په وسپنو يې وهلى و. ټول پړسېدلى و. يوه اوونۍ وروسته يې دوه درې خبرې وكړې او خپل خپلوان يې وپېژندل. ورو – ورو ښه كېده. دوه مياشتې په ځاى پريووت. لږ خبرې يې كولې او له ستوني څخه يې وينې راتلې.
خپلوانو به پوښتنه كوله چې فيودوره! چا ووهلې او ولې يې ووهلې؟ … چې موږ دې كسات واخلو؛ خو دى به غلى و. كله به مې چې مور نه وه، ده به ويل:
– هېڅ مې په ياد نه دي؛ خو ما ډېرې پردۍ ښځې …
مور مې څو ځلې ورته وژړل چې:
– ګرانه! فيودوره! ته د هغه خلكو نومونه واخله، چې زه لاړې ور تو كړم.
خو پلار به مې د ماشومانو په څېر ونازوله:
– زه څه پوه شوم چې هغه څوك وو؟ تياره وه او له شا يې حمله وكړه.
او كله به يې وويل:
– ګرانې ولې مې پخوانۍ تېروتنې بيا بیا يادوې؟ زه د خپلو ګناوو پايلې وينم.
مور مې د سيمې كشيش راوغوښت؛ خو پلار مې هغه ته هم دا خبره و نه كړه.
– ته څه پوه شوې چې پلار دې كشيش ته څه ويل:
– زه د خپلې مور په لمسون د پلار تر كټ لاندې پټ وم. مور مې هيله درلوده چې ګوندې زه به د خپل پلار قاتلين وپېژنم. كشيش ډېرې پوښتنې وكړې؛ خو پلار مې پنځه ځلې وويل: (پلاره ګناهګار يم!) او بيا يې له كشيش نه پوښتنه وكړه:
– پلاره! هلته په بله دنيا كې آسونه شته؟
كشيش په غوسه شو:
– او د خداى بنده ته څه وايې؟ بله دنيا او آس؟
پلار مې په پاى كې وويل:
– نو هلته آس نشته! زه به هلته شپون شم. كه هلته شپني هم نه وي هېڅ كار نه شم كولاى! كه داسې وي نو هېڅ نه مرم او هلته نه ځم.
كشيش مذهبي دودونه په ځاى كړ او بيا خپه غوندې ولاړ. ما خپله مور په كيسه خبره كړه. هغې ډېر وژړل.
— ټول ژوند يې په ګناوو كې تېر كړ. اوس به مري!
پسرلى و. ژمني واورې ورو – ورو ويلې كېدې چې پلار مې له ناروغۍ څخه پاڅېد. په درېیمه ورځ يې د سپرلۍ جامې واغوستې او ما ته يې وويل:
– وانيا، ورشه فيلى زين كړه.
فيلي زموږ يوازينى آس و. مور مې بيا په ژړا شوه:
– فيودوره! ته ټپي يې. ته سم دريدلى نه شى. د آس سپرلۍ خو لا څه كوې؟ كه دې په ځان زړه نه سوزي، په ما او دې وړو اولادونو رحم وكړه؛ خو هغه وخندل او وې ويل:
– ښځې، پرېږده چې له مرگ نه مخكې يو ځلې بيا په آس سپور شم. په دې انگړ كې پرې گرزم او بس.
فيلي زين شو. مور مې پلار تر مټ نيولى له خونې رابهر كړ. دوه مياشتې يې ږيره نه وه خريلې. موږ د كوټې په تياره كې د هغه د بڼې بدلون ته نه و ځير شوي. دوه مياشتې مخكې يې ويښتان تك تور و؛ خو اوس يې ږيره، برېتونه او وېښتان نيمايي سپين شوي وو.
