افغاني هویت او د افغانستان د نوم ظهور /۷

سرلوڅ مردازی 

53

افغاني هویت او پر هېواد د افغانستان نوم؛ په تدریجي ډول رامنځته شول، یعنې نه په یوه ورځ او نه د یو رسمي فرمان له لارې. افغان او افغانستان دواړو په پیل کې محدودي قومي او جغرافیوي معناوې درلودې. 

تاریخي اسناد ښۍ چې افغان کلمه تر ډېره د پښتنو لپاره کارېده، خو په اوږده بهیر کې د ټولو اوسېدونکو ملي نوم وګرځید. د افغانستان نوم هم وروسته د سیاسي تحول، دولت جوړونې، اداري تمرکز، نړیوالو اړیکو او اساسي قوانینو له لارې ورو ورو پراخ او ملي شو او په پای کې د کره تاریخي اسنادو له مخې دا نوم په ۱۹ مه پېړۍ کې د دولت د رسمي نوم په توګه تثبیت شو. 

البته دا بهیر ناڅاپي نه وو، بلکې له څو پړاوونو تېر شود افغانستان د تاریخ عصري دوره د میرویس نیکه له پاڅون او له هوتکي امپراتورۍ (۱۷۰۹-۱۷۳۵) څخه راپیل او وروسته په دراني امپراتورۍ (۱۷۴۷) کې د بنسټ په توګه ومنل شوه. دولت تر احمد شا بابا مخکې او د هغه په وخت کې زیاتره د «دراني دولت»، «سدوزی سلطنت» یا د پاچا په نوم یادېده. 

د افغانستان کلمه تر دې وړاندې هم په ځینو جغرافیوي او ادبي متنونو کې موجود وه، خو ډیری وخت یې د پښتون میشتو سیمو معنا درلوده. د ۱۹ مې پېړۍ په لومړیو کې د بارکزو د واکمنۍ په مهال په ځانګړي ډول د امیر دوست محمدخان په مهال «افغانستان» د دولت لپاره سیاسي نوم وکارول شو. د ۱۸۰۰ مو کلونو له پیل څخه د انګریزانو او قاجاري ایران په دیپلوماتیکو اسنادو او تړونونو کې هم د افغانستان نوم په ښکاره توګه کارول شوی. دوست محمد خان ته د «امیر افغانستان» لقب کارونه او وروسته بارکزي واکمنان په رسمي ډول د «امیر افغانستان» په نوم یادېدل او بیا په ۱۹۲۶ کال د «افغانستان شاهي دولت» د عصري دولت په رسمي نوم یادول هم د دې عمومي بهیر تکاملي پړاوونه دي. 

دا ټوله پروسه ښۍ چې د هېوادونو او دولتونو نومونه او ملي هویتونه یوه ژوندۍ پروسه ده. له یو ځایه پیلېږي، په څو پړاونو کې بډایه او غني کېږي او ورو ورو پراخه او پیاوړي کېږي او د بشپړتیا پړاو ته رسېږي. 

د افغانستان د معاصر دولت د جوړېدو او د«افغانستان» نوم د سیاسي تثبیت په بهیر کې څو مهمې لویې جرګې، شوراګانې او دودیزې غونډې ډېري اغیزمنې بلل کېږي. که څه هم په نننۍ معنا د«لویه جرګه» اصطلاح په ټولو پخوانیو پړاوونو کې رسمي نه وه، خو افغان تاریخپوهانو دغه غونډې هم د لویو جرګو په حیث یادې کړې دي. 

۱ــ د ۱۷۴۷ کال د کندهار جرګه: 

دا جرګه د معاصر افغان دولت د بنسټ ایښېدو، تر ټولو مشهوره جرګه ده. دې جرګه کې د احمد شا دراني د انتخاب لپاره د کندهار د شیرسرخ سیمه کې قبایلي مشرانو، روحانینو او قومي مخوروغونډه وکړه. په جرګه کې احمدشا بابا د ټولواک (پاچا) پتوګه غوره شو او د دراني دولت بنسټ کېښودل شو چې همدا د معاصر افغان دولت پيل ګڼل کېږي. 

د تیمورشا د واکمنۍ په مهال او تر هغه وروسته د سدوزي واکمنانو په پیر، د سلطنت د مشروعیت، د واک د لیږد او د افغان د سلطنتي نظام د دوام لپاره د قبایلي او درباري مشرانو غونډې جوړېدلې. همدارنګه په ۱۹ پېړۍ کې د بارکزیو مشورتې جرګې هم پرلپسې کېدلی چې هغو کې د «امیر افغانستان» مفهوم لا پیاوړی شو، د کابل ــ محور مرکزي دولت وده وکړه او د روس او انګریز سیاسي اسنادو کې «افغانستان» د دولت په نوم زیات وکارول شو. په همدې پړاو کې افغانستان د یو مشخص سیاسي واحد پتوګه نړیوالو اړیکو ته داخل شو. 

