د غاښو کریم حیرانوکي اغیزې

ډاکټر ش میره کی

35

د غاښو کریم څه کولای شي؟

‏‎ د غاښو د پاکوالي لپاره د غاښو کریم په استعمال خو هر عام و خاص  خلک په خبر دي ، چې کریم هم غاښونه پاکوي، هم يې له ناروغيو او درده  څخه ساتي. خو له دې به نه يئ خبر چې د غاښو  کریم د مخ دانې ختموي، دلاسونو بوي ختموي او نور هغه کارونو کوي  چې په اوریدو به یې هک پک شئ.

‏‎

‏‎د لاسونو بوي ورکوي

د هوږه یا پیاز د پرې کولو وروسته که لاسونه ومینځل شي بیا هم هغه لاسونه بوی کوي  او آن تر دې چې صابون همد پیازو او هوږې د بوی په ورکولو زور نه رسیږي خو که لږه اندازه د غاښو کریم په لاس باندې وموښل شي او بیا  ومینځل شي د لاسونو بوي به ډیر ژر ورسره ورک شي.

‏‎زیورات «سره او سپين زر» پاکوي

ددې پر ځای چې د سپينو یا سرو      زرو د پاکولو لپاره زرګر ته ورشئ او ډيرې پیسې ورکړئ، لنډ یو کار وکړئ چې د غاښوکریم یو ځل وازمویئ. بس د غاښو کریم لږه اندازه د زیوراتو د پاسه ولګوئ، د ګوتو په څوکو يې ومښئ او بیا یې په رخت یعنې تکه باندې صاف کړ، ګورئ چې د غاښو کریم څه کوي؟

‏‎له دیوالونه رنګونه او خطونه ایسته کوي.

‏‎ماشومان خو ګلان دي، خو په شوخې کې بیا له چا کم نه دي. ماشومانو د نورو شوخیو سربېره په دیوالو د خطونولیکلو او رسمونو اچولو ډير شوقیان وي، چې مېندې ي بیا په صفا کولو کې له ستر چېلینج سره مخ وي. که مېندېدغه خطونه او رسمونه پاکوي نو غاښو  کریم سخت کار ورکوي، بس دومره تکلیف دې وکړي چې د غاښونو کریم دې لږ په رخت باندې واچوي او بیا دې داغ شوي ځایونو پرې پاک کړي، په ثانیو کې به ډیر فرق وویني.

‏‎د عینکو پاکول

‏‎عینکې د ډیر استعمال سره خیري  نیسي او ناپاکه کیږي، چې د پاکوالي لپاره يې اوبه هم بیا کار نه ورکوي، خو غاښوکریم بیا هغه څه چې نور یې له کولو عاجز شي، سرته رسوي. بس لږه اندازه د غاښو کریم د عینکو په شیشو واچوئ او په لوند رخت باندې عینکې پاکې کړئ، عینکې به مو نوې جدید شي.

‏‎د مخ دانې او داغونه ورکوي

‏‎که څه هم ددې اوریدل حیرانوونکي دي خو حقیقت دا ده چې د غاښو کریم استعمال د مخ دانې او داغونو په ورکولو کې مهم رول لوبوي.  لږه اندازه د غاښو کریم د مخ په هغه برخه چېرې چې دانې دي، ولګوئ او بیا یې پاککړئ، تر پاکوو وروسته به د غاښو کریم اثر ډیر ژر وګورئ

‏‎د نوکانو ساتنه کوي

‏‎نوکان هم لکه غاښونه ډیر ساتنې ته اړتیا لري. د غاښو کریم د غاښو سربېره نوکان هم روغ او رمټ ساتي. که خپل نوکان هره ورځ د غاښو په کریم ومینځئ نو یو  و به مو نوکان پاک سوتره او            ځلېدونکي وي او بل پلو به مونوکان ښه ښايسته، روغ او رمټوي.

‏‎د ماشومانو د بوتلونو بوی ورکوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.