ما ته يې په غمجنه توگه وخندل. ما وژل او قيزه مې وركړه؛ خو په مات لاس يې څه كولاى شول؟ دومره مغروره و چې موږ يې په خپل درد نه خبرولو. غوښتل يې چې د پخوا په شان زين ته وروالوزي؛ خو ډېر كمزورى و او په ځمكه ولوېد. بيا يې له ستوني څخه وينې راغلې. مور به مې ټوله ورځ وينې وينځلې. بيا مو كشيش راوغوښت. كشيش ډېر نصيحت ورته وكړ؛ خو هغه د چا خبرې نه منلې. درې ورځې وروسته يې رنځ ډېر شو، پاڅېد او مور ته مې يې په سرو سترګو وويل:
– كشيش راته وويل چې تر مذهبي دود وروسته، بايد په ځمكه پښې لوڅې ونه گرزم؛ خو زه دلته لوڅې پښې درېږم. زه په دې ځمكه سپور يا پلى ډېر گرزېدلى يم. د دې ځمكې په پرېښودلو باندې ډېر خواشينى يم. لاس دې راكړه… دى لاسونو ډېر زيار گاللى دى.
مور مې لاس ور كړ. پلار مې بېرته څملاست. څو شېبې غلى و، بيا يې ورو وويل:
– ډېر خواشينى يم چې زما له پاره به اوښكې تويې كړې. بيا يې پورته وكتل او سا يې وخته … ولاړ چې په بله دنيا كې د آسونو په ننداره بوخت شي!
ارژانف د كيسې په خوند کې غلی شو. داويدوف وټوخېد او پوښتنه يې وكړه:
– ايوان اكا، ته څه پوه شوې چې پلار دې د كلي قزاقانو وژلى دى؟
– پلار مې د مرګه يوه ورځ مخکې په ټوله كيسه خبر كړم.
داويدوف اريان شو:
– دا څه وايې؟
د هغې ورځې په سهار چې مور مې د غواوو په لوشلو بوخته وه او ما خپل كتاب لوست، پلار ورو راناره كړه:
– وانيا! دلته راشه زويه.
ورغلم. ورو يې راته وويل:
– غوږ نږدې كړه. غوږ ونيسه بچيه! ته دوولس كلن او تر ما وروسته د كور مشر يې. (اوريان ارخييوف) او وروڼه يې (افاناسي) او (سرګي) زما قاتلين دي. كه زه يې هملته په وهلو- وهلو وژلى واى، خوشاله كېدم؛ خو اوريان وويل چې ته بايد وځورېږې. د زړه وينې وخورې او په ځنډ مړ شې؛ ځكه نو زما زړه له كينې ډك شوى دى. بچو كله چې ځوان شوې، د پلار دا ورځ په ياد لره او اوريان ووژنه!
قسم دركوم چې دا خبره پټه وساته. حتى مور دې هم مه خبروه.
ما قسم ياد كړ او د خپل پلار د غاړې صليب مې ښكل كړ.
داويدوف چې د ارژانف كيسې پارولى و، وويل:
– دا كيسه او د قفقاز د چركسانو پخوانى كيسې څومره سره ورته دي.
– ته فكر كوې چې يوازې چركسان زړه لري؟ روسان هم زړه لري او ټول خلك يو بل ته ورته دي.
– ښه بيا څه وشول؟
پلار خاورو ته وسپارل شو. كله چې له ادېرې نه راستانه شوو، زه د يوه دېوال څنګ ته ودرېدم او خپله ونه مې په پنسل كچه كړه. هره مياشت مې خپله ونه كچه كوله. كرښې ورو – ورو پورته كېدې. زړه مې غوښتل چې ژر ځوان شم او له اوريان څخه كسات واخلم. دا وخت نو زه د كور مشر وم. څو خويندې او وروڼه مې درلودل چې له ما كوچنى وو.
زموږ اقتصادي وضع ورو- ورو ژوبلېده او د مور ناروغۍ ډېريده. هغه وخت چې پلار ژوندى و، كه څه هم چې خپل ټول شته يې د آسونو په روزنه او ښكار لګول او ځينو خلكو (فاسد) باله؛ خو بيا هم د خپلې كورنۍ له پاره ښه سړى و. ښه خواړه، ښې جامې او لنډه دا چې ښه يې روزلو؛ خو زه كه څه هم چې ډنګر وم، اړ وم چې د نورو قزاقانو په څېر ټوله ورځ كار وكړم او ډوډۍ پيدا كړم. موږ څلور وروڼه له ښوونځي څخه پاتې شوو. لس كلنې خور مې د مور په ځاى پخلى كاوه او غواوې يې لوشلې. خپل كوچني وروڼه مې هم په كركېله بوخت كړل او ما به هره مياشت د همغه دېواله څنګ ته خپله ونه كچه كوله. د ډېر كار او لوږې له امله ورو- ورو لوړېدم؛ خو د اوريان په څار بوخت وم.