په لنډه توګه ویلی شو، د افغانستان نوم او دولت په یوه ناڅاپي پرېکړه نه، بلکې په څو تاریخي پړاوونو کې راڅرګند شود افغان دولت بنسټ لومړی په ۱۷۰۹ کال د میرویس نیکه په پاڅون او بیا په ۱۷۴۷ کال د کندهار په جرګه کې کېښودل شو. د درانيو او سدوزیو جرګو سلطنتونو ته مشروعیت لا پیاوړی کړ او په ۱۹ پېړۍ کې نړیوال رسمیت زیات شو. 

په ۱۹۲۴ او ۱۹۲۸ کلونو کې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د سلظنت په مهال، مدرنې لویې جرګې جوړې شوې. په دغه لویو جرګو کې د عصري دولت د اساسي قانون او د تابعیت مفکوره پیاوړې شوه، افغانستان د یو عصري ملي دولت په حیث تعریف شو او د «افغان» هویت له قومي مفهوم څخه د ملي تابعیت پر لور وغځید. 

د ۱۹۳۱ کال په لویه جرګه کې د اساسي قانون په تصویب، د افغانستان ټول اتباع د دولت تابع وګڼل شول او د «افغان» کلمه په رسمي دولتي- سیاسي اصطلاحاتو کې د تابعیت په معنا نوره هم تثبیت شوهله دې وروسته پاسپورټ، دولتي اسناد، دیپلوماتیک مکاتبات او نړیوال تړونونه ټول د «افغان» په اصطلاح د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره وکارېدل. 

د ۱۹۶۴ کال د لویې جرګې لخوا په تصویب شوي اساسي قانون کې د افغانستان هر فرد د افغان په نوم بیا تسجیل شو، دا په حقوقي لحاظ تر ټولو څرګند سند ګڼل کېږي. د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې هم چې د لویې جرګې لخوا تصویب شو، د افغانستان هر تبعه افغان دی او افغان د تابعیت قانوني اصطلاح پاتې شوه. 

افغاني هویت او د افغانستان نوم چې د یو اوږده تاریخي ملي بهیر پایله ده، تل د جرګو او یا د اساسي قوانینو د تصویب له لارې چې هغه هم  لویو جرګو تایید کړي، دود شوی 

د هغه کسانو په ځواب کې چې وایې، د افغانستان نوم د دولت په بڼه انګریزانو یا نورو بهرنیانو ایښی، باید وویل شي: 

د معتبرو تاریخي څېړنو له مخې، د «افغانستان» نوم نه انګرېزانو اختراع کړی او نه هم کوم بهرني ځواک پر هېواد ایښی؛ بلکې دا نوم د داخلي تاریخي، قومي او سیاسي بهیر محصول دی چې وروسته د نړیوالو اړیکو او دیپلوماتیکو اسنادو له لارې تثبیت او رسمي شوی.افغان کلمه او د افغانستان نوم تر انګریزانو، روسانو یا نورو بهرنیانو ډېر پخوا په هندي متنونو، عربي او فارسي ادبیاتو او متنونو کې موجود ووافغانستان هم د جغرافیوي اصطلاح پتوګه له څو پېړیو راهیسې کارېدله. 

افغان او افغانستان نومونه تر انګریزانو ډېر پخواني دي. انګریزانو دا نومونه نه دي ایښي، خو سیمې ته په راتګ سره یې د نورو هېوادونو سره په اړیکه، په نړیوال کېدو کې رول لوبولی. 

بلخوا حتمي نه ده، د ځیني کسانو دا انګیرنه چې زموږ په سیمه یا په افغانستان کې دې د ملي هویت او ملي دولت د رامنځته کېدو بهیر کټ مټ د اروپا او امریکا د ملت ــ دولت جوړنې د بهیر سره سل په سلو کې یو شان وي. ډېر نور عوامل شته چې د دې بهیرونو په څرنګوالي اغیز ښندي او په محتوي کې یې توپیر پېښوي. نو کاپې کول، په پټو سترګو منل او پلي کول یې ملي پروسې ته د ګټې پرځای تاوان رسوي او هغه بې متنه او ټکنۍ کوي. 

پای 

د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۳۱ مه 

سرلوڅ مردازی 

د پښتنو په اثارو کې د پښتون/ افغان کلمې ته یوه کتنه/ ۶ 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.