زما همزولو به هره يكشنبه لمبل او نوره اوونۍ به يې په ښوونځي كې تېروله؛ خو زه په پرله پسې توگه په كار او د غواوو او پسونو په ساتلو بوخت وم. ورو- ورو له خپلو همزولو او ټولنې څخه ليرې شوم. كليوالو به ويل چې (وانيا ارژانف ليونى شوى دى!) ؛ خو ما به ويل چې: (لعنتيانو، دا خبرې مه كوئ، زما ژوند ستاسو له پاره يو درس دى). ورو _ ورو له كليوالو څخه بېزاره كېدم. يو سګرټ راكړه.
– ښه بيا اوريان څه شو؟
– په خپل كار بوخت و. خپله ښځه يې هومره ووهله چې مړه شوه. يو كال وروسته يې زموږ د كلي له يوې پيغلې سره واده وكړ.
ما به له ځانه سره ويل: كله دې ژوندى پرېږدم.
تر مور مې پټې لږ پيسې زېرمه كړې. د درمند په وخت كې مې لږ غنم هم په پټه خرڅ كړل او يو ټوپك مې واخيست. يو كوچنى زنګ وهلې ښكاري ټوپك! درې مردكي مې پرې وويشتل، دوه سم ولګېدل او درېم خطا شو. ټوپك مې د كلا د دېوال څنګ ته ښخ كړ. اوس نو اوريان ته په تمه وم. كله به ملګري ورسره وو او كله به زه بوخت وم. ما پرېكړه كړې وه چې له كلي څخه يې بهر ووژنم او يوه ورځ دا موقع په لاس راغله. د (بازار) ورځ وه او دى يوازې روان و. دوه ورځې او شپې مې وږې او تږې د غرنۍ خاورينې لارې څنګ ته تېرې كړې وې. ما دعاوې كولې چې اوريان يوازې راشي. لوى خداى زما دعا ومنله. د دويمې ورځې مازديګر و چې د اوريان آس راښكاره شو. چې ښه نږدې شو، ورټوپ مې كړل او چېغه مې كړه: (اوريانه ښكته شه او دعا وكړه!)
د اوريان رنګ والوت او آس يې ودراوه. كه څه هم چې هغه ډېر پياوړى قزاق و؛ خو ما ټوپك درلود. ده وويل: (كمكيه څه غواړې؟) ما وويل چې اوس به پوه شې. اوريان ښكته شو او په تش لاس زما خوا ته راغى. چې ښه نږدې شو، ماشه مې كش كړه!
– كه ګولې نښتې واى څه دې كول؟
ارژانف وخندل او وې وېل:
– هېڅ! زه يې هم خپل پلار ته استولم چې په ګډه وزې وڅروو.
– او بيا ؟
– د اوريان آس سر واخيست. زه له وېرې د پانې په شان لړزېدم. اوريان زما مخې ته پلن پروت و. ورو- ورو مې خپل اعصاب كنترول كړل. د اوريان مړي ته نږدې شوم. لاړې مې ور تو كړې او جيبونه مې يې ولټول. اته ويشت روبله او يوه سكه.
ګومان كوم په دې پيسو يې خپلې ځوانې ښځې ته سوغات پيروده. ټوپك او ګولۍ مې هملته ښخ كړل او كور ته ستون شوم. كله چې لومړنى واورې مځكه سپينه كړه، ما ټوپك او ګولۍ كور ته راورسول او بيا مې پټ كړل.
داويدوف په غوسه وويل:
– د ده پيسې دې ولې واخېستې؟
– ولې مې نه واى اخيستې؟
– ولې دې واخېستې؟
– اړ وم. لوږې ډېر ځورولو.
دا وخت داويدوف له ګاډۍ نه پلى او ورو روان و.
ارژانف هم غلى شو.
– او په دې توګه هر څه پاى ته ورسېدل؟!
ارژانف وويل:
– يه بابا! دولتي كسان راغلل او زموږ كور يې وکوت؛ خو په تش لاس ستانه شول. څه موده وروسته د اوريان ورور (سرګى) هم مړ شو. زه ډېر خواشنيى شوم، ما ويل كه دا بل هم په خپل مرګ مړ شي. څوك به د خپل پلار په كسات كې وژنم!؟
– پلار خو دې يوازې اوريان ښودلى و، وروڼه يې څه؟
– پلار مې خپله خبره كړې وه؛ خو ما هم غوښتل چې د خپل زړه كار وكړم. له همدې امله مې يوه شپه (افاناسي) هم چې د خپلې خونې په كړكۍ يې ډوډۍ خوړله، په خوله وويشت.
هغه شپه مې د ديوال ټولې كرښې پاكې كړې او ټوپك او پاتې ګولۍ مې په سيند كې ډوب كړل. د پلار ارمان مې پوره كړى و. څه موده وروسته مې مور ډېره ناروغه شوه، د خپلې مړينې په شپه يې وروبللم.
– وانيا، تا ووژل ؟
– هو مورې!
هېڅ يې ونه ويل او زما لاس يې په خپل زړه كېښود.
ارژانف آسونه لږ ګړندي كړل او وې ويل:
– اوس خو نه وايې چې ولې ورو ځم؟
– نه اكا. ته د هغو ګاډيو له پاره ښه يې چې غوايه يې كشوي او اوبه راوړي.
– ما له (ياكف لوكيج استرونوف) نه همدا غوښتنه وكړه؛ خو هغه ونه منله.
– ولې؟
– نه پوهېږم!
– عجب!
– استرونوف تل نور خلك د ځان په ګټه په كار اچوي.
ارژانف خپلې سترګې مړې واړولې او وې ويل:
– پوهېږم؛ خو كله چې څلور كاله د مخه ماليات لوړ شول، استرونوف خپل زورزياتى كم كړ. اوس د هغه مار په شان دى چې غواړي ځان ټک ته چمتو كړي. كه وخت په لاس ورغى، بيا ټک وهي.د ده ساتنه په لستوڼي كې د مار د ساتنې مثال لري.
داويدوف تر لږ دمې وروسته وويل:
– دا استرونوف به هم جوړ كړو! خو ايوان اكا ته لږ شيطان يې. څه شى دې خوښېږي؟
ارژانف وخندل او وې وېل:
– هو، لږ شيطان يم. څه ووايم؟ فرض يې كړه چې ته يوه د آلوبالو ونه لرې، ښه په څانګو او پاڼو پټه ده، زه يې يوه څانګه د وهلو د لرګي د پاره پرې كوم، اوس ته ووايه چې دا څانګه هغه وخت ګټوره وه كه اوس؟ اوس خو هسې لوڅه لغړه ده.
دا وخت ارژانف له خپله اړخه يو لرګى راوكيښ او وې ويل:
– دا ګوره، په لېدو نه ارزي. انسان هم بې له شيطانته د دې بربنډ لرګي په شان دى. (ناګولنف) ته وگوره چې پردۍ ژبه لولې، دا په خپله يو ډول شيطانت دى. زوړ (ګرامشف) له شلو كلو راهيسې د ګوګړو ډبلى ټولوي. دا هم همداسې وبوله.
تاسو له (لوشكا) سره سترګې جنګوئ، دا هم شيطانت دى. يو مست كوږ ځي، غورځى او ولاړېږي، دا بل ډول شيطانت دى. هو رييس صيب كه تاسو له انسان څخه شيطانت واخلئ دا بربنډ لرګى پاتې كېږي او بس!
ارژانف قيزه داويدوف ته وركړه او په شيطاني موسكا يې وويل:
– دا ونيسه او فكر وكړه. ښايي زما په خبرو به ښه وپوهېږې.
د داويدوف په وچولي كې ګونځې پيدا شوې.
– ورك شه، اوس هم پوهېږم.
او پاتې لاره يې په چوپتيا كې وهله.
لیکوال: میخاییل شولوخف
ژباړه: احسان الله ارینزی
-
